تازه سرليکونه
د (د نبوت دلايل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د رسول الله (ص) د نبوت عقلي ثبوت
  تعلیم الاسلام
  September 8, 2015
  0

 

۱۴۰۰ کاله دمخه نه ښوونځى و؛  نه پو هنتون و؛ نه مدرسه وه؛  نه کتابتون و؛  نه ميډيا وه؛  نه ټرانسپورټ و،  نه محکمه وه؛  نه قانون و؛  نه دولت و؛  نه روغتون و؛  نو د خلکوکارڅه و؟ !

 
١: دميرې سره واده کول.
٢: لوڼي ژوندۍ ښخول.
٣: زنا، غلا، شراب، قمار او لڅ ګرځېدل .
٤: دخوراک،  څښاک، پوښاک او طهارت په آدابو نه پوهېدل .
٥: بېله الله  جل جلالهڅخه نور د هر شي وعبادت ته تيار وه.
٦: څوک چي به د بلي قبيلې څخه و، يا به يې واژه، يا به يې مال ځني لوټ کاوه.
٧: په لوستلو او ليکلوڅوک نه پوهېدل.
 ٨: هر تصوير  يې له وهمونو او وحشتونوډک و.
٩:  د هر مشکل لپاره يې جلا، جلاخدايان ټاکلي وه.  
١٠: پر مريانو ظلم و او د خرڅلاو بازار يې تود و.    
 
 په دې وخت کي يو يتيم راپيداکېږي؛
کار يې شپني توب وي؛
په ژونديې درواغ نه وي ويلي؛
 ښکنځل يې نه وي کړي؛
قمار ، شراب  او فساد ته يې لاس نه وي اچولى؛
 په ټول ژوند يې مخلوق ته سر نه وي ټيټ کړی؛
 په هرکار کي يې صفايي او پاکوالى  ليدل کېږي؛
د بې وزلو همدردي کوي او دنوروغمونه پر اوږو اخلي؛
د ماشومتوب څخه يې سيرت  داسي ښايسته و،  چي  دښمنانوهم څه تور نه سواى پر لګولاى او ټولو د امين  يا امانت کار لقب ورکړى و. 
 
څلوېښت کاله يې داسي پاکيزه ژوند وکړ. پس له (٤٠) کاله د حراء له غار څخه پيغام راوړي. دا پيغام د الله  جل جلاله له لوري و. داسي پيغام، چي د دغه يتيم شخص څخه د ټولو زمانو لپاره په ټوله نړۍ کي رهبر جوړ وي؛  پر يو الله  جل جلاله د ايمان او نېک عمل  خبره کوي.  ناڅاپه ټول عرب د هغه پر ضد راپورته کېږي؛ په ډبرو يې ولي؛ سپکي سپوري ورته وايي او حتـْی د وژلو توطئه يې جوړوي. 
 
داپه دې خاطر، چي دا سړى ولي د يو الله  جل جلاله خبره کوي؟
ولي د مساوات يادونه کوي؟
ولي قومي تعصبونه ختموي؟
 ولي شرک او بت پرستي نه تاييدوي؟
ولي زموږ سرداري نه مني؟ ولي زموږ رواجونه ماتوي؟
او ولي خلک نېکو کارونو ته رابولي؟
 
 ٢٣ کاله يې روحي او جسمي تکليفونه وګالل، چي هيڅ شخصي ګټه هم پکښي نه وه.  
 
آيا يو څوک د يوې ناحقه خبري لپاره دومره کړاوونه ګاللاى سي؛  چي د يوې ذرې په اندازه هم له خپلي خبري څخه نه اوړي؟ 
 
آيا دا دومره استقامت د ده پر حق والي او ريښتينولۍ دلالت نه کوي؟
 
څلوېښت کاله هيڅ چا له ده څخه په تاريخ،  اخلاق،  فلسفه،  قانون،  سياست  او اقتصاد کي خبره نه واورېدل؛  خوکله چي يې پيغام راوړ، د جهان ټولو پوهانو او اديبانو ته  چلينج ورکوي؛ چي راسئ  د دې کلام د سورتونو په شان يوسورت جوړکړئ.  
 
کله چي يې پيغام راوړ،  يو لوی حکيم او مصلح ځني جوړېږي؛ يولوی قانون پوه او سياست پوه  ځني جوړېږي؛  يو لوی قاضي او سپاه سالار ځني جوړېږي؛  يو لوی امام  او پيغمبر ځني جوړېږي. کله چي يې پيغام راوړ، پرالـْـهياتو بحث کوي؛ د ملتونو تاريخ څېړي؛ د نړۍ پر ټولو دينونو نيوکي کوي؛  د مصلحينو پر کارنامو تبصرې کوي؛  د اخلاقو او تمدن درسونه پيلوي؛  د اقتصاداو معاملاتو قوانين  جوړوي؛  د قومونو اختلافات حلوي او  د نړۍ والوسره اړيکي پيداکوي. 
 
هغه هيڅکله  هم توره نه وه چلولې؛ فوځي روزنه يې نه وه ليدلې؛ کوم عسکري مشق  اوتمرين يې نه وکړی؛ خو کله چي يې پيغام راوړ، داسي فاتح   ځني جوړ سو،  چي  ټول عرب يې فتح کړل؛ داسي عسکر يې وروزل، چي د فارس او روم امپراتورۍ يې په چپه کړلې؛  په ١٢ لکه کيلومتره مربع مځکه کي، کوم چي وحشي قبايل پکښي اوسېدل، بېله اخباره او ميډيا څخه يې تر يوه قانون لاندي راوستل.
 
د هغوی افکار يې ور بدل کړل؛ اخلاق يې ور جوړکړل؛ توحيد يې ورسم کړ؛  سر ټمبګي  يې په اطاعت او فرمانبردارۍ ور واړوله؛ متمدن يې کړل؛  هغوی  يې د جهان امامان جوړ کړل او دا ټول کارونه يې د زر، زور او  دوکې په وسيله نه دي کړي.  هغه په رحم،  شفقت،  انصاف او ريښتينولۍ باندي زړونه فتح کړل. هغه د حق او عدالت څخه د يو ورېښته  په اندازه هم انحراف و نه کړ.
 
 هغه څوک چي د ده وينو تويولو ته تږي وه؛ دى يې مهاجرت ته اړکړی و او د ده خپلوان يې په ډېر ظلم وژلي وه، له هغو څخه يې هم بدل نه واخيست. کله  چي هغه د ټول حجاز امام، مشر، رهبر يا پاچا و، هم يې پر بوريا خوب کاوه او د غريـبانو په ډول يې خوراک کاوه؛ په خپله پخوانۍ کوټه کي اوسېدی؛ د يو عادي شخص په شان يې کار کاوه او ځان ته يې هيڅ پرې نه  ښودل. حتـْی خپله کورنۍ يې هم له زکات څخه محرومه کړه. د دې سړي له احسانه ټول جهان نه سي خلاصېدلاى؛  ځکه هغه د نړۍ تصور بدل کړ؛  فکرونه يې له وهمونو اوعجايب پرستۍ  څخه د عقليت اوحقيقت خوا ته واړول.
 
   هغه رهبانيت ختم کړ.  انسانان يې تفکر، مشاهدې او تحقيق ته وهڅول.  هغه خلکو ته عقل او وجدان ور وښودل.  هغه د ماديت او روحانيت  ترمنځ اړيکي پيدا کړې.  دين يې له علم  او عمل سره وتاړه او  اخلاق يې له تمدن سره وتړل. 
 
 همدې لارښود په نړۍ کي د عدالت فکر  او د آزادۍ تصور پيداکړ. هغه وويل: هيڅ څوک له مور څخه غلام او بادار نه زېږي؛ بلکي ټول يو برابر دي. د نظافت او تهذيب اصول  يې خلکوته وروښودل؛ چي دنړۍ په سياسي نظرياتو کي لوی-لوی انقلابونه راغلل او د نړۍ ټول محاکم او قانون  افګار يې تر خپل اغېز لاندي راوستل. د مختلفو قومونو تر منځ يې د ګډ انسانيت مفکوره خپره کړه. د نړۍ هر قهرمان صرف دغه جامع شخصيت دی، چي هم سياسي مدير و،  هم پوځي لارښود و،  هم د قانون مؤسس و،  هم د اخلاقو ښوونکى و او هم روحاني پېشواو.
 
 هغه د ژوند په ټولو برخو کي توازن رامنځ ته کړى. د نړۍ هر شخصيت د خپل ماحول څخه متأثرسوی دی (د محيط اغېز  ورباندي پروت وي.)  يوازنی دغه لارښود دی، چي، د خپل چاپېريال اغېز ه نه ده پر سوې. آيا تاسي داسي يو شخصيت چي د روحانيت او ماديت تر منځ يو متوازن ګډون راولي، دغربي جاهليت  زېږنده  بللاى سی؟  د بدن د پاکوالي څخه تر نړۍ والو اړيکو پوري يې يو-يو شى په تفصيل سره بيان کړی. په دنيا کي د تاريخ جوړوونکي خلک د هغوی  تاريخ او جامعې راجوړ کړي او زېږولي دي.  بس يوازي هم دا شخصيت دی،  چي تاريخ يې جوړ کړ. 
 
 په دنياکي چي هر چا يوانقلاب رامنځ ته کړی دی، د هغه انقلاب لپاره عيني او ذهني شرايط مخکي له مخکي ورته برابرسوي وي؛  انقلابي لیډر د يوه اکټر غوندي خپل کردار تر يو وخته پوري اداء کوي؛ ځکه سټېج،  زمان او مواد وختي لا ورته برابرسوي وي؛ خو دا يوازنى شخص دی،  چي د انقلاب اسباب يې په خپله په هغه ځاى کي اماده کړل. (دمخه هلته هيڅ اسباب  موجود نه وه.)  خپل شخصيت يې د نورو خلکو په کالبونوکي واچاوه؛  خلګو ته يې تربيت ورکړ؛ د ارادې قوت يې ورکړ؛ نظم يې ورکړ؛  انقلابي روحيه يې ورکړه او حرکت يې ورکړ؛ چي په  نتيجه کي يې د حالاتومخ خپلي لاري ته راواړاوه؛  پر کومه لاره،  چي ده چلول غوښتل. په دغسي يوه تاريکه کي دومره لويه رڼا له کومه سوه؛ چي د جهان ډېرو تاريکو کونجونو ته يې هم رڼا ورسېده؟
 
 بيا هم خپله وايي،  چي دازما کمال نه دی؛  زه هم ستاسي په څېر يو انسان يم؛ دا ټول د يو  الله جل جلاله  له لوري دي؛ د الله  جل جلاله  له لوري، چي راته کوم امر کېږي، زه هغه کوم او هغه  وايم. 
 
 وګورئ!  دا څومره رښتينى، برحق او امانت کاره لارښود  دی،  چي د هر کمال نسبت ځان ته نه کوي؛ بلکي  الله جل جلاله ته يې کوي. که ده ويلي واى، چي دا زما کمال دی،  هم چا درواغجن نه سواى بللاى. نو تر دې به د هغه د رښتينولۍ بل څه دليل وي؛ چي د يوې مخفي سرچينې څخه دا ټوله کمالات ورکول کېږي؟
 
 نو اوس  به موږ  د ده پر رسالت ولي باور نه کوو؟
 
راځئ! چي لاره يې تعقيب کړو؛  ځکه د هدايت لاره همدايوه  لاره ده او بس! 
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۳ ګڼه
 

 

سرته