تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د خالد بن ولید رضي الله عنه جنګي خول
 
  May 7, 2015
  0

 رالېږونکی: عبدالسلام حنفي


حضرت جعفر بن عبدالله حکم رحمة الله علیه وایي چي حضرت خالد بن ولید رضی الله عنه د ېرموک  د جنگ په ورځ خپله یوه خولۍ  پیدا نه کړه نو ملگرو ته یې و فرمایل : دا ولټوئ نو هغوی پیدا نه کړه بیا یې ورته وفرمایل نوره یې ولټوئ آخر یې پیدا کړه خلگو وکتل نو هغه بالکل زړه خولئ وه حضرت خالد رضی الله عنه وفرمایل:

 چی یو ځل رسول الله صلی الله علیه وسلم عمره وکړه بیا یې ویښتان وخریل خلگ د هغوی د ویښتانو د اخیستلو لپاره ور پریوتل زه هم ور وړاندي شوم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تندي مبارک ویښتان مي پورته کړل او په خولئ کيل مي کښېښول چي کله په یو جنگ کي شریکېږم او دا خولئ زما سره وي نو ما ته د الله جل جلاله غیبي نصرت خامخا نصیب کیږي . (۱)

حضرت جعفر رحمة الله علیه فرمايي چي د حضرت خالد بن ولید رضی الله عنه په خولۍ کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم څو ویښتان مبارک ایښودل شوي وه حضرت خالد رضی الله عنه و فرمایل چي کله هم زما له یو لښکر سره مقابله وي او دا خولۍ زما پر سر وي نو ما ته خامخا فتح راکول کیږي . (۲)


--------------------
(۱): (اخرجه الطبرانی قال الهیثمی ج۹ ص ۳۴۹ ) رواه الطبرانی وابویعلی بنحوه ورجالهما رجال الصحیح وجعفر سمع من جماعة من الصحابة فلا ادری سمع من خالد ام الا انتهی  واخرجه الحاکم جلد ۳ صفحه ۲۹۹  واخرجه ابونعیم فی الدلائل صفحه ۱۵۹
(۲):ذکره فی الکنزالعمال :جلد۷ صفحه ۳۱
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته