تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
عجوه خرما د زړه د ناروغیو علاج
 
  January 28, 2015
  0

 ليکنه:سید عبدالرحیم "حسیني"


دا یوه ډېره ساده نسخه ده. هغه دا، چي د عجوې د خرما مندکي دي د اوړو غوندي ميده کړه سي. 
او  ناروغه دي يې هر سهار د اوبو سره د چايو د نیمي کاچوغي په اندازه وخوري. په دې سره به انشاء الله
 تعالی  د زړه ټولي ناروغۍ ورکي سي.
 
په اسلامي تاریخ کي د زړه حمله (Heart Attack) د قادسيې په جنګ کي د ایران فاتح حضرت سعد بنابي وقاص  ته پيښه سوې وه؛ چي په زړه کي يې ناڅاپه تکلیف پیداسوی و. نبي کریم صلی الله علیه وسلم ده ته دغه دواء وروښووله. حضرت سعدبـن ابي وقاص دغه نسخه د هدایت سره سم عملي کړه او ورسره روغ رمټ سو.
 
په اوسني عصر کي چي  دزړه ناروغۍ زياتي ليدل کيږي نو د همدغي نبوي نسخې څخه چي هم اسانه اوهم ارزانه ده ښه ګټه اخيستل کيدای سي.

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۳ ګڼه
 

 

سرته