تازه سرليکونه
شَرِکَةُ العَنَان یا مالي شرکت
 
  April 23, 2015
  0

 شَرِکَةُ العَنَان


 په شَرِکَةُ الاَموَال يعني مالي شراکت کي که د يوه شريک مايه ډېره او د بل دا لږ وي يا د شريکانو مايې يو د بل سره مساوي او برابري وي ، خو په ګټه کي د يوه سلنه تر هغه بل زياته وي يا تجارتي کار د يوه پر ذمه ډېر او د بل پر ذمه لږ يا بيخي نه وي يا په يو خاص ډول تجارت کي شريکان سي خو تر څنګ يې هر يو ځان ته نور کاروبار هم کوي نو دا مالي شراکت يې د شَرِکَةُ العَنَان د قسم څخه دى . 

تاوان

په شَرِکَةُ العَنَان کي تاوان د مايې په تناسب پر هر شريک راځي ، هر شريک چي په شراکت کي هر څو فيصده مايه ولري نو هغونه فيصده تاوان پر هغه باندي راځي  .

ګټه
په شَرِکَةُ العَنَان کي ګټه د شريکانو د خپل منځي فيصلې په حساب تقسيم کيږي .
که د شريکانو مايې يو د بل سره برابري وي او يوه شريک ته زياته ګټه او بل ته لږ ګټه وټاکل سي بيا هم جواز لري ، خو پدي شرط چي تجارتي کار به د دواړو پر ذمه وي يا به د هغه شريک پر ذمه وي چي هغه تر خپلې مايې زياته ګټه اخلي .

دا ځکه چي د ګټي استحقاق يا په مال يا په کار او يا په ضمان ثابتيږي نو هغه شريک چي د هغه پر ذمه شراکتي هيڅ کار نه وي او بيا تر خپلي مايې زياته ګټه اخلي نو هغه د اضافي ګټي مستحق نه بلل کيږي ، ځکه چي د مال په مقابل کي چي د څونه ګټي مستحق دى دا تر هغه اضافه ده او کار هم نه کوي چي د کار لکبله د اضافي ګټي مستحق وبلل سي . همدا ډول تر مايې اضافه ګټه د ضمان په مقابل کي هم نه اخلي ځکه په شراکت کي تاوان د مايې په تناسب پر شريکانو ويشل کيږي  .
 
ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته