تازه سرليکونه
د (روژه مبارکه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د روژې مقصد او فائدې
  تعلیم الاسلام راډیو
  May 25, 2018
  0
ليکوال : مولوي عصمت الله عزام 
 
بسم الله الرحمن الرحيم 
نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد:
 
الله پاک روژه د دې لپاره نه ده فرض کړې چي خلگ وږي اوتږي شي، نه ئې د دې لپاره لازمه کړې ده چي موږ خپلو ځانونو ته تکليف ورکړو، بلکي د روژې مقصد دا دی چي بايد انسان ځيني لاسته راوړني ترې ولري .
 
که هغه لاس ته راوړني او فائدې چاته په لاس ورشي، روژه ئې گټوره او صحيح ده، که ورنه شي، نو د داسي روژه نيوونکي غاړي خوبه خلاصي وي خواصلي مقصد ته به نه وي رسېدلی.
 
د روژې په هکله په حديث کي راغلي دي : من صام رمضان إيماناً و احتساباً غفر له ما تقدم من ذنبه ( بخاري،مسلم)
ژباړه : چاچي درمضان روژه دايمان په حالت کي او د ثواب گڼلو په نيت ونيوله، نو ده ته به دده مخکنۍ ټولي گناوي ور وبخښل شي!!
د روژې دا دومره لوی فضيلت چي بيان شوی په دې کي هيڅ ډول شک نشته چي دغه لوی ثواب هغه چاته نه ورکول کېږي څوک چي ځان يوازي له خوراک او څښاک څخه بند کړي. بلکي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي : من لم يدع قول الزور والعمل به ، فليس لله حاجة في أن يدع طعامه وشرابه. (أخرجه البخاري)
څوک چي درواغ وينا او په درواغوعمل کول پرې نږدي نو د الله پاک دې ته ضرورت نشته چي دی خپل خوراک اوڅښاک پرېږدي.
 
په روژه کي دا لانديني مقصدونه او فائدې شته چي موږ ئې دلته په لنډ ډول ليکو:
 
۱: تقوی:الله جل جلاله فرمايلي دي:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ. (سورة البقرةآيت: ۱۸۳)
ژباړه : اې مؤمنانو! پر تاسو روژه داسي فرض کړل شوې ده لکه له تاسوڅخه پرمخکنيو چي فرض شوې وه، د دې لپاره چي تقوی (له گناووځان ساتنه) وکړئ!!
 
په دې مبارک آيت کي د روژې د فرضيت حکم بيان شوی او فائده ئې تقوی ښودل شوې ده. نو څوک چي په ځان کي تقوی رانه ولي نو د روژې مقصد او فائده ئې ترلاسه نه کړه.
که د روژې په مياشت کي څوک تقوی وکړي، ځانونه له حرامو کارونو وساتي،نو ان شاءالله وروسته به هم الله پاک توفيق ورکړي چي پر تقوی استقامت وکړي.
 
۲:  نفس ښائسته کوي، له بدو اخلاقو ئې پاکوي او پرعبادتونو او ښو کارونو ئې اموخته کوي ځکه روژه له گناوو څخه سپر دی.
 
۳:  د نفس تربيت پر صبر او برداشت باندي کوي. د روژې لوږي او تندي انسان ته دا درس ورکوي چي بايد په هره سخته کي صبر وکړي اوله بې صبرۍ څخه ځان وژغوري.
همدا راز انسان ته د ښو اخلاقو تربيت ورکوي دا ځکه چي روژه نفس ماتوي او له غصې څخه ئې لري کوي. ځکه د روژې اصلي مقصد دادی چي ځان له غصې څخه وژغورل شي او د ادرس ورکوي چي که چاناوړه خبره درته وکړه او يائې ښکنځل وکړل نو ځواب به دا ورکوي چي زما روژه ده!
 
۴ : د روژې له امله سړی د کم خوراک او څښاک سره عادت شي نو د شپې تهجد او د قرآن کريم تلاوت کول ورته اسانېږي.
 
۵:  د انسان نفس په کنترول کي راولي ځکه نفس چي موړ شي سرکښي کوي اوکله چي وږی شي آرام او سکون پکي راځي.
 
۶:  په انسان کي پر غريبانو باندي رحمت او احسان پيدا کېږي. ځکه څوک چي خپله لوږه، تنده او کړاو وويني، بيائې نور غريبان ور په زړه کېږي او د هغوی سره د نيکي کولو کوښښ کوي. او دا د روژې يو مهم مقصد دی چي انسان دغريبانو له حالته خبر او ورسره لازمه مرسته وکړي.
 
۷:  د انسان بدن له ډېرو ناروغيو ساتي اوله بدن څخه ډېر تاواني مواد ختموي.
 
۸:  د انسان زړه او ذهن خالي کوي نو د قرآن کريم او وعظ د اورېدلو په وخت کي نرمېږي اوپه توجه سره ئې اوري چي په دې سره دا موقع ترلاسه کېږي چي دوس مطابق د الله پاک د کتاب او د هغه د پيغمبرصلی الله عليه وسلم له احاديثوڅخه ډېرڅه ياد کړي.
 
۹:  د انسان د ويني د جريان لاري تنگېږي کومي چي د شيطان د گرزېدلو لاري هم دي. نو د روژې له امله د شيطان وسوسي هم قراريږي.
 
۱۰:  د روژې د لوږي او تندي له کبله په انسان کي عاجزي پيداکېږي چي له امله ئې الله تعالی ته متوجه کېږي اوله هغه څخه د ځان لپاره مرسته غواړي. (تلک عشرة کاملة)
 
له تېرشوي مضمون څخه داخبره جوتېږي چي د روژې ډېري گټي له دې سره تړلې دي چي په دې مياشت کي سړی وږی او تږی شي او د لوږي او تندي احساس وکړي. خو متاسفانه موږ اکثره خلگ داسي يو چي په دې مياشت کي تر نورو مياشتو خوراک زيات کوو، يوازي د خوراک وختونه مو بدل کړي دي، نور هيڅ  د لوږي احساس نه راته کېږي.
 
همدا راز ټوله شپه په ډول ډول خوندورو خوراکونو کي تېره کړو او ورځ په خوب اواستراحت کي. په نتيجه کي ئې د روژې په هيڅ تکليف پوه نه شو. له داسي کولو بايد په کلکه ډډه وشي څو د روژې له برکاتو او فائدو څخه بې برخي نه شو.
 
الله پاک دي زموږ روژې په صحيح توگه روژې وگرزوي او په خپل عالي دربارکي دي ئې په ښه توگه راڅخه قبولي کړي.
 
آمين يارب العالمين 
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته