څانګه: چاڼ شوي مضامين نيټه: February 2, 2016
       
عبادت يعني څه؟

بسم الله الرحمن الرحيم

نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد:
 
ليکوال:مولوي عصمت الله عزام
 
عبادت یعني څه؟
 
عبادت يو جامع نوم دی د هر هغه کار او وينا لپاره که ښکاره وي اوکه پټ وي، چي الله پاک يې خوښوي او الله راضي کوي.(۱)

عبادت يوازي لمونځ او روژې ته نه ويل کېږي بلکي عبادت ډېر قسمونه لري لکه لمونځ، روژه، وېره، اميد، توکل، رغبت، رهبت، د چا د تقرب لپاره د څاروي حلالول ، نذر او نياز، رکوع ، سجده، طواف، قسم، فيصله او حکم او داسي نور...

امام غزالي رحمه الله دعبادت لس قسمونه ليکلي دي:هغه دادي:لمونځ، زکات، روژه، حج، د قرآن تلاوت، په هر حال کي د الله پاک ذکر کول، د حلالي روزۍ لپاره کوښښ کول، د گاونډي او ملگري حقوق ادا کول، خلگو ته د ښو کارو حکم کول او له بدو منع کول او د رسول الله صلی الله عليه وسلم د سنتو تابعداري کول. (۲) 

عبادت د چا لپاره؟
 
ټول عبادتونه بايد يوازي د الله پاک لپاره وشي او بل هيڅوک بايد د الله سره په عبادت کي شريک نه کړل شي لکه څنګه چي الله تعالی فرمائلي دي:

قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ. (۳)
ژباړه: ورته ووايه اې نبي {صلی الله عليه وسلم} بېشکه زما لمونځ، زما قرباني، زما ژوند او زما مرګ ټول خاص د الله تعالی لپاره دی چي د ټولو عالمونو پالونکی دی!!
 
علامه ابن کثير رحمه الله ددې آيت په تفسيرکي ليکي:
 
الله پاک نبي کریم صلی الله علیه وسلم په دې سره امر کوي چي هغه مشرکين خبر کړه چي د غير الله عبادت کوي او د هغه په نوم ذبح (د څاروي حلالول) کوي، په دې چي دی په دې کار کي د دوی مخالف دی، ځکه دده لمونځ خاص د الله لپاره دی او نسک يې يوازي د الله په نوم دی چي شريک نه لري. (۴)
 
نُسُک: په حج او عمره کي ذبح او عام د څاروو حلالول.
 
په دې آيت کي اشاره ده چي مؤمن هغه دی چي د هغه دا ټول اعمال د الله لپاره خاص وي ځکه د مشرکينو سره اختلافي موضوع هم دا وه، هغوی هم لمونځ او نورعبادات کول، خو هغوی نور نېکان بندگان هم د الله پاک سره شريکول.
 
دا چي عبادت به څنگه او په کومه طريقه کوي، دا موضوع به ان شاءالله تعالی بيا بيان کړو.
 
وصلی الله علی نبينا محمدوعلی آله واصحابه اجمعين
 
---------------
(۱):(تيسيرالکريم الرحمان ص:۲۱، اثرالعبادات في حياة المسلم ص:۱)
(۲): (تفسيرمعارف القرآن ص:۸۷ج:۱)
(۳):(سورة الانعام:۱۶۲)
(۴):(تفسيرابن کثيرص:۱۲۸ج:۳)