تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مصطفی صلی الله علیه وسلم مینه
 
  January 29, 2015
  0

 رالېږونکی شاعر: کریم الله شیرزاد

لکه روڼ څاڅکي چي تر مځکي له بارانه رسي

داسي دي مینه و هر زړه لره پریمانه رسي

 

که چا څلویښت کاله د بتو عبادت کړی وي

په شهادت د رسالت ستا تر ایمانه رسي

 

د میني سپين لمر دي سینه باندي ځلیږي مدام

څرک یې د شرق او غرب تر هره مسلمانه رسي

 

عجیبه مینه ده خرما او ثواب دواړه لري

هر یو عاشق یی تر حبیب او تر سبحانه رسي

 

د شیرزاد مینه څو کلو پوري محدوده نه ده

په حشرګاه کښي به یې هم ږغ تر سلطانه رسي

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته