تازه سرليکونه
د (عقايد) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اهل السنت والجماعت عقیده- طحاویه
  تعلیم الاسلام
  May 16, 2017
  0

 عقیدة الطحاوی

 
د اهل سنت او جماعت عقیده د اسلامي امت د فقهاوو حضرت امام اعظم ابوحنیفه، قاضي القضات امام ابویوسف یعقوب بن ابراهیم الانصاري او امام محمد بن حسن شیباني رحمة الله علیهم د مذهب پر بنسټ
 
او د اسلام د ستر محدّث، فقیه او مجتهد حضرت امام ابوجعفر طحاوي حنفي متوفی ۳۲۱ هجري قمري په روایت سره
 
د دری ژبې ژباړونکی: مفتی محمد ابراهیم تیموري
 
پښتو ژباړه: مولوي میرآغا ستانکزی او مولوي فرید احمد علمي
 

ددی کتاب چاپ او خپرول په دې شرط سره چې په متن کې کوم تغییر رانشی، ټولو مسلمانانو ته عامه اجازه ده
 

بسم الله الرحمن الرحيم
(( د دري ژبې د ژباړونکي سريزه))
 
الحمد لله وکفی وسلام علی عباده الذين اصطفی، اما بعد!
 
نږدې دولس سوه کاله کيږي چې دا کتاب «عقیده طحاویه» د اسلام د حقه څلورګونو مذاهبو حنفي، مالکي، شافعي، او حنبلي تر منځ چې د عقيدې په هکله د اهل سنت والجماعت تر ټولو مهم او معتبر کتاب دی، د اسلامي عقايدو له لومړنيو منابعو او مراجعو څخه ګڼل کيږي.
 
 
 
*(*)*
«عقيدة الطحاوي» د احنافو د ماتريدي عقيدوي مسلک يو اصلي ماخذ دی، ځکه چې امام طحاوي رحمه الله د دې مضامين په کلي توګه د دې مسلک له بنسټ اېښودونکو څخه چې سراج الامة و امام الائمة امام اعظم ابو حنيفه نعمان بن ثابت رحمه الله تعالی دی روايت کړي دي.
 
*(*)*
امام ابو جعفر طحاوي رحمه الله په (۲۳۹هـ ق) کال کې د مصر په «طحا» نومي کلي کې زېږېدلی دی، او په (۳۲۱هـ ق) کال کې په همدې ځای کې وفات شوی دی. 
داسې نه چې امام طحاوي رحمه الله يواځې د حديث له نومياليو حافظانو څخه ؤ، بلکه هغه د فنونو، فقهې او حديث له سترو امامانو څخه هم ؤ، هغه په داسی عصر کی ژوند کاوه چی له یوې خوا د فقهی او حدیث علم د پرمختګ لوړو څوکو ته رسیدلی وو او له بلی خوا د اهل سنت والجماعت د فقهي مذاهبو زده کوونکو خصوصاً د حنفي مسلک شاګردانو په ټوله نړۍ کې د فقهې د علومو تعليم او تدريس خور کړی ؤ او تر ټولو زيات مشهور محدثين د خپلو ليکل شوو کتابونو په ليکلو بوخت ؤ.  
 
علامه محمد زاهد کوثري رحمه الله د عمدة القاري في شرح صحيح البخاري له لیکونکي امام بدر الدين عيني رحمه الله متوفي (۸۵۵ هـ ق) څخه نقل کوي چه داسی یی فرمایلي دي:
 
«کله چې امام احمد (رح) وفات شو امام طحاوي (۱۲) کلن ؤ، او کله چې امام بخاري (رح) وفات شو امام طحاوي (۲۷) کلن ؤ، او کله چې امام مسلم (رح) وفات شو امام طحاوي (۳۲) کلن ؤ، کله چې امام ابن ماجه (رح) وفات شو امام طحاوي (۴۴) کلن ؤ، او کله چې امام ابو داود (رح) وفات شو امام طحاوي (۴۶) کلن ؤ، او کله چې امام ترمذي (رح) وفات شو امام طحاوي (۵۰) کلن ؤ، او کله چې امام نسائي (رح) وفات شو امام طحاوي (۷۴) کلن ؤ چی امام طحاوي ددې نامتو او مشهورو علماوو له مشایخو څخه د حدیثونو زده کړه او روايت کړی دی.
 
*(*)*
امام طحاوي رحمه الله په داسې کورنۍ کې سترګې پرانيستي دي چې هم د دنيايي حيثيت له مخی سيال داره کورنۍ څخه وه، او هم په ديني حيثيت سره یی لوړ مقام او منصب درلودی.
 
د امام طحاوي رحمه الله کورنۍ شافعي مذهبه وه، مور يې د شافعي مسلک ستره عالمه او ماما يې امام مُزَني رحمه الله د امام شافعي رحمه الله له مشهورو شاګردانو څخه ؤ. چې د امام شافعي رحمه الله د مړینې څخه وروسته د شافعي مسلک له سترو عالمانو څخه ګڼل کيده.
 
امام طحاوي رحمه الله د لومړنيو زدکړو له بشپړيدلو څخه وروسته خپلې ثانوي زدکړې له خپل درانه ماما امام مزني سره پای ته ورسولې، خو ډېر ژر يې د امام اعظم ابو حنيفه رحمه الله مسلک ته زړه مایل شو، او دا ميلان هغه وخت په خورا ډېرېدلو شو چې امام طحاوي رح خپل ماما ليده چې د مغلقو او پيچلو مسايلو سره د مخامخ کیدو پر مهال به يې د امام اعظم رحمه الله د دوو هغو سترو شاګردانو کتابونو ته مخه کوله چې د امام صاحب مسلک يې ليکلی ؤ، چې يو يې امام ابو يوسف رحمه الله او بل يې امام محمد بن حسن شيباني رحمه الله ؤ، او دا ميلان د دې لامل شو چې امام طحاوي رحمه الله د حنفي مسلک کتابونه ولولي، او د دې لوست په لړ کې د هغه زړه د امام صاحب رح په مذهب پورې وتړل شي، چې بلاخره يې په بشپړه توګه حنفي مسلک خپل کړ.
 
امام طحاوي رحمه الله په فقه کې د داسې ځلانده مقام خاوند شو چې نن سبا يواځې دا نه چې د فقهې له سترو عالمانو څخه ګنل کيږي، بلکه د اسلام له سترو مجتهدينو څخه هم بلل کيږي. علامه علی قاري هروي رحمه الله او علامه ابن عابدين شامي رحمه الله امام طحاوي د امام ابو الحسن کَرْخي، او شمس الائمه سَرَخْسي او فخر الاسلام بَزْدَوي او فخر الدين قاضي خان او داسې نورو امامانو په شان د مجتهدينو په دريمه طبقه کې بللي دي.
 
حضرت شاه عبد العزيز دِهْلَوِي او مولانا عبد الْحَیّ لَکْنَوِي او علامه زاهد کوثري رحمهم الله هغه د قاضي القضات امام ابو يوسف او امام محمد بن الحسن شَيْباني په شان د مجتهدينو له دوهمې طبقې څخه بولي.
 
څرنګه چې امام زاهد کوثري له علامه ابن عبدالبرّ مالکي څخه نقل کړی دی امام طحاوي يواځې په حنفي فقه کې نه بلکه په ټولو فقهي مذاهبو کې بشپړ مهارت درلود چې د هغه د «اختلاف الفقهاء» کتاب پدې خبره عادل ګواه دی. څرنکه چې وويل شول امام طحاوي يواځې د حديث له سترو حفاظو څخه نه ؤ، بلکه د حديثو په علومو کې د داسې لوړ مقام خاوند دی چې د هغه نظريې د حديثو په ډول ډول فنونو کې ستر اعتبار لري، او د حديث علوم د هغه له اقوالو او رايو څخه خالي نه موندل کيږي. چې د «شرح مشکل الآثار» او «شرح معاني الآثار» کتابونه د دې خبرې غوره شاهدان دي. 
 
د امام طحاوي ځینې کتابونه:
(*)  کتاب فی النحل واحکامها واجناسها وصفاتها وَمَارُوِیَ فیها من خبر.(عقائد)
(*)  شرح معاني الآثار. (حديث)
(*)  شرح مشکل الآثار. (حديث)
(*)  التسوية بين حدثنا و اخبرنا. (حديث) 
(*)  المشکاة. (حديث)
(*)  صحيح الآثار. (حديث)
(*)  نقض کتاب المدلّسين للکرابيسي. (حديث) 
(*)  الرد علی ابي عبيدة في کتاب النسب. (حديث)
(*)  کتاب تفسير متشابه الاخبار. (حديث)
(*)  المختصر الکبير فی الفقه. (فقه)
(*)  المختصر الصغير. (فقه)
(*)  اختلاف الفقهاء. (فقه)
(*)  شرح جامع الصغير لمحمد بن الحسن الشيباني. (فقه) 
(*)  الوصايا. (فقه)
(*)  الفرائض. (فقه)
(*)  النوادر الفقهية. (فقه)
(*)  حکم اراضي مکة. (فقه)
(*)  قسمة الفئ والغنائم. (فقه)
(*)  اختلاف الروايات علی مذهب الکوفيين. (فقه)
(*)  شرح الجامع الکبير لمحمد بن الحسن الشيباني. (فقه)
(*)  کتاب الاشربة. (فقه)
(*)  الجزء فی الرزية. (فقه)
(*)  الشروط الصغير. (فقه)
(*)  الشروط الاوسط. (فقه)
(*)  الشروط الکبير. (فقه)
(*)  کتاب الخطابات. (فقه) 
(*)  احکام القرآن. (تفسير)
(*)  تفسير القرآن. (تفسير)
(*)  نوادر القرآن. (تفسير)
(*)  التاريخ الکبير. (تاريخ)
(*)  عقود المرجان في مناقب ابي حنيفة النعمان. (د امام اعظم ابو حنيفه رحمه الله ژوند ليک)
(*)  النوادر والحکايات. (تاريخ)
(*)  اعتقاد اهل السنة والجماعة علی مذهب فقهاء الملة ابي حنيفة النعمان ابن ثابت الکوفي وابي يوسف يعقوب بن ابراهيم الانصاري و ابي عبد الله محمد بن الحسن الشيباني رضوان الله تعالی عليهم اجمعين، چې د «عقيدة الطحاوي» په نامه مشهور دی. (عقايد)
 
د اعتقاد اهل السنة والجماعة علی مذهب فقهاء الملة ابي حنيفة النعمان ابن ثابت الکوفي وابي يوسف يعقوب بن ابراهيم الانصاري و ابي عبد الله محمد بن الحسن الشيباني رضوان الله تعالی عليهم اجمعين کتاب چې د «عقيدة الطحاوي» په نامه مشهور دی که څه هم د حجم په لحاظ وړوکی دی خو ټولې هغه مهمې عقيدې چې په هغو باندې پوهيدل پر هر يوه مسلمان باندې حتمي او لازمي دي پدې وړوکي کتاب کې په ښکاره بڼه او په فصيحو الفاظو ځای پر ځای شوې دي.
 
پدې کتاب کې هغه عقيدې شاملې دي چې د اسلام د سپیڅلی دین له اصلي ماخذونو يعنې قرآن مجيد، متواتر او مشهور احادیث، او د امت له اجماع څخه استنباط شوې دي، او ټول صحابه کرام، تابعين عظام، او د اهل السنة و الجماعة د څلور ګونو مذاهبو امامان او د هغوی ټول لارويان پر دې عقایدو اتفاق لري، او د روافضو، متعزله وو، مُجَسّمَه وو، مَشَبّهَه وو په شان د اهل بدعت او ضلالت لار ورکې ډلې پدې کې له يادو شووعقایدو سره مخالف دي.
 
 
بسم الله الرحمن الرحيم
هَذا ما رَواهُ الإْمامُ أَبو جَعْفَرٍ الطَّحاوِيُّ في ذِكْرِ بَيانِ: اِعْتِقادِ أَهْلِ السُّــنَّةِ وَالجَماعَةِ عَلَى مَذْهَبِ فُقَهَاءِ المِلَّـةِ أَبيْ حَنِيفَةَ النُّـعْمانِ بْنِ ثـابـِتٍ الكُوفِيِّ، وَ أَبيْ يُوسُفَ يَعْقُوبَ بْنِ إِبْراهيمَ الأَنْصَارِيِّ، وَ أَبيْ عَبْدِ اللَّهِ مُحَمَّدِ بْنِ الحَسَنِ الشَّيْـبـانِيِّ رِضْوَانُ اللَّهِ عَلَيْهِمْ أَجْمَعين، وَ مَا يَعْتَقِدُونَ مِنْ «أُصُولِ الدِّينِ» وَ يَدِينُونَ بـِهِ لِرَبِّ العَالَمِينَ.
قَالَ اْلإمَامُ وَ بِهِ قَالَ اْلإمَامَانِ المذکورَانِ رَحِمَهُمُ اللهُ تَعَالَیٰ: نَـقُوْلُ في تَوْحيدِ اللَّهِ مُعْتَقِدينَ، بتَوْفيقِ اللهِ تَعالي:
 
بسم الله الرحمن الرحيم
دا هغه ټولګه «مجموعه» ده چې امام ابو جعفر الطحاوي د اهل سنت والجماعت ډلې د اعتقاداتو  د روښانولو په هکله د ملت د فقهاوو په مذهب له امام اعظم ابو حنيفه نعمان بن ثابت کوفي، امام ابو يوسف يعقوب بن ابراهيم انصاري او امام ابو عبد الله محمد بن حسن شيباني رضوان الله تعالی عليهم اجمعين څخه روايت کړی دی، کوم چې هغوی د دين له اصولو   څخه راخيستې او پرې باور لري، او د همدې عقیدی او باور پر بنسټ د عالميانو د پالونکي عبادت کوي.‍
 
امام اعظم ابو حنيفه رضي الله عنه او همداسې دوه پورتني ذکر شوي امامان رحمهما الله تعالی دده د عقایدو سره په موافقت کې داسی فرمايلي دي؛ مونږ په داسې حال کې چې د الله تعالی په يو والي باور لرو د هغه په توفيق سره وايو چې: 
 
(1) ــ إِنَّ اللَّهَ تَعالى وَاحِدٌ لا شَرِيكَ لَهُ، 
(1) ــ  الله تعالی يو دی او هيڅ شريک او سیال نلري.
 
(۲) ــ  وَلا شَيْءَ مِثْلُهُ، 
(۲) ــ  او هیڅ شی د هغه تعالی په شان ندی.
 
(3) ــ  وَلا شَيْءَ يُعْجِزُهُ، 
(3) ــ  او داسې هيڅ شئ نشته چې هغه تعالی له خپلې ارادې څخه عاجز (ناتوانه) کړي.
 
(4) ــ  وَلا إِلٰهَ غَيْرُهُ، 
(4) ــ  او پرته له هغه څخه بل هيڅ کوم خدای (معبود) نشته.
 
(5) ــ  قَدِيْمٌ بـِلا ابْتِدَاءٍ،
(5) ــ  پرته له پيل (ابتدا) څخه قديم دي. 
 
(6) ــ  دَائِمٌ بـِلا انْـتِهَاءٍ، 
(6) ــ  پرته له پای (انتها) څخه تل پاتې (دایم) دی.
 
(7) ــ  لا يَفْنَى وَلا يَـبـِيدُ، 
(7) ــ  نه فاني کيږي او نه له منځه ځي.
 
(8) ــ  وَلا يَكُونُ إِلّا مَا يُرِيدُ، 
(8) ــ  نه واقع کيږي مګر هغه څه چې دی يې وغواړي.
 
(9) ــ  لا تَبْلُغُهُ الأَوْهامُ، وَلا تُدْرِكُهُ الأَفْهامُ، 
(9) ــ  وهم او خيال هغه ته نه رسيږي، او نه يې پوهه موندلی شي.
 
(10) ــ  وَلا تُشْبـِهُهُ الأَنامُ، 
(10) ــ  هیڅ مخلوق د هغه سره ورته والی (شباهت) نشي لرلی.
 
(11) ــ  حَيٌّ لا يَمُوتُ، قَيُّومٌ لا يَنامُ، 
(11) ــ  داسې ژوندی دی چې هيڅ کله نه مړ کيږي، او داسې قيّوم دی چې هيڅ کله هم نه بیدیژی.
 
(12) ــ  خَالِقٌ بـِلا حَاجَةٍ، رَازِقٌ لَهُمْ بـِلا مُؤْنَةٍ، 
(12) ــ  له کومې اړتيا څخه پرته پيدا کونکی دی، او پرته له (تکلیف او کوم مشقت) څخه هغوی ته د رزق ورکوونکی دی.
 
(13) ــ  مُمِيْتٌ بـِلا مَخَافَةٍ، بَاعِثٌ بـِلا مَشَقَّة. 
(13) ــ  له کومې وېرې پرته مړ کوونکی دی، او پرته له کوم مشقت څخه بيا را ژوندی کوونکی دی.
 
(14) ــ  مَازالَ بـِصِفَاتِهِ قَدِيماً قَبْلَ خَلْقِهِ، لَمْ يَزْدَدْ بـِكَوْنِهِمْ شَيْئاً لَمْ يَكُنْ قَبْلَهُمْ مِنْ صِفَاتِهِ، 
(14) ــ  د مخلوق له پيدايښت څخه پخوا هم د خپلو صفتونو لرونکی او له همدې صفتونو سره موجود ؤ. او د مخلوقاتو له پيدايښت څخه وروسته يې له صفتونو سره کوم صفت ډېر شوی ندی.
 
(15) ــ  وَكَما كَانَ بِصِفَاتِهِ أَزَلِيَّاً  كَذلِكَ لايَزَالُ عَلَيْهَا أَبَدِيَّاً. 
(15) ــ  څرنګه چې له خپلو صفتونو سره ازلي دي، همدارنګه په خپلو صفتونو سره ابدي هم دی.
 
(16) ــ  لَيْسَ مُنْذُ خَلَقَ الخَلْقَ اسْتَفَادَ اسْمَ «الخَالِقِ»، وَلا بـِإِحْدَاثِهِ البَرِيَّةَ اسْتَفَادَ اسْمَ «البارِي»، 
(16) ــ  نه يې هغه مهال د خالق (پيدا کوونکي) صفت موندلی چې مخلوقات يې پيدا کړل، او نه يې هغه مهال د باري (شتون ته راوستونکي) صفت موندلی چې جهانيان يې له عدم (هیڅ) څخه وجود ته راوستل.
 
(17) ــ  لَهُ مَعْنى الرُّبوبـِيَّةِ وَلا مَرْبوبٌ، وَمَعْنى الخَالِقِيَّةِ وَلا مَخْلوقٌ، 
(17) ــ  د پالونکي صفت يې پداسې حال کې درلود چې هيڅ موجودات پیدا شوي نه وو، او همداسې د پيدا کوونکي صفت يې پداسې حال کې درلود چې بل هیڅ یو مخلوق پیدا شوی نه وو.
 
(18) ــ  وَ كَمَا أَنَّهُ مُحْيِـي المَوْتٰى بَعْدَ ما أَحْيَاهُمْ، اسْتَحَقَّ هَذا الاسْمَ قَبْلَ إِحْيائِهِمْ، كَذلِكَ اسْتَحَقَّ اسْمَ الخَالِقِ قَبْلَ إِنْشَائِهِمْ، 
 
(18) ــ  لکه څرنګه چې د مړو له ژوندي کولو څخه وروسته د «محيی الموتی» (د مړو د ژوندي کوونکی) د نامه په درلودلو مستحق دی، دارنګه له ژوندي کولو څخه وړاندې هم د دې نوم مستحق دی، او همدارنګه د مخلوقاتو له پيدايښت څخه وړاندی يې د خالق (پيدا کوونکي) صفت درلود. 
 
(19) ــ  ذلِكَ بـِأَنَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيْرٌ، وَكُلُّ شَيْءٍ إِلَيْهِ فَقِيرٌ، وَكُلُّ أَمْرٍ عَلَيْهِ يَسيرٌ، لايَحْتَاجُ إِلَى شَيْءٍ. لَيْسَ كَمِثـــْلِهِ شَيْءٌ وَ هُوَ السَّمِيعُ البَصِيرُ.
 
(19) ــ  دا ځکه چې هغه په هر شي باندې قدرت او توان لري، او هر شئ هغه ته اړ(محتاجه) دی، او هر کار هغه ته آسانه دی، او الله تعالی هيڅ شي ته اړ(محتاجه) نه دی. لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ. د هغه په شان هیڅ شئ نشته، او هغه بينا اوريدونکی دی. د شوری سورة (11).
 
*(*)*
(۲۰) ــ  خَلَقَ الخَلْقَ بـِعِلْمِهِ، 
(۲۰) ــ  ټول (مخلوقات) يې په خپل علم سره پيدا کړي دي.
 
(21) ــ  وَقَدَّرَ لَهُمْ أَقْدَاراً،
(21) ــ  او هغوی ته يې تقدير (اندازه) ټاکلی ده. 
 
(22) ــ  وَضَرَبَ لَهُمْ آجالاً، 
(22) ــ  او هغوی ته يې د ژوندانه مودې ټاکلې دي.
 
(23) ــ  لَمْ يَخْفَ عَلَيْهِ شَيْءٌ مِنْ أَفْعَالِهِمْ قَبْلَ أَنْ خَلَقَهُمْ، وَعَلِمَ مَا هُمْ عَامِلُونَ قَبْلَ أَنْ يَخْلُقَهُمْ، 
(23) ــ  د دوی (مخلوقاتو) له پیدايښت څخه وړاندې هم د هغوی کړنې ترینه پټې نه وې، او د دوی له پیدایښت څخه وړاندې هم په هرې هغې کړنې څه چی دوی یی کوونکي دي پوهیده.
 
(24) ــ  وَأَمَرَهُمْ بِطَاعَتِهِ وَنَهَاهُمْ عَنْ مَعْصِيَتِهِ، 
(24) ــ  او هغوی يې په خپل طاعت وګمارل او له معصيت څخه يې منع کړل.
 
(25) ــ  وَ كُلُّ شَيْءٍ يَجْرِي بـِقُدْرَتِهِ وَمَشِيئَتِهِ. وَمَشِيئَتُهُ تَنْفُذُ،
(25) ــ  هر شئ د هغه په «قدرت»، اراده او غوښتنې سره خوځيږي، او د هغه غوښتنه او اراده نافذه ده.
 
(26) ــ  وَلا مَشِيئَةَ لِلْعِبَادِ إِلاَّ مَا شَاءَ لَهُمْ، فَمَا شَاءَ لَهُمْ كَانَ وَمَا لَمْ يَشَأْ لَمْ يَكُنْ.   
(26) ــ  بندګان هيڅ کومه غوښتنه نلري مګر خو هغه چې الله تعالی یی ورته وغواړي، او هغه څه به کيږي چې الله تعالی يې هغوی ته وغواړي، او کوم شئ چې الله تعالی هغوی ته نوي غوښتي هيڅ کله به هم ونشي. 
 
(27) ــ  يَهْدِي مَنْ يَشَاءُ وَ يَعْصِمُ وَ يُعَافِي مَنْ يَشَاءُ فَضْلاً، وَ يُضِلُّ مَنْ يَشَاءُ وَ يَخْذُلُ وَ يَـبْتَلِي عَدْلاً،
(27) ــ  چاته چې وغواړي په خپل فضل سره هدايت ورکوي، او له ګناهونو څخه يې ژغوري او عفوه ورته کوي، يعنې له ګناهونو څخه يې تیريږي، چې دا ټول د الله تعالی فضل دی. او که وغواړي په خپله غوښتنه څوک ګمراه کړي، څوک خوار او ذليل کړي او یا هم څوک له ازميښتونو سره سر کړي، دا د الله تعالی عدالت دی.
 
(28) ــ  وَ کُلُّهُم مُتَـقلَّبُونَ فِی مَشِيَّئتِهِ، بَينَ فَضلِهِ وَعَدلِهِ، 
(28) ــ  او ټول مخلوقات د هغه په غوښتنه او اراده د هغه د فضل او عدل تر منځ حرکت کوي.
 
(29) ــ  وَ هُوَ مُتَعَالٍ عَنِ الأَضْدَّاد وَ الأَنْدَاد، 
(29) ــ  او هغه تعالی لدې څخه زښته ډېر اوچت او پاک دی چې ضد او يا سيال ولري.
 
(30) ــ  لا رَادَّ لِقَضَائِهِ، وَلا مُعَقِّبَ لِحُكْمِهِ، وَلا غَالِبَ لأَمْرِهِ، 
(30) ــ  هيڅ څوک د دې توان نلري چې قضاء يې رد کړي، يا يې حکم په شا وتنبوي، او يا دده په امر باندې برلاسی شي.
 
(31) ــ  آمَنَّا بِذلِكَ كُلِّهِ، وَأَيْقَـنَّا أَنَّ كُلاًّ مِنْ عِنْدِهِ.     
(31) ــ  مونژ پر هغه څه چې مو ويلي په ټولو ايمان لرو، او پدې کلک يقين لرو چې ټول د الله تعالی له لوري دي.
***
(32) ــ  وَإِنَّ مُحَمَّداً عَبْدُهُ المُصْطَفىٰ، وَنَبـِيُّهُ المُجْتَبىٰ، وَ رَسُولُهُ المُرْتَضـٰى،
(32) ــ  او پدې ايمان لرو چې محمد صلی الله عليه وسلم د الله تعالی پاک، غوره او خوښ کړل شوی نبي، او ترې راضي شوی استازی دی.
 
(33) ــ  خَاتِمُ الأَنْبـِيَاءِ، 
(33) ــ  او پدې ايمان لرو چې محمد صلی الله عليه وسلم د پيغمبرانو خاتم دی (نبوت پرې ختم شوی دی).  
 
(34) ــ  وَإِمَامُ الأَتْقِياءِ، وَ سَيِّدُ المُرْسَلِينَ، وَحَبـِيبُ رَبِّ العَالَمِينَ، 
(34) ــ  او د متقيانو سر لښکر، او د رسولانو سردار، او د عالميانو د پالونکي حبيب دی.
 
(35) ــ  وَكُلُّ دَعْوَةِ نُبُوَّةٍ بَعْدَ نُبُوَّتِهِ فَغَيٌّ وَهَوىٰ؛ 
(35) ــ  او د هغه له پيغمبرۍ څخه وروسته د پيغمبرۍ هره دعوی ګمراهي او هوا پرستي ده.
 
(36) ــ  وَهُوَ المَبْعُوثُ إِلى عَامَّةِ الجِنِّ وَكَافَّةِ الوَرىٰ، المَبْعُوثِ بـِالحَقِّ وَالهُدىٰ.
(36) ــ  او پدې ايمان لرو چې هغه ټولو پيريانو  او انسانانو ته په حق او هدايت سره استول شوی دی.
 
*(*)*
(37) ــ  وَإِنَّ القُرْآنَ كَلامُ اللَّهِ تَعَالى، بَدَا بـِلا كَيْفِيَّةٍ قَوْلاً، وَأَنْزَلَهُ عَلَى نَبـِيِّهِ وَحْياً، 
(37) ــ  او پدې ايمان لرو چې قرانکريم د الله تعالی کلام دي، او دا کلام پرته له څرنګوالي څخه له الله تعالی څخه څرګندې شوې دي، او هغه يې د وحي په ډول په خپل استازي (محمد صلی الله علیه وسلم) باندې نازلې کړې دی. 
 
(38) ــ  وَصَدَّقَهُ المُؤْمِنُونَ عَلَى ذلِكَ حَقَّـاً، وَأَيْقَـنُوا أَنَّهُ كَلامُ اللَّهِ تَعَالَى بِالحَقِيقَةِ. لَيْسَ بـِمَخْلُوقٍ كَكَلامِ البَرِيَّةِ،  
(38) ــ  او مؤمنينو په حق سره هغه ريښتونی بللی دی، او پدې یې يقين کړی دی چې هغه په رښتيا د الله تعالی کلام دي، او د خلکو د کلام په شان د مخلوق خبری ندي.
 
(39) ــ  فَمَنْ سَمِعَهُ فَزَعَمَ أَنَّهُ كَلامُ البَشَـرِ، فَقَدْ كَفَرَ، 
(39) ــ  نو که چا دا خبری واوريدلی او داسې یی وانګیرلی چې هغه د بشر خبرې دي، نو يقيناً چې کافر شوی دی.
 
(40) ــ  وَقَدْ ذمَّهُ اللَّهُ تَعالَى وَ عَابَهُ، وَ أَوْعَدَهُ عَذابَهُ، حَيْثُ قَالَ سَأُصْلِـيْهِ سَقَرَ. 
(40) ــ  نو الله تعالی هغه محکوم کړی دی، او بد یی ګڼلی دی، او د عذاب وعده يې ور سره کړې ده، لکه چې فرمايلي یی دي: سَأُصْلِيهِ سَقَرَ. ژر ده چې دی به داخل کړم سقر (اور د دوزخ) ته. د مُدّثر سورة (26).
 
(41) ــ  فَلَمَّا أَوْعَدَ اللَّهُ سَقَرَ لِمَنْ قَالَ إِنْ هَذَا إِلَّا قَوْلُ الْبَشَـرِ، عَلِمْنا أَنَّهُ قَوْلُ خَالِقِ البَشَرِ، وَلا يُشْبـِهُ قَوْلَ البَشَرِ.
(41) ــ  نو کله چې الله تعالی د سقر وعده له هغه کس سره وکړه چې د قرآن په هکله يې هغه وينا وکړه چې په قرآن کريم کې را نقل شوې ده. إِنْ هَذَا إِلَّا قَوْلُ الْبَشَرِ (25) ندی دا (قرآن) مګر خو خبره د بشر بنی آدم ده، نو مونږ پوه شوو چې قرآن د انسان د پيدا کوونکي خبره ده، او د انسان له خبرو سره مشابهت نلري.
 
*(*)*
(42) ــ  وَ مَنْ وَصَفَ اللَّهَ تَعَالَى بـِمَعْنَىً مِنْ مَعَانِي البَشَرِ فَقَدْ كَفَرَ،  
(42) ــ  هر هغه چا چې الله تعالی له انساني صفاتو څخه په کوم صفت موصوف کړ، له شک څخه پرته کافر شوی دی. 
 
(43) ــ  فَمَنْ أَبْصَـرَ هَذا اعْتَبَرَ، وَعَنْ مِثْلِ قَوْلِ الكُفَّارِ اِنْزَجَرَ، وَعَلِمَ أَنَّ اللَّهَ تَعَالَى بـِصِفَاتِهِ لَيْسَ كَالبَشَرِ.
(43) ــ  نو څوک چې پدې حقيقت پوه شو عبرت يې واخيست، او له هرې خبرې څخه چې د کفارو د ويناوو په شان وي ځان لرې ساتي، او پدې یقین پیدا کوي چې الله تعالی په خپلو صفاتو کې د بشر د صفاتو په شان ندی.
 
*(*)*
(44) ــ  وَ الرُّؤْيَةُ حَقٌّ لأَهْلِ الجَنـَّةِ بـِغَيْرِ إِحَـاطَةٍ وَلا كَيْفِيَّةٍ، كَمَا نَطَقَ بـِهِ كِـتَابُ رَبِّـنَا حَيْثُ قَالَ وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ نــَّاضِرَةٌ إِلَى رَبـِّها نَاظِرَةٌ.
(44) ــ  د الله تعالی ليدنه د جنتيانو لپاره له احاطې او څرنګوالي څخه پرته حق دی، څرنګه چې زمونږ د خالق کتاب وايي: وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ نَاضِرَةٌ، إِلَى رَبِّهَا نَاظِرَةٌ. ځینې مخونه (یعنې د مومنانو به) په دغی ورځې (د قیامت) کې ښایسته، تازه، روښانه وي خاص د خپل رب ذات ته به کتونکي وي. سورة قيامة (22 - 23). 
 
(45) ــ  وَ تَفْسِيرُهُ عَلَى مَا أَرَادَهُ اللهُ تَعَالَى وَعَلِمَهُ، 
(45) ــ  د دې معنی هغه شان ده چې الله تعالی اراده کړې او په خپل علم کې يې دي.
 
(46) ــ  وَكُلُّ مَا جَاءَ فِي ذلِكَ مِنَ الحَدِيثِ الصَّحِيحِ عَنْ رَسُولِ اللهِ صلی الله علیه وسلم وَ عَنْ أَصْحَابـِهِ رِضْوانُ اللَّهِ عَلَيْهِمْ أَجْمَعِينَ فَهُوَ كَمَا قَالَ، وَمَعْنَاهُ وَ تَفْسِيرُهُ عَلَى مَا أَرَادَ، 
(46) ــ  او څومره صحيح حديثونه چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم او د هغه له اصحابو کرامو رضوان الله تعالی عليهم اجمعين څخه پدې هکله راغلي دي، هغه شان دي چې هغه صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي، او معنی او تفسير يې هغه شان دی چې پخپله الله تعالی اراده کړې ده. 
 
(47) ــ  لا نَدْخُلُ فِي ذلِكَ مُتَأَوِّلِينَ بـِآرائِنَا وَلا مُتَوَهِّمِينَ بـِأَهْوَائِنا،
(47) ــ  مونږ په هغه کې په خپلو تاويلونو سره نه ننوځو، او نه هم د خپلو خواهشاتو مطابق په هغه کې خيال پردازي کوو. 
 
(48) ــ  فَإِنَّهُ مَا سَلِمَ فِي دِينِهِ إِلاَّ مَنْ سَلَّمَ لِلَّهِ تَعَالى وَ لِرَسُولِهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَ رَدَّ عِلْمَ مَا اشْتَبَهَ عَلَيْهِ إِلَى عَالِمِهِ،  
(48) ــ  ځکه چې هيڅ څوک به هم په خپل دين کې سلامت پاتې نشي مګر دا چې خپل ځان په پشپړه توګه الله تعالی او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم ته وسپاري. او د کوم شي پوهه چې پرې شک ولری (مشکوک وی) وي د هغه عالم (الله)  ته يې پرېږدې.
 
(49) ــ  وَلا يَثْبُتُ قَدَمُ الإِسْلامِ إِلاَّ عَلَى ظَهْرِ التَّسْليمِ وَالاسْتِسْلامِ،
(49) ــ  د چا پښه به په اسلام کې ټينګه نشي مګر دا چې په کامله توګه د الله تعالی حکم ته تسليم شي او د هغه فرمان ته منقاد وي.
 
(50) ــ  فَمَنْ رَامَ عِلْمَ مَا حُظِرَ عَلَيْهِ، وَ لَمْ يَقْنَعْ بـِالتَّسْليمِ فَهْمُهُ، حَجَبَهُ مَرَامُهُ عَنْ خَالِصِ التَّوْحيدِ، وَصَافِي المَعْرِفَةِ، وَصَحِيحِ الإِيمَانِ، فَيَتَذَبْذَبُ بَيْنَ الكُفْرِ وَ الإِيْمَانِ وَ التَّصدِیقِ والتَّكْذِيبِ، وَ الإِقْرَارِ وَ الإِنْكَارِ، مُوْسُوْساً تَائِهَاً، زَائِغَاً شَاكَّــاً،لاَ مُؤْمِنَاً مُصَدِّقاً، وَلاَ جَاحِداً مُكَذِّباً.  
(50) ــ  نو هر څوک چې په منعه کړل شوي علم کې پلټنه وکړي، او بيايې هم پوهه او فکر پرې قانع نشي، نو دا پلټنه به يې له خالص توحيد، سپیڅلې پیژندګلوۍ او روغ ايمان څخه محروم کړي؛ نو دا کس به د کفر او ايمان، د تصديق او تکذيب، د اقرار او انکار تر منځ وسواسي او لا لهانده، کږېدونکی او شک کوونکی پداسې حال کې روان وي چې نه به تصديق کوونکی مؤمن وي او نه به تکذيب کوونکی منکر. 
 
(51) ــ  وَ لايَصِحُّ الإِيمَانُ بـِالرُّؤْيَةِ لأَهْلِ دَارِ السَّلامِ لِمَنْ اعْتَبَرَهَا مِنْهُمْ بـِوَهْمٍ، أَوْ تَأَوَّلَهَا بـِفَهْمٍ، 
(51) ــ  دا «چې جنتيان به په جنت کې الله تعالی ويني»، د هغه چا ايمان چې دا ليدنه تصوري او خيالي بولي او يا داسې تاويل کوي چې دا ليدنه به يوه پوهه يا ادراک وي، صحيح ندی.
 
(52) ــ  إِذا كَانَ تَأْوِيلُ الرُّؤْيَةِ وَ تَأْوِيلُ كُلِّ مَعْنىً يُضَافُ إِلَى الرُّبُوبـِيَّةِ تَرْكَ التَأْويلِ وَلُزُومَ التَّسْلِيمِ، وَعَلَيْهِ دِينُ المُرْسَلينَ وَشَرَائِعُ النَّبـِيِّـينَ. 
(52) ــ  ځکه چې د الله تعالی د ليدلو د معنی په حقیقی بڼه پوهيدل، او ربوبيت ته د هر اضافه شوي صفت په عملي بڼه باندې پوهيدل پريښودل شوي دي، او الهي حکم ته تسليميدل لازمي دي، او د رسولانو دين او د انبياؤ شريعت په همدې بنسټ ټينګ ولاړ دی.
 
*(*)*
(53) ــ  وَ مَنْ لَمْ يَتَوَقَّ النَّـفْيَ وَالتَّشْبيهِ زَلَّ، وَلَمْ يُصِبِ التَّنْزِيهَ؛ 
(53) ــ  هر چا چې د الهي صفاتو له نفيې اويا له «انساني صفاتو» سره له تشبیه کولو څخه ځان ونه ژغوره ګمراه شوی دی، او د الله تعالی له ريښتونې تنزيه څخه محروم شوی دی.
 
(54) ــ  فَإِنَّ رَبَّنا جَلَّ وَعَلا مَوْصُوفٌ بِصِفَاتِ الوَحْدَانِيَّةِ، مَنْعُوتٌ بـِنُعُوتِ الفَرْدَانِيَّةِ، لَيْسَ بِمَعْناهُ أَحَدٌ مِنَ البَرِيَّةِ، 
(54) ــ  ځکه چې زمونږ ستر او سپیڅلی پالونکی د یووالي په صفت موصوف دی، او د يواځې توب په ستاينه ستايل شوی دی، چې له مخلوقاتو څخه يې هيڅ څوک هم له ده سره مشابه کیدلای نشی.
 
*(*)*
(55) ــ  تَعَالَى اللَّهُ عَنِ الحُدُودِ وَالغَاياتِ، وَالأَرْكانِ وَالأعْضَاءِ وَالأَدَواتِ،
(55) ــ  الله تعالی د حدونو، غاياتو، ارکانو، غړو، او ادواتو له لرلو څخه پاک، زښته ډير اوچت او لوړ دی. 
 
(56) ــ  لا تَحْوِيهِ الجِهَاتُ السِّتُّ كَسَائِرِ المُبْتَدَعاتِ.   
(56) ــ  شپږګونو خواوو هغه ندی را چاپير کړی ، څرنګه چې مخلوقات يې له هرې خوا را چاپیر کړی دی. 
*(*)*
(57) ــ  وَالمِعْرَاجُ حَقٌّ. 
(57) ــ  او معراج حق دی.
 
(58) ــ  وَقَدْ أُسْرِيَ بـِالنَّبـِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَعُرِجَ بـِشَخْصِهِ فِي الْيَقَظَةِ إِلَى السَّمَاءِ، ثُمَّ إِلَى حَيْثُ شَاءَ اللَّهُ تَعَالَى مِنَ العُلَى، وَأَكْرَمَهُ اللَّهُ تَعَالَى بـِمَا شَاءَ، فَأَوْحَى إِلَى عَبْدِهِ مَا أَوْحَى مَا کَذَبَ الْفُؤَادُ مَا رَأَی، فَصَلَّی اللهُ عَلَيهِ وَ سَلَّمَ فِی الآخِرَةِ وَالاُوْلَی. 
(58) ــ  رسول اکرم صلی الله عليه وسلم په شپه کې بوتلل شو، او په ويښه کې په جسماني توګه آسمان ته لوړ کړی شو، بيا د لوړوالي په لور چې الله تعالی څومره غوښتل لوړ کړی شو، او کوم اکرام سره چې الله تعالی غوښتل اکرام يې وکړل شو، فَأَوْحَى إِلَى عَبْدِهِ مَا أَوْحَى، مَا كَذَبَ الْفُؤَادُ مَا رَأَى، پس وحی وکړله (الله په ژبه د جبریل) بنده خپل ته هغه څه چې وحی یې وکړه. نه وو ویلی دروغ زړه (د محمد) هغه (جبریل) چه لیدلی یې ؤ(په سترګو). د نجم سوره(10-11). نو په دنيا او آخرت کې دې په پيغمبر صلی الله عليه وسلم باندې د الله تعالی درود وي.
 
(59) ــ  وَالْحَوْضُ الَّذِيْ أَكْرَمَهُ اللَّهُ تَعَالَى بـِهِ غِيَاثَاً لِاُمَّتِهِ حَقٌّ، 
(59) ــ  او هغه حوض چې الله تعالی په اعزازي توګه خپل پيغمبر ته د هغه د امت د خړوبولو لپاره ورکړی دی حق دی.
 
(60) ــ  وَالشَّفَاعَةُ الَّتِي ادَّخَرَهَا اللَّهُ لَهُمْ كَمَا رُوِيَ فِيْ الأَخْبَارِ،
(60) ــ  او کوم شفاعت چې د هغوی لپاره الله تعالی [خپل پيغمبر] ته ساتلی دی، لکه څرنګه چې په احادیثو کې روايت شوی حق دی.
 
*(*)*
(61) ــ  وَالْمِيْثَاقُ الَّذِيْ أَخَذهُ اللَّهُ تَعَالَى مِنْ آدَمَ ؛ وَ ذُرِّيَّتِهِ حَقٌّ. 
(61) ــ  او کومه ژمنه (تعهُّد) چې الله تعالی له آدم عليه السلام او د هغه له اولادې څخه اخيستی حق دی.
 
(62) ــ  وَقَدْ عَلِمَ اللَّهُ تَعَالَى فِيْمَا لَمْ يَزَلْ عَدَدَ مَنْ يَدْخُلِ الْجَنَّةَ، وَيَدْخُلِ النَّارَ جُمْلَةً وَاحِدَةً، لا يُزَادُ فِيْ ذلِكَ العَدَدِ وَلا يَنْقُصُ مِنْهُ، 
(62) ــ  الله تعالی له ازل څخه پدې پوهيده چې څومره کسان به جنت داخل شي او څومره کسان به دوزخ ته داخل شي، چې په هغه شمير کی به نه زیات والی او نه څه کموالی راشی.
 
(63) ــ  وَكَذلِكَ أَفْعَالَهُمْ، فِيْمَا عَلِمَ مِنْهُمْ أَنَّـهُمْ يَفْعَلُونَهُ. 
(63) ــ  دارنګه الله تعالی له ازل څخه پدې پوهيده چې هغوی به څه کړنې تر سره کوي.
 
(64) ــ  وَ كُلٌّ مُيَسَّـرٌ لِمَا خُلِقَ لَهُ.  
 
(64) ــ  هر چا ته به هغه کړنه آسانه کيږي، کومې ته چې پيدا شوی دی. 
 
(65) ــ  وَالاَعْمَالُ بِالْخَوَاتِيْمِ. 
(65) ــ  د اعمالو د فيصلې مدار د انسان په وروستني عمل باندې دی. 
 
(66) ــ  وَ السَّعِيدُ مَنْ سَعِدَ بِقَضَاءِ الله، وَ الشَّقِی مَنْ شَقیَ بِقَضَاءِ الله.  
(66) ــ  سعيد هغه څوک دی چې په الهي قضاء سره يې سعادت موندلی وي، او شقي هغه دی چې په الهي قضاء سره يې شقاوت موندلی وي.
 
(67) ــ  وَأَصْلُ الْقَدَرِ سِرُّ اللَّهِ فِي خَلْقِهِ، لَمْ يَطَّلِعْ عَلَى ذلِكَ مَلَكٌ مُقَرَّبٌ، وَلا نَبـِيٌّ مُرْسَلٌ. 
(67) ــ  د تقدير اصل د الله تعالی په خلق (خلقت) کې هغه پټ راز دی چې نه هیڅ مُقرَّبه مَلَکه پرې پوه شوې ده او نه هیڅ استول شوی نبي پری پوه شوی دی.
 
(68) ــ  وَ التَّعَمُّقُ وَ النَّظَرُ فِيْ ذلِكَ ذرِيْعَةُ الخِذلانِ، وَسُلَّمُ الْحِرْمَانِ، وَدَرَجَةُ الطُّغْيَانِ. 
(68) ــ  پدې هکله تحقیق او پلټنه او ژور سوچونه کول د ایمان له سموالی څخه د بې برخې کیدلو وسيله، د محروم کيدلو پوړۍ، او د سرکښۍ درجه ده.
 
(69) ــ  فَالْحَذَرَ كُلَّ الْحَذَرِ مِنْ ذلِكَ نَظَراً أَوْ فِكْراً أَوْ وَسْوَسَةً؛ فَإِنَّ اللَّهَ تَعَالَىْ طَوَى عِلْمَ الْقَدَرِ عَنْ أَنَامِهِ، وَنَهَاهُمْ عَنْ مَرَامِهِ، كَما قالَ في كِتابـِهِ: لاَ يُسْأَلُ عَمَّا يـَفْعَلُ وَهُمْ يـُسْأَلــُوْنَ، فَمَنْ سَأَلَ: لِمَ فَعَلَ؟ فَقَدْ رَدَّ حُكْمَ كِتابِ اللَّهِ، وَمَنْ رَدَّ حُكْمَ كِتابِ اللَّهِ تَعالى، كَانَ مِنَ الكافِرينَ.
 
(69) ــ  نو با خبره اوسئ او په بشپړې پاملرنې سره پام وکړئ چې پدې هکله نه ژوره کتنه وکړئ، نه سوچ وکړئ، او نه هم په وسوسو اخته شئ، ځکه چی يقيناً الله تعالی د تقدير علم له خپلو مخلوقاتو څخه پټ کړی دی، او هغوی يې پدې هکله له پلټنې څخه منع کړي دي، څرنګه چې په خپل سپیڅلي کتاب کې يې فرمايلي دي: لَا يُسْأَلُ عَمَّا يَفْعَلُ وَهُمْ يُسْأَلُونَ. نه پوښتیدلي کیږي (الله) له هغو شیانو چه کوی یې (ځکه چه الوهیت یوازې دده صفت دی.او دوی پوښتیدلي کیږي (د دوی له افعالو ،احوالو او اقوالو ځکه چی دوی مخلوق او مملوک دی).د انبياء سورة (23).
 
نو چا چې وپوښتل چې الله تعالی ولی داسې وکړل، نو د الله تعالی د کتاب حکم يې رد کړی دی، او چا چې د الله تعالی د کتاب حکم رد کړ، له کافرانو څخه دی.
 
(70) ــ  فَهذا جُمْلَةُ ما يَحْتاجُ إِلَيْهِ مَنْ هُوَ مُنَوَّرٌ قَلْبُهُ مِنْ أَوْلِياءِ اللَّهِ تَعالى، وَهِيَ دَرَجَةُ الرَّاسِخينَ في العِلْمِ؛
(70) ــ  دا د هغو عقایدو لنډيز دی چې د الله تعالی له دوستانو څخه هغه څوک ورته اړتيا لري چې په الهي نور سره د روښانه زړه لرونکی وی، او دا په علم کې د پاخه شوي عالمانو درجه ده.
 
(71) ــ  لأَنَّ العِلْمَ عِلْمانِ: عِلْمٌ في الخَلْقِ مَوْجودٌ، وَعِلْمٌ في الخَلْقِ مَفْقودٌ؛ فَإِنْكارُ العِلْمِ المَوْجودِ كُفْرٌ، وَ ادِّعاءُ العِلْمِ المَفْقودِ كُفْرٌ. وَلا يَصِحُّ الإِيمانُ إِلاَّ بـِقَبولِ العِلْمِ المَوْجودِ، وَ تَرْكِ طَلَبِ العِلْمِ المَفْقودِ.
 
(71) ــ  ځکه چې علم دوه ډوله دی: يو هغه علم دی چې له مخلوقاتو سره موجود دی، او بل هغه علم چې له مخلوقاتو سره موجود ندی او ځنی پټ دی، نو له موجود علم څخه انکار کول کفر دی، او د مفقود یا پټ شوی علم د درلودلو ادعاء کفر دی ، نو ايمان د موجود علم له منلو پرته او له مفقود علم څخه له انکار کولو پرته صحيح کيدلای نشي.
 
*(*)*
(72) ــ  وَ نُؤْمِنُ بـِاللَّوْحِ، وَ القَلَمِ، بـِجَميعِ ما فيهِ قَدْ رُقِمَ.
(72) ــ  مونږ په لوح محفوظ او په هغه شیانو چې هلته ليکل شوي دي ايمان لرو، او همدارنګه په قلم باندی هم ايمان لرو .
 
(73) ــ  فَلَوِ اجْتَمَعَ الْخَلْقُ كُلُّهُمْ عَلى شَيْءٍ كَتَبَهُ اللَّهُ فيهِ أَنَّهُ كائِنٌ لِيَجْعَلوهُ غَيْرَ كائِنٍ لَمْ يَقْدِروا عَلَيْهِ. وَلَوِ اجْتَمَعَ الْخَلْقُ كُلُّهُمْ عَلى شَيْءٍ کَتَبَهُ اللَّهُ فيهِ أَنَّهُ غَيْرُ كائِنٌ لِيَجْعَلوهُ كائِناً لَمْ يَقْدِروا عَلَيْهِ. 
 
(73) ــ  مونږ پدې ايمان لرو چې که ټول خلک پدې سره را ټول شي چې هغه څه نه کيدونکي کړي چې الله تعالی يې کيدل ليکلي دي، وبه نه توانيږي. اوکه ټول خلک پدې سره را ټول شي چې هغه څه کيدونکی کړي چې الله تعالی يې نه کيدل ليکلي دي، وبه نه توانيږي.
 
(74) ــ  جَفَّ القَلَمُ بـِما هُوَ كائِنٌ إِلى يَوْمِ القِيامَةِ.
(74) ــ  «قلم» وچ شو، او ټول هغه څه ليکل شوي دي چې د قيامت تر ورځې ؤ، دي، او وبه شي .
 
(75) ــ  وَما أَخْطَـأَ العَبْدَ لَمْ يَكُنْ لِيُصيبَهُ، وَما أَصابَهُ لَمْ يَكُنْ لِيُخْطِئَهُ.
(75) ــ  کوم شئ چې بنده ته ونه رسيد هیڅ کله به هم ورته رسيدلی نه ؤ، او کوم شئ چې بنده ته ورسيد هيڅ کله به هم ترې خطاء شوی نه ؤ.
 
(76) ــ  وَعَلى العَبْدِ أَنْ يَعْلَمَ أَنَّ اللَّهَ قَدْ سَبَقَ عِلْمُهُ في كُلِّ شَيْءٍ كائِنٍ مِنْ خَلْقِهِ، 
(76) ــ  په بنده باندې واجبه ده پدې پوه شي چې الله تعالی له مخلوقاتو څخه په هر کیدونکي شي د هغه له کیدلو څخه له وړاندې پوهیده.
 
(77) ــ  وَ قَدَّرَ ذلِكَ بِمَشيئَتِهِ تَقْديراً مُحْكَماً مُبْرَماً، لَيْسَ فيهِ ناقِضٌ وَلا مُعَقِّبٌ، وَلا مُزِيلٌ وَلا مُغَـيِّرٌ، وَلا مُحَوِّلٌ، وَلا زَائِدٌ وَلا ناقِصٌ مِنْ خَلْقِهِ في سَماواتِهِ وَ أَرْضِهِ.
(77) ــ  بيا الله تعالی په خپلې غوښتنې او ارادې سره هغوی ته يوه دقيقه، ټینګه او قطعي طرحه او اندازه وټاکله، په داسې ټاکنې سره چې په آسمانونو او ځمکه کې هيڅ مخلوق هم پدې ونتوانيږي چې هغه نقض (مات) کړي يا يې وروسته کړي يا يې له منځه يوسي يا يې بدل کړي، يا له يوه حالت څخه بل حالت ته یی واړوي، يا يې ډېر کړي او يا يې لږ کړي.
 
(78) ــ  وَلَا یَکُونُ مُکَــوَّنٌ إلَّا بِتَکوِیــنِهِ، وَ التَّکوِینُ لَا یَکُونُ  إلَّا حَسَناً جَمِیلاً. 
(78) ــ  هيڅ شئ به مینځ ته را نشي مګر دا چې الله تعالی یی رامنځته کړي، او د هغه مینځ ته راوړل (تکوین) ښه او ښايسته دي.
 
(79) ــ  وَ ذلِكَ مِنْ عَقْدِ الإِيمانِ وَ أُصولِ المَعْرِفَةِ، وَالاعْتِرافِ بـِتَوْحيدِ اللَّهِ وَ رُبوبـِيَّتِهِ؛ كَما قالَ تَعالى في كِتابـِهِ العَزيزِ: وَخَلَقَ كـُلَّ شَيْءٍ فَقَدَّرَهُ تـَقْدِيرَاً. وَ قالَ تَعالی: وَكَانَ أَمْرُ اللهِ قَدَرَاً مَقْدُورَاً.     
(79) ــ  دا اعتقاد د ايمان پر بنياد دی، او د عُرفان له اصولو څخه دی، او د الله تعالی په ربوبیت او د هغه پر یووالی باندی اقرار دی، لکه چې په خپل سپیڅلي کتاب کې یی فرمايلي دي: وَخَلَقَ كُلَّ شَيْءٍ فَقَدَّرَهُ تَقْدِيرًا. او پیدا کړی دی الله هر شی پس په اندازه کړی یی دی هغه(شی) په اندازه کولو سره. سورة الفرقان (2). دارنګه فرمايي: وَكَانَ أَمْرُ اللَّهِ قَدَرًا مَقْدُورًا. او دی امر حکم د الله یو حکم مقرر کړی شوی (په قطع او جزم سره). سورة احزاب (38).
 
(80) ــ  فَوَيْـلٌ لِمَنْ صارَ لَهُ اللَّهُ في القَدَرِ خَصيماً، وَ أَحْضَـرَ لِلنَّـظَرِ فيهِ قَلْباً سَقيماً، لَقَدِ الْتَمَسَ بـِوَهْمـِهِ في مَحْض الْغَيْبِ سِرّاً  كَتيماً، وَ عادَ بـِما قَال فيهِ أَفَّاكاً أَثيماً. 
(80) ــ  نو افسوس هلاک (او د دوزخ کنده) دې پر هغه چا وي چې په قضاء او قدر کې له الله تعالی سره دښمن شو، او پدې هکله يې د سوچ کولو لپاره خپل زړه ناروغ کړ، او په خپل وهم سره يې په محض غيب کې د پټ راز پلټنه وکړه، او پداسې حال کې را ستون شو چې په خپله وينا کې ستر ګناهګاره دروغجن دی.
 
*(*)*
(81) ــ  وَ العَرْشُ وَ الكُرْسِيُّ حَقٌّ، 
(81) ــ  عرش او کرسۍ حق دي.
 
(82) ــ  وَ هُوَ عَزَّوَجَلَّ مُسْتَغْنٍ عَنِ العَرْشِ وَ مادونَهُ،  
(82) ــ  او الله تعالی له عرش او له هغه څيزونو څخه چې د عرش لاندې دي مستغني او بی نیازه دی .
 
(83) ــ  مُحيطٌ بـِكُلِّ شَيْءٍ وَ بـِمَا فَوْقَهُ،  
(83) ــ  الله تعالی په ټولو شيانو او په هغه شيانو چې د عرش له پاسه  دي احاطه کوونکی دی.
 
(84) ــ  قَدْ أَعْجَزَ عَنِ الإِحاطَةِ خَلْقَهُ. 
(84) ــ  او الله تعالی خپل مخلوقات د خپل (ذات او صفاتو) له احاطې څخه عاجزه کړي دي.
 
*(*)*
(85) ــ  وَ نَقُوْلُ: إِنَّ اللَّهَ اتَّخَذَ إِبْراهيمَ خَليلاً، وَكَلَّمَ مُوسَى تَكْليماً، إِيماناً وَ تَصْديقاً وَ تَسْليماً.
(85) ــ  او دا وايو چې الله تعالی ابراهيم عليه السلام خپل خليل(دوست) ګرزولی دی، او له موسی عليه السلام سره یی خبرې کړې دي. مونږ په دې ايمان لرو او دا ريښتيا بلو او په حقيقت يې تسليم يو.
 
(86) ــ  وَ نُؤْمِنُ بـِالمَلائِكَةِ وَ النَّبـِيِّـينَ، وَالكُتُبِ المُنْزَلَةِ عَلى المُرْسَلينَ. وَ نَشْهَدُ أَنَّهُم كانوا عَلى الحَقِّ المُبينِ.
(86) ــ  مونږ په ملائکو، پیغمبرانو او په کومو کتابونو چی پر رسولانو باندی نازل شوی دی ایمان لرو، او پدې شاهدي وايو چې هغوی په څرګنده حق باندې ؤ.
 
(87) ــ  وَ نُسَمِّي أَهْلَ قِبْلَتِـنا مُسْلِمينَ مُؤْمِنينَ ما دامُوا بِما جاءَ بـِهِ النَّبـِيُّ عَلَيْهِ الصَّلاةُ وَ السَّلامُ مُعْتَرِفينَ، وَلَهُ بـِكُلِّ ما قالَ وَأَخْبَرَ مُصَدِّقينَ غَيْرَ مُكَذِّبِيْنَ. 
(87) ــ  مونږ تر هغې د خپلې قبلې اهل، مؤمنان او مسلمانان بولو چې د نبي صلی الله عليه وسلم په ټولو راوړل شوو شیانو اعتراف وکړي، او د هغه صلی الله عليه وسلم ټولې ويناوې او اخبار ريښتوني وبولي او دروغ يې ونه ګڼي.
 
(88) ــ  وَلا نَخوضُ في اللَّهِ، وَلا نُماري في دينِ اللَّهِ تَعالى.
(88) ــ  مونږ د الله تعالی په هکله په خبرو کې ځان نه شامله وو، او د الله تعالی د دين په هکله منازعه هم نه کوو.
 
(89) ــ  وَلا نُجادِلُ في القُرْآنِ؛ وَنَشْهَدُ أَنَّهُ كَلامُ رَبِّ العالَمينَ، نَزَلَ بـِهِ الرُّوحُ الأَمينُ، فَعَلَّـمَهُ سَيِّدَ المُرْسَـلينَ، مُحَمَّداً صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَ عَلى آلـِهِ وَ صَحْـبـِهِ أَجْمَعينَ. 
(89) ــ  مونږ د قرآنکريم په هکله شخړه (مجادله) نه کوو، او پدې شاهدي وايو چې هغه د عالميانو د پالونکي هغه کتاب دی، چی جبرئيل امين نازل کړی، او د مرسلينو سردار حضرت محمد صلی الله علیه وعلی آله وصحبه اجمعین ته يې ښودلی دی.
 
(90) ــ  وَ كلامُ اللَّهِ تَعالى لا يُساويهِ شَيْءٌ مِنْ كَلامِ المَخْلوقينَ. وَلا نَقولُ بـِخَلْقِ القُرْآنِ. 
(90) ــ  او د مخلوقاتو هيڅ یوه خبره هم د الله تعالی له خبرو سره برابريدلای نشي او مشابهت نلري، او دا هم نه وايو چې قران پيدا کړل شوی دی.
 
*(*)*
(91) ــ  وَلا نُخالِفُ جَماعَةَ المُسْلِمينَ،  
(91) ــ  مونږ د مسلمانانو له ستر او عظیم جماعت «سواد اعظم»  سره مخالفت نه کوو.
 
(92) ــ  ولا نُكَـفِّـرُ أحداً من أهل القبلة بذنب، مالم يستحله،
(92) ــ  مونږ د قبلې هيڅ یو اهل هم د ګناه په کولو سره تر هغه کافر نه بولو چې ګناه يې حلاله نوي بللې.
 
(93) ــ  ولا نَقولُ لا يَضُـرُّ مَعَ الإِسْلامِ ذنْبٌ لِمَنْ عَمِلَهُ،
(93) ــ  او دا هم نه وايو چې له مسلمانيدلو څخه وروسته ګناه کول مسلمان ته تاوان نه لري.
 
(94) ــ  وَ نَرْجو لِلْمُحْسِنينَ مِنَ المُؤْمِنينَ، أنْ یَعْفُوَ عَنْهُمْ وَ یُدْخِلَهُمُ الجَنَّةَ بِرَحمْتِهِ، وَلا نَأْمَنُ عَلَيْهِمْ، وَلا نَشْهَدُ لَهُمْ بالجَنَّةِ، وَنَسْتَغْفِرُ لِمُسيئِهمْ، وَنَخافُ عَلَيْهِمْ وَلا نُقَنِّطُهُمْ. 
(94) ــ  د نيک عمله مسلمانانو په هکله هيله من يو چې الله تعالی به دوی وبښي او په خپل رحمت سره يې جنت ته داخل کړي، خو د هغوی د عقوبت (جزا) په هکله ډاډه نه يو، او د هغوی په جنتي کيدلو شاهدي نه وايو، او ګناهګارو مسلمانانو ته له الله تعالی ځنې بښنه غواړو، په هغوی باندې وېرېږو او د الله تعالی له رحمت څخه بې هيلې هم نه يو.
 
(95) ــ  وَالأَمْنُ وَالإِياسُ يَنْقُلانِ عَنِ المِلَّةِ؛ وَسَبيلُ الحَقِّ بَيْنَهُما لأَهْلِ القِبْلَةِ، 
(95) ــ  د «الله تعالی له عذاب څخه» ډاډه کيدل، او دارنګه د «الله تعالی له رحمت څخه نا هيلې کيدل» انسان د دین له لاری څخه کاږي، او د مسلمان لپاره حق لاره د دې دواړو تر منځ ده.
 
(96) ــ  وَلا يَخْرُجُ العَبْدُ مِنَ الإِيمانِ إِلاَّ بِجُحُودِ ما أَدْخَلَهُ فيهِ. 
(96) ــ  بنده له ايمان څخه نه وځي، مګر دا چې له هغه شي څخه انکار وکړي چې هغه يې په ايمان کې ننه ايستلی دی.
 
*(*)*
(97) ــ  وَالإِيمانُ هُوَ الإِقْرارُ بِاللِّسانِ وَالتَّصْديقُ بِالجَنانِ، 
(97) ــ  ايمان په ژبه باندې وينا او په زړه باندې منل او ريښتيا بلل دي.
 
(98) ــ  وَأَنَّ جَميعَ ما أَنْزَلَ اللَّهُ في القُرْآنِ، وَجَميعَ ما صَحَّ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مِنَ الشَّرْعِ وَالبَيانِ كُلُّهُ حَقٌّ. 
(98) ــ  مونږ پدې عقيده يو چې ټول هغه څه چې الله تعالی په قران کې نازل کړي دي او د هغه ټول شرعي احکام او تفسير چې له رسول الله څخه صحيح ثابت شوي دي حق دي.
 
(99) ــ  وَالايمان وَاحِدٌ وَ أهلُهُ فِی أصْلِه سَوَاء. وَ التَّفَاضِلُ بَينَهُمْ بِالتَّقوَی وَمُخَالَفَةِ الهَوَی وَمُلَازَمَةِ الاُولَی،
(99) ــ  ايمان يو دی، او د ايمان په حقيقت کې د ايمان اهل ټول سره برابر دي، او پر يو بل باندې لوړوالی يې په ځان ژغورنه (پرهیزګاری) او له نفساني غوښتنو څخه په مخالفت او په ديني مستحباتو باندې په پابندۍ سره کيدلای شي. 
 
(100) ــ  وَ المُؤْمِنونَ كُلُّهُمْ أَوْلِياءُ الرَّحْمنِ، وَأَكْرَمُهُمْ أَطْوَعُهُمْ وَ أَتْبَعُهُمْ لِلْقُرْآنِ. 
(100) ــ  ټول مؤمنان د رحمن خدای دوستان دي، او تر ټولو د ډېر کرامت لرونکی هغه مؤمن دی چې تر ټولو ډير د قرانکريم فرمانبردار او تابعدار وي.
 
(101) ــ  وَ الإِيمانُ: هُوَ الإِيمانُ باللَّهِ وَ مَلائِكَتِهِ وَكُتُبهِ وُ رُسُلِهِ وَ اليَوْمِ الآخِرِ، وَ البَعْثِ بَعْدَ المَوْتِ، وَ القَدَرِ خَيْرِهِ وَشَرِّهِ؛ وَحُلْوُهِ وَمُرُّهِ مِنَ اللَّهِ تَعالى.
(101) ــ  ايمان: په الله تعالی، ملائکو، د الله تعالی په کتابونو، د الله تعالی په رسولانو، په آخري ورځ، له مړينې څخه وروسته په ژوندي کيدلو باندې باور کول دي او پدې باندې ايمان لرل چې د خير او شر  اندازه، که خوږ دی او که تريخ دی ټول د الله تعالی له لوري دي.
 
(102) ــ  وَنَحْنُ مُؤْمِنونَ بذلِكَ كُلِّهِ، 
(102) ــ  او مونږ پدې ټولو ويل شوو ايمان لرو.
 
(103) ــ  وَلا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِنْ رُسُلِهِ، وَ نُصَدِّقُهُمْ كُلَّهُمْ عَلَى مَا جَاءُوا بِهِ.
(103) ــ  مونږ د هيڅ یو رسول تر منځ توپير نه کوو، او دوی ټول په راوړل شوو شیانو کې ريښتوني بولو.
 
(104) ــ  وَأَهْلُ الكَبائِرِ مِنْ أُمَّـةِ مُحَمَّدٍ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ في النَّـارِ لا يُخَـلَّدونَ إِذا مـاتـوا، وَهُمْ مُوَحِّدُونَ وَإِنْ لَمْ يَكونُوا تائِبينَ بَعْدَ أَنْ لَقُوا اللَّهَ عارِفينَ مُؤْمِنينَ، 
(104) ــ  او د محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم هغه امتيان چې په سترو ګناهونو اخته شوي دي، که له دنيا څخه په توحيد سره ولاړ شي، او له الله تعالی سره پداسې حالت کې مخامخ شي چې د الله پیژندونکي مؤمنان وي، د تل لپاره به په دوزخ کې پاتې نشي، که څه هم توبه يې کړې نه وي.
 
(105) ــ  وَهُمْ في مَشيئَتِهِ وَحُكْمِهِ إِنْ شاءَ غَفَرَ لَهُمْ، وَعَفا عَنْهُمْ بفَضْلِهِ، كَما قالَ تَعالى في كِتابهِ العَزيزِ+ إِنَّ اللَّهَ لاَ يَغْفِرُ أَنْ يُشْرَكَ بهِ وَيغْفِرُ مَا دُوْنَ ذلكَ لِمَنْ یَّشَآءُ. وَإِنْ شاءَ عَذَّبَهُمْ في النَّارِ بقَدْرِ جنايَتِهِمْ بعَدْلِهِ، ثُمَّ يُخْرِجُهُمْ مِنْها برَحْمَتِهِ وَ شَفاعَةِ الشَّافِعينَ مِنْ أَهْلِ طاعَتِهِ،ثُمَّ يَـبْعَثُهُمْ إِلى جَنَّـتِهِ، 
(105) ــ  او هغوی به د الله تعالی د مشيئت او حکم لاندې وي، که الله تعالی وغواړي هغوی ته به بښنه وکړي او په خپل فضل سره به له هغوی څخه تیر شي، لکه چې په خپل عزيز کتاب کې فرمايي: إِنَّ اللَّهَ لَا يَغْفِرُ أَنْ يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَنْ يَشَاءُ ... بیشکه الله نه کوي مغفرت (نه بښي) دا چه شریک ونیول شي له ده سره او مغفرت کوي (بښي) هغه ګناه چې ښکته وی له دې (شرک او کفر نه) هغه چا ته چی اراده وفرمایي (د مغفرت یې). سورة النساء (116).
او که الله تعالی وغواړي په خپل عدل سره هغوي ته به د خپلو ګناهونو په اندازه په دوزخ کې عذاب ورکړي، او وروسته به يې په خپل رحمت سره او يا د طاعت کوونکو سپارښتيانو په  شفاعت سره له دوزخ څخه بهر کړي، او بيا به يې جنت ته ولیږي.
 
(106) ــ  وَ ذلِكَ بأَنَّ اللَّهَ مَوْلى أَهْلِ مَعْرِفِتِهِ، وَلَمْ يَجْعَلْهُمْ في الدَّارَيْنِ كَأَهْل نُكْرَتِهِ، الَّذينَ خابُوا مِنْ هِدايَتِهِ، وَلَمْ يَنالُوا مِنْ وِلايَتِهِ. 
اللَّهُمَّ يا وَلِيَّ الإِسْلامِ وَأَهْلِهِ مَسِّكْنا بالإِسْلامِ حَتَّى نَلْقاكَ بهِ.          
(106) ــ  ځکه الله تعالی له هغه کسانو سره مل دی چې الله پیژني، نو هغوی به د هغو منکرينو په شان نکړي چې له هدايت څخه يې بې برخې کړي او د هغه قرب او دوستي يې لاسته نده راوړې. 
اې الله اې د اسلام او د اسلام د اهل دوست او کار جوړونکيه! مونږ تر هغه په اسلام ټينګ وساته چې له تا سره مخامخ شو.
 
*(*)*
(107) ــ  وَ نَرَي الصَّلاةَ خَلفَ کُلِّ بَرٍّ وَ فَاجِرٍ مِن أهلِ القِبلةِ، و نُصَلِّی عَلَي مَن مَاتَ منهم.
(107) ــ  مونږ د قبلې له اهل څخه د هر نيک عمله او بد عمله انسان پسې لمونځ کول جايز بولو ، او لدې کسانو څخه چې هر څوک ومري د جنازې لمونځ ور باندې کوو.
 
(108) ــ  ولا نُـنزِّلُ أحداً مِنهُم جَـنَّـةً ولا نـاراً، ولا نَشهَدُ عَلَيهِم بِکُـفـرٍ ولا شِرکٍ وَلا نِفَاقٍ مَا لَم يَظهَر مِنهُم مِن ذَلِکَ شَیءٌ، و نذر سَرَائِرَهُم إلَی الله تَعالَی. 
(108) ــ  مونږ له هغوی څخه هيڅ يوه ته هم [له خپله لوري] دوزخي يا جنتي نه وايو، او د هيڅ يوه په شرک او کفر او نفاق حکم نه کوو، تر هغه پورې چې لدوی څخه د دې شیانو نه یو څرګند نشي، او د هغوی باطني امور الله تعالی ته سپارو.
 
(109) ــ  وَلا نَریَ السَّيْفَ عَلَی أحَدٍ مِنْ اُمَّةِ مُحمّدٍ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إلّا مَنْ وَجَبَ عَلَيْهِ السَّيْف، 
(109) ــ  مونږ د محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم په هيڅ امتي باندې د تورې ايستل او د هغوی وينه تويول جايز نه بولو، مګر هغه وينه چې اسلام يې تويول واجب کړي وي. 
 
(110) ــ  ولا نَریَ الخُرُوجَ عَلَی اَئمَّـتِـنَا وَ وُلاةِ اُمُورِنا وَاِنْ جَارُوْا، وَلا نَدْعُو عَلَی أحَدٍ مِّنْهُمْ، وَلا نَنْزعُ يَداً مِنْ طاعَتِهِمْ وَ نَریَ طاعَتَهُمْ مِنْ طاعَةِ اللهِ عزَّوَجَلَّ فَرِيْضَةً مَا لَمْ يامُرُوا بِمَعْصِيَةٍ وَ نَدْعُو لهم بِالصَّلاحِ وَالمعافاةِ.
(110) ــ  مونږ د خپلو اميرانو او حاکمانو پرخلاف که څه هم ظالمان وي پاڅون کول جايز نه بولو، او هيڅ يوه ته يې ښیرې نه کوو، او د هغوي اطاعت په ځان واجب او د الله تعالی اطاعت بولو، او هغوی ته د خير اوصلاح دعاګانې کوو، خو تر هغه پورې چې مونژ ته یې په ګناه کولو امر نوي کړی.
 
*(*)*
(111) ــ  وَ نَتَّبعُ السُّنَّةَ وَ الجَماعَةَ، وَنَجْتَنِبُ الشُّذوذ َ وَالخِلاف وَالفُرْقَةَ، 
(111) ــ  مونږ د سنت او جماعت  متابعت کوو، او له شاذو نظرياتو څخه او د مسلمانانو له سواد اعظم (ستر او عظیم جماعت) سره مخالفت نه کوو، او له بیلتون او بې اتفاقۍ اچونې څخه ډډه کوو. 
 
(112) ــ  وَنُحِبُّ أَهْلَ العَدْلِ وَالأَمانَةِ، وَنُبْغِضُ أَهْلَ الجَوْرِ وَالخِيانَةِ. 
(112) ــ  د عدل او امانت اهل زمونږ خوښ دي، او د ظلم او خيانت له اهل سره کينه کوو. 
 
*(*)*
(113) ــ  وَ نَقُوْلُ: اللهُ أعلمُ فِيما اشْتبه علينا عِلمُهُ، 
(113) ــ  او د کوم شي په پوهيدلو کې چې زمونږ علم مشتبه (مشکوک) شي وايو چې: والله اعلم.
 
*(*)*
(114) ــ  وَ نَرى المَسْحَ عَلَى الخُفَّيْنِ في السَّفَرِ وَالحَضَرِ، كَما جاءَ في الأَثَرِ.
(114) ــ  مونږ پدې معتقد يو چې په سفر او حضر کې په چرمي موزو باندې مسحه کول څرنګه چې په احاديثو کې ثابته ده صحيح او جايز دي.
 
(115) ــ  وَالحَجُّ وَالجهادُ فَرْضانِ ماضِيانِ مَعَ أُوْلي الأَمْرِ مِنْ أَئِمَّةِ المُسْلِمينَ، بَرِّهِمْ وَفاجرِهِمْ إلَی یَومِ القِیَامَةِ، لا يُبْطِلُهُما شَيْءٌ، وَلا يَنْقُضُهُما.
(115) ــ  حج او جهاد دوه هغه فريضې دي چې د مسلمانو اميرانو تر قيادت لاندې که هغوی ښه خلک وي او که بد خلک د قيامت تر ورځې پورې به تلپاتې وي، هيڅ شئ هم هغه له منځه نشي وړی، او نه هغه لغوه کولای شي.
 
(116) ــ  وَنُؤْمِنُ بالكِرامِ الكاتِبينَ، وَأَنَّ اللَّهَ قَدْ جَعَلَهُمْ عَلَینَاحافِظينَ، 
(116) ــ  مونږ د کرام الکاتبين پر ملائکو باندې ايمان لرو او پدې هم ايمان لرو چې الله تعالی هغه زمونږ د ساتنې لپاره مقررې کړې دي.
 
(117) ــ  وَ نُؤْمِنُ بمَلَكَ المَوْتِ المُوَكَّلِ بقَبْضِ أَرْواحِ العالَمينَ. 
(117) ــ  مونږ د مرګ په ملکې (ملک الموت)باندې داسې ايمان لرو چې الله تعالی هغه د نړيوالو د روح د اخيستنې لپاره مقررې کړي دی.
 
(118) ــ  وَبعذابِ القَبْرِ لِمَنْ كانَ لَهُ أَهْلاً. 
(118) ــ  مونږ پدې ايمان لرو چې د عذاب وړ بنده ته به په قبر کې عذاب ورکول کيږي.
 
(119) ــ  وَ بسُؤالِ مُنْكَرٍ وَ نَكيرٍ لِلمَيِّتِ في قَبْرِهِ، عَنْ رَبِّهِ وَ دينِهِ وَ نَبيِّهِ، عَلى ما جاءَتْ بهِ الأَخْبارُ عَنْ رَسولِ رَبِّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَ عَنِ الصَّحابَةِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ أَجْمَعينَ.
(119) ــ  مونږ پدې ايمان لرو چې «نکير» او «منکر» به په قبر کې له مړي څخه د هغه د رب، دين او نبي په هکله پوښتنه کوي، څرنګه چې په اخبارو کې له رسول الله صلی الله عليه وسلم او اصحاب کرامو رضي الله عنهم اجمعين څخه راغلي دي.
 
(120) ــ  وَ القَبْرُ رَوْضَةٌ مِنْ رِياضِ الجَنَّةِ أَوْ حُفْرَةٌ مِنْ حُفَرِ النَّارِ.
(120) ــ  قبر يا د جنت له باغچو څخه يوه باغچه ده، او يا هم د دوزخ له کندو څخه يوه کنده ده.
 
(121) ــ  وَ نُؤْمِنُ بالبَعْثِ وَ بجزاءِ الأَعْمالِ يَوْمَ القِيامَةِ، وَ العَرْضِ وَ الحِسابِ، وَقِراءَةِ الكِتابِ،وَ الثَّوابِ وَ العِقابِ، وَ الصّـِراطِ، 
(121) ــ  مونږ له مړينې څخه وروسته په بيا را ژوندي کيدلو او د قيامت په ورځ د الله په وړاندې د اعمالو پر وړاندې کیدلو او د عملنامې په ویلو سره، د اعمالو په جزا، د دنيايي ژوند په حساب، او  د صراط په پله باندې ايمان لرو.
 
(122) ــ  وَالميزانِ،يُوزَنُ بهِ أَعْمالُ المُؤْمِنينَ مِنْ الخَيْرِ وَالشَّـرِّ وَ الطَّاعَةِ وَ المَعْصِيَةِ.
(122) ــ  او په تلۍ (میزان) هم ايمان لرو، چې په هغه باندې د مؤمنانو خير، شر، طاعت او معصيت تلل کيږي.
 
(123) ــ  وَ الجَنَّةُ وَ النَّارُ مَخْلوقَتانِ لا يَفْنَيانِ، وَلايَبيدانِ،
(123) ــ  جنت او اور يعنې دوزخ دوه داسې مخلوق دي چې نه فنا کيږي او نه له منځه ځي.
 
(124) ــ  وَإِنَّ اللَّهَ تَعالى خَلَقَ الجَنَّةَ وَ النَّارَ، قَبلَ الخَلقِ، وَ خَلَقَ لَهُما أَهْلاً، فَمَنْ شاءَ إِلى الجَنَّةِ أَدْخَلَهُ فَضْلاً مِنْهُ، وَ مَنْ شاءَ مِنْهُمْ إِلى النَّارِ أَدْخَلَهُ عَدْلاً مِنْهُ.
(124) ــ  الله تعالی جنت او اور (دوزخ) د مخلوقاتو له پيدايښت څخه وړاندې پيدا کړي ؤ او بیا هر يوه ته يې اهل پيدا کړل، نو الله تعالی له خپلې غوښتنې سره سم څوک په خپل سره فضل جنت ته داخلوي او څوک په خپل عدل سره دوزخ ته داخلوي. 
 
(125) ــ  وَكُلٌّ يَعْمَلُ لِما قَدْ فُرِغَ مِنْهُ، وَصائِرٌ إِلى ما خُلِقَ لَهُ.
(125) ــ  هر څوک هغه عمل کوي کوم چې ورته مقدر شوی دی، او کوم ځای ته روان دی چی ورته پیدا کړل شوی دی.
 
(126) ــ  وَالخَيْرُ وَالشَّرُ مُقَدَّرانِ عَلى العِبادِ،
(126) ــ  خير او شر په بندګانو باندې ټاکل شوي او مقدر شوي دي.
 
(127) ــ  وَالاسْتِطاعَةُ الَّتي يَجبُ بها الفِعْلُ مِنْ نَحْوِ التَّوْفيقِ الَّذي لا يَجُوزُ أَنْ يُوْصَفَ المَخْلوقُ بها تَكونُ مَعَ الفِعْلِ، وَأَمَّا الاسْتِطاعَةُ مِنَ الصِّحْةِ وَالْوُسْعِ وَالتَّمَكُّنِ، وَسلامَةِ الآلاتِ فَهِيَ قَبْلَ الفِعْلِ، وَبها يَتَعَلَّقُ الخِطابُ، وَهُوَ كَما قالَ اللَّهُ تَعالى: لاَ يُكَلِّفُ الْلَّهُ نفْسَاً إِلاَّ وُسْعَهَا.
(127) ــ  په کوم استطاعت سره چې فعل منځ ته راځي د هغه الهي توفيق په څیر دی چې په هغه باندې د مخلوق موصوف کيدل جايز ندي، هغه استطاعت له فعل سره په يوه وخت کې وي، او کوم استطاعت چې د روغتيا، وړتيا، توانايي، او د اسبابو سلامتي ده نو هغه له فعل څخه ړومبی وي، چې شرعې احکام په همدې استطاعت پورې اړوند دي، لکه چې الله تعالی فرمايلي: لَا يُكَلِّفُ اللَّهُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا .... نه کوي تکلیف الله پر هیڅ نفس باندې مګر په اندازې د طاقت دده. البقرة (286). 
 
(128) ــ  وَأَفْعالُ العِبادِ هِيَ بخَلْقِ اللَّهِ تَعالى وَ كَسْبٍ مِنَ العباد.
(128) ــ  د بندګانو اعمال د الله تعالی په پيدايښت او د بنده ګانو په لاسته راوړنې سره وي. 
 
(129) ــ  ولم يُكلِّفهم الله تعالى إلا ما يطيقون، ولايطيقون إلا ما كلَّفهم. وَ هُوَ حَاصِلُ تَفْسِيرِ لا حَوْلَ وَلا قُوَّةَ إلّا بِالله.
(129) ــ  الله تعالی خپل بندګان ندي مکلف کړی مګر په هغه شي باندې چې کولای يې شي، او بندګان يواځې د هم هغه شي توان لري چې الله تعالی پرې مکلف کړی دي ، چې همدا د «لا حول ولا قوة الا بالله» د معنی حاصل دی، يعنې د الله (ج) د غوښتنې پرته هيڅ توان مندي او هيڅ قوت نشته.
 
(130) ــ  نَقُوْلُ: لا حيلة لأحدٍ، وَلا حَرَكَةَ لأحدٍ، وَلَاتَحَوَّلَ لِأحَدٍ عَنْ مَعْصِيَةِ الله، إلّا بمعُونَةِ الله، وَلا قُوَّةَ لأحدٍ عَلَى إقامَةِ طاعَةِ اللهِ وَالثّباتِ عَلَيها إلّا بِتَوْفِيْقِ الله. 
(130) ــ  هيڅ څوک کومه چاره نشي لرلی، او هيڅ څوک خوځيدلای نشي، او هيڅ څوک هم د الله له معصيت څخه ځان ژغورلی نشي، مګر د الله تعالی له مرستې سره. او هيڅ څوک د الله تعالی د اطاعت توان نشي لرلی، او په هغه باندې د ټينګيدلو توان نشي لرلی مګر خو د الله تعالی په توفيق سره.
 
(131) ــ  وَكُلُّ شَيْءٍ يَجْري بمَشيئَةِ اللَّهِ عَزَّوَجَلَّ وَ عِلْمِهِ وَ قَضائِهِ وَ قَدَرَهِ. 
(131) ــ  ټول شیان د الله تعالی په غوښتنه، علم، قضاء او قدر باندې خوځيږي.
 
(132) ــ  غَلَبَتْ مَشيئَتُهُ المَشيئاتِ كُلَّها، وَغَلَبَ قَضاؤُهُ الحِيَلَ كُلَّها، 
(132) ــ  د هغه غوښتنه په ټولو غوښتنو او حکم يې په ټولو احکامو باندې غالبه ده.
 
(133) ــ  يَفْعَلُ ما شاءَ وَ هُوَ غَيْرُ ظالِمٍ أَبَداً. 
(133) ــ  هغه چې څه وغواړي کولای شي، او هيڅ کله هم تیری کوونکی ندی.
 
(134) ــ  تَقَدَّسَ عَنْ كُلِّ سُوءٍ وَ حَیْنٍ، وَتَنَزَّهَ عَنْ كُلِّ عَيْبٍ وَشَيْنٍ، لاَ يُسْأَلُ عَمَّا يَفْعَلُ وَهُمْ يُسْأَلُوْنَ.
(134) ــ  هغه له هرې بدۍ او ناوړتيا څخه پاک دی، او له هر عيب او نقص څخه مُنزَّه دی. الله تعالی فرمايي: لَا يُسْأَلُ عَمَّا يَفْعَلُ وَهُمْ يُسْأَلُونَ. نه پوښتیدلی کیږي (الله) له هغو شیانو چه کوی یې (ځکه چه الوهیت یوازې دده صفت دی.او دوی پوښتیدلي کیږي(ددوی له افعالو، احوالو او اقوالو ځکه چې دوی مخلوق او مملوک دي). سورة الانبياء (23).
 
*(*)*
(135) ــ  وَفي دُعاءِ الأَحْياءِ للأَمْواتِ وَ صَدَقَتَهِمْ مَنْفَعَةٌ لِلأَمْواتِ. 
(135) ــ  مړو ته د ژوندو په دعاء ګانو او خيراتونو کې ګټه شته.
 
(136) ــ  وَاللَّهُ تَعالى يَسْتَجيبُ الدَّعَواتِ، وَيَقْضـي الحاجاتِ،
(136) ــ  الله تعالی دعاګانې قبلوي او اړتياوې بشپړوي.
 
(137) ــ  وَيَمْلِكُ كُلَّ شَيْءٍ، وَلايَمْلِكُهُ شَيْءٌ،
(137) ــ  هغه د ټولو شيانو خاوند دی، خو هيڅ شئ د هغه مالک نشي کيدلای.
 
(138) ــ  وَلا يُسْتَغْنى عَنِ اللَّهِ تَعالى طَرْفَةَ عَيْنٍ، وَمَنِ اسْتَغْنَى عَنِ اللَّهِ طَرْفَةَ عَيْنٍ فَقَدْ كَفَرَ، وَصارَ مِنْ أَهْلِ الخُسْرانِ.
(138) ــ  د سترګو د يوه رپ په اندازه هم له الله تعالی څخه مستغني (بی نیازه) کيدلای نشو، او چا چې ځان له الله تعالی څخه د سترګو د يوه رپ په اندازه موده کې ځان مستغني (بی نیازه) وباله نو په تحقيق سره کافراو تاواني شوی دی.
 
*(*)*
(139) ــ  وَإِنَّ اللَّهَ تَعالى يَغْضَبُ وَيَرْضَى لا كَأَحَدٍ مِنَ الوَرَى.
(139) ــ  الله تعالی هم په غوسه کيږي او هم راضي کيږي، خو دده دا غوسه کول او راضي کيدل د هيڅ یو مخلوق په شان نه دي.
 
*(*)*
(140) ــ  وَنُحِبُ أَصْحابَ النَّبيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَلا نُفَرِّطُ في حُبِ أَحَدٍ مِنْهُمْ، وَلا نَتَبَرَّأُ مِنْ أَحَدٍ مِنْهُم. وَنُبْغِضُ مَنْ يُبْغِضُهُمْ، وَ بغَيْرِ الْحَقِ لا نَذكُرُهُمْ؛ وَ نَرى حُبَّهُمْ ديناً وَإِيماناً وَإِحْساناً، وَ بُغْضَهُمْ كُفْراً وَ شِقاقاً وَ نِفاقاً وَ طُغْياناً.
(140) ــ  مونږ د نبي صلی الله عليه وسلم له يارانو سره مينه لرو، خو د هيڅ يوه په مينه کې افراط نه کوو، او له هيڅ يوه څخه يې بیزاري نه کوو، او هر څوک چې له هغوی سره کينه وکړي مونږ له هغه سره کينه ساتو، او مونږ دوی ټول په ښې يادونې سره يادوو، مونږ له هغوی سره مينه کول دين، ايمان، او احسان بولو، او له هغوی سره کينه کول کفر، بد بختي، نفاق او سرکښي بولو.
 
(141) ــ  وَ نُثْبتُ الخِلافَةَ بَعْدَ النَّبيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَوَّلاً لأَبي بَكْرٍ الصِّدِّيقِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، تَفْضيلاً وَ تَقْديماً عَلَى جَميعِ الأُمَّةِ، ثُمَّ لِعُمَرَ بْنِ الخَطَّابِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، ثُمَّ لِعُثْمانَ بْنِ عَفَّانَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، ثُمَّ لِعَلِيٍّ بْنِ أَبي طالِبٍ رِضْوانُ اللَّهِ عَلَيْهِمْ أَجْمَعينَ. وَهُمُ الخُلَفاءُ الرَّاشِدونَ، وَالأَئِمَّةُ المَهْدِيُّونَ، الَّذينَ قَضَوْا بالحَقِّ وَكانُوا بهِ يَعْدِلونَ.
(141) ــ  مونږ له نبي کريم صلی الله عليه وسلم څخه وروسته لدې امله چې ابوبکر رضي الله عنه له ټول امت څخه غوره دی خلافت د هغه حق بولو، او له هغه څخه وروسته خلافت د عمر رضي الله تعالی عنه او له هغه څخه وروسته د عثمان رضي الله تعالی عنه او له هغه څخه وروسته د علي رضي الله تعالی عنه حق بولو.
دا لویان ټول راشدين امامان او هدايت موندونکي امامان وو چې په حق او ريښتيا توګه يې حکومت کړی او په همدې حق او ريښتينولۍ سره يې ټینګ عدالت کړی دی.
 
(142) ــ  وَإِنَّ العَشَـرَةَ الَّذينَ سَمَّاهُمْ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، نَشْهَدُ لَهُمْ بالجَنَّةِ كَما شَهِدَ لَهُمْ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ. وَقَوْلُهُ الحَقِّ، وَهُمْ: أَبوبَكْرٍ وَ عُمَرُ وَ عُثْمانُ وَ عَلِيٌ وَ طَلْحَةُ وَ الزُّبَيْرُ وَ سَعْدٌ وَ سَعيدٌ وَ عَبْدُ الرَّحْمنِ بْنُ عَوْفٍ وَ أَبوعُبَيْدَةَ بْنُ الجَرَّاحِ، وَ هُوَ أَمينُ هذِهِ الأُمَّةِ، رِضْوانُ اللَّهِ عَلَيْهِمْ أَجْمَعينَ. 
(142) ــ  او هغه لس کسان چې رسول الله صلی الله عليه وسلم نومولي دي چې دا جنتيان دي او دوی ته یی د جنت ګواهی او زیری ورکړی، مونږ هم شاهدي وايو چې هغوی په جنت کې دي، ځکه چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم وينا ريښتونې ده، چې نومونه يې په لاندې توګه بيانيږي: 
۱ ــ ابو بکر الصديق رضي الله عنه.
۲ ـــ عمر رضي الله عنه.
۳ ـــ عثمان رضي الله عنه.
۴ ـــ علي رضي الله عنه.
۵ ـــ طلحه رضي الله عنه.
۶ ـــ زبير رضي الله عنه.
۷ ـــ سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه.
۸ ـــ سعيد بن زيد رضي الله عنه.
۹ ــ عبد الرحمن بن عوف رضي الله عنه.
۱۰ـــ  ابو عبيدة بن جراح رضي الله عنه چې د دې امت د امين لقب ورکړل شوی دی.
 
(143) ــ  وَمَنْ أَحْسَنَ القَوْلَ في أَصْحابِ النَّبيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَ أِزْوَاجهِ الطَّاهِرَاتِ مِنْ کُلِّ دَنَسٍ، وَ ذرِّيَّاتِهِ المُقَدَّسِینَ مِنْ کُلِّ رِجْسٍ، فَقَدْ بَرِئَ مِنَ النِّفاقِ. 
(143) ــ  هر څوک چې پيغمبر صلی الله عليه وسلم، د هغه یاران او د هغه سپیڅلې میرمنې او اولادونه له نيکې څخه پرته ياد کړي له نفاق څخه خالي ندی.
 
*(*)*
(144) ــ  وَ عُلَماءُ السَّلَفِ مِنَ الصَّحابَـةِ وَ التَّابِعِينَ وَ مَنْ بَعْدَهُمْ مِنْ أَهْلِ «الخَيْرِ» وَ«الأَثَرِ»، وَ أَهْلِ «الفِقْهِ» وَ«النَّظَرِ»، لا يُذكَـرُونَ إِلاَّ بالجَميلِ، وَ مَنْ ذكَـرَهُمْ بِسُوْءٍ فَهُوَ عَلَى غَيْرِ السَّبِيْلِ.
(144) ــ  اصحاب کرام، تابعين او تبع تابعين، او لدوی څخه وروسته تیر شوي اهل عرفان، محدثين، مجتهدين فقهاء، او د اصول دين علماء له نيکۍ څخه پرته نه یادیږي، او هر چا چې په بدۍ ياد کړل د مسلمانانو له ليارې څخه وتلی دی او پر خطا باندی روان دی.  
 
(145) ــ  وَلا نُفَضِّلُ أَحَداً مِنَ الأَوْلِياءِ عَلى أَحَدٍ مِنَ الأَنْبـِيـاءِ. وَ نَقولُ :نَبيٌّ واحِدٌ أَفْضَلُ مِنْ جَميعِ الأَوْلِـيـاءِ، 
(145) ــ  مونږ هيڅ ولي له هيڅ پیغمبر څخه غوره نه بولو، او وايو چې يو نبي له ټولو اولياو څخه غوره دی.
 
(146) ــ  وَ نُؤْمِنُ بما جاءَ مِنْ كَرَامَاتِهِمْ، وَصَحَّ عَنِ الثِّقاتِ مِنْ رِوايَاتِهِمْ.
(146) ــ  مونږ د اولياؤ په کومو کرامتونو چې په ثقه روايتونو سره مونږ ته رسيدلي دي ايمان لرو.
 
*(*)*
(147) ــ  وَ نُؤْمِنُ بأَشْراطِ السَّاعَةِ مِنْها: خُروجُ الدَّجَّالِ، وَ نُزُولُ عِيسَى عَلَيْهِ السَّلامُ مِنَ السَّماءِ، وَ بطُلوعِ الشَّمْسِ مِنْ مَغْرِبها، وَ خُروجِ دَابَّةِ الأَرْضِ مِنْ مَوْضِعِها. 
(147) ــ  مونږ د قيامت په علامو ايمان لرو، چې له هغو علامو څخه د دجال وتل، له آسمان څخه د عیسی علیه السلام ښکته کیدل، له لويديځ څخه د لمر ختل، او د (دَابَّةُ الأرض) له خپله ځایه څخه وتل دي.
 
(148) ــ  وَلا نُصَدِّقُ كاهِناً وَلا عَرَّافاً، 
(148) ــ  مونږ د هيڅ غيب ويونکي او وړاند ويونکي خبرې ريښتونې نه بولو.
 
(149) ــ  وَلا مَنْ يَدَّعي شَيْئاً بخِلافِ الكِتابِ وَ السُّنَّةِ وَ إِجْماعِ الأُمَّةِ.
(149) ــ  او د هغه کس خبره هم نه منو چې د قرآنکريم، سنت، او د امت د اجماع پر خلاف ادعاء وکړي. 
 
(150) ــ  وَ نَرى الجَماعَةَ حَقَّاً وَ صَواباً، وَ الفُرْقَةَ زَيْغاً وَ عَذاباً،   
(150) ــ  مونږ پدې عقيده لرو چې د مسلمانانو ستر او عظیم جماعت (سواد اعظم)  په حقه او صواب دی، او پدې عقيده لرو چې له سواد اعظم (د مسلمانانو ستر او عظیم جماعت) څخه جلا کيدل لاره ورکول او عذاب دی.
 
*(*)*
(151) ــ  وَ دِينُ اللَّهِ فِي السَّـماءِ وَ الأَرْضِ واحِـدٌ، وَ هُوَ دِينُ الإِسْـلامِ، كَما قـالَ اللَّه تَعالى: إِنَّ الدِّينَ عِنْدَ الْلَّهِ الإِسْلامُ. وَقالَ تَعالى: وَ مَنْ يبْتغِ غَيْرَ الإِسْلامِ دِينَاً فَلَنْ يقْبَلَ مِنْهُ. وَقالَ تَعالى: وَرَضِيْتُ لكُمُ الإِسْلامَ دِينَاً. 
(151) ــ  په ټولو آسمانونو او ځمکه کې د الله دين يو دين دی چې هغه اسلام دی، څرنګه چې الله تعالی فرمايلي دي: إِنَّ الدْينَ عِنْدَ اللَّهِ الْإِسْلَام، بیشکه دین (چی په ادیانو کښې غوره دی) په نزد د الله دین د اسلام (یعنی محمدی شریعت) دی. (آل عمران: 19) او هدارنګه فرمايي: وَمَنْ يَبْتَغِ غَيْرَ الْإِسْلَامِ دِينًا فَلَنْ يُقْبَلَ مِنْهُ. او هر څوک چه وغواړي غیر له اسلامه (چه توحید او د الله احکامو ته انقیاد دی) بل دین نو له سره به ونه مانه شي له ده نه.(آل عمران: 85) او همدارنګه فرمايي: وَرَضِيتُ لَكُمُ الْإِسْلَامَ دِينًا. او غوره کړ ما تاسې ته اسلام له جهت د دین (ډیر پاکیزه په ټولو ادیانو کښی) (مائده: 3).
 
(152) ــ  وَ هُوَ بَيْنَ الغُلُوِّ وَالتَّقْصيرِ، 
(152) ــ  اسلام د غُلُو او تفريط تر منځ دی.
 
(153) ــ  وَ بَيْنَ التَّشْبيهِ وَالتَّعْطيلِ، 
(153) ــ  او د تشبيه او تعطيل تر منځ دی. 
 
(154) ــ  وَ بَيْنَ الجَبْرِ وَ القَدَرِ، 
(154) ــ  او د جبر او قدر تر منځ دی. 
 
(155) ــ  وَ بَيْنَ الأَمْنِ وَ اليَأْسِ. 
(155) ــ  او د ډاډ (امن) او ناهيلیتوب (نا امیدی) تر منځ دی. 
 
*(*)*
(156) ــ  فَهذا دِينُنا وَاعْتِقادُنا، ظاهِراً وَ باطِناً. وَ نَحْنُ نَبْرَأُ إِلى اللَّهِ تَعالى مِمَّنْ خالَفَ الَّذي ذكَرْناهُ، وَبَيَّناهُ، 
(156) ــ  نو دغه ټولګه (مجموعه) په ظاهر او په باطن کې زمونږ دين او اعتقاد دی، او د الله تعالی په حضور کې مونږ له هغو کسانو څخه چې له يادو شوو او بيان شوو څيزونو سره مخالفت لري بې زاره يو.
 
(157) ــ  وَنَسْأَلُ اللَّهَ تَعالى أَنْ يُثَبِّتَنا عَلَيْهِ وَ يَخْتِمَ لَنابهِ، وَ يَعْصِمَنا مِنَ الأَهْواءِ المُخْتَلِطَةِ وَ الآراءِ المُتَفَرِّقَةِ، وَ المَذاهِبِ الرَّدِيَّةِ، كَالمُشَبِّهَةِ وَ الجَهْمِيَّةِ وَ الجَبْرِيَّةِ وَ القَدَرِيَّةِ وَ غَيْرِهِمْ مِمَّنْ خالَفَ السُّنَّةَ وَ الجَماعَةَ، وَ اتَّبَعَ البدْعَةَ وَ الضَّلالَةَ، وَ نَحْنُ مِنْهُمْ بَراءٌ، وَهُمْ عِنْدَنا ضُلاَّلٌ وَ أَرْدِياءُ. وَ اللَّهُ أَعْلَمُ بالصَّوابِ، وَ إِلَيْهِ المَرْجعُ وَ المَآبُ.
(157) ــ  او له الله تعالی څخه غواړو چې مونږ پدې عقيدی کلک ولري، او زمونږ ژوند په همدې عقيدې سره پای ته ورسوي، او مونږ له باطل سره ګډ شوو خواهشاتو او خورو ورو نظرياتو څخه، او له هلاک کوونکو مذاهبو څخه لکه مُشَبّهَه، جهميه، جبريه، قدريه او داسی نورو څخه چې له اهل السنت والجماعت سره يې مخالفت کړی دی، او د بدعت او ګمراهۍ لاره يې غوره کړې ده په خپل امن او پناه کې وساتي، مونږ له هغو ټولو څخه بيزاره يو، او هغوی زمونږ په نزد لار ورکي او هلاک کيدونکي دي. الله تعالی په صواب باندې تر ټولو ښه پوهيږي او په وروستي پړاو کې هغه ته ورتلونکي يو.
*(*)*
(تم بحمد الله)
 
www.Taleemulislam-Radio.com
 

سرته