څانګه: چاڼ شوي مضامين نيټه: March 7, 2015
       
څوک کولایسي غوره قانون جوړ کړي؟

 درنو لوستونکو!


د اسلام معنا تسليمېدل او په پوره ډول ځان سپارل دي. په همدې لحاظ کوم څوک، چي اسلام قبول کړي، په پوره ډول يې خپل ځان د مخلوقاتو پيداکوونکي ته تسليم کړ. همدا وجه ده چي الله جل جلاله  فرمايي:

﴿يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ ادْخُلُواْ فِي السِّلْمِ كَآفَّةً﴾ (البقرة ، آية:٢٠٨)
ژباړه: اې ايمان لرونکو! په اسلام کي په پوره توګه داخل سئ!

په پورتنۍ الهي لارښوونه کي دې ته اشاره ده، چي اسلامي شريعت تش د څو عبادتونو نوم نه دی، بلکي د درست ژوندانه نظام پکښي بيان سوى دی او  د انسانيت د پوره ژوندانه  د سمون لپاره رالېږل سوى دی؛ چي د انسانانو لپاره خالص رحمت، خير او خلاصون پکښي نغښتى دی. 

د اسلام له نظره د قانون جوړوني او همدا ډول د حلال او حرام  ټاکلو حق، يوازي د الله جل جلاله  سره دی؛ ځکه الله  جل جلاله  فرمايي:


﴿... إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ...﴾ ( الانعام، آية: ٥٧)
ژباړه: باور وکړئ! حکم الله جل جلاله  لره دی.

په بل ځاى کي الله جل جلاله  فرمايي:

﴿...أَلَا لَهُ الْخَلْقُ وَالْأَمْرُ... ﴾ ( الاعراف، آية:٥٤.)
ژباړه: خبر اوسئ! الله جل جلاله  لره (ټول کائنات) مخلوق دی او (د ټولو چارو) امر (الله جل جلاله لره دی).

د پورتنۍ خبري د لا ښه روښانتيا لپاره ويلاى سو، چي د قانون جوړوني حق يوازي د الله جل جلاله سره دی؛ ځکه چي همدغه ذات د دې توانايي لري، چي د ټول بشريت لپاره د ژوندانه نظام برابر کړي. الله جل جلاله  د خپل مخلوق خالق دی او د مخلوق په اړه پوره معلومات لري. د ټولو انسانانو د جذباتو، احساساتو او د هغوى د خواهشاتو او اړتياوو په اړه پوره علم لري. همدا ډول د انسانانو په  ګټو او تاوانونو خبر دی؛ يعني دا چي کوم شيان د انسانانو لپاره ګټمن دي او کوم شيان ورته تاواني دي. همدا ډول د ټولو شيانو په اثراتو هم علم لري؛ چي کوم شيان ښې پايلي لري او کوم شيان بدي پايلي لري.

 که دومره معلومات موجود نه وي، نو بيا خو ممکنه ده، چي ډېر وخت به دغه احکام د انسانانو د ګټي پر ځاى د دوى لپاره تاوان وي. په پايله کي به و خلکو ته د خير او برياليتوب پر ځاى شر او ناکامي رسېدلې وي. همدا ډول په پورتنۍ کچه معلومات ځکه اړين دي، چي که داسي وي، نو د ټولو خلکو په وړاندي به د پوره عدل او انصاف څخه کار اخيستل سوى وي. داسي به نه وي، چي د تور او سپين، غريب او مالدار، نر او ښځي، وطن او ژبي پر بنياد به د خلکو ترمنځ توپير رامنځته سوى وي؛ بلکي هر حقدار  ته به خپل حق ورکول سوى وي او داسي ذات يوازي الله جل جلاله  کېداى سي.

 انسان هيڅ وخت داسي دعوه نه سي کولاى، چي د انسانانو په جذباتو، احساساتو او اړتياوو دي پوره وپوهېږي او و دي کولاى سي، چي د دوى د اړتياوو مطابق او ښه پايله لرونکی قانون ورته جوړ کړي؛ بلکي انسان د خپل ځان په اړه هم معلومات نه لري. 

دا خبره خو بېخي څرګنده ده، چي انسانان په خپلو منځو کي د رنګ، ژبي، وطن او داسي نور توپيرونه لري همدغه توپيرونه په فطري لحاظ د انسان په ذهن کي ترجيح او طرفداري پيدا کوي؛ يعني دا چي خپل رنګ، نسل، وطن او ژبه يې تر نورو زياته خوښه وي او دا کار د انسان په واک کي نه دی؛ بلکي فطري دی. کله چي په چا کي داسي فکر موجود وي، نو هغه به کله د عدل او انصاف څخه کار واخلي!؟ حتمي ده، چي د خپلي خوښي لورى به درنوي. د پورتنۍ خبري د ثبوت لپاره څرګند مثال جغرافيايي وېش دی، چي انسانانو په خپلو منځو کي کړى دی. که دوى په خپل منځ کي توپير نه کولاى، معلومه ده، چي جغرافيايي وېش به يې هم په خپلو منځو کي نه واى. حاصل دا چي د الله جل جلاله  قانون تر نورو ټولو قوانينو لوړ، غوره او د عدل پر بنسټ ولاړ قانون دی.

 
الله جل جلاله چي د کائناتو په دې کلي کي د کومي ورځي څخه انسانان پيدا کړي او ودان کړي دي؛ د هغې ورځي څخه يې د دې انسانانو لپاره د ژوند تېرولو طريقه هم ښودلې ده؛ البته د انسانانو د تمدن او پرمختګ لپاره وخت په وخت نوي احکام او قوانين ورکول سوي دي. کله چي د قانون په مراجع کي بدلون پیدا سوی دی او انسانانو د خپلو لورو څخه پکښي ګډون کړى وي، د الله جل جلاله   له لوري څخه د دغو تحريفاتو او تغييراتو د له منځه وړلو لپاره نوي هدايت نامې رالېږلي سوي دي. د دغي سلسلې وروستى سپېڅلى کتاب قرآنکريم دی، چي د اسلام پر پيغمبر محمدرسول الله صلی الله علیه وسلم باندي نازل سوى دی. دا قانون څه نوى قانون نه دی او نه په پوره توګه نوى شريعت دی؛ بلکي د هغه قانون تسلسل دی، کوم چي په مختلفو زمانو کي د پيغمبرانو په واسطه انسانانو ته رسېدلى دی.

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۳ ګڼه