تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ښې حافظې شرایط
  تعلیم الاسلام
  September 15, 2016
  0

 بسم الله الرحمن الرحیم

رالېږونکی: استاذ عبدالغفار جبیر


د حافظَې جوړښت
 
څېړونکو کشف کړي دي چي حافظه په دریو پړاوونو کي جوړیږي:
 
لومړﺉ: پړاو د اطلاعاتو د راغونډولو په بهیر کي د حسي ثبت پړاو  (Sensory Memory)یا حسي حافظه ده. حسي حافظه د ډیري لږي مودې لپاره اطلاعات له طبعي پدېدو او انګېزو څخه ترلاسه کوي چې وروسته انګېزې له منځه ځي، خواغېزې یې پاته کيږي. د بیلګی په توګه هر ډول اطلاعات او معلومات چي د لیدلو د دستګاه له خواترلاسه شي، یو د لیدو وړ انځور رامنځته کوي او هغه څه چي د اورېدلو د دستګاه له خوا واوریدل سي یو سمعي انځور رامنځته کوي.
 
څېړونکو حسي لاسته راوړلو ته د ذهني صورتونو (Mental Imagery) په نامه سره یاد کړیدی، چي د انسان ادراک او پوهاوی له همدغه ترلاسه کيږي، چې دا په حقیقت کي د حافظې بنسټ اوسرچینه ده، دغه حافظه اطلاعات اومعلومات د تېرېدو په حالت کي ساتي، حرکتونه په حسي حافظه کي په ډیر دقت سره ثبتیږي، خو انتخاب اړین دئ، په حسي حافظه کي د انتخاب له بهیرڅخه موخه دا ده چې موږ د چاپیریال ټول محرکونه نسو تر لاسه کولای بلکې د هغو په منځ کي انتخاب کوو یا هغه غوره کوو که چیري ټاکل سوی محرک زموږ د پاملرنې وړوي کولای سی چې د حافظې لوړپړاوته ولیږل سی، او د حافظې لوړه پروسه عبارت ده :
 
له لنډمهاله او اوږد مهاله حافظې څخه، د لنډې حافظې (Short Term Memory) د ذهن د کارځای ((د کاردفتر)) دی اطلاعات ترهغه مهاله د لنډې مودې لپاره په دې حافظه کي ساتل کيږي، چې د نویو او پخوانیو اطلاعاتو ترمنځ تنظیم ترسره سي په دغه حافظه کي مطالب له ۱۵ څخه تر ۲۰ ثانیو پوری دوام کوي یا ترهغه مهاله چې د ګټي وړګرځی؛  څرنګه چې د لنډی مودې حافظه تل د کار او فعالیت په حال کي ده، نو له دې کبله یې د ساتنی کچه محدودهده  کله چې معلومات د لنډی مودې لپاره په دې حافظه کي رمزګرداني (Encoding)سي اود پاملرني وړ وګرځی نو اوږد مهالی حافظې (Long Term Memory) ته داخلیږی اوپه دې حافظه کي د ډیري مودې لپاره معلومات او اطلاعات ساتل کيږي، چې دغه حافظه ډیرمواد زېرمه کوي، د دې حافظې ظرفیت وحسي او لنډ مهاله حافظې ته ډیرزیات دي، دا معلومات له منځه نه ځی البته که مغزو ته تاوان ورسیږی نو بیا ددې امکان سته چې معلومات دی ضایع سي.
 
ډولونه: 
له دې څخه علاوه حافظه نورډولونه هم لری لکه :
ارتباطي حافظه، خود کاره حافظه، ساختماني حافظه، ابداعي حافظه، فوري حافظه،  حرکي حافظه، تصویري حافظه اوتولیدي حافظه.
 
تعریف: 
د روانشناسي (نفسياتي ) ماهرين د حافظې تعريف داسي کوي :
ديو شي د زده کولو قابليت او د هغه د يادولو صلاحيت او بيا پرځای ددې شی استعمال د حافظې څخه عبارت دي (ډاکټرعزيزحسن اشرف ، روزنامه جنګ ۲۴ ستمبر 1986ص )
 
د ښې حافظې شرايط 
 
د ښې حافظې لپاره بنسټيز توکي :
 
د بدن تندرستي
که څوک غواړي چې ښه حافظه ولري نو د بدن وصحت (تندرستيا) ته ضرورت سته او د تندرستيا څخه ماسوا امکان نه لري ، دا ځکه چې د ښې وينې دوران په دماغ کي پر حافظې باندي مستقيماً اغېزه لري ، هغه څوک چې د قوي حافظې د درلودلو تکل ولرئ بايد د ښه صحت فکر ورسره وي  د ښه صحت لپاره دا مهمه ده چې : 
• ډوډۍ ښه وژوول سي
• ښه تنفس وسي
• د تفريح  سره عادي سي
• د زکام، بدخوبۍ، او ټولو نشه يي موادو څخه ځان ژغورل ډېر او ځانګړی ارزښت لري.
 
په زړه پوري موضوع او کسب :
هر چاته په کارده چې وکوم شي ته ئې چې ميلان (علاقه) وي هغه ولولي او په خپله خوښه سره يو موضوع يا کسب انتخاب کړي تر څو ذهني ثبات ومومي او که چيري يو چا داسي موضوع او يا کسب چې ذهن ئې ميلان نه ورته کاوه او انتخاب ئې کړی، دا به د ده بې انصافي وي د خپل ځان سره او ظلم به وي د خپلي حافظې سره ، د داسي کسب او موضوع بدي اغېزې به داوي چې هره ورځ په  وار وار غلطيانې کيږي ، هېره او تشويش به زيات وي او تردې حده چې دا به په يوې ناروغۍ واوړي.
 
اصلاً حقيقت دادئ چې حافظه ئې کمزورې نه بلکې د غلطې موضوع يا ناخوښه کسب غوره کېدل دي.
 
غور او فکر:
کله چې يوه پېښه وحافظي ته راغله ددې څخه وروسته د هغې پرمختلفو پېښو باندي، غورکول او د هغې تکرار په ذهن کي ضروري دی ، مطلب دا چې پر یوه شي باندي د غور کولو عادت هم د حافظې په زياتولو او ښه کولو کي مهم رول لري ، که چيري په کار کولو کي غور وسي ،  او پر منفي اړخونو باندي ئې غوروسي او وڅېړل سي ،  له دې څخه لومړی د حافظې اعتماد او باور ډېر ټينګوي او بل دا چې فني قابليت ئې زياتوي .
 
د طوطي په شان يو شی صرف د ژبي پرسر باندي يادول کوم ارزښت نلري ، بلکې دا مهمه ده چې هغه تر غور لاندي ونيول سي او مفهوم  ئې وڅېړل شي  يو طالب العلم يا زده کوونکي که کتاب لولي نوښه به دا وي چی سهار او ماښام ئې په زوره سره تکرار او ياد کړي او تل ئې يواځي د خپلې مطالعې په ځای کي تکرار کړي .
 
د مشاهدې توان:

د مشاهدې قوت هم د حافظې لپاره مهم رول لري. ډېر لږ خلک ددې قوت د مکمل او ښه استعمال سره اشنا دي د بیلګې په ډول سره  د يو چا په کور کي يو غوايی دی د هغه يو ښکرغټ او بل کوچنی دی  حال دا چي  د کور خاوند ته نه وي معلومه چې راسته ښکر ئې کوچني دی  او که چپه  دا صرف د مشاهدې کمزوري ده نه د دماغ دا ځکه چې وهغو شيانو ته چې زموږ ور سره تعلق دی سمي سترګي نه ورته خلاصوو او په ځير سره نه ورته ګورو که چيري په ژور ډول سره ورته وکتل سي  ضرور په دماغ کي پاته کيږي. 
 
زيات خلک يوکارکوي اوفکرئې بل ځای وي دبیلګې په ډول سره ديوه زده کوونکی په لاس کي قلم دي په ليکلواخته دي خوفکرئې نه وي موجود بايد چې ددې عمل مخنيوی وسي ترڅومشاهده ئې قوي اوپه راتلونکي کي ئې مشکلات حل سي .
 
توجه :
توجه کول د حافظې يوه مهمه برخه ده. څه وجه ده چې ځيني زده کوونکی د لږ محنت سره سره  دهغو زده کوونکو څخه چې شپه اوورځ ئې پرځان يوه کړې وي مخکي سي؟
 
دا وجه داده چې دغه زده کوونکی د درس په وخت کي د استاد هر لفظ په توجه او غورسره اوري اوکه پوه نسي نو د دوهم ځل لپاره د استاد څخه پوښتنه کوي په همدې سبب ئې ټوله درس په ذهن کي وي بر خلاف د هغو زده کوونکو چې د درس په وخت توجه نه کوي ، اوفکر ئې بل ځای وي چې وروسته پرخپل دې کړونو پښېمانه هم وي .
 
ښه او د ترتيب نه ډک ژوند :
يواځي ښه ژوند د حافظې په اصلاح او قوت کي مهم رول لري .
 
د کور ښه اصول دا دي چې هر شی پر خپل ځای باندي پروت وي او که يو شی پکار سي هغه شی دی د استعمال څخه وروسته پر خپل ټاکلي ځای کي کښېښودل سي نه دا چې د پيدا کېدو په سبب ئې وخت ضايع سي، پرېشاني منځ ته راسي د بیلګې په ډول سره که د اشپزخانې (پخلنځي) يو شی د کتابو په المارۍ کي کښېښودل سی مطلب به ئې دا وي چې خپل ځان ، دماغ او حافظه پرېشانه کوي .
 
د فکر او اندېښنو څخه ليري پاته کېدل : 
د ښې حافظې خاوندان هيڅکله د فکر او انديښنو غلامي نه قبلوي. تېر هېر سي او د تېرو پېښو په يادولو سره بايد دماغ ته تکان ورنه کول سی. د حافظې دنده داده چې په ورځني او عملي ژوند باندي مصروف واوسي تر څو ټول مشکلات مو په ښه توګه حل او د سو کاله او خوشحاله ژوند څښتنان سو ښه خبره به لا داوي چې بې ځايه بحث ونسي  کوم بي ځايه او لغوه شيان وانه ورېدل سي  او يا کوم  بې معنا کتاب ونه لوستل سي د غم او يا تکليف په وخت يو څوک يواځي پاته نسي او د خپلو مخلصو او په زړه پوري انډيوالانو سره يو ځای واوسي ترڅو د پرېشانۍ څخه نجات ومومي.
 
تل بايد يو سړی پخپله حافظه باندي باور ونکړي  کله هېره غلبه وکړي او د داسي هېري علاج کېدای شي  او که کوټلي ګامونه اوچت نسي نوجوته ده چې دا سړی د خپلي حافظې په سمولو او برابرولو کي پاته راغلي او بې انصافي کوي.
د سترو خلکو سره ستره حافظه وي مطلب دا چې کوم خلک چې د انسانيت لپاره غټ غټ خدمتونه کوي  د هغو حافظه هم ډېره ده ورسره  ډېرښه عادتونه هم لري  او دا يومنلي حقيقت دي او مبالغه نه ده هر څوک چې د دوی تګلاره خپله کړي نو ضرور حافظه به ئې تربيت ومومي او بهتره به سي. قدرتي  ذهن د يو چا سره د لنډې مودې لپاره وي لکن د ناروغۍ يا پرېشانۍ په وجه د بدن څخه علاوه و ذهن ته هم صدمه رسېږي نو ښه به داوي چې په  چټکتيا سره د بدن علاج او درملنه وسي تر څو دماغ وژغورل سي .
 
په وړکتوب کي بې احتياطي :
د ماشومانو د لويولو پرمهال ځيني وختونه د مور او پلارڅخه ئې بې احتياطي کيږي هغه دا چې د ماشوم د ډېري ميني په وجه د هغه عادتونه خراب او يا ماشوم ته دنه توجه په وجه د هغه په روغتیا کي کمی راسي. ځيني داسي ماشومان هم سته چې روغتيائې حالت ئې ښه مګر د ذهن له پلوه کمزوری برېښي خو په هر صورت د علاج امکان ئې سته .
 
یوشاعروایی:
نازولي زوی نه اخلي ادب
هم د سيوري نخل نه نيسي رطب
 
-------------------------------------------
مخکنی لیکنه: حافظه څنګه قوي کیدایسي؟
 
زیاتوني:
ځينو پوهانو د حافظې د ښه والي لپاره لاندي لارښووني کړي دي:
- د ګناهونو څخه ځان ساتل!
- په یو ځل د ډېرو مختلفو  کارونو څخه ځان ساتل!
او داسي نور
(لیکنه: د یوه تن همکار لخوا)
 

سرته