تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د خیر او شر کیلۍ
 
  February 2, 2015
  0
ژباړه: شبيراحمد

د خير کيلياني:
 
د لمانځه کيلۍ: پاکي. 
د حج کيلۍ: احرام. 
د جنت کيلۍ: توحيد. 
د نېکۍ کيلۍ: رښتيا. 
د علم کيلۍ: ښه سوال او ښه غوږ نيول. 
د برياليتوب او کاميابۍ کيلۍ: صبر. 
د خلاصون کيلۍ: تقوا. 
د زياتوب کيلۍ: شکر. 
آخرت ته د رغبت کيلۍ: په دنيا کي زهد. 
د اجابت کيلۍ: دعاء. 
د ايمان کيلۍ: د الله  جل جلاله  په نښو او مخلوقاتو کي فکر کول. 
د زړه د ژوند کيلۍ: په قرآن کريم کي فکر کول، د سهار په وخت کي الله  جل جلاله  ته زاري او عاجزي کول او د ګناهونو پرېښوول. 
د رزق کيلۍ: د استغفار او تقوا سره کوښښ کول. 
د عزت کيلۍ: د الله  جل جلاله  او د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  اطاعت. 
آخرت ته د چمتو کېدو کيلۍ: لږ امېدونه لرل. 
د هر خير کيلۍ: الله  جل جلاله  او آخرت ته رغبت. 
د رحمت کيلۍ: د الله  جل جلاله  په عبادت کي ښه والي او مخلوق ته په ګټه رسولو کي کوښښ کول. 

د شر کيلياني: 
د هر ګناه کيلۍ: شراب، ځکه شراب ام الخبائث (د ګناهونو مور) ده. 
د زنا کيلۍ: سروز  او د هغه اورېدل او بې ستري او نامحرمو ته کتل.
د ناامېدۍ او محرومه کېدو کيلۍ: لټي (ټنبلي) او د راحت خوښول. 
د نفاق کيلۍ: درواغ. 

د بخل او د صله رحمۍ پرېکولو کيلۍ: بخل او حرص کول. 

د هر بدعت او ګمراهۍ کيلۍ: د هر هغه څه څخه مخه اړول چي رسول الله  صلی الله علیه وسلم  فرمايلي وي. 

هغه کس لره دي خوشحالي وي، چي هغه د خير کيلۍ او د شر قلف وي، او هغه کس لره دي هلاکت وي، چي  هغه د شر کيلۍ او د خير قلف وي. 

يا الله  جل جلاله ! موږ او ټول مسلمانان د خير د کيليو څخه وګرځوې. (آمين)

و بالله التوفيق
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته