تازه سرليکونه
د (خاتم النبيين ﷺ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
تجارتي اخلاق او نبوي اخلاق
 
  January 8, 2015
  0
رالېږونکی: نوید احمد
 
که د نن سبا ډېری اړيکي وګورو، نو سوداګريزه بڼه لري؛ یعني  یو کس چي د بل سره اخلاقي چلن کوي، هغه د سوداګرۍ پر بنسټ کوي او داسي وايي، چي ته زما عزت او اکرام کوه؛ زه به ستا عزت او اکرم کوم. یا خلګ دي زما عزت وکړي؛ زه به د خلګو عزت کوم؛ چي دا یو ډول سوداګريز اخلاق وګرځېدل. مګر اصلي اخلاق نبوي اخلاق دي؛ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم یو صحابي  ته په دې ډول بیان کړي دي:

((يَا عُقْبَةُ، أَلا أُخْبِرُكَ بِأَفْضَلِ أَخْلاقِ أَهْلِ الدُّنْيَا، وَأَهْلِ الآخِرَةِ؟ تَصِلُ مَنْ قَطَعَكَ، وَتُعْطِي مَنْ حَرَمَكَ، وَتَعْفُو عَمَّنْ ظَلَمَكَ.)) (معجم الکبیر لطبراني و کذا في المستدرک للحاکم)

ژباړه: اې عقبه! آیا تا ته خبر در نه کړم د دنياوالو او د آخرت د څښتنانو په ښواخلاقو؟ د هغه چا سره صله رحمي کوه، چي هغه يې درسره قطع کوي. هغه چا ته ورکړه کوه، چي هغه يې نه درکوي. هغه چا ته عفو کوه، چي پر تا ظلم کوي.

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۳ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته