تازه سرليکونه
د (مقارنة الاديان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د عيسايانو خپلمنځي اختلافات
  تعلیم الاسلام
  December 6, 2015
  0
بسم الله الرحمن الرحيم 
 
نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد:
 
ليکوال: مولوي عصمت الله عزام 
 
عيسايت د تثليث غوندي د عقل او نقل د خلاف مسائلو د شتون له امله د زوال پر لور روان دی، په اوسني دور کي تعليم لرونکي خلگ ډېر کم مذهبي دي، کليساوي هم خالي دي،عام خلگ ئې هم د عيسائيت په مذهبي خبرو يقين نه لري، حکومتونه ئې هم د سيکولر نظام تر سيوري لاندي چلېږي، کليسا پکي هيڅ دخل نه لري او تر ډېره حده د پاپ او کليسا رول په ټولنه کي له منځه تللی او د تلو په حال کي دی.
 
که له يوې خواعيسائيت په اوسنۍ زمانه کي خپل ديني اغيز له لاسه ورکړی له بلي خوا د عيسايانو ترمنځ ډېر زيات اختلافات شتون لري، د خدای په هکله، د خپل پېغمبر په هکله او د دين په هکله دا ځکه چي د دوی دين گډوډ شوی او اصلي دين ئې له منځه تللی دی.
 
علامه ابن قيم جوزي رحمه الله د نصرانيانو ترمنځ د اختلافاتو په هکله ليکي:
فلو سألت أهل البيت الواحد عن دينهم ومعتقدهم في ربهم ونبيهم ، لأجابك الرجل بجواب وامرأته بجواب وابنه بجواب والخادم بجواب. (إغاثة اللهفان ص:۲۸۱ج:۲)
 
يعني که ته له يوې کورنۍ څخه ددوی د دين اوعقيدې په هکله وپوښتې چي دوی ئې د خپل خدای او پېغمبر په هکله لري، نو سړی به يو جواب درکړي، ښځه به ئې بل ځواب، زوی به ئې بل جواب او خادم به ئې بل جواب درکړي!!
 
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته