څانګه: چاڼ شوي مضامين نيټه: March 26, 2015
       
د مجردو ځوانانو او پېغلو په اړه د مسؤلینو ديني دنده
رالېږونکی: خالد عمر
 
قرآن کریم ټول مسلمانان او د دوى چارواكي كه دا پلار وي او كه بل ولي او حكومتي چارواكي پر دې گمارلي چي د پېغلو او ځوانانو د نكاح بند و بست وكړي، دوى ته لارښوونه كوي چي اقتصادي ستونزي بايد د دې كار مانع نشي، قرآن په دې اړه فرمايي:

وَأَنْكِحُوا الْأَيَامَى مِنْكُمْ وَالصَّالِحِينَ مِنْ عِبَادِكُمْ وَإِمَائِكُمْ إِنْ يَكُونُوا فُقَرَاءَ يُغْنِهِمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ (۳۲) وَلْيَسْتَعْفِفِ الَّذِينَ لَا يَجِدُونَ نِكَاحًا حَتَّى يُغْنِيَهُمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ وَالَّذِينَ يَبْتَغُونَ الْكِتَابَ مِمَّا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ فَكَاتِبُوهُمْ إِنْ عَلِمْتُمْ فِيهِمْ خَيْرًا وَآتُوهُمْ مِنْ مَالِ اللَّهِ الَّذِي آتَاكُمْ وَلَا تُكْرِهُوا فَتَيَاتِكُمْ عَلَى الْبِغَاءِ إِنْ أَرَدْنَ تَحَصُّنًا لِتَبْتَغُوا عَرَضَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَمَنْ يُكْرِهْهُنَّ فَإِنَّ اللَّهَ مِنْ بَعْدِ إِكْرَاهِهِنَّ غَفُورٌ رَحِيمٌ. (النور: ۳۲-۳۳)
او خپل بې واده (نارينه او ښځي) او خپل بې واده صالح مريان او وينځي واده كړئ، كه فقيران وي الله به ئې په خپل فضل سره شتمن كړي، او الله پوه د وسعت خاوند دئ، او هغه چي واده نه مومي تر هغه دي عفت غوره كړي چي الله ئې په خپل فضل سره شتمن كړي، او ستاسو په لاس كي هغه (مريان او وينځي) چي د مكاتبت غوښتنه كوي نو مكاتبت ورسره وكړئ كه كومه ښېگڼه په كي وگورئ، او د الله له هغه مال څه وركړئ چي تاسو ته ئې دركړى، او د دنيايي گټي په لټه كي خپلي وينځي بدلمنۍ ته مه اړباسئ، (خاصتاً) كه هغوى پاك لمني غواړي، او څوك چي هغوى اړباسي نو يقيناً چي الله د دوى (مینځو) له اړ كېدو وروسته (پر مینځو) مهربان بخښونكى دئ.  

په دې مباركو آيتونو كي دا لارښووني ځلېږي:

مؤمنانو ته ويل شوي چي د خپلو بې واده او مجردو نارينه او ښځو او د بې واده صالح مريانو او وينځو د واده بند و بست وكړي، د بدلمنيو او اخلاقي فساد د مخنيوي تر ټولو اغېزمنه او ډاډمنه طريقه دا ده چي بلوغ ته رسېدلي ځوانان او پېغلي او له واده پاته شوي نارينه او ښځي واده كړى شي او د اوږدې مودې لپاره د مجرد پاته كېدو مخنيوى وشي، د كورنۍ مشران او د ټولني واكمنان بايد دې لوري ته خاصه توجه وكړي او هغه خنډونه له منځه يوسي چي نكاح پېچلې او ځنډمنه كوي.

فقر او اقتصادي مشكلات بايد په واده كي د ځنډ باعث نشي، نه دي واده كوونكي د خپلو اقتصادي ستونزو له كبله او يا له دې وېري چي واده به ئې له اقتصادي مشكلاتو سره مخامخ كړي د واده كار ځنډوي، او نه دي پلرونه دا غلطي كوي چي كوم صالح او نېك انسان ته د خپلي لور له وركولو له دې كبله ډډه وكړي چي هغه نېستمن او فقير دئ. باور او هيله ئې بايد دا وي چي الله تعالى به ئې په خپل فضل سره شتمن كړي، دا لارښووني د هغه الله تعالى له لوري دي چي ښه پوه او د وسعت خاوند دئ، په هغه څه مو گماري چي ستاسو خير په كي مضمر دئ، كه د عليم خداى په لارښوونو عمل وكړئ له تنگسې به مو وباسي او پراخي به درپه برخه كړي.
 
هغه چي د واده توان نه لري او امكانات ئې نه مومي تر هغه دي د عفت لمنه كلكه ونيسي او په گناه كي له پرېوتو دي ځان وساتي چي الله تعالى ئې په خپل فضل سره شتمن كړي. له شتمن كېدو سره سم دي له ځنډ پرته دا كار وكړي.

كوم مريان او وينځي چي د مكاتبت غوښتنه كوي، غواړي له غلامۍ وژغورل شي او د آزاد او خپلواك انسان په څېر ژوند وكړي، خپله آزادي پېري، له مالك سره داسي تړون ته چمتو كېږي چي د خپلي آزادۍ په بدل كي كومه مالي معاوضه يا كوم گټور كار ترسره كړي، نو الله تعالى مؤمنانو ته لارښوونه كوي چي نه يوازي داسي تړون ته چمتو شي بلكي مالي مرسته ورسره وكړي او له هغه مال يو څه وركړي چي الله تعالى د دوى په واك كي وركړى، خو مشروط په دې چي په هغه كي كومه ښېگڼه وگوري، د آزاد ژوند لپاره ئې مستعد ومومي، په دې پوه شي چي هغه دومره اهليت او كفايت لري چي خپل كارونه په سمه توگه ترسره كړي او د يوه صالح او نېك انسان په توگه آزاد ژوند وكړي. داسي نه چي آزادي ورته له اخلاقي حدودو د وتلو لار پرانيزي او بدو كارونو ته مخه كړي.

مؤمنانو ته سپارښتنه شوې چي د دنيايي گټي په لټه كي خپلي وينځي بدلمنۍ ته اړي نه كړي، خاصتاً كه هغوى پاك لمني غواړي، او څوك چي هغوى اړباسي نو يقيناً چي الله د دوى له اړ كېدو وروسته ورته مهربان بخښونكى دئ. 

په غربي  نړۍ کي د عربو د پخواني جاهلیت اثار 
 
لكه چي ومو ليدل تر دې وړاندي د دوى په اړه دا مهمي سپارښتني وشوې چي د واده بند وبست ئې وكړئ او كه ئې آزادي غوښته او تاسو د آزاد ژوند اهليت په كي وليد، آزاد ئې كړئ او مرسته ورسره وكړئ، دلته د هغو ذليلو انسانانو په كركجني كړني نيوكه كوي چي د وينځو د ناموس او عفت سوداگران دي، د دنيوي گټي په موخه له وينځو د فاحشو او عزت پلورو په توگه استفاده كوي، تر اسلام وړاندي د عربي ټولني حالت همداسي وو، وينځي به د همدې حرفې لپاره كارول كېدې، په جاهلي ټولنو كي، كه دا تر اسلام وړاندي وې او كه نن او په يوويشتمي پېړۍ كي، هلته چي دين حاكم نه وي، او د حلال او حرام پولي د الهي دين له مخي نه ټاكل كېږي، هلته چي د شيطان پاچايي وي، هلته چي انسان د خپل هوس بنده وي، نو هلته به د شهوت مهارول او حلال او حرام، جائز او ناجائز ته حدود او پولي ټاكل؛ نه يوازي ممكن نه وي بلكي كركجن به گڼل كېږي او په وړاندي به ئې حساسيت ښودل كېږي، ناموس پلورنه او بدلمني به په گټوري تجارتي حرفې بدلېږي.

له اسلام وړاندي د عربي ټولني حالت همداسي وو، نن د غربي ټولني حالت همداسي دئ، كه تاسو د غربي ټولني هر لوري ته مخ واړوئ؛ د دې گنده او د انساني فطرت ضد عمل مظاهر به له ورايه وگورئ، په بازار كي، په مغازه كي، په هوټل كي، په بانك كي، په دفتر كي، د جمهوري رياست له ماڼۍ د ټرافيك تر غرفې، حتى په كليسا كي به د دې آثار او اغېز ومومئ، دا نن د لندن په ښار كي تر اويا زره زياتي د عزت پلورني او بدلمنۍ رسمي هټۍ دي چي دولت ته كميشن وركوي!!! له همدې لاري دولت تر لاسه كېږي، له همدې لاري لوړو مقاماتو ته د رسېدو دروازې پرانيستل كېږي، استخباراتي شبكې له همدې دام جوړوي، پټو اسرارو ته لار مومي،  وبه گورئ چي د ژوند پر هري برخي د دې گنده حرفې تور وزر غوړېدلى.

د جاهلیت د زمانې کړني
 
 اسلام راغى، د فكري، اخلاقي، اجتماعي او اقتصادي اصلاحاتو لړۍ پيل شوه، هغه چي په پرونۍ جهل ځپلې او شرك وهلې ټولني كي د امتيازاتو خاوندان ول، چا له مذهب ځان ته حرفه جوړه كړې وه، چا ته د ټولني اجتماعي جوړښت واكمني ورپه برخه كړې وه، چا د ټولني له مخكنيو اقتصادي مناسباتو بې شمېره گټي ترلاسه كولې، څوك په اخلاقي فساد اخته وو او له آزادو جنسي اړيكو ئې خوند اخيست، او چا د عزت او ناموس سودا گري كوله، دوى ټولو اسلام ځان ته گواښ گڼلى او په خپل خپل وار او خپل خپل وخت كي ئې د اسلام مقابله كړې.

په مكه كي د دې مخالفت مشري د ابو جهل په غاړه وه او په مدينه كي د عبد الله بن ابى بن سلول، يوه څرگنده مقابله كوله او له خپل پلرني مذهب د دفاع تر نامه لاندي، بل په پټه مقابله كوله او د اسلام په جامه كي، د عبدالله بن ابى بن سلول دښمني تر ابو جهل خطرناكه وه، د افك هغه فتنه چي د النور په مباركي سورې كي پرې بحث شوى د ده له لوري راولاړه شوې وه، دى شتمن وو، د ټولني مخكني جوړښت ژوند ورپه برخه كړى وو، وينځي او غلامان ئې درلودل، خپلي وينځي ئې عزت پلورني ته اړي كړې وې او له دې لاري ئې عوائد ترلاسه كول، مدينې ته د رسول الله صلى الله عليه وسلم په راتلو سره هغه نه يوازي خپل مخكنى مقام او اعتبار له لاسه وركړ بلكي دغه بازار ئې هم سوړ شو، د اسلام پر اخلاقي اړخ بريد كول د ده يو ضرورت وو، هغه په دې موخه د افك فتنه راولاړه كړې وه او هغې ته ئې لمن وهله چي د خپلي بې عزتۍ او سپكاوي مشكل پرې حل كړي، هغه مشكل چي د عزت پلورني له كبله ورسره مخامخ شوى وو. د ده په اړه په آثارو كي راغلي چي شپږ وينځي ئې د همدې كار لپاره كښېنولې وې، يوه ئې معاذه نومېده، مسلمانه شوه، له دې گنده عمل ئې د لاس اخيستو او توبې پرېكړه وكړه، ابن ابى بن سلول سخته وځوروله، هغې حضرت ابوبكر رضي الله عنه ته شكايت وكړ، خبره ئې رسول الله صلى الله عليه وسلم ته ورسېده، حكم ئې وكړ چي هغه دي د دې ظالم له منگولو وژغورل شي.

راشئ ځيني هغه روايات هم له نظره تېر كړو چي په پورتنۍ موضوع پوري ارتباط لري:
عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بن مَسْعُودٍ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:يَا مَعْشَرَ الشَّبَابِ، مَنِ اسْتَطَاعَ مِنْكُمُ الْبَاءَةَ فَلْيَتَزَوَّجْ، فَإِنَّهُ أَغَضُّ لِلْبَصَرِ، وَأَحْصَنُ لِلْفَرْجِ، وَمَنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَعَلَيْهِ بِالصِّيَامِ، فَإِنَّهُ لَهُ وِجَاءٌ. المعجم الكبير للطبراني، النسائي، مصنف ابن ابي شيب
له عبد الله بن مسعود رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: اې د ځوانانو ټوليه! ستاسو كوم يو چي د واده امكانات لري نو واده دي وكړي، ځكه دا د نظر ښه اړوونكى او د شهوت ښه مهاروونكى دئ. يعني واده د دې سبب كېږي چي انسان نا محرم ته نظر ونه كړي او له زنا خوندي پاته شي.

له دې روايت معلومېږي چي د مسلمانانو مشران او واكمنان بايد ځوانان واده كولو ته وهڅوي.
عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم :«ثَلاَثَةٌ حَقٌّ عَلَى اللَّهِ عَوْنُهُمْ الْمُجَاهِدُ فِى سَبِيلِ اللَّهِ وَالنَّاكِحُ يُرِيدُ الْعَفَافَ وَالْمُكَاتَبُ يُرِيدُ الأَدَاءَ ». البيهقي
له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: له دريو سره مرسته كول د الله تعالى پر ذمه دي: 

د الله د لاري مجاهد،
هغه واده كوونكى چي د پاك لمنۍ اراده لري
او هغه مريى چي د آزادۍ لپاره مكاتبت كوي او غواړي هغه معاوضه اداء كړي.

يعني كه څوك شتمن نه وي او د جهاد وسائل او امكانات په واك كي نه لري خو سره له دې د الله په لار كي د جهاد اراده كوي، يا د عفاف او پاك لمنۍ په موخه د نكاح اراده كوي او يا د آزادۍ لپاره مكاتبه كوي او غواړي چي خپل پور پرې كړي نو الله تعالى به ئې حتماً مرسته كوي.

د مكاتبې له لاري د مريي او وينځي د آزادولو د هغه شرط په اړه چي په اړوند آيت كي ورته په دې الفاظو اشاره شوې: ان علمتم فيهم خيراً په لاندي روايت كي داسي راغلي:

مَا جَاءَ فِي حَدِيثٍ مُرْسَلٍ وَمَرْفُوعٍ عِنْدَ أَبِي دَاوُد أَنَّهُ قَالَ صلى الله عليه وسلم : { إنْ عَلِمْتُمْ فِيهِمْ حِرْفَةً وَلَا تُرْسِلُوهُمْ كَلًّا عَلَى النَّاسِ }. سبل السلام
د امام ابو داؤد رحمه الله له نظره مرسل او مرفوع حديث كي راغلي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي: كه مو په هغوى كي كومه حرفه (كسب) وموند (نو مكاتبه ورسره وكړئ) او داسي ئې مه پرېږدئ چي د خلكو د اوږو پېټى وي. يعني له داسي غلامانو او وينځو سره په هغه صورت كي مكاتبه وكړئ او آزاد ئې كړئ چي د كوم كسب او كار له لاري خپل اقتصادي مشكلات په خپله او له حلالي لاري حلولى شي.

عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:لا مُسَاعَاةَ فِي الإِسْلامِ . المعجم الكبير

له ابن عباس رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي: په اسلام كي د عزت پلورني (كنجريتوب) لپاره ځاى نشته.
 
عن رَافِعُ بْنُ خَدِيجٍ رضي الله عنه أَنَّ النَّبِىَّ صلى الله عليه وسلم قَالَ :«مَهْرُ الْبَغِىِّ خَبِيثٌ ». سنن البيهقي
له رافع بن خديج رضي الله عنه روايت دئ چي د كنجرۍ بدله ناولې او پليته ده.