تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د الله تعالی رضا او عذاب (قصه)
 
  June 7, 2015
  0
رالېږونکی: حمد الله دانشمند
 
يو تجار حکايت کا : يوه شپه په خواږه خوب په خپل کور کې ويده وم ...

ناڅاپه  دروازه يو چا  په درز _ درز وټکوله ، که ګورم يوه ښځه په در وازه کې ولاړه ده ...!
راته يې کړه : د لوږې له لاس کړېږم که څه راکړې ؟!

ما له څه خبرو پس خپل نفس کابو نه شوای کړای ور  نه  مې  د نفس  (زنا) مطالبه  وکړه ! په شرمناکه لهجه يې وويل  : په مرګ خوښه يم ، نه د الله جل جلاله په نافرماني ، او ناخوښې ...!

بېرته يې په هغه  لور مخه کړه چې  راغلې وه !!

څه موده پس بيا نوموړې ښځه  راله او د  زاريو پلو يې و غوړاوه دتېر په څېر يې رانه د څه غوښتنه وکړه...!

ما هم د تېر په شان ترې  د نفس د اشباع (مړيدو)  غوښتنه وکړه ،

نوموړې بيا هم  انکار وکړ ، او ويې ژړل !!!

ځه سمدستي  کورته لاړم ، دامې هغالته په داسي حال کې پرېښوده چې نوره لوږې مرګ ته ور نږدې کړې ده ، بيايې را غږ کړ دالله جل جلاله د رضا ، او خوښۍ په وجه ليږ څه راکړه چې ويې خورم ...؟!

ما ورته بيا د انکار خوله کږه کړه !، د تېر په څېر  مې بيا ترېنه غوښتنه وکړه ...

نوموړې نېکه مېرمن بياروانه شوه په خوله يې دا وينا جاري وه : د الله جل جلاله تر عذاب خو نو راته مرګ ډېر غوره دی !!

ما هم پسې څار ونيول نوموړې له ځان سره څه نظم زم زمه کوې ..... په نظم کې دالله جل جلاله عظمت (لويې) او کبريا ستايې د خپلې بې وزلې ، نادارې ښودنه ورته کوې ، او له خپله نفسه ورته شکايت کوې ، له  نوموړي سړي سره له خپلې ماجری پرده پورته کوې ...!

په نظم کې يې داسې هيښوونکې کيفيت  انځور  کړی چې هر څوك  يې په ليدو ، اوريدو اغېزمنېږي!!

دايې روستنی نظم دی :

سأتلفها في نيل حبك سيدي
عسی ان استوجب القرب والعتقا

ژباړه : په بيړه به خپل روح ستا له محبت نه ځار کړم ای الله جل جلاله
شايد تا ته در نږدې ، او له عذاب نه دې لري شم!!

تجار وايې : وينا يې په ما دومره اغېز وکړ ، چې نور مې د کاڼي په څېر سخت زړه داسې نرم شو چې ورته د ايمان رڼا په ډېره اساني لاره و مونده ، د ايمان په ستر نعمت برخمن شوم ، ايمان مې قبول کړ!!!!!

نوموړې ته مې وويل : را وګرزه چې ځما په کور کې کوم خوراکې توکې شته ، او تاته خوښ وې له هغوی نه خوراك وکړه ، څومره چې وړای شې هغومره در سره يوسه خاص د الله جل جلاله د خوښۍ په موخه ؟!

نوموړې نيکې مېرمنې و الله جل جلاله ته لاس لپه کړ ، او ويې ويل : (اللهم  کما انرت قلبه .. فاجب دعاءه...) اى الله لکه چې  دې زړه په  ايمان روښانه کړ ته يې دعا هم قبوله کړه خالي لاس يې مه پرېږده !!

الله جل جلاله يې دعا قبوله کړه نوموړې ښځه يې په حلاله نکاح د تل له پاره د  ژوند ملګرې کړه !!

او د ابدې ژوندون له پاره يې د خپل حقيقي مالك له لوري  د تلپاتې خوښۍ ، او نيکمرغۍ سند تر لاس کړ - ان شاءالله - (وماذالك على الله بعزيز).

ماخذ: اصلاح البیوت
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته