تازه سرليکونه
د (شريعت او تجارت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د معاملاتو په اړه څو لارښووني
  تعلیم الاسلام
  September 26, 2017
  0
رالېږونکی: صدیق الله 
 
۱- معامله : د پیسو داسي حرص مه کوه چي د حلال او حرام فرق درباندي نه وي کله چي الله جل جلاله تا ته حلاله پیسې درکړي نو مه یې برباده وه او په اندازه سره یې مصرفوه هر ځای چي واقعي ضرورت وي په هغه ځای کښي یې استعمالوه.
 
۲- معامله: که یو مصیبت زده څوک د مجبورۍ په وجه خپل شی خرڅوي نو ده ته د مجورۍ په سترګه مه ګوره او زور مه پرلګوه او ددغه شي قیمت کم مه ورته وایه یا دده سره کومک وکړه یا په مناسب قیمت دده شی واخله.
 
۳- معامله: که ستا قرضدار مسکین وي نو په عذابوه یې مه بلکه وده ته وخت ورکړه یا یو څه یا ټول ورمعاف کړه.
 
۴-معامله: که پرتا د یو چا قرض وي اوستا سره پیسې وي نو ځنډول یې ظلم دی.
 
۵- معامله: ترڅو چي امکان ولري د چا څخه قرض مه اخله اوکه دي د مجبوری د سببه قرض واخستئ نود ادا کولو خیال یې ساته بې پروایي مه پکښي کوه او د هر چا چي پر تا پور باندي وي که تا ته یوڅه ووايي نو سرچپه جواب مه ورکوه او ناراضه کېږمه.
 
۶- معامله: په خندا او مسخرو کښي د چا شی پټول چي هغه پرېشانه کیږي ډېر بدکار دی.
 
۷- معامله:چي په مزدور دي د مزدورۍ کار وکړی نو دده په مزدوري کښي کوتاهي او سستي مه کوه.
 
۸-معامله: د قحطۍ په ورځو کي ځیني خلک خپل کوچنیان یا پردي کوچنیان خرڅوي نو هغه مینځي او مریان کول حرام دي.
 
۹- معامله: که د ډوډۍ پخولو د پاره چاته اور ورکړې، د ډوډۍ یا کتغ د پاره مالګه ورکړې دوني ثواب لري لکه دغه ټوله ډوډۍ یا کتغ چي ورکړې.
 
۱۰- معامله: چا ته اوبه ورکول ډیرثواب لري کوم ځای چي اوبه وي هلته د اوبو ورکولو دوني ثواب دی لکه مریی چي ازاد کړې او کوم ځای چي اوبه لږ وي هلته دوني ثواب دی لکه مړی چي ژوندی کړې.
 
۱۱- معامله : که ستا پر‌ ذمه د یوچا شی وي اوغواړې چي وریې کړې نو د درو کسانو په مخ کي یې ‌ذکر وکړه یا يې ولیکه شاید چي مرګ درته راسي چي پر ذمه دي د چا شی پاته نه سي. 
 
ماخذ: بهشتي زیور، جـ ۲ صـ ۹ 
مؤلف: مولانا اشرف علي تهانوي رحمه الله 2015-04-20 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته