تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د تقلید حقیقت
 
  July 15, 2015
  0

پدې لړۍ کي: تقلید د اسلام له نظره، د تقلید حقیقت او د تقلید اړتیا او نور ضروري مسایل بیانیږي.

درنو لوستونکو!

دا چي داسلام اصل دعوت ديوه الله جل جلاله  داطاعت لوري ته رابلل دي ددې څخه هيڅوک انکار نه سي کولاى  او داچي دمحمدرسول الله صلی الله علیه وسلم  اطاعت کول هم لازمي دئ داځکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  په خپله ژبه او فعل سره دالله جل جلاله  داحکامو ترجماني کړې ده ، داچي کوم شي حلال دئ؟ ، کوم شي حرام دئ ؟، کوم شي جايز دئ؟ او کوم شي ناجايز دئ؟ په دې ټولو کي بايد ديوه الله جل جلاله  او درسول الله صلی الله علیه وسلم  اطاعت وکړل سي ، دالله جل جلاله  او درسول الله صلی الله علیه وسلم  پرته دبل چا اطاعت هيڅ جواز نه لري او که څوک دبل چا اطاعت کوي ، بل څوک پوره مطاع ګڼي داسي څوک په يقيني ډول داسلام ددايرې څخه وتلى دئ نو ځکه پر هر مسلمان باندي په کلکه لازمي ده چي دقرآن او حديث پيروي وکړي او څه چي قرآن او حديث ورته وايي همدغسي عمل وکړي خو پاته دي نه چي په قرآنکريم او حديث کي ځيني داسي څه سته چي يو لږ تعليم لرونکى کس هم په پوهېداى سي لکه لاندنى آيت:


وَلَا يَغْتَبْ بَعْضُكُمْ بَعْضًا.....( حجرات ، اية ١٢)
 جل جلاله  ژباړه : په تاسو کي دي ځيني ستاسو دځينو غيبت نه کوي.

هرڅوک چي   يوازي په عربي ژبه پوهيږي هغه په پورتني مطلب پوهيږي ځکه په پورتني مطلب کي نه څه ناڅرګندتيا سته او نه کوم بل شرعي دليل سته چي ورسره ټکر وي له همدې امله دپورتني مطلب په ثبوت کي هيڅ شک نسته.

همدا ډول درسول الله صلی الله علیه وسلم  په لاندنۍ وينا باندي لږ تعليم لرونکى کس چي يوازي په عربي پوهيږي ــ پوهېداى سي:

لافَضْلَ لِعَرَبِي عَلَى عَجَمِى  
ژباړه : عربي پر عجمي باندي کوم فضيلت نه لري.

درسول الله صلی الله علیه وسلم  پورتنۍ  وينا کي هيڅ ناڅرګندتيا نسته او نه کوم مشکل  پکښي سته کوم څوک چي يوازي په عربي ژبه باندي پوهيږي هغه دپورتني حديث په مطلب په  اسانۍ سره پوهېداى سي.

که دپورتنۍ خبري بالعکس داسي آياتونه او  حديثونه  هم سته چي معناوي يې څرګندي نه وي يو ډول ناڅرګندتيا پکښي وي ، هرڅوک نه  په پوهيږي  ځکه په  ښکاره  يوه  معنا ورکوي  خو  په حقيقت کي  يې بله معنا وي ، ددې سره داسي  احکام هم سته چي دقرآنکريم دکوم بل  آيت او يا کوم  بل  حديث سره تعارض لري يعني داچي په  يوه  آيت کي يو  حکم ثابت وي  خو په حديث کي بيا ددغه حکم په خلاف خبره سوې وي او داسي دمثال په ډول په  لاندني آيت کي الله جل جلاله  فرمايي:

(۱): وَالْمُطَلَّقَاتُ يَتَرَبَّصْنَ بِأَنْفُسِهِنَّ ثَلَاثَةَ قُرُوءٍ.....( البقرة ،  آية ٢٢٨)
ژباړه :کومي  ښځي چي طلاقي کړل  سي هغوى دي درې قروء انتظار  وکړي(نور مړونه دي نه کوي).

په پورتني آيت  کي دطلاقي سوي ښځي لپاره درې قرء دعدې اندازه ښودل سوې ده، داچي قرء څه ته وايي؟ بايد ووايو چي قرء په عربي ژبه کي  په  لاندي دوو معناوو استعماليږي  :

١: قرء معنا حيض (دښځي مياشتنۍ ناروغي)
٢: قرء معنا طهر ( يعني دښځي هغه شپې او ورځي چي ښځي ته  پکښي مياشتنۍ  ناروغي نه  وي).

اوس نو که قرء دحيض په معنا کړو نو  دطلاقي سوي ښځي عده درې حيضه کيږي يعني  داچي ښځه به  درې  حيضه دمېړه په کور کي  عده تېروي بيا کولاى سي  چي بل  مېړه  وکړي  او  يا دپلار کورته ولاړه سي . که قرء دطهر په  معنا  سي نو دطلاقي سوي ښځي عده  درې طهره  کيږي اوس نو  موږ  ته سوال پيدا کيږي  چي موږ  په کوم  يوه  عمل  وکړو؟ يعني داچي دطلاقي سوي ښځي عده  به درې طهره وي اوکه  به درې حيضه وي؟

په بل حديث کي  راځي:
(۲): عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ قَالَ سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ مَنْ لَمْ يَذَرْ الْمُخَابَرَةَ فَلْيَأْذَنْ بِحَرْبٍ مِنْ اللَّهِ وَرَسُولِهِ. (رواه ابوداود)
ژباړه :  رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي: چا که مزارعت نه پرېښودئ دالله جل جلاله  او دهغه  درسول صلی الله علیه وسلم  له لوري دغه  کس  ته دجنګ اعلان  دئ.

پورته حديث  ته که وکتل  سي  نو  دمزارعت منعه پکښي راغلې ده حال داچي مزارعت ډېر ډولونه ، دامعلومه نه ده چي دمزارعت ډولونه ناجايز دي؟ اوکه کوم  خاص ډول  مزارعت ناجايز دئ؟ ، که  خاص ډول مزارعت ناجايز وي نو دا نه ده  معلومه  چي کوم ډول يې جايزنه دئ؟

يادونه : مزارعت دې ته وايي چي يو چاته  خپله  مځکه په  کښت باندي په  يوه ټاکلې برخه ورکړل سي لکه چي په نيمايي يې ورکړي  ، يايې په دوهمه ورکړي ، يايې په دريمه  ورکړي او داسي نور.

(۳): په  بل حديث کي راځي :
من کان له امام فقرءه الامام  له قراءة (مسند احمد)
ژباړه : کوم چا لره چي امام وي نو دامام قرئت دده لپاره هم کفايت کوي.

(د لمانځه په اړه مدلل لمونځ کتاب کتلای سی)
دپورتني  حديث څخه معلوميږي چي کله مقتدي په امام پسي ولاړ وي نودامام قرئت دمقتدي لپاره کفايت کوي او مقتدى بايد چوپ ودريږي. خو  په بل حديث کي بيا ددې حکم خلاف خبره ثابتيږي ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي:

لَا صَلَاةَ لِمَنْ لَمْ يَقْرَأْ بِفَاتِحَةِ الْكِتَابِ (بخاري)

ژباړه :  هغه چا چي په لمانځه کي سورة فاتحه نه  وي لوستې دهغه کس لمونځ ، لمونځ نه دئ يعني لمونځ يې نه صحيح کيږي.

د پورتني حديث څخه ثابتيږي چي الحمدلله ويل لازمي کار دئ بايد وويل سي اوس نو که پورته دواړه حديثونه په نظر کي ونيول سي انسان ته  سوال پيداکيږي چي په کوم حديث عمل وکړل سي؟ ايا په لومړى  حديث عمل وکړل سي او که په دوهم حديث عمل وکړل سي؟ که په دوهم حديث عمل وکړ ل سي نو دا نه ده معلومه چي ددوهم حديث حکم يوازي منفرد او امام ته  متوجه دئ مقتدى ځني استثناء دئ اوکه په لومړى حديث عمل وکړل سي هلته هم نه ده معلومه چي دقرئت څخه دالحمدلله پرته نور قرائت مراد دئ خو په هر صورت ناڅرګندتيا موجوده ده تعارض موجود دئ.
 
د حل دوې لاري دي
تاسو وليدل چي دقرآن او حديث څخه داحکامو په را ايستلو او چڼلو کي څومره مشکلات سته اوس نو کله چي موږ دقرآن او حديث څخه احکام راباسو او دپورته په ډول ټکرونه او  تعارضونه مخته راسي په داسي حال کي نو موږ دوې لاري لرو:

لومړۍ:  دا چي موږ په خپل  فکراو  بصيرت باندي يو څه ډول  فيصله وکړو يعني داچي دتعارض په وخت کي موږ وګورو چي کوم لورى زموږ په آند باندي غوره او ښه وبلل سو پرهغه لوري باندي پرېکړه وکړو.

دوهم: دا چي موږ وګورو  چي زموږ پخوانيو سترو اومخوروعلماؤ دداسي ټکر ځايونو څخه کوم مطلب اخيستى دئ، ښکاره خبره ده چي زموږ په پخواني ستر او مخور علماء خامخا تر موږ زيات پوهېدل ،  خامخا ددغسي ځايونو په مطلب تر  موږ ښه پوهېدل او داسي نظر يې ځني اخيستلاى سواى چي غالبا حق به واى ، همدا ډول کوم علماء چي دلومړۍ پېړۍ علماء وه دهغو بصيرت په قرآن او حديث کي زيات و، که پر حقيقت باندي پرېکړه وسي ،دعدل او انصاف څخه وکارواخيستل  سي نو داخبره يقيني ده چي په پورته دوو لارو کي  لومړۍ لاره سخته خطرناکه ده او دوهمه  لاره داحتياط لاره ده. 
 
زموږ او د هغو فرق
 بله خبره دا هم ده چي موږ نه داچي دتواضع او عاجزۍ له امله داخبره کووبلکي يقيني خبره ده څوک بيخي ځني منکر  کېداى نه سي چي موږ په علم ، پوهه ، ديانت ،  تقوا ، فهم ، ذکاوت، دين ، پرهيزګارۍ او داسي نور کي دپخوانيو مخورو علماؤ په پرتله چي په لومړيو پېړيو کي تېر سوي دي ـــ بيخي خالي لاس يو بلکي په هر اعتبار سره دهغو په پرتله هيڅ په لاس کي نه لرو ،  آن تردې چي زموږ او دهغو ترمنځ بيخي تناسب نه سي کېداى ځکه هغه علماء په لومړيو پېړيو کي تېرسوي دي په داسي پېړيو کي تېر سوي دي چي دقرآنکريم دنزول وخت ته  نژدې وه نو ځکه په قرآن باندي ددوى پوهاوى اسانه وه او بالعکس موږ درسالت دوخت څخه خورا ډېر ليري يو ، دومره ليري يو چي دقرآن دنزول  چاپېريال ، دهغې زمانې دژوند کولو طريقه  او دخبرو کولو بڼه په صحيح ډول تصور کول او  په کټ مټ ډول تصور کول ډېر ګران کار دئ ، صحيح پوهاوى خو لا ايسته پرېږده ، دپورته خبرو په نظر کي نيولو سره که يو کس په دقرآن په هغه مسئلو کي چي سختي پېچلي وي او يا په خپل منځ کي تعارض سره ولري نو ددې پر ځاى چي پر خپل فهم اونظر باندي اعتماد وکړي دپخوانيو اومخورو علماؤ پر لاره باندي ولاړ سي هغو چي ددغه مسئلو اړونده څه نظر ورکړى وي نو دغه دخپل نظر پرځاى باندي دهغو لاره تعقيب کړي همدې ته تقليد وايي او موږ ويلاى سو چي فلاني کس دفلاني عالم تقليد وکړ، همدا دتقليد حقيقت دئ.

تقلید ته اړتیا
که چيري ما تاسو ته هغه څه رسولي وي چي زما په زړه کي و او تاسومي په پوه کړى ياست نو تاسو به پوه سوى ياست چي ديوه مجتهد تقليد ته هغه وخت احتياج پيدا کيږي چي دقرآن او حديث څخه په يوه مسئله را ايستلو کي څه اشکال او ګران والى پروت وي په حکم پوهېدل يې ګران وي ، دغه اشکال يا خو دقرآن او حديث په لفظ کي پروت وي چي لفظ څو معناوي لري هر کس ته نه معلوميږي چي ددې لفظ څخه کومه معنا مراد ده اويا داچي ديادي مسئلې دحکم په دلايلو کي تعارض او  ټکر پروت وي.
 
په څرګندو او صریحو احکامو کي تقلید
قرآن او حديث کوم احکام چي قطعي دي يعني يقيني دي ، څه اشکال ، ناڅرګندتيا ، ګرانوالى او تعارض پکښي نه وي په داسي مسئلو کي دهيڅ مجتهد ياعالم تقليد ته اړتيا نسته لکه چي مشهور حنفى عالم:
  • علامه عبدالغني نابلسي رحمة الله علیه  فرمايلي دي:
فالامر المتفق عليه المعلوم من الدين بالضروره لايحتاج الي التقليد فيه لاحد الاربعة کفرضية  الصلوة والصوم والزکاة والحج والسرقة والغصب واما اشبه ذالک والامر المختلف فيه هو الذي يحتاج الي التقليد فيه.(۱)
ژباړه : ددين هغه مسئلې چي دټولو پراتفاق دئ لکه دلمانځه ، روژې ، زکاة او حج فرضوالى ، يا دغلا ، غصب او داسي نور حراموالى په داسي مسئلو کي دڅلورګونو مذهبونو تقليد ته هيڅ اړتيا نه سته ، هغه مسئلې چي اختلاف پکښي وي په هغو کي تقليد ته اړتيا سته.

  • علامه خطيب بغدادي رحمة الله علیه  فرمايي:
واماالاحکام الشرعية فضربان : احدهما يعلم ضرورة من دين رسول الله صلی الله علیه وسلم  کالصلوة الخمس والزکاة وصوم شهر رمضان والحج وتحريم الزنا شرب الخمر وما اشبه ذالک فهذا لايجوز تقليد فيه لان الناس کلهم يشترکون في ادراکه والعلم به فلامعنى للتقليد فيه وضرب آخر لايعلم الابالنظر والاستدلال کفروع العبادات والمعاملات والفروج والمناکحات وغير ذالک من الاحکام فهذا يسوغ في التقليد بدليل قوله تعالي: (فاسئلوا اهل الذکر ان کنتم لاتعلمون) ونالو منعنا التقليد في هذه المسائل التي هي من فروع الدين لاحتاج کل احد ان يتعلم ذالک وفي ايجاب ذالک قطع عن  المعايش وهلاک الحرث والماشية فوجب ان يسقط.(۲)

ژباړه : شرعي احکام  دوه  ډوله دي:  يو يې هغه دئ چي څرنګوالى يې په دين کي ښکاره وي  لکه پنځه ګوني لمونځونه ، روژه نيول ، حج کول ، دشرابو حراموالى او داسي نور په داسي  احکامو کي تقليد کول نه دئ  جايز ځکه ټول خلګ ددغه شيانو په پوهاوي او علم کي سره شريک دي په داسي شيانو تقليدکول بې معنا کار دئ.   دوهم ډول يې هغه مسئلې دي چي دنظر او استدلال پرته نه معلوميږي لکه دعباداتو ، معاملاتو ، نکاح او داسي نورو فرعي مسئلې په داسي مسئلو کي تقليد کول جايز دئ ځکه الله جل جلاله  فرمايي: که تاسو نه پوهېدلاست نو دعلماؤ څخه پوښتنه وکړئ ، په داسي ګرانو مسئلو کي موږ تقليد نه منعه  کوو ځکه که تقليد منعه کړو نو پر هر سړي باندي به لازمه سي چي نوموړي مسئلې په څېړنيز ډول زده کړي او که دا کار پر هر چا باندي واجب وګرځول سي دژوندانه ټولي چاري به ودريږي ، ژوند کول به ګران سي ، فصلونه او حيوانان به لمنځه ولاړ سي، همدا وجه ده چي پر هر چاباندي پورتنى وجوب نسته.

  • حکيم الامت مولانا اشرف علي تهانوي رحمة الله علیه  فرمايي:
مسئلې درې ډوله دي : يو هغه مسئلې دي چي نصوص په هغو کي متعارض وي، او دوهم هغه مسئلې دي چي په هغوکي نصوص متعارض نه وي مګر دزياتو معناوو او وجوهاتواحتمال لري، دريم هغه مسئلې دي چي نه نصوص پکښي متعارض وي او نه زياتي معناوي او احتمالات لري.  په  لومړى قسم کي چي تعارض موجود وي مجتهدته داجتهاد اړتيا ده او مقلد ته دتقليد اړتيا ده، دوهم قسم ته ظني الدلايل ويل کيږي داچي په دوى کي ديوه احتمال تعين کيږي نو بيا هم اجتهاد او تقليد ته اړتيا سته او دريم قسم ته قطعي الدلايل ويل کيږي په دغه قسم کي نه اجتهاد جايز دئ او تقليد جايز دئ.(۳)

 امام شارع نه شارح دی
دپورتنيوخبرو په نظر کي نيولو سره داخبره معلوميږي چي ديوه امام دتقليد څخه مطلب دا نه دئ چي نوموړى امام خپله داسي څوک دئ چي وجوبا دي يې تقليد وسي او يادي واجب الاطاعت ورته وويل سي او اتباع دي يې وسي او يا دي نوموړي امام دشريعت جوړونکى ، شارع او ددين قانون جوړونکى وبلل  سي ، په هره خبره کي دي دده پيروي واجب وګڼل سي بلکي ددې مطلب دادئ چي اصلا پيروي دقرآن او حديث ده داچي په پېچلو مسائلو کي په قرآن او حديث باندي پوهاوى ګران کار دئ او دغه امام ددغه پېچلو مسائلو حل ، دقرآن او حديث صحيح تعبير په خپل ژور فکر باندي کړى دئ نو ددغه امام پر تعبير باندي او دمسئلو پر حل باندي اعتماد وکړل سي همدا لامل دئ چي په څرګندو او يقيني مسئلو کي تقليد نه دئ لازم، ځکه په هغه ځاى کي دالله جل جلاله  او درسول الله صلی الله علیه وسلم  داطاعت کولو مقصد د تقليد پرته په اسانۍ سره لاسته راوړل کېداى سي.

لکه مخکي چي مو وويل چي کله دامام تقليد وکړل سي نو امام ته  يوازي شارح ويل کيږي او بالذات واجب الاتباع نه دئ همدا داخبره خپله دتقليد په تعريف کي داخله ده ځکه علامه ابن الهمام رحمة الله علیه  او علامه ابن نجيم رحمة الله علیه  دتقليد دتعريف په هکله داسي فرمايي:
التقليد العمل بقول من ليس قوله احدى الحجج بلاحجة منها(۴)
ژباړه : تقليد دې ته ويل کيږي چي مقلد دخپل امام قول دشرعي ماخذ پرته  بېله  دليله عمل په  وکړي.

دپورته تعريف څخه په ښکاره  معلوميږي چي مقلد دخپل امام قول شرعي ماخذ نه ګڼي ځکه شرعي ماخذ يوازي قرآن او حديث ، دقرآن  او حديث په رڼا کي اجماع او قياس دي،  مقلد ځکه دامام پر خبره باندي اعتماد لري چي امام دقرآن او حديث په پوهاوي کي پوره لاس رسى  او بصيرت لري ، مقلد وايي کوم مطلب چي امام دقران او حديث څخه اخستى دئ هغه زما لپاره داعتماد وړ دئ، دپورته خبرو په نظر کي نيولو سره تاسو ښه په عدل او انصاف سره پرېکړه وکړئ چي په دا ډول تقليد کي چي لوړ يې بيان سته څه دګناه او يا دشرک خبره سته؟
 
که يو څوک خپل امام شارع بولي او خپله امام ددين قانون جوړونکى او يا امام بالذات واجب الاطاعت بولي  نو دا خوښکاره خبره ده چي دغه کار ته شرک ويل کيږي، او که څوک خپل امام شارع نه بلکي ددين دقانون شارح وبولي ، ترخپل ځان دهغه ذکاوت او فهم ښه وبولي ، دخپل نظر په پرتله دهغه نظر ښه وبولي اوهغه  امام چي کوم تعبيرات کړي دي تر  تعبير دهغه پر تعبير باندي اعتماد وکړي په ځانګړې توګه په اوس وخت کي چي علمي خلا خورا زياته ده ، داسي کار کول نه يوازي چي لازمي دئ بلکي ددې کار څخه تېښته او ځان خلاصول ناممکن دي.

مجتهد امام د قران او حدیث تفسیر کوونکی دی
کله چي په قرآن او حديث کي څه ګران ځاى راسي نو عام خلګ نه په پوهيږي نو  خلګ دمجتهدينو لوري ته رجوع کوي څو هغه يې ورته تفسير او تشريح کړي ، عام خلګ ددوى پر دغه تفسير او تشريح باندي اعتمادوکړي همدې خبري ته تقليد وايي همدا وجه ده چي موږ پر عامو خلګوباندي دا الزام نه سو لګولاى چي دوى دي دقرآن او سنت پرځاى دمجتهدينو امامانو اتباع وکړي.

ماخذ: د تقلید شرعي حیثیت
 

مؤلف: د نړۍ مشهور او منلی عالم علامه مفتي محمد تقي عثماني حفظه الله

 نوموړی په ډیرو نړیوالو دیني کانفرانسونو کي غړیتوب لري، د سعودي په جده کي د نړیوالي دارالافتاء نائب رئیس هم دی.

 
-----------------------------
۱: خلاصة التحقيق في حکم التقليد والتلفيق ، ص : ٤ ط : المکتبة اليشيق استنبول.
۲: الفقيه والمتفقه، للخطيب البغدادي رحمه الله ج : ٢ ص : ٦٧و ٦٨ ط : دارالافتاء سعوديه رياض، سنه ١٣٨٩ هــ ق
۳: الاقتصاد في التقليد والاجتهاد ص : ٣٤ ط : دهلي  ،دديارلسمي شبهي په جواب کي.
۴: تيسير الحرير لامير بادشاه البخاري ج : ٤ ص : ٢٤٦، ط : مصر ، نېټه : ١٣٥١ هــق وفتح الغفار شرح المنار لابن نجيم ،ج : ٢ ، ص :٣٧ ، ط: مصر ، نېټه : ١٣٥٥ هــ ق  
-----------------
ورپسې لیکني:
دتقليد ثبوت په قرآن سره
دتقليد ثبوت په حديث سره
داصحابانو رضي الله عنهم په زمانه کي شخصي تقليد
شخصي تقليد ته اړتيا
دشخصي تقليد دلزوم يو څرګند مثال
دڅلور مذهبونو تخصيص
دتقليد بېلابيلي درجې
- دعوامو خلګوتقليد
- دجيد او متبحر عالم تقليد
- مجتهد في المذهب
د مجتهد مطلق تقليد
پر تقليد باندي شکونه او نيوکي
په  قرآنکريم کي دپلرونو او نيکه ګانو تقليد
داحبارو او رهبانو تقليد
دمجتهدينو امامانو ويناوي
عام سړى به څنګه مجتهد پېژني؟
ايا تقليد کول عيب دئ؟
شخصي تقليد او خواهش پرستي
تقليد او نوي پيدا سوي  مسئلې
حنفي مذهب په حديث باندي  عمل
امام ابوحنيفة رحمة الله علیه او علم حديث
په تقليد کي جمود

سرته