څانګه: اسلام او ساينس نيټه: March 16, 2015
       
د انسان زړه دماغ لري!
لیکنه: استاذ عبدالغفار جبیر
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه

په قرانکریم او نبوي احادیثو په رڼا کي زړه د ټولو اعمالو، احساساتو، ولولو او فکرونو محور دی، غواړم چي څه ایاتونه ذکر کړم:

وَلَا تَكْتُمُوا الشَّهَادَةَ وَمَنْ يَكْتُمْهَا فَإِنَّهُ آثِمٌ قَلْبُهُ. (البقره: ۲۸۳)
او شهادت مه پټوۍ او هر څوک چي هغه پټ کړي نو بې شکه چي د هغه زړه ګنهکار دی

چي ددې ایات مبارک څخه جوتیږي چي که چا شهادت پټ کړی نو دده زړه ګنهکاره شو، چي په انسان کي د انسان بل هیڅ غړی یاد نشو او زړه یاد شو چي مطلب يې دا دی چي ددې ټولو کارونو مسئول زړه دی، بل ځای په قرانکریم کي راځي:

وَخَتَمَ عَلَى سَمْعِهِ وَقَلْبِهِ وَجَعَلَ عَلَى بَصَرِهِ غِشَاوَةً. (جاثیه: ۲۳)
او د هغه پرغوږو او زړه باندي يې مهر لګولی دی او پرسترګو يې پرده وراچولې ده.

دلته الله جل جلاله د کفارو حالت وموږ ته بیانوي چي لومړی دوی هیڅ نه اوري، یعني د اسلام حقه لاره په هیڅ ډول سره نه حس کوي، او پر زړونو باندي مهر لګیدلی چي هیڅ ادراک نشي کولای چي دا حق دی او که باطل، او پر سترګو يې پردې لګيدلی دي اوهیڅ شی نه ویني.
 
الله جل جلاله په بل ځای کي فرمایي:

وَلَقَدْ ذَرَأْنَا لِجَهَنَّمَ كَثِيرًا مِنَ الْجِنِّ وَالْإِنْسِ لَهُمْ قُلُوبٌ لَا يَفْقَهُونَ بِهَا وَلَهُمْ أَعْيُنٌ لَا يُبْصِرُونَ بِهَا وَلَهُمْ آذَانٌ لَا يَسْمَعُونَ بِهَا.... (الاعراف: ۱۷۹)

او بې شکه چي هرومرو موږ د پېریانو او انسانانو ډېر کسان د دوږخ لپاره پیداکړی دي هغوی زړونه لري خونه پرې پوهیږي، سترګې لري خونه پرې ویني اوغوږونه لري خونه پرې اوري ۔

چي په دې ایات کي وزړه ته داسي اشاره شوې ده چي زړه د پوهي مرکز دی، یعني دا انسانان او پېریان زړونه لري خو د دوی زړونه د پوهې څرک نشي کولای۔ که دماغ هرڅه کولای شوای نو الله جل جلاله به د زړه پر ځای دماغ ذکر کړی وای او حال دا چي زړه راغلی دي:
 
فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ فَزَادَهُمُ اللَّهُ مَرَضًا. (البقره: ۱۰)
د دوی په زړونو کي یوه ناروغي ده چي الله لاپسي زیاته کړه۔

په دې ایات کي بیا د زړه ارزښت بیان شوی دی چي ددې کفارو په زړونو کي ناروغی ده، یعني چي کله د دوی زړونه ناروغه شول نو له دوی څخه مستقیمه لاره ورکه شول اوګمراهان شول؛ په نورو ځایو کي د مسلمانانو د زړو لپاره سالم زړه راغلی دی؛ که په ظاهره ورته وګورو نو زړونه خو ټول درست دی او په حقیقت کي یې معنا داده چي هغه پوهه ، ذهنیت او ذکاوت چي زړه لري د هغه څخه کارنه دی اخیستل شوی؛ او ودې زړه ته چي دومره پوه ، اعصابی نظام او هر څه ورکول شویدي نو دا زړه ولي په دې نه پوهیږي چي دا سمه لاره ده او دا خرابه؟!  کله چي زړه ددې حس نشي کولای نو دا زړه بې حسه اوناروغه دی.
په بل ځای کي الله جل جلاله په قرانکریم کي فرمایي:
 
الَّذِينَ إِذَا ذُكِرَ اللَّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ. (الحج: ۳۵)
هغوی چي کله د الله ذکر اوري نوزړونه یې لړزیږي

كَلَّا بَلْ رَانَ عَلَى قُلُوبِهِمْ مَا كَانُوا يَكْسِبُونَ. (المطففین: ۱۴)
داسي نه ده چي کافران ئې انګیري، بلکي د دوی کړنو د دوی زړونه خیرن کړیدي.

په قرانکریم کي زښته زړه ډېر راغلی دی، او قرانکریم د ایمان ځای زړه ښودلی دی، چي ددې ټولو ایاتونو څخه مطلب دادی چي زړه څومره ارزښت لري، چي هم د ایمان ، د میني، د فکر، د عقل، د شعور او د هر څه مرکز دی نو ځکه الله جل جلاله هر ځای زړه ذکر کړیدی.

د پوهانو تېروتنه: خو برعکس تر پرونه پوری حکماء، پوهان او ساینس پوهان په دې باور وه چي داسي نه ده بلکه زړه یواځي وینه پمپ کوي او بس، او اصل مرکز دماغ دی؛ او ټول فلیسوفان په یوه خوله وه؛ خو اوس نوې ساینس داسي ثابته کړه چي داسي نه بلکه زړه د انسان په فکر اوعمل کي بنسټیز رول لوبوي او پاته دي نه وي چي د وخت په تېریدو سره به دا حقایق ټول روښانه او ښکاره شي.

په قرانکریم او احادیثو نبویه کي زړه د انسان د ټوله ذهنیت، جذباتو او احساساتو سرچينه ده، چي تر نولسمی پېړی پوری ټول ساینس پوهان په دې عقیده وه چي زړه یواځي وینه پمپ کولای شی، او د ساینس د ترقۍ له کبله د قرانکریم دا حقیقت روښانه شو، او د شلمې پېړۍ په نیمایي کي ساینس پوهانو دا ښکاره کړله چي په زړه کي هم د دماغ په ډول سره ژونکې (حجرې) شتون لري چي ددې څرګندونو څخه وروسته دا ثابته شول چي زړه د ذهنیت یوه سرچينه (Source of intelligence) دی، او د ساینس په نړۍ کي دا نوی بحث  او انقلاب رامینځته شو.

د انسان په زړه کي کوچنی دماغ شته
اوس ساینس پوهان هغه خبره کوي لکه چي ۱۴۰۰ کاله مخکي په قرانکریم کي شوې وه، او همدارنګه لکه فخرالموجودات حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم چي فرمایلي وه، او داسي ډېر ایاتونه شته دي تر اوسه ساینس پوهان د خاموشۍ پرغونډۍ ورته لاس تر زني ناست دي، خو د وخت په تېرېدو سره به د قرانکریم ټول حقایق روښانه شي د بېلګي په ډول سره سل کاله مخکي ساینس پوهانو د امبرالوجي (جنین پوهنه) کي کوم معلومات نه درلودل خو اوس هرهغه څه چي قرانکریم ۱۴۰۰ کاله مخکي ویلی هم هغسي دوی تجربې ورباندي کړیدي، او د قرانکریم ایات ایات ئې روښانه کړی دی، خو ددې مطلب دانه دی چي موږ غواړو چي د قرانکریم ایات په ساینس سره ثابت کړو، بلکه قرانکریم پر حق وو او حق دی، په قرانکریم کي د شک او تردد سوال نه پیدا کيږي او دا ټول نواقص په ساینس کي دي، چي څومره ساینس پرمخ ځي په هم هغه اندازه د قرانکریم د حقانیت د روښانه کولو ګراف لوړیږي.

 
پردې موضوع باندي د لومړي ځل لپاره د کاناډا یو ساینس پوه ډاکټر جې انډریو ارمر(Dr. J. Andrew Armour M. D. Ph.D) ددې بنسټ کښېښود او د طب یوه نوې څانګه ئې د انسان د زړه اعصابی سیستم (Neurocardiology) سره یادیږي،رامینځته کړه؛ ډاکټر ارمر زیاته کړل چي د انسان په زړه کي یو کوچنی دماغ شتون لري اوده دا اصطلاح ورته وکارول:

A little brain in the Heart

ډاکټر ارمر د خپلو تجربو په پایلو کي وویل چي په زړه کي (۴۰۰۰۰) اعصابي ژونکې (حجرې) (Nerve Cells) شتون لري، او دا هغه حجرې دي چي دماغ ور څخه جوړ شوی دی ، چي دا په دې اندازه اعصابي حجرې په زړه کي دا ثابته وي چي زړه خپل دماغ لري او وبل دماغ ته اړتیا نلري؛ او دا د زړه دماغ د ټول بدن څخه معلومات اخلي او ددې دماغ د فیصلې څخه وروسته حکم وټول بدن ته او حتی وټول دماغ ته لارښووني کوي، ددې څخه علاوه په دې دماغ کي یوه کوچنۍ حافظه هم شته چي ورته (Short Term Memory) وایي، د زړه د ضربان لپاره ولوی دماغ ته کومه اړتیا نشته، اوهم دا وجه ده چي کله موږ ویوه ناروغه ته زړه لګوو او حال دا چي داعصابو ټولي رېشتې پرې شوي وي خو بیا هم د زړه ضربان جریان لري، چي اوس موږ ورباندي پوه شو چي زړه خپل ځانته بېل اعصابي سیستم لري او د هغه سیستم په مټ سره هر څه کوي.

ددې ټولو څرګندونو سره ډاکټر ارمر پخپل یو کتاب (Principles Neurocardiology: Anatoimicl and Functional) چي کالفورنیا کي په 2003 میلادی کال کي چاپ شویدی داسي لیکي:

د انسان زړه یو کوچنی دماغ لري، چي دا زړه دومره قابلیت لري چي د هر کړ او په مقابل کي فیصله او هدایت کولای شی، اوپه زړه کي اعصابي سیستم دا زموږ لپاره یو نوی لور دی، او دا هم ویلای شو چي د انسان زړه د دماغ څخه بغیر هم خپل کار په ښه ډول سره ترسره کولای شي۔)

د زړه او دماغ په مينځ کي خبري

تر ۱۹۷۰ میلادي کاله پوري ساینس پوهان په دې باوروه چي یواځي دماغ وزړه ته احکام ورکوي او زړه یې عملی کوي، مګر وروسته د امریکا داوهایو(Ohio) د فیلس ريسرچ انسټیټوټ (Fels Research Institute) دوو ساینس پوهانو هر یو لکه جان لیسي (John Lacey) او دده میرمن بیټرس لیسي (Beatrice Lacey) یو هيښونکې اختراع وکړل او دائې ثابته کړل چي د دماغ او د زړه په مینځ کي دو طرفه رابطه (Tow Way Communication)  شتون لري، چي مطلب يې دا دی چي کله زړه و دماغ ته حکم ورکوي او کله بیا دماغ و زړه ته امرکوي؛ همدا خبره د امریکا په یوه مشهوره جریده د امریکن سایکالوجیسټ (American Psychologist) په ۱۹۷۸ کال کي داسي راغلې وه:
 

Tow way communication between the heart and the brain
د زړه اودماغ ترمینځ دوطرفه رابطه

 
 
 
 
تجربو دا جوته کړېده چي کله دماغ د بدن ومختلفوغړو ته یو پيغام لیږي نو زړه يې نه قبلوي، او کله چي دماغ وبدن ته د خوځښت حکم وکي ځیني وختونه زړه خپل ضربان ډېر زیات کي چي ځان و دماغ ته مطابق بولي او ځیني وختونه د دماغ مخالف زړه خپل ضربان اهسته کړي ، چي ددې څخه دا معلومه شول چي د زړه او دماغ ترمینځ دو طرفه اړیکي شته، او کله دماغ هدایت ورته کوي او کله بیا زړه و دماغ ته لارښونه او هدایت کوي.

د امریکا یو ساینس پوه ډاکټر رولن میکریټی (Dr. Rollin Mccraty) چي د جان لیسی او بیټریس لیسی پرڅېړونو باندي یې رڼا اچوله پخپل یوکتاب چي د (Heart Brain Neurodynamics: The Marking of Emotion) نومیږي او په ۲۰۰۳ کي په کالفورنیاکي چاپ شو داسي لیکي:

لکه دوی چي تحقیق کړیدی او زیاته کړې ئې ده چي زړه خپل ځانته منطق لري، ډېر وختونه داسي کيږي چي زړه د دماغ د حکم او هدایت نه بل لورته روان وي چي ددې چاڼ داسي دی چي د انسان زړه د دماغ په بڼه سره کارکوي، او خپل دماغ لري.

د ساینس پوهانو پر خپلي کم پوهۍ اعتراف
 
د امریکا یو ساینس پوه پاول پیرسال (Paul Pearsall, Ph.D) پخپل کتاب (د انسان د زړه ذهنیت) Heart Code چي نیویارک کي په ۱۹۹۸ کال کي چاپ شوی دی داسي څرګندونې کوي:

د انساني علومو په تاریخ کي داسي ډېرې رېښتنې حقایق شته چي ساینس په ډېره مشکل سره منلی دی او ورته قایل شوی دی، د ۱۸ پېړۍ تر نیمایی پوري ټول روغتیاپالان دجراثیمو دوجود څخه منکروه، او حال دا چي هر ورځ ډېر ناروغان د جراثیمو له کبله له دې نړۍ نه سترګې پوټولې، او په عمومي ډول سره طبیبانوو هغه چاته چي د جراثیموو وجود ته قایله وه و هغو ته ئې په سپکه سترګه کتل چي دا څه وایي؟!

چي په دې ترځ کي د ساینس پرمختګ مخ پرلوړه وو، اولیون هک (Leeuwenhoek) مایکروسکوپ (Microscope) اختراع کړ؛ چي په نتیجه کي ساینس پوهانو پخپلو سترګو سره ټول جراثیم ولیدل، ددې لوی پرمختګ څخه وروسته روغتیاپالانو خپل لاسونه او خپل نورسامان پرېولل پیل کړل، نودا اوسنی پرمختګ همداسي دی. ډاکټر پېرسل زیاتوي چي دا اوسنی ټوله پرمختګ د دماغ له کبله دی خو اخلاقي پرمختګ د زړه له کبله په مخ درومي.

ډاکټرپېرسل په دې اند دی چي زړه یو ځانګړی خاصیت لري او هغه د زړه ضربان (Rhythmicity) ، چي ددې په واسطه سره بدن باندي اغیزې لري، د زړه په هر خوځښت سره انسان ددې حس کولای شی چي زه ژوند لرم، او بله خبره داده چي هر څوک چي خبرې کوي، او یا د کوم کار ذمه اخلي نو دی وزړه ته اشاره کوي چي زه دا کارکوم؛ چي په اصل کي د انسان د روح مرکز زړه دی؛ په زړه کي ډېراحساسات نغښتي دي، یو سړی وایي چي زما زړه و فلانی ته سوځي، ددې څخه مطلب څه دی؟

یا د ډېر ناورین په لیدو سره یوڅوک وایي چي ، داسي حالت می ولیدی چي زړه می بیا نژدې کار پرې ایښی وای؛ دا ټول هغه څه  دي چي پوره علم دی دا چي ساینس ناقص دی نو ځکه موږ لا اوس په اسرارو نه پوهیږو؛ د انسان ټول احساسات په زړه کي راټول دي، او خلک دا محاوره عامه کوي چي ، زړه می غواړي چي فلانی کار وکړم، چي یقینا زړه حکم ورکړی دی او دماغ هم ورسره تصدیق کړېده، نو ځکه د انسان ورته تلوسه وي چي دا کاربه ضرورکوي.

څېړونکي جوزف چلټن پیرس (Joseph Chilton Pearce) پخپل یوکتاب (The Evolution*s End) چي په فرانسسکو کي په ۱۹۹۲ کال کي چاپ شویدی د زړه په هکله پخپله څېړنه کي داسي لیکي:

۱: زموږ ذهن زموږ د زړه یوه اله (Instrument) ده
۲: و زړه ته د انسان د ژوند یوه اله ویل کيږي
۳: زموږ دماغ او بدن په داسي ډول سره جوړ شوی دی چي زړه و دوی ته معلومات ورکوي، چي دماغ او بدن بیا ددې معلوماتو تجزیه کوي، بدن پر احساساتو راځي او د دوهم ځل لپاره دا معلومات وزړه ته ځي.
۴: کله چي دا معلومات د دماغ څخه و زړه ته راشي نو زړه بیا وټول بدن ته اعصابي او کيمیاوي اشارې (Neural and hormonal) لیږي او په هغو کي څه بدلون راولي.
 

 
په پای کي ډاکټرپيرس ليکي:
زړه زموږ په فکر او شعور کي ارزښتناکه رول لوبوي.

(The Evolution*s End: Harper, San Francisco)

په اینده کلونو کي به ان شاءالله دا د ټولو ساینس پوهانو د بحث او څېړنې تود ټکي وګرځي او د زړه نور ډېرجزیات به معلوم شي.

د زړه دا څېړنیز معلومات د امریکې څخه یوساینس پوه ډاکټرمشتاق ګوهر خپاره کړیدي.
 

زیاتوني:
Dr. J. Andrew Armour details the anatomy and physiology of the cardiac nervous system. Groundbreaking research in the field of neurocardiology has established that the heart is a sensory organ and a sophisticated information encoding and processing center, with an extensive intrinsic nervous system sufficiently sophisticated to qualify as a "heart brain."…..   Indicating that the heart brain can process information and make decisions about its control independent of the central nervous system. His monograph contributes to the newly emerging view of the heart as a complex, self-organized system that maintains a continuous two-way dialogue with the brain and the rest of the body.

A recent review of the evidence indicates that the heart contains a complex intrinsic nervous system comprised of multiple ganglia (clusters of neurons) that network with each other.

It is true that the heart, like the rest of the body, especially the autonomic nervous system, provides sensory feedback to our brains. 

Huffington post writes: Yes, the human heart, in addition to its other functions, actually possesses a heart-brain composed of about 40,000 neurons that can sense, feel, learn and remember. The heart brain sends messages to the head brain about how the body feels and more. When I first heard about this scientific research, it intuitively made sense. I had felt for a long time that the heart has its own mysterious way of knowing. Until the 1990s, scientists assumed and most of us were taught that it was only the brain that sent information and issued commands to the heart, but now we know that it works both ways.