تازه سرليکونه
د (معاصر علماء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
علماء د ټولني حقیقي رهبران!
  تعلیم الاسلام
  September 28, 2017
  0

لیکنه: استاذ محبوب شاه ساجد

 د انساني ټولني حقیقی لارښوونکي او رهبران هغه څوک کېدای سي، چي انسانان د دنیا او اخرت د نېکمرغیو لوري ته رهنمايي کړي. د قیادت او رهبریت مستحقین هغه کسان دي، چي انسانان د خپل پیدايښت هدف او فلسفې ته متوجه کړي، حقیقي زعیمان هغه کسان دي، چي انسانانو ته د خپل حقیقي معبود، خالق مالک او رازق ور وپېژني او یوازي يې د رب العالمین بندګۍ او عبادت ته د عوت او د هغه ذات څخه ماسېوا يې د نورو د بندګۍ او غلامۍ څخه منع کړي.

حقیقي رهبران هغه دي، چي الله جل جلاله او د هغه بندګان سره وصل کوي، رښتيني او صادق رهبران هغه دي، چي د انسانانو عقیده، طرز فکر، عبادات، معاملات او اخلاق د الهي قانون او شریعت مطابق اصلاح کوي. د انسانانو رهبري او مشرتوب د هغه سره ښايي، چي د هر ډول د نیوي او مادي ګټو او امتیازاتو د غوښتنو او  لاس ته راوړنو  پر ته د انسانانو خیرخواه او ناصح وي. دوی د خپل کار اجر او ثواب یوازي د الله جل جلاله څخه غواړي، د چا څخه د لاسونو پړکول او د ( ژوندي دي وي، ژوندي دي وي ) نارې نه غواړي، دوی د چا مال، دولت او پیسو ته طمع نه لري. 

 
دغه حقیقي رهبران او زعیمان انبیاء او د دوی څخه وروسته يې وارثان يعني حق پرست علماء کرام او مشایخ دي. د علماوو د منزلت او د هغوی د فضیلت په هکله قران کریم او نبوي سنت غوره شاهدان دي. د هغوی مناقب او فضائل ډېر زیات دي، علماء د الله  جل جلاله  او د هغه د بندګانو تر منځ د وصل يوه کړۍ ده؛ ځکه د انبیاوو څخه وروسته یوازي با عمله علماء کرام خلکو ته  د الله جل جلاله  دین او پیغام رسوي او د هغه ذات رضاء ته د رسیدلو لاري مسلمانانو ته ښیي؛ همدا وجه ده چي الله جل جلاله  د خپل وحدانیت د ثبوت لپاره علماء د شاهدانو په توګه معرفي کړي دي او فرمايي:
 
شَهِدَ اللَّهُ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ وَالْمَلَائِكَةُ وَأُولُو الْعِلْمِ قَائِمًا بِالْقِسْطِ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ (ال عمران 18)
ترجمه: الله تعالی، ملائکي او په عدالت ولاړ علماء ددې شاهدان دي، چي بې له یوه الله جل جلاله  څخه بل معبود نسته.
 
با عمله علماء کرام او مشایخ عزام د انبیاوو وارثین دي کومه دنده او وظیفه، چي د انبیاوو- وه هغه دنده تر قیامته د علماء کرامو او مشایخو پر ذمه ده لکه نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  چي فرمایلي دي:
إِنَّ الْعُلَمَاءَ وَرَثَةُ الأَنْبِيَاءِ وَإِنَّ الأَنْبِيَاءَ لَمْ يُوَرِّثُوا دِينَارًا وَلاَ دِرْهَمًا وَرَّثُوا الْعِلْمَ فَمَنْ أَخَذَهُ أَخَذَ بِحَظٍّ وَافِرٍ. ( ابو داود کتاب العلم باب في فضل العلم)
 
ترجمه: بېشکه چي علماء د پېغمبرانو وارثان دي انبیاو  دینار او درهم په میراث نه دي پرې ايښي، بلکي علم يې په میراث پرې ایښی دی؛ نو څوک چي ددې علم څخه برخمن سو یقیناً،  چي هغه د لويي برخي څخه برخمن سو.
 
البته دا دنده او برخه د امتیاز سره- سره یو لوی او دروند مسئولیت هم دی، چي دغه ټکي ته د علماوو زياته توجه په کار ده؛ ځکه علماء او مشایخ هغه څوک دي، چي په اسلامي ټولنه کي مشران او کشران، حاکم او محکوم، نارینه او ښځینه، مسکین او مالدار، ځوانان او زاړه او حتی د ټولني هر وګړی ورته اړتیا لري.
 
په یوه اسلامي ټولنه کي، چي څومره طبیبانو، انجینيرانو اود نورو فنونو خاوندانو، متخصصينو او کاسبانو ته اړتیا ده تر هغه په زیاته کچه علماوو اومشایخو ته اړتیا ده؛ ځکه دوی روحاني طبیبان او د اخلاقو جوړوونکي دي. په ژوند کي چي انسانان جسمي روغتيا، هوسا ژوند، د ژوند تېرولو وسائلو او په دنيا کي پر مختګ او ترقۍ ته ضرورت لري تر هغه زیات صحیح عقیدې ښو او عالي اخلاقو، د عباداتو طریقې، خپلمنځي حقوقو او د الهي قانون او شریعت پربنیاد د ټول ژونداو ژوندانه د هر اړخ سنبالولوته اړتیا لري؛ ځکه د اسلام دین د کائناتو او ټول بشريت د خالق جل جلاله  له لوري داسي جامع، شامل او کامل قانون دی، چي د قیامت تر ورځي پوري د ټول بشریت لپاره بشپړ د ژوندانه نظام دی، چي ددې إلهي شریعت بیانوونکي ته خلکو رسوونکي او خلک پرې پوهوونکي اوددې دین تمثیلوونکي او مدافعین د خاتم النبین  صلی الله علیه وسلم  اودده دمخلصو صحابه وو رضي الله عنهم څخه وروسته همداء علماء کرام دي؛ نو ځکه په ټولنه کي تر بل هر چا زیات دوی ته سخت ضرورت دی.
 
دا چي تر نن ورځي پوري دین تر موږ او د نړۍ تر ګوټ ګوټ پوري رسېدلی دی؛ دا ټول د الله  جل جلاله  په نصرت دحقپرستو علماوو او مشایخو د مخلصانه هڅو او مجاهدو برکت دی. د مخکنیو علماوو، محدثینو، مفسرینو، فقهاوو، مبلغينو،  زاهدانو او عارفانو پر موږ  ډېر لوی احسان دی او د اوسنیو علماو او مشایخو هم پر موږ ستر احسان دی، چي په هر وخت او هر ځای کي يې د طالب العلمانو او مریدانو  په روزنه کي، په خپلو وعظونو او نصیحتو نو سره، د کتابونو  په تالیفانو او تصنیفاتو سره ، په دعوت اوتبلیغ، په ریاضتونو، جهادونو، سرښندنو، په محراب او منبر کي د مدار سو او خانقاوو په تاسیس او تشکیل سره يې ددین دغه روښانه رڼا بله ساتلې ده او په دې نور سره يې خپل او د مسلمانو زړونه روښان  او منور ساتلي دي، قران اوحدیث پخپله خبري نه کوي همدا علماء يې بیانوونکي او تشریح کوونکي دي. 
 
 
د تېر او معاصر تاریخ په اوږدو کي پر اسلامي امت ډيري داسي مرحلې تېري سوي دي چي په هغو کي دا امت د خورا زیاتو ګواښونو او مختلفو فتنو سره مخامخ سوی دی ، خو بیا ورته الله  جل جلاله   د علماوو او مشایخو د هڅو  او  ویښتابه په  برکت او  د هغوی د مسلسل جد و جهد په پایله کي د دې ستونزمنو مراحلو څخه په بریالیتوب سره نجات ورپه برخه کړی دی، چي دا هر څه تاریخ پخپله سینه کي ساتلي دي.
 
هر کله چي به د امت په منځ کي دګمراهو فرقو(مبتدعینو، زندیقانو، منحرفینو، کذابانو، دجالانو او نورو مفسدو ډلو) فتنې په خپرېدو سوې، نو د همدې حقپرستو او رباني علماوو او مشایخو په بې ساري هڅو، استقامت او قربانیو سره به بیرته د اهل السنت والجماعت بیرغ اوچت او دباطل پرستو او ګمراهانو هر څه به دخاورو سره خاوري سول او د تاریخ کثافت دانۍ ته به وغورځول سول. هر کله چي پر امت باندي ظالم او فرعون ډوله حاکمان مسلط سول نود همدې علماوو او مشایخو د حقي وینا او حق ويلو په برکت به الله جل جلاله  اسلامي اُمت د ظالمانو له شر څخه خلاص کړ او عادلان  به يې حاکمان سول.
 
هرکله چي به د اسلام د ښمنه کفر، الحاد او استعمار د ځواکونو پر خلاف د اسلامي امت د مجاهدینو توري په خرپ او شرنګ سوې په پایله کي به يې الله جل جلاله  فتحي  او بریاوي ور په برخه کړي؛ ددې هر څه تر شا به همدا علماء او مشایخ وو هر کله، چي به دنیا، مال او ثروت خپله غولوونکي څېره مسلمانانو ته ښکاره کړه، په نتیجه  کي به يې مسلمانان  د دین او اخرت څخه  غافل  سول د دنیا محبت به يې په زوړنو کي ځای وموند. په مادیاتو او عیاشیو به بوخت سول او د دنیا فتنه به خپره سوه، نو همدې متقیانو، زاهدانو، سالکانو،  عارفانو او رباني علماوو او مشایخو به د الله  جل جلاله  په مرسته  په خپل علم، عمل، زهداو عملي نمونې سره د مسلمانانو د نفسونو په تزکیه پیل وکړ ددنیا حقیقت به يې مسلمانانو ته څرګند کړ، مسلمانان به يې د دنیا د افراطي محبت او حرص د بدو پایلو څخه خبر کړل او د دیندارۍ تر منځ به يې تعادل رامنځته کړ.
 
ددوی دا هڅي اوس هم رواني دي او د قیامت تر راتګه به جاري وي؛  همداوجه ده چي په هر وخت کي د اسلام او مسلمانانو دښمنان غواړي، چي په اسلامي ټولنو کي د علماء کرامو رول، ځواک، محبوبيت او نفوذ کمزوری او محدود کړي. دوی په دې هڅه کي دي چي د عامو مسلمانانو او علماوو تر منځ رابطه له منځه یوسي، چي په پایله کي يې دوی خپل اسلام دښمنه اهداف او شوم پلانونه پلي کړي؛ نو ځکه ټولو مسلمانانو ته پکار ده چي ویښ او هوښیار واوسي! د خپلو حق پرستو علماوو او مشایخو عزت، احترام، درناوی او پوره ملاتړ وکړي، د هغوی لارښوونو ته غوږ سي؛ ځکه د هغوی  درناوی، احترام او ملاتړ  د خپل رب جل جلاله ، خپل پیغمبر صلی الله علیه وسلم  او د خپل دين ملاتړ او درناوی دی. هغه دین چي دمسلمانانو د دنیا او اخرت د عزت، سر لوړی او کامیابۍ سبب ګرځي او ددوی هویت او برم دی. د مسلمانانو د دنیا او اخرت د کامیابۍ کيلي د علماوو او مشایخو اطاعت، محبت او ناسته ولاړه ده او خدای مکړه د هغوی سپکاوی او بې اطاعتي د دنیا او اخرت لوي او نه جبرانیدونکی زیان دی. علماوو ته هم په کار ده چي خپلمنځي اتحاد او وحدت وساتي، کوم خطرونه او فتنې، چي په دې وروستيو وختونو کي اسلامي امت ته متوجه دي ښه درک کړي او د خطرونو او فتنو د مخنیوي لپاره لاسونه سره يو کړي او هڅي وکړي  تر څو خپل صف واحد او مضبوط کړي او اسلامي امت ته تګ لوری ورکړي.اوپه دې خبر و علماء ښه پوهیږي،  چي خدای مکړه ددوی لږ غفلت ، خطا او اشتباه د ځانه سره نه جبرانېدونکي پایلي لري.
 
د حق پرستو علماوو ځیني صفات:
 
  • دوی په خپل علم باندي پوره عمل کوونکي او متقیان وي.
  • دوی د نبوي عالي اخلاقو خاوندان وي، خو چاپلوسان او غوړمالان نه وي.
  • کبرجن نه وي همېشه متواضع، درانه او د وقار خاوندان وي.
  • د حاکمانو او بډایانو د دربارونو او مهمانخانو د ورتګ څخه ډډه کوي.
  • دچا څخه دهیڅ شي طمع نه کوي او مستغني وي.
  • د ټولو مسلمانانو خیرخواه پر هغوی مشفق او د هغوی د هدایت او اصلاح حریصان وي.
  • د لوی مسئولیت احساس کوي ځکه دنبي صلی الله علیه وسلم  د وراثت په مفهوم او مقصد ښه پوهیږي.
  • د حقي خبري څخه يې هیڅ زور او ځواک نه سي منع کولای.
  • د منصب، مقام، جاه او مرتبې غوښتونکي نه وي.
  • د خپل ځان د اصلاح او د خپل نفس په تزکیه همیشه بوخت وي.
  • د علم سره سره د خپل علم د کمي احساس کوي او د نورو علماوو څخه علمي استفاده کوي.
  • بې تحقیقه او بې مسئولیته خبره، فتواء او وینا د ژبي او قلم څخه نه باسي.
  • د مخکنیو او هم عصره علماوو زیات درناوی کوي.
  • که څوک د خیر غوښتني پر بنیاد د دوی غلطي او اشتباه ورپه ګوته کړي ډېر ورڅخه خوشحالیږي.
  • خپل علم د دنیا او مادیاتو د لاس ته راوړني لپاره نه کاروي.
زه عبدالرحمن حلقه بګوش د هر عالم یم
که اعلی دی که اوســط دی که ادنی
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۴ ګڼه
2015-05-13 

سرته