تازه سرليکونه
د (روژه مبارکه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په روژه کي یو ستر نېک عمل!
  تعلیم الاسلام راډیو
  May 13, 2019
  0

ليکوال : مولوي عصمت الله عزام

نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد:
 
 
 رمضان د ښوکارونو مياشت
 
د رمضان مياشت د ښوکارونومياشت ده،په دې مياشت کي بايد انسان نه ستړې کېدونکي هلي ځلي وکړي څو ډېر ښه کارونه سرته ورسوي ځکه دا د دغو کارونو يو غوره موسم دی چي هره نېکي پکي په څو برابره زيات ثواب لري.
 
دا د سيالۍ مياشت ده چي د ښوکارونو په ترسره کولو کي بايد يو تربل د وړاندي کېدلو هڅه وشي څو ډېري اخروي گټي ترلاسه کړل شي.
 
په دې مياشت کي بايد د هرښه کارکول له پامه ونه غورزول شي (په دې مياشت کي د مهمو کارونو يادونه موږ په بله ځانگړې ليکنه کي کړې ده، په دې هيله چي هغه مولوستلې وي)
 
یو ستر د نیکۍ کار
خو دلته زه ديوه ښه کار په ځانگړې توگه څېړل غواړم  او  هغه دا چي په ښوکارونو کي يو لوی ښه کار او  د الله پاک د رضاء يوستر لامل د مور  او  پلار سره نېکي کول دي.
 
د مور او  پلار مرتبه په دين کي لوړه او دا جنت ته د داخلېدلو ستر سبب دی.
دا داسي يوه نېکي ده چي په هکله يې د ټولو پيغمبرانو- عليهم السلام- شريعتونه متفق دي  او  په هر شريعت کي مهم کار بلل شوی دی.
 
 دا د پيغمبرانو عليهم السلام اخلاق او د نېکانوطريقه ده.
 
همداراز دا د عُمر د زياتوالي، د روزۍ د پراخوالي، د غمونو د لري کېدلو،د دُعاگانو د قبلېدلو، د سينې د خلاصېدلو او د ژوند د ښه کېدلو سبب دی.
 
د مور  او  پلارسره ښېگڼه د ايمان  د صداقت دليل دی.
 
ددې برخلاف د مور  او  پلار نافرماني يوه ستره گناه ده.
دا دومره ستره گناه ده چي شرک ته نږدې ده، د دُنيا او د آخرت د عذاب سبب دی.
 
د دې گناه له امله د انسان عمل له قبلېدو راگرځي او په آخرت کي جهنم ته د داخلېدلو ستر لامل دی.
 
دا گناه له ښو انکار او  ناشکري، د انسان د بې عقلۍ  او  ناپوهۍ څرگندونه ده.
 
دا گناه د انسان  د بې غيرتۍ، ذلت  او  سپکاوي علامه ده.
 
د مور  او  پلار د زياتو حقونوله امله په شريعت مطهره کي  د دوی سره د ښېگڼي کولو  او  د دوی له زورولو د ځان ساتلو په هکله ډېر ټينگارشوی دی تردې چي د دوی دواړو حق د الله پاک د حق سره يو ځای ذکر شوی دی، الله عز وجل فرمايي:
(وَاعْبُدُوا اللَّهَ وَلا تُشْرِكُوا بِهِ شَيْئاً وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَاناً) (النساء: من الآية۳۶).
(د الله پاک عبادت وکړئ  او دهغه سره هيڅ شی مه شريکوئ! او د مور او پلارسره نېکي وکړئ!!)
 
په بل ځای کي فرمايي:
(قُلْ تَعَالَوْا أَتْلُ مَا حَرَّمَ رَبُّكُمْ عَلَيْكُمْ أَلَّا تُشْرِكُوا بِهِ شَيْئاً وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَاناً) (الأنعام: من الآية۱۵۱).
(ورته ووايه!راشئ زه تاسو ته هغه څه بيان کړم د کوم مخالفت چي ستاسورب پرتا سو حرام کړی دی: هغه دا چي دهغه سره هيڅ شی مه شريکوئ  او د مور او پلارسره نېکي وکړئ!!)
 
په بل ځای کي فرمايي: (وَقَضَى رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَاناً إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِنْدَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلاهُمَا فَلا تَقُلْ لَهُمَا أُفٍّ وَلا تَنْهَرْهُمَا وَقُلْ لَهُمَا قَوْلاً كَرِيماً وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّحْمَةِ وَقُلْ رَبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِي صَغِيراً) (الإسراء: ۲۳-۲۴)
( او ستارب حکم کړی دی چي له هغه پرته د هيچاعبادت مه کوئ! او د مور او پلار سره ښېگڼه کوئ! که تاسره يوه له هغو يا دواړه يې زړښت ته ورسېږي نوهغوی ته اُف (هم) مه وايه! او مه يې رټه! او هغوی سره په درناوي خبري کوه! او دوی ته د شفقت له امله د عاجزۍ وزر کوز کړه! او داسي وايه: اې زماربه! پر دواړو داسي رحم وکړې لکه زه يې چي وړوکی روزلی يم!!)
 
په د غوټولو آياتونو کي د الله پاک د عبادت سره يو ځای د مور او پلار سره دښېگڼي حکم راغلی دی، له دې څخه دا معلومېږي چي د مور او پلارسره ښه کول ډېر مهم کار دی.
 
دامضمون په ډېرو احاديثو کي هم راغلی دی چي يويې دلته د بېلگي په توگه ذکر کوو:
 
عن عبد الله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما عن النبي  صلی الله عليه وسلم قال : الكبائر: الإشراك بالله، وعقوق الوالدين، وقتل النفس، واليمين الغموس (رواه البخاري.)
 
(له حضرت عبدالله بن عمروبن العاص رضی الله عنهماڅخه روايت دی چي نبي عليه السلام وفرمايل: لويې گناوي دادي:د الله سره شرک کول، د مور او پلار نافرماني کول، د نفس (ناحقه) وژل، او د غموس(په دورواغو) قسم.(بخاري شريف)
 
د مور او پلارددې ستري مرتبي سره سره بيا هم متاسفانه د دوی په شان کي ډېره بي احترامي کېږي د هغې ډېرصورتونه دي : 
 
  • هغوی ته په سپکه کتل،
  • دهغوی زورول،
  • هغوی ته ترخه وينا،
  • پرهغوی مېرمن او اولادته ترجيح ورکول  او ...
 
دا ټول صورتونه د هغوی د زورولو دي.
 
بايد له داسي کړنوپه کلکه ځان وژغورل شي چي په هغه سره دوی دواړه خفه کېږي څو دُنيا او آخرت مو برباد نه شي.
 
ځکه هغه څوک چي د مور او پلار بې احترامي  او نافرماني کوي هغه له خير څخه ډېر لري، شر او عذاب ته ډېر نږدې دی. او دا داسي گناه ده چي په دُنيا کي يې هم سزا انسان ته ورکول کېږي او د آخرت عذاب خو ډېر سخت او اوږدمهاله دی.
 
الله پاک دي موږ او تاسو ته توفيق راکړي چي د مور او پلار درناوی وکړو او له بې احترامۍ څخه يې په کلکه ځان وساتو په ځانگړې توگه په دې مياشت کي بايد د ځانونو په دې هکله اصلاح وکړو او بايد دغه ستر عبادت ته ځانگړې پاملرنه وکړو څو په راتلونکي کي هم ددغه عبادت لپاره ځانونه وروزو.
 
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته