تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
بادرنګ څه ګټي لري؟
  تعلیم الاسلام
  April 10, 2015
  0
راټولونکي: نصیب الله ژمن
 
بادرنګ د څلورو هغو سبزیو د ډلي دئ، چي په نړۍ کې په ډېره اندازه کرل کېږي او خوړل یې د روغتیا لپاره تر ډېرو نورو سبزیجاتو لومړیتوب لري، او همدا ډول نوموړي سبزیجات په ډېره اساني سره کولای سي چي هر څوک يې ترلاسه کړي.
 
د ساینسپوهانو وروستیو څېړنو ښودلې ده چې بادرنګ ۹۰ سلنه اوبه لري، هغه کسان چې په هر دلیل اوبه نه سي چښلای، نو پر ځای دي ئې په غذايي  مهالوېش کي بادرنګو ته ځای ورکړي. بادرنګ د وجود د ضایعو سویو اوبو په پوره کولو کي له تاسو سره ډېره مرسته کوي.
 
د وجود د  داخلي او باندنۍ تودوخي سره په مبارزه کي مثبت رول لري، هغه کسان چي پر پوست ئې دانې وي او یا په جلدي ناروغیو اخته کيږي نو د بادرنګو خوړل مرسته ورسره کولای سي. همدا ډول روغتیا پالان وایي:  چي د ښکلا لپاره هم بادرنګ ښه نخسه ده.
بادرنګ د A، B او C ویټامینونه لري، چي ستاسو وجود اړتیا ورته  لري. د هاضمي سیستم د خوندي کولو او سالم ساتلو لپاره بادرنګ سالمه نخسه ده.
 
که غواړﺉ، چې سترخوان مو ښایسته سي، نو د بادرنګو د رانیولو پر مهال یې رنګ او تازه والي ته خاصه پاملرنه وکړﺉ. ځکه  چي پیازي او ژړ بادرنګ ستاسو روغتیا ته زیان اړوي. 
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته