تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
انټرنیټ او د دعوت غلطه طریقه
  تعلیم الاسلام
  October 27, 2017
  0
رالېږونکې : ح. نوري / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 2015-09-13 
 
 

که څه هم هره دعوتي رسنۍ او وسیله خپلې ښیګڼې لري ولې په ځیونو وختونو کې له هغو څخه غلطه  استفاده دعوت او دعوت کونکي ته بې شمیره زیانونه ور اړوي، چې په هغو سره نه یوازې دا چې داعي تر سوال لاندې راځي، بلکې دهغه فکر او دعوت هم د خلکو تر نظره مشکوک شي، چې په لاندې ډول ځنې غلطیو ته ګوته نیسو:
 
۱ –د ضعیفو او دروغو خبرو خپراوی او نقلول:
ډیر ځله یو داعي دخپلو خبرو د ثبوت لپاره داسې خبرې رانقل کړي چې صحت یې ورته معلوم نه وي، خو دده د فکر د قوت دلیل په کې نغښتۍ وي، چې دا کار نه یوازې دا چې په لوستونکو کې دده شخصیت او دعوت ته صدمه رسوي، بلکې د الله جل جلاله پر وړاندې هم د سترې ګناه مرتکب ګڼل کیږي. او دا کار هغه کسان ډیر کوي چې له دين سره خو مینه لري ولې په علمي لحاظ ضعیف وي.
 
۲ – داحکامو او فتواوو صادرول: 
ډیر ځله داعي له دعوت کونکي نه د مفتي په بڼه څرګند شي او یوازې احکام صادروي، پرته له دې چې خلکو ته دعوت د ښیګڼې ورکړي، د تکفیر او تحریم مسائلو ته ورودانګي، چې دا هم د دنیا او آخرت زیان دی.
 
۳ – د مناظرې او مناقشې اسلوب خپلول: 
ډیر ځله داسې کیږي چې داعي خپله خبره په ډیر ښه اسلوب وړاندې کړي، ولې کله چې پر هغې کوم نقد راشي (ولو که هغه نقد ډیر ضعیف او غیري علمي هم وي) نو داعي بیا له هغه نقد کونکي سره په ناندریو او مناقشو اخته شي، اصلي خبره یوې خواته پاتې شي او خبره حتی ښکنځلو او بدویلو ته ووځي، چې په دې سره هغه کسان چې له دې داعي سره موافق دي هغوی هم پر هغه بې اعتباره شي.
 
۴ – د نورو د بدیو او غلطیو بیانول او د هغوی سپکاوی: 
کله کله دعوت کونکی د خپل موقف د قوت له پاره د نورو د ضعف ټکي په ګوته کول پیل کړي، او کله خو لا داسې هم کیږي چې د هغوی کورني او شخصي مسائل تر بحث لاندې راولي او خبره تهمت او بهتان ته ورسیږي، چې په خواشینۍ سره نن سبا په افغاني ویب پاڼو کې داخبره یو موډ او فیشن ګرځیدلی دی او اکثره کسان بې له کوم ثبوت او دلیل څخه یو پر بل بهتان تړي او له الله جل جلاله څخه د ویرې عنصر له مینځه تللی دی.
 
۵ – له دین څخه پرته یوازې خپلې ډلې ته کار کول:
 دعوت کونکی باید یوازې اسلام ته خلک را وبلي او هغه ډله چې هغه ورسره تړاو لري، یوازې د حق معیار ونه ګڼي، که د هغه له فکري ډګر څخه ها خوا هرڅوک وي، که څه هم ډیر دیندار او متقي وي، هغه ته په سپک نظر وګوري، چې دا کار د انټرنیټ له لاري په ډیره بیړه رواج مومي، چې د الله تعالی دین ته دعوت کونکی باید ځان ترې وساتي.
 
نن په نړیواله کچه ددې ضرورت لیدل کیږي چې دالله جل جلاله دین ته ددعوت له پاره له دې وسائلو هراړخیزه ګټه پورته کړای شي او دا د اسلامي امت پر هر فرد فرض ده چې د خپل وس او توان په اندازه له دې دعوتي وسیلې داسلام په خپراوي کې ګټه واخلي، اکثره اعلامي وسائل د نامسلمانو په لاسونو کې دي او مسلمانان ډیر کم توان لري چې هغه تر لاسه کړي او کوم تش په نامه مسلمان او یا هیوادونه که هغه وسائل په لاس کې لري هم، نو هغوی هم هماغه فکر وړاندې کوي کوم چې ددې وسائلو د جوړونکو فکر او فرهنګ دی.
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته