څانګه: فقها امامان مجتهدين (رحمهم الله) نيټه: June 1, 2015
       
څنګه مؤمن؟

                                                  څنګه مؤمن ؟

لیکوال : نثار احمد صمد
 
یو سړی د امام ابو حنیفه رحمة الله علیه حضور ته راغلي او د څو پوښتنو اجازه یې وغوښته امام صاحب په مینه اجازه ورکړه هغه کس خپلي پوښتني داسي مطرح کړې :

لومړی: تاسی د هغه شخص په باره کي څه وایاست چي بېله لیدلو شاهدي ورکوي ؟
 دوهم: چي د یهودو او عیسویانو خبره مني ؟ 
دریم: چي د الله جل جلاله د رحمت څخه لیري تښتي؟
 څلورم: چي بېله حلالولو ( ذبح کولو ) یې خوري ؟
 پنځم: کوم شي ته چي یې الله جل جلاله وربولي په باک یې نه راوړي ؟
 شپږم: چي د کوم شي څخه یې الله جل جلاله بیروي په باک یې نه راوړي؟
 اووم: چي فتنې یې خوښي وی ( پر ګراني وي ) ؟

امام ابو حنیفه رحمة الله علیه ورته وفرمایل چي دغسي شخص مؤمن دی! هغه سړي وویل چی دا څنګه امکان لري؟ 

امام صاحب وفرمایل چي ستا د کنایو ځوابونه داسي دي:

 ګوره تا وویل چي بېله لیدلو شاهدي ورکوي دا خو مؤمن دی چي د الله د لیدلو څخه پرته پر هغه شاهدي ورکوي  تا وویل چي د یهودو او نصاراوو خبره مني په قرآن کریم کي داسي راغلي دي: یهود وایي چي عیسویان پر حق نه دي او عیسویان وایي چي یهود پر حق نه دي. نو مؤمن دا دواړي خبري مني

 تا وویل چي د الله له رحمته لیري تښتي ګوره ، باران د الله رحمت دی او د باران څخه هر بنده لیري کیږي تر څو کالي یې لانده نه سي.
 
تا وویل چي بېله ذبح کولو یې خوري ، دا خو ماهیان دي چی هر بنده یې بېله حلالولو څخه په مزه مزه خوري.
 
تا وویل چي کوم شي ته چي الله رابللی وي هغه ته زړه نه ښه کوي ، نو دا خو جنت دی چي الله وربللی وي مګر د هغه ( مؤمن ) د حق مشاهده دومره مطلوبه وي چي د حقیقي محبوب څخه نظر نه اړوي او جنت ته یې سترګي نه وي نیولي.
 
تا وویل چی له کوم شي څخه چي الله بیرولی وي د هغه څخه نه بیریږي ، نو دا خو دوږخ دی چی د ده سره د خپل حقیقي محبوب د نارضاګۍ دومره فکر وي چی په جهنم کي د سوځېدلو پروا نه کوي (بلکي د الله عزوجل د ناراضګۍ څخه بیریږي).
 
تا وویل چي فتنه پر ګرانه وي ، نو دا خو اولاد دی چي په قرآن کي فتنه بلل سوې ده او اولاد پر هر مؤمن ډیر ګران دی.
 
 پوښتونکي د امام صاحب دې ځوابو ته حیران تللي وو او د ده علم ته تسلیم سو.
 
منبع : د لیکوال اثر ( اخلاقی کنایې ، دوهم جلد ، ناچاپه)
                                             
 --------------
زیاتونه: ددې واقعې څخه دا درس لاس ته راځي چي د امکان تر حده باید کوښښ وسي چي د یوه مسلمان د مبهمي خبري داسي تاویل او تفسیر وسي چي هغه مسلمان يې خوښوي. د هغه مبهمه خبره باید داسي تعبیر نسي چي د هغه د مراد خلاف وي. (مصحح)