تازه سرليکونه
د (اسلام او سياست) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اسلامي امیر صفات
  تعلیم الاسلام
  August 13, 2017
  0

د اسلامي نړۍ د نوموتي عالم علامه مفتي محمد تقي عثماني په قلم

 

 د امیر د اهلیت صفات

په ننیو جمهوري نظامونو کي د حکومت مشر یا د پارلمان غړو لپاره د اهلیت هیڅ شرطونه نه ټاکل کیږي، په عامه توګه په دستورونو کي داوي چي د پارلمان غړي دهیواد وګړي وي او د رایه ورکونکو په لیست کي يې نوم درج وي، په رايه ورکونکي لیست کي د نوم لیکلو د پاره په عامه توګه پو ځانګری عمر ټاکل شوې وي او بس! له دې نه پرته د هغه علمي قابلیت او  تجربې او نورو په اړه هیڅ شرط نه وي، نه د زده کړې کوم شرط وي، نه د هغه د کردار کوم شرط وي. یوازي دا ویل کیږي چي څوک د اکثریت خلکو له خوا وټاکل شي هغه د پارلمان د غړیتوب اهل دی ، چي د همدې نظام تر سیوري لاندي ډير ناپوه او بد عمله خلک هم مشران کیږي او دهغه تر پېژندلو وروسته هم د هغه پر مسلسلو بدو عملونو باندي سترګي پټيږي. 
 
د کېنډي په څېرواکمن چي د امریکا ډېر با صلاحیته ولسمشر تېر سوې دی، او دا هغه مشر دی چی په لومړي ځل يې روسيې ته په ټیټ نظر وکتل، د هغه بدنامه داستانونه اوس هم په کتابونو کي خپرېږي دا هر څه له دې امله چي د حکومت مشر د پاره د اهلیت هیڅ ډول صفتونه نه دي ټاکل سوي . 
 
خو د اسلام امتیاز دا دی چي تر ټولو لومړی د حکومت د مشر اوصاف ټاکي، تر څو چي هغه صفتونه په چاکي نه وي، امیر یا خلیفه نشي کېدلي ، ددې صفتونو په اړه علماوو ډیر اوږده بحثونه کړي دي چي خلاصه يې دلته رانقل کوو:
 
  1. لومړی شرط: عاقل او بالغ به وي
  2. دوهم شرط : مسلمان به وي
  3. دریم شرط : نارینه توب
  4. څلورم شرط: قریشیت
  5. پنځم شرط: علم
  6. شپږم شرط: عدل
 
ددې شرطو تفصیل په لاندي ډول دی:
 
لومړی شرط: عاقل او بالغ به وي
 
مشر باید عاقل او بالغ او ټول حواس يې پر ځای وي.
 
دوهم شرط : مسلمان به وي
 
یعني مشر به مسلمان وي ، قران کریم ددې وضاحت داسي کوي:
 
لاَ يَنَالُ عَهْدِي الظَّالِمِينَ. (بقره: ۱۲۴)
ژباړه: زما عهد (امانت) به ظالمانو ته نه ورکول کیږي.
 
او په بل ایت کي داسي فرمایي:
 
إِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِيمٌ. 
ژباړه :بې شکه شرک ډیر ستر ظلم دی
 
نو څوک چي په کفر او شرک کي اخته وي، هغه د قران کریم ددې ایت له مخي تر ټولو د لوي ظلم مرتکب دی، او په لومړني ایت کي راغلل چي د الله تعالي خلافت ظالم شخص ته نه ورکول کیږي.
 
دا خو یوه معقوله خبره ده چي د اسلامي حکومت مشر به هرومرو مسلمان وي ،ځکه چي د اسلامي حکومت کومي موخي چي مخکي بیان سوې، یو نامسلمانه مشر به څنګه هغه پوري کړای شي؟ خو د سیکولر په نني چاپیریال کي چي کله د اسلامي نظام راوستلو خبره کیږي نو ډول ډول نیوکي ورباندي کیږي همدا لامل و چي کله د پاکستان دستور جوړېدی ، نو د سیکولر ټولګیو له خوا دا نیوکي کېدلي چي په هیواد کي نامسلمانه خلک هم ژوند کوي ، نو د مشر د پاره دا شرط لګول بې انصافي ده.
 
که څه هم دا نېوکي د هغو سیکولر او ملت پالني پر بنسټ ولاړي دي چي مخکي يې موږ غندنه وکړه، خو عجیبه دا ده چي کوم  هیوادونه د سیکولر جمهوریت پلوي کوي، په هغو کي زیاترو د هیواد مشر دپاره له یو نه یو مذهب سره د اړیکي شتون شرط لګولي دی د بیلګي په ډول د برتانيي د  ستور له مخي ددغه هیواد پاچا به پروټیسټنیټ عیسايي وي.اوس تاسو  فکر وکړئ له یوې خوا دا دعوه کیږي چي موږ د سیکولر ډيموکراسي پلوي کوو چي د هغې پر اساس د هیواد د مشر باید دیوه ځانګړي مذهب سره تړاو ونه لري، اوله بلي خوا په برتانیه کي د پاچا د پاره (پروټیسټنټ) کېدل ضروري دي ، یعني يوازي دا ضروري نه ده چي هغه دې عیسايې وي، بلکي په عیسایانو کي هم باید له یوې ځانګړي ډلي (پروتیسټنټ) سره تړاو ولري او دده هم باید د انګلینډ له کلیسا سره اړیکه ساتي چي له دې پرته پاچا واک ته نه شي رسېدلۍ ، له برتانیي پر ته نور هم ډير داسي هیوادونه شته چي د کاتولیک، کلیسا سره تړاو لري، او همدا به يې رسمي مذهب وي.
 
ارجنټاین، کولمبیا ، کوسټاریکا، مالټا، او پانامه دا ټول هیوادونه د سیکولر ډیموکراسي له دعوې سره سره وايې چي زموږ رسمي مذهب (رومن کاتولیک) دی د دوې د مشر د پاره هم (رومن کاتولیک )عیسائیت شرط دی ، دغه راز ډنمارک ، ناروې ، ایسلینډ، او سويډن، په څېر مشهور هیوادونه هم دا وايې چي ددوي د ولسمشر د پاره ضروري ده چي (لوترن) کلیسا سره تړاو ولري معنا داچي یوازي عیسایی او پروټیسټینټ کېدل بس نه دي. بلکي په پروټیسټینټ کي هم له یوې ځانګري ډلي لوترن کلیساسره تړاو ضروري دی.
 
په یونان کي د هیواد مشر د پاره (ارتوډکس) مذهب سره تړاو شرط دی. په اسرائیلو کي د ولسمشر د پاره یهودیت او په نیپال کي بیا هندو مذهب شرط دی، خو ددې وروستي دوو هیوادونو په اړه ویل کیږي چي دا مذهبي دولتونه دي او په بشپړه توګه د سیکولر پابند نه دي. خو په پورتنیو ټولو یادو سویو هیوادونو کي د خپلو مشرانو دپاره له یو نه یو مذهب سره تړاو لرل ضروري ګرځول شوي دي.
اسلام یوازي د سوچه اسلامی نظام غوښتوونکی دی ، نو که د خپل مشر یا لومړي وزیر د پاره دا شرط ولګوي چي هغه دي مسلمان وي ، دا خبره له منطقي پلوه بالکل صحیح ده.
 
دریم شرط : نارینه توب
 
د حکومت مشر دپاره دریم شرط دا دی چي نارینه به وي دلیل يې د رسول الله صلي الله علیه وسلم هغه مشهور حدیث دي چي فرمايي :
 
لن یفلح  قوم ولوا امرهم امرأة. (صحیح البخاري: ۴۴۲۵)
کوم قوم چي ميرمن خپله مشره وټاکي هغوی به کله هم کامیابي تر لاسه نه کړي.
 
دا خبره رسول الله صلي الله علیه وسلم  هغه مهال کړې وه چي کله ایرانیانو خپل پاچا یوه میرمن وټاکله.
 
دغه راز په یوه حدیث کي دي: 
 
اذا اکانت امراؤکم خیارکم، و اغنیائکم سمحائکم و امورکم شوري بینکم فظهر الارض خیر لکم من بطنها  واذا کانت امرائکم شرارکم، و اغنیائکم بخلائکم ‎، وآمورکم الی نسائکم ،فبطن الارض خیرلکم من ظهرها. (جامع الترمذي باب ۷۸، حدیث۲۲۶۶)
 
ژباړه : کله چي ستاسو امیران په تاسو کي غوره خلک وي ، او ستاسو شمتن خلک سخیان وي، او هره معامله مو  په مشوره تر سره کیږي؛ نو ستاسو د پاره ځمکي له نس نه د ځمکي مخ غوره ده، او کله چي ستاسو امیران په تاسو کي تر ټولو بد خلک وي او ستاسو شتمن خلګ بخیلان وي ، او چاري مو مېرمنو ته وسپارل شي، نو بیا ستاسو دپاره د ځمکي له مخ نه د ځمکي نس غوره دی.
 
اسلام د ښځو سره لوی رحم کړی دی (یوه واقعه)
 
 
یوه ورځ ما ته ناڅاپه د امریکا د ټایمز مجلې یوه مېرمن خبریاله راغله او غوښتل يې د مېرمنو د حاکمیت په اړه له ما سره مرکه وکړي. ما ورته وویل چي پردې موضوع باندي ستاسو پوښتني جوابول له دې امله بې ځایه دي چي ستاسو په ذهن کي نه د حکومت د مشرۍ تصور صحیح دی او نه د مېرمنو د حقوقو! نو ځکه زما او ستا په فکر کي د مځکي او اسمان هومره توپیر دی. پدې خبره هغه هکه پکه سوه او راته يې وویل چي اوس نو زه ستا څخه ددې خبري د تفصیل اورېدو پرته نه ځم.
 
ما ورته وویل چي ستاسو په فکر کي د مېرمنو د مشرۍ تصور له دې امله صحیح نه دی چي ستاسو په اند د حکومت مشري یو مفاد (Advantage) او ګټور حق دی او څوک چي له دې ګټي بې برخي شو هغه نامحروم شمېرل کیږي او د چا په اړه چي دا پرېکړه وشي چي هیڅ کله مشر نشي کېدلای نو ګواګي داسي شو لکه د هغه نه چي پیدایښتي انساني حق سلب کړل شو. 
 
او ددې برعکس د اسلام لارښووني داسي دي چي د حکومت مشري نه کوم حق دی او نه هم کوم مفاد دی، دا د یو ډېر دروند او سخت مسؤلیت داسي پېټی دی چي د چا پر اوږو کښېښول سي هغه د رحم وړ دی! او څوک چي ترې وژغورل شو هغه د ښې برخي څښتن دی.
 
هغه حدیث مخکي تېر سو چي رسول الله صلی الله علیه وسلم مقداد بن معدیکرب رضي الله عنه ته وفرمایل: ای قُدیمه! که په داسي حال کي تا ته مرګ راسي چي نه دي امارت کړی وي، نه د حکومت منشي پاته شوی وې، او نه د کوم قوم استازی وې، نو ته به کامیاب یې.
 
که یو ځل دا خبره په ذهن کي ځای ونیسي چي دا د ګلونو پالنګ نه بلکي د اغزیو بستر دی، کوم مفاد نه دی، بلکي د غاړي مهار دی نو ته ووایه چي څوک خوش نصیب دی؟!
 
تاسو وایاست چي اسلام مېرمن له مشرۍ څخه بې برخي کړې ده خو که د چا په ذهن کي د اسلامي واکمۍ تصور وي نو صحیح خبره دا ده چي اسلام له مېرمني سره ډېر ستر احسان کړی دی چي هغه یې ددې درانه باره ساتلې ده ځکه ما درته وویل چي ستاسو په ذهن کي د حکومت د مشرۍ تصور له هغه تصور سره ټکر لري چي اسلام يې وړاندي کوي.
 
او دا چي ستاسي په ذهن کي د مېرمني تصور صحیح  نه دی، ددې تفصیل داسي دی چي ستاسو په اند د سړي او مېرمني د ژوند موخي او مسئولیت له سړي سره ډيره توپیر لري اسلام دا وايي چي الله تعالی مېرمن د یوې مؤمني، ډ‌اډمني او سوکاله کورنۍ بنسټ ګرځولې ده، هغه د کورنۍ ژوند د بنسټیزي ډبري ځای نیسي ددې پر بنسټ یوه وړه کورنۍ منځ ته راځي، له دې بیا وروڼه او لويي کورنۍ جوړیږي ، او د همدې پر بنسټ تمدن منځ ته راځي ، او ددې مېرمني په غیږ کي قومونه روزل کیږي ، که مېرمن د خپل ژوند له اصلي موخو او بنسټیز مسؤلیت څخه لري کړل سي، نو په نتیجه کي له دې پرته چي کورنۍ نېکمرغي سي داسي ګډه وډه سي لکه نن چي په لویدیځو هیوادونو کي له منځه تللې ده بل هیڅ لاس ته نه راځي، او له هغوی هم اوس لار ورکه ده چي څه ډول کورنی نظام سم کړي.
 
دې خبرو هغه مېرمن ډيره حیرانه کړه؛ خو له دې امله چي ما ورباندي پخه کړې وه چي که زما خبري خپروی نو ټولي به خپروی او که نه نو زه به د مقدمې  چلولو حق له ځان سره لرم؛ نو ځکه هغې په ښکاره دا مرکه خپره نه کړه.
 
په دې کي هیڅ شک نسته چي د مېرمني د ژوند د هدف په ټاکلو کي لویدیځ پاتي راغلي دی چي پخپله ځینو لویدیځوالو لیکوالانوهم پر دې خبره اعتراف کړی دی ، د شوروي اتحاد وروستی مشر (کورباچوف) چي د Perestroika په نوم کوم کتاب لیکلی دی ، په هغه کي ددې حقیقت اعتراف سوی دی چي په اروپا کي د مېرمني په له کوره اېستلو سره څه ناڅه  اقتصادي ګټي تر لاسه سوي دي، خو د کورنۍ اصلي نېکمرغي بېخي له منځه تللې ده، او اوس دا یوه ډیره مهمه پوښتنه ده چي څه ډول باید بېرته لاس ته راوړل سي؟
 
د ښځو د حکمرانۍ په اړه نور معلومات: د ښځي امامت او حکمراني
 
 
څلورم شرط: قریشیت
 
څلورم شرط چي زموږ د فقهي د امامت او سیاست په کتابونو کي بیان سوی دی، هغه دا چي د حکومت مشر به قریشي وي دلیل يې د عبدالله بن عمر رضی الله عنه روایت دی، هغه وايې رسول الله صلي الله علیه وسلم وفرمایل: لایزال هذا الأمر في قریش ما بقي منهم اثنان. (رواه البخاري)
 
د خلافت حق دی په قریشو کي وي که څه هم په هغو کي دوه تنه پاتي وي،
 
 دارنګه له معاویه رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلي الله علیه  وسلم وفرمایل:
 
إِنَّ هَذَا الأَمْرَ فِي قُرَيْشٍ لاَ يُعَادِيهِمْ أَحَدٌ إِلاَّ كَبَّهُ اللَّهُ عَلَى وَجْهِهِ مَا أَقَامُوا الدِّين. (رواه البخاري)
دا معامله (د خلافت حق) به په قریشو کي وي، له دوی سره چي څوک دښمني کوي الله تعالی به يې پړمخي راکش کړي ، تر څو چي دوی دین قائم وساتي.
 
دغه راز ابن عمر رضي الله عنه په بل روایت کي دي چي رسول الله صلي الله علیه وسلم وفرمایل: 
 
النَّاسُ تَبَعٌ لِقُرَيْشٍ فِي هَذَا الشَّأْنِ مُسْلِمُهُمْ تَبَعٌ لِمُسْلِمِهِمْ وَكَافِرُهُمْ تَبَعٌ لِكَافِرِهِمْ. وَالنَّاسُ مَعَادِنُ خِيَارُهُمْ فِي الْجَاهِلِيَّةِ خِيَارُهُمْ فِي الإِسْلاَمِ إِذَا فَقِهُوا (صحیح البخاري)
 
په دې امر خلافت کي ټول خلک د قریشو تابع دی، د دوي مسلمان به د قریشو د مسلمان تابع وی او کافر به يې د دوی د کافر تابع وي، او خلک رنګ رنګ معدنونه دي، په دوی کي چي  څوک په جاهلیت کي غوره خلک ول هغوي په اسلام کي هم غوره دی په دې شرط چي په دین پوه حاصله کړي.
 
دغه راز یو ځل د عمرو بن العاص رضي الله عنه په وړاندي د ربیعه قبیلي یو تن وویل چي قریش دې لاس واخلي ، دا حکومت خو الله تعالي  جمهورو عربو ته وسپاره ،  عمرو بن العاص رضي الله عنه چي دا خبره واورېدله: نو ورته يې وویل: کذبت! سمعت رسول الله صلي الله علیه وسلم  يقول: قريش ولاة الناس في الخير والشر إلى يوم القيامة. (ترمذي)
 
درواغ دي وویل: ما له رسول الله صلي الله علیه وسلم څخه اورېدلي چي ویل يې : قریش په خیر او شر دواړو کی ترقیامته د خلکو مشران دی.
 
له جابر رضي الله عنه څخه هم دېته ورته روایت رانقل سوی دی، هغه وايي الناس تبع لقریش في الخیر والشر، 
 
د علماوو مختلف توجیهات
له دې حدیثونو هم دا استدلال کیږي چی د امیر یا خلیفه د پاره قریشیت ضروري دی او د فقهي او عقائدو په کتابونو کي دا خبره د شرط په تو ګه یاده سوې ده ، بلکي قاضي عیاض خولا لیکي  چي د قریش په شرط باندي ټول امت متفق دی ، او د معتزله وو او د خوارجو پرته هیڅ چا د دې سره اختلاف نه دی کړی خو حافظ ابن حجر رحمة الله علیه بیا ددې خبري سره مخالفت ښودلي دی ، دارنګه علامه ماوردي رحمة الله علیه هم په الاحکام السطانیه کي قریشیت یومختلف فیه شرط بولي، نومړي ویلي  چي په دې کي دعلماوو اختلاف دی چي د امیر دپاره قریشي کېدل شرط دی که څنګه او په فیض الباري کي علامه انور شاه کشمیري رحمة الله علیه لیکي چي د امام ابوحنیفه رحمة الله علیه نه ه یو روایت داسي رانقل سوي دی چي هغه د خلیفه دپاره قریشي کېدل شرط نه دي ګنلی ، اودا خبره يې (البرهان شرح مواهب الرحمن) په حواله را اخیستې ده. (۱) دغه راز علامه حموي رحمة الله علیه هم د علامه طرسوسي په حواله د امام ابو حنیفه رحمه الله او دهغه د شاګردانو مذهب داسي رانقل کړی دی.
 
 حافظ ابن حجر رحمة الله علیه په فتح الباري کي په دې تړاو پوره بحث کړی دی، اوویلي يې دي : ښکاري چي حضرت عمر رضي الله عنه هم په دې اند وو چي د امیر د پاره قریشي کېدل شرط نه دی، چي لامل يې په مسند احمد کي د صحیح مسند روایت له لاري داسي رانقل سوي  چي عمر رضي الله عنه له مرګ نه مخکي ویلي وه : که زما د مرګ پر وخت ابوعبیده ژوندی وو؛ نو زه به هغه خلیفه وټاکم ، او دا رنګه که معاذ بن جبل زما د مرګ پر وخت ژوندی وو ؛ نو هغه به خلیفه ټاکم، ابو عبیده بن الجراح رضي الله عنه خو قریشي وو؛ خو معاذ بن جبل رضي الله عنه په اړه ویل کیږي چي دی انصاري صحابي و.
 
دغه راز په تاریخ  طبري کي دی چي حضرت عمر رضی الله عنه داهم ویلي وو چی ( لو کان سالم ابي حذیفه حیا استخلفته، فان سالنی ربي قلت سمعت نبیک یقول ان سالما شدید الحب لله(تاریخ طبري ج:۲ ص:۵۸.)
 
که د ابو حذیفه مریی سالم ژوندی وو، نوزه به هغه خلیفه ټاکم ، او که زما رب را څخه ددې پوښتنه وکړه ، نو زه به ورته وایم چی ما ستا له نبي څخه اورېدلي و چي سالم د الله سره ډیره مینه لري.
 
او سالم هم قریشي نه وو (خوکه د مریی توب د اړیکي له امله سي)
 
د یادولو نقطه
خوپه دې استدلال  کول کمزوری دی؛ ځکه چي امیر کېدل بیله خبره ده او امیر ټاکل بېله ده، داسي کېدلی سي چي څوک د زور په مټ امیر شي ، یا به داسي وخت کي امیر کړل سي چي هغه مهال په قریشو کي داسي څوک نه وي پاتي  چي د واکمني ټول صفتونه پکي موجود وي ، په داسي وخت کي په اتفاق سره چي غیر قریشي مشر کول منل کیږي؛ نوځکه له دې نه دا استدلال کول صحیح نه دی چي غیر قریشي پخپله خوښه امیر کېدل روا دي خو د حضرت عمر رضی الله عنه حدیث بې شکه ډير قوي دلیل دی چي که قریشي کېدل شرط وایی؛ نو حضرت عمر رضي الله عنه به داسي نه ویل.
له بلې خوا هغه علماء چي د قریشي شرط صحیح نه بولي ، هغوی د (الائمة من قریش) په څیر حدیثونو په اړه داسي وایي  چي دا خبره دی ، اشنا نه ده! یعني داسي يې نه دي ویلي چي له قریشو پرته بل څوک امیر ټاکل روا نه دي.
 
بلکي دا یو خبر دی چي په راتلونکي کي کوم امیران راځي هغه به له قریشو څخه وي ، لکه په ځينو روایتونو کي راځي چي له ما وروسته به دوولس امامان وي ،او ټول به له قریشو څخه وي (رواه مسلم ) دا رنګه الائمه من قریش هم یو خبر (پیشګويي) ده چي زما نه وروسته کوم امیران راځي هغه به له قریشو وي.
 
د علامه ابن خلدون رحمه الله توجیه
 
علامه ابن خلدون رحمه الله تعالي په خپله مقدمه کي پر دې مسئله ډير اوږده او تفصیلي بحث کړی دی، او هغه یو بل نظر وړاندی کړی دی نوموړی وایی چي دا حدیث (الائمه من قریش) په حقیقت کي یو شرعي حکم دی ، چي له قریشو پرته بل څوک خلیفه نشي کېدلی؛ خو دا حکم پر یو علت ولاړ دی ، ځکه چی اسلام د خپلو حکمونو بنسټ په کوم ځانګړي نسل یا وخت پوري نه دی تړلي؛ نو علت دا دی چي اسلام دا خبره په پام کي نیولې ده چي څوک امیر ټاکل کیږي، هغه باید عامه قبولیت ولري ، او خلک چمتو وي چي دی د مشر په توګه ومني، دده په اطاعت کولو کۍ هيڅ ستونزه نه وي او دده واکمني ومنل سي، او دا علت هغه مهال په قریشو کي موندل کيده چي نوموړي يې په (عصبیت غالبه ) سره تعبیر کوي که څه هم ابن خلدون چي کله عصبیت غالبه کلمه کاروي ، په هغې سره ذهن د قبائلې عصبیت غلط مفهوم ته ورګرځي؛ خو ددې اصطلاح د شنني وروسته په ډاګه سوي چي له دې نه د ابن خلدون مراد نسبي عصبیت نه دی ؛ بلکې د نوموړي مراد دا دی چی د یو ګروه پر زړونو داسي واکمني کول چي دده خبرو اورېدلو او منلو ته تیار وي.
 
 نوموړی دا وايي چي اصل تمرکز پر دې خبره دی چي مشر دی د یوې داسي طبقې څخه وټاکل سي چي خلک ورباندي اعتماد کوي ، او دهغه مشري ومني او په خوښي سره د هغه حکمونو منلو ته تیار وي ، هغه مهال دا خبره په  قریشو کي کېدلای سوه ځکه چي د عربو ټولي قبيلې له دوی پرته پر نورو نشوی راټولېدلی ؛ ځکه د قریشو په اړه وویل سول چي امیران به له قریشو وی.(مقدمه ابن خلدون)
 
ددې شرط خلاصه
 
لنډه دا چي دا دګڼ شمېر عالمانو نظرونه دي ، خو په دې کي شک نسته چي علماء ،فقهاء او زیاتره متکلمین ددې خبري قائل دی چي خلیفه قریشي کيدل ضروري دی خو دا شرط هغه مهال صحیح دی چي کله په قریشو کي داسي څوک وي چي د امیر ټول صفتونه پکي موجود وي ، او که په قریشو کي داسي عالم اوعادل تن نه وي بیا په دغه وخت کي پر دې اتفاق دی چي غیر قریشۍ تن مشر کول روا دي ، او همدا له حدیثو هم معلومیږي ، په دې اړه انس رضي الله عنه له رسول الله صلي الله علیه وسلم نه داسي روایت کوي:
 
الائمة من قریش ما عملوا بثلاث ، اذا استرحموا رحموا واذا عاهدوا اوفوا، واذا حکموا عدلوا. (رواه البزار کشف الاستار۲:۲۲۸)
ژباړه: قیادت به تر هغو په  قریشو کي وي چي په  دوي کي درې خبري موجودي وي چي کله ورڅخه د رحم کولو غوښتنه وسي نو دوی رحم کوي، او چي وعده وکړي، نو سر ته يې رسوي، او چي پرېکړه کوي نو انصاف  کوي.
 
له دې څرګندیږي چي کله په قریشو کي دا صفتونه سلب سي نو دوی د مشري اهل نسي ګڼل کیدلی، په دې کي ښکاره هغه صورت هم راتلی شي چي د نسب له مخي معلومه نه وي چي څوک قریشي دی او څوک نه دی؟ د عجمي قریشو په اړه فقهاء وايې چي دوی خپل نسب ضائع کړی دی ، څو چي د دوې بشپړ معلومات ونسي تر هغو قریش نسو ورته ویلای نو په دې صورت کي غیرقریشي مشر کول د ټولو په اتفاق روا  کړل سوی دی.
 
دغه راز قریشي کېدل د خلیفه لپاره شرط دی خو که خلیفه غواړي څوک پر یوه ځانګړي سیمه والي وټاکی یا بله کومه دنده وروسپاري، نو له قریشي پر ته بل څوک هم ټاکلی شي ، او د ابن حجر رحمة الله علیه دا شرط د امامت کبری لپاره مقید ګرځولی دي.(فتح الباري )
 
پنځم شرط: علم
د اسلامي سیاست په اړه ټول عالمان پر دې خبره یوه خوله دي چي د امیر لپاره علم ضرور‎ي دی ، اوس پوښتنه دا ده چي د علم کچه او معیار به يې څومره وي؟ په دې اړه ځيني عالمان وايې چي امیر باید مجتهد وي دا خبره علامه ماوردي رحمة الله علیه په خپل کتاب (الاحکام السطانیه) کي لیکلې ده، خو متأخرین علماء بیا وايې چي مجتهد کېدل ضروري نه دي، خو دومره علم اړین دی چي د یو واکمن لپاره د اسلامي تګلاري سره سم د واکمنۍ کولو لپاره ضروري وي.
 
شپږم شرط: عدل
شپږم شرط عدالت دی ، د عدالت معنی دا ده چي انسان به پخپل ژوند کي د اسلامي احکامو پابند وي، اوله ګناهونو به ځان ساتي. قاضي ابو یعلي الفراء رحمة الله علیه وايې چي په امیر کي باید د علم او عدالت صفتونه په هغه کچه وي څومره چي د قاضي د پاره ضروري دي.)الاحکام السطانیة لابي یعلی ص۲۰)
 
په لومړي سر کي د قاضي لپاره دا هم ضروري ګرځول شوي وو چي په علم کي به د اجتهاد درجې ته رسېدلې وي او د عدالت ټول شرطونه به پکي وي. 
 
علامه ابن تیمیه رحمة الله علیه پخپل کتاب (السیاسة الشرعیة) کي پردې موضوع هم پوره بحث کړي دی تر دې چي هغه وايي په عدالت کي څوک تر ټولو غوره وي باید هغه امیر یا قاضي وټاکل سي، او ددې لپاره د عبدالله بن عباس رضي الله عنه روایت په دلیل کي رواړي، هغه وايي چي رسول الله صلي علیه وسلم وفرمایل:
 
من استعمل رجلا من عصابة و في تلك العصابة من هو أرضى لله منه فقد خان الله و خان رسوله و خان المؤمنين (مستدرک الحاکم)
 
چاچي پر یوې ډلي داسي کس مشر کړ چي په هغې کي ترده بل الله ته ډير خوښ و، نو له  الله جل جلاله  او د هغه رسول  او مسلمانانو سره يې خیانت وکړ.
 
امام ابو حنیفه رحمة الله علیه وايي چي د مسلمان د عادلانه ګواهي منلو د پاره ، یوازي د هغه ظاهري عدالت هم بس دی، معنا دا چي که په ظاهره په دې کي د فسق نښی نښانې نه وي؛ نو دی به عادل ګڼل کیږي ددې دپاره ځانګړي  تحقیق ته اړتیا نسته ، خو صاحبین (امام ابویوسف او امام محمد) بیا بل ډول دریځ خپل کړی دی ، هغو وايي چي د تزکیة الشهود ( د ګواهي څيړني) له لاري هم دده تحقیق کول ضروري دي ، او داحنافو فقهاوو د صاحبینو پر رایه فتوا ورکړی ده. (فتح القدیر ج:۶ ص: ۴۵۷)
 
خو د وخت په تېریدو اسلامي ټولنه له زوال سره مخ سوه ، او په دې شرطونو کي نرمي راغله ، وروسته علماوو د عدل دپاره دا شرط غوره کړ چي :
من غلب حسناته علی سئاته.
عادل هغه څوک دی چي نیکي يې تر بدیو زیاتي وي. 
 
بیا دا وویل سول چي نن د عدالت ټول شرطونه په یو چا کي موندل ډير ګران دي ؛ نو د عدالت معیار باید په لاندي ډول وي:ان العدل بالنسبة للقاضي هو الحکم بالحق، وبالنسبة للوالي هو الانصاف بدون غدر.
 
 د قاضي عدل دې ته وايې چي د حق پرېکړه وکړي، او د حاکم عدل هغه دی چي د ظلم پر ځای انصاف وکړي.
 
خو پام مو وي چي ددې خبرو تر منځ ټکر نسته او دلته د دوو خبرو تر منځ توپیر کول ضروري دي :
 
لومړی دا چي څوک قاضي یا امیر و ټاکل سي: د هغه دنده به څه وي؟
او دویم دا چي څوک امیر یا قاضي سي او یا وټاکل شي؛ نو ددې څه حکم دی؟
 
د لومړی پوښتني په اړه به داسي ووايو چي ټاکوونکې ډله مسئولیت لري چي تر بشپري څیړني او تحقیق وروسته تر ټولو غوره شخصیت وټاکي، او د نېک سړي په شتون کي دې بد سړي ته ترجیح نه ورکوي. لکه مخکي چي د مستدرک حاکم په یو حدیث کي ورته اشاره سوې وه.....
 
ماخذ: اسلام او سیاسي اندونه
 
------------------------
رارواني لیکني مه هیروی:
په اسلام کي د سیاست مقام
د حکومت اسلامي تصور
د حکومت مقاصد
د خلافت مطلب
د حکومت جوړولو اصول
او داسي نوري اړیني لیکني د علامه مفتي محمد تقي عثماني صاحب په علمي قلم
 

سرته