تازه سرليکونه
د (انبیاء علیهم السلام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د انبیاو عصمت یا معصومیت
 
  July 14, 2015
  0

د (د نبوت او انبیاء علیهم السلام تاریخ) کتاب څخه

مؤلف: شیخ محمد علي صابوني، 

 

دعصمت تعريف اوشرعي معنى يې:

 
ايا دانبياؤ علیهم السلام  عصمت تر نبوت وړاندي و او که وروسته ؟
دانبياؤ علیهم السلام  په عصمت کي ځيني شبهې او پرهغو رد.
دانبياؤ علیهم السلام  او دټول بشريت دپلار آدم علیه السلام  عصمت.
دابراهيم خليل الرحمان علیه السلام  عصمت
ديوسف صديق علیه السلام  عصمت
ايا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه کومه خطا صادره سوې ده ؟

ټول هغه فضائل چي انبياء علیهم السلام  دټول بشريت څخه امتياز په لري دوى يې دشک څخه وتلي څښتنان دي همدا ډول ټول هغه شيان چي انساني درنښت ته تاوان رسوي لکه ګناوي ، شهواني غوښتني او داسي نور د ټولو دغه شيانو څخه دوى مبارکان پاک دي ، انبياء علیهم السلام  دکمال ، فضيلت او شرافت نمونې پاته سوي دي او انبياء علیهم السلام  دپوهي ، عقل ، مرتبې، ښه اخلاقو او ښه سلوک له مخي کاملترين انسانان وه او الله جل جلاله  موږ ته امر کړى دئ څو ددوى لاره  تعقيب کړو او کامله پيروي يې وکړو يعني دژوندانه په هر ډګر کي په دوى پسي ولاړ سوځکه الله جل جلاله  فرمايي:

أُولَئِكَ الَّذِينَ هَدَى اللَّهُ فَبِهُدَاهُمُ اقْتَدِهْ قُلْ لَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرَى لِلْعَالَمِينَ . (سورة انعام الاية ٩٠)

ژباړه : دغه انبياء علیهم السلام  هغه کسان دي چي الله جل جلاله  هدايت ورته کړى دئ نو تاسو د دوى په هدايت سره پيروي وکړئ.

په بل ځاى کي الله جل جلاله  فرمايي :
لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَنْ كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا . (سورة احزاب الاية ٢١)

ژباړه :بېشکه ستاسو لپاره دالله جل جلاله  په رسول پسي نېکه پيروي ده ، دهغه چا لپاره چي الله جل جلاله  او قيامت ورځي ته اميد لري او دالله جل جلاله  ذکر ډېر کوي.

د عصمت تعريف :

عصمت په لغت کي منعه کولو ته وايي په عربي ژبه کي عرب څو ځايه د عصمت لفظ استعمالوي دمثال په ډول دوى وايي : (عصمته من الطعام ) يعني دى مي د خوراک کولو څخه منعه کړئ او يا وايي: (عصمته من  الکذب) يعني دى مي د درواغ ويلو څخه منعه کړى . د الله جل جلاله  په سپېڅلي کلام کي هم دعصمت  لفظ د منعي په معنا استعمال سوى دئ لکه چي الله جل جلاله  فرمايي :
 
قَالَ سَآوِي إِلَى جَبَلٍ يَعْصِمُنِي مِنَ الْمَاءِ . (سورة هود الاية ٤٣)

ژباړه : (د نوح علیه السلام  زوى وويل:) زه به غره ته پناه يوسم چي د اوبو څخه منعه سم يعني غرق نه سم.

په بل ځاى کي الله جل جلاله  فرمايي :
 
وَلَقَدْ رَاوَدْتُهُ عَنْ نَفْسِهِ فَاسْتَعْصَمَ . (سورة يوسف الاية ٣٢)
ژباړه : بېشکه ما دده ځان طلب کړى دئ نو ده ځان زما څخه منعه کړى دئ.

۲۴ - حَدَّثَنَا عَبْدُ اللَّهِ بْنُ مُحَمَّدٍ الْمُسْنَدِيُّ قَالَ حَدَّثَنَا أَبُو رَوْحٍ الْحَرَمِيُّ بْنُ عُمَارَةَ قَالَ حَدَّثَنَا شُعْبَةُ عَنْ وَاقِدِ بْنِ مُحَمَّدٍ قَالَ سَمِعْتُ أَبِي يُحَدِّثُ عَنْ ابْنِ عُمَرَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ أُمِرْتُ أَنْ أُقَاتِلَ النَّاسَ حَتَّى يَشْهَدُوا أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ وَيُقِيمُوا الصَّلَاةَ وَيُؤْتُوا الزَّكَاةَ فَإِذَا فَعَلُوا ذَلِكَ عَصَمُوا مِنِّي دِمَاءَهُمْ وَأَمْوَالَهُمْ إِلَّا بِحَقِّ الْإِسْلَامِ وَحِسَابُهُمْ عَلَى اللَّهِ. ( بخاري ومسلم)

ژباړه : رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي : زه امر سوى يم چي دخلګو سره جنګ وکړم تر هغه وخته پوري چي دوى کلمة طيبه وايي ، لمونځونه کوي ، زکاتونه ورکوي ، کله چي يې دغه کار وکړئ نو دوى زما څخه خپلي ويني او مالونه وساتل مګر د اسلام په حق کي او حساب يې پر الله جل جلاله  دئ.

قرطبي رحمة الله علیه  فرمايي : عصمت ته له دې امله عصمت وايي چي انسان د ګناه څخه منعه سي.
 
په اصطلاح کي: په شريعت کي عصمت عبارت دئ دالهي ساتني څخه چي دغه ساتنه د انبياؤ اورسولانو په اړه وي.

دهمدې خبري پر بنسټ باندي عصمت انبياؤ علیهم السلام  ته ثابت دئ او ددوى دصفتونو دجملې څخه دئ او ددوى مبارکانو دهغه ځانګړتياو څخه دي چي څښتن تعالى جل جلاله  دوى دټول بشريت څخه په ممتاز کړي دي نو په د ې لحاظ سره عصمت دانبياؤ علیهم السلام  جز ګڼل کيږي او الله جل جلاله  دوى ددې لوى نعمت څخه برخمن کړي دي چي دوى يې دهر ډول ګناه څخه صغيره وي او که کبېره وي په خپلي مهربانۍ سره ساتلي دي ، بل هيڅ داسي انسان نه سي پيدا کېدلاى چي دهرډول ګناه څخه پاک او معصوم وي پرته دانبياؤ علیهم السلام  څخه چي امکان نه لري چي ددوى څخه دي ګناه وسي او دوى دي دالهي احکامو څخه مخالفت وکړي خو نور انسانان داسي نه دي.

د عصمت یو حکمت
 
داچي الله جل جلاله  ټول انبياء علیهم السلام  دهر ډول ګناه څخه ساتلي دي حکمت پکښي دادئ چي دوى دنورو انسانانو لپاره مقتدايان او لارښوونکي دي پر نورو انسانانو باندي لازمه ده چي ددوى پيروي وکړي او ددوى پر لاره باندي ولاړ سي نو که خداى مه کړه ددوى څخه ګناه ترسره سي نو ګناه کول به يو مشروع عمل سي او پرموږ باندي به يې بيا اتباع لازمه  نه سي او حال داچي دوى دستورو په څېر سپېڅلي مقتدايان دي هيڅ ډول خيره او نيمګړتيا ورسره مناسبه نه ده او نه موږ ته جائزه ده چي ددوى مخالفت وکړو په داسي صورت کي نو ددوى ګناه کول يو ناشونى کار دئ . 

همدا ډول رسولان علیهم السلام  دبشريت لپاره مقتدايان او لارښوونکي دي نو دابه څنګه وسي چي دوى دي خلګ نېکو لارو ته رابولي او دناروا کارونو څخه دي يې منعه کوي دبلي خوا دي بيا دوى خپله ناروا او فاحش کارونه ترسره کوي؟

لنډه داچي ناروا کارونه او ګناهونه مرداري او بدبويي ده دهغه بدبويۍ او مردارۍ سره تشبيه کيږي چي په سترګو ليدل کيږي په داسي صورت کي چي دغه مرداري او بدبويي داسي سپېڅلو انسانانو ته ثابته سي هيڅ مناسبه نه ده.

په حديث شريف کي دې خبري ته اشاره سوې ده چي ګناه کول باطني نجاست دئ لکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي :
۱۲۹۹ -..... مَنْ أَصَابَ مِنْ هَذِهِ الْقَاذُورَاتِ شَيْئًا فَلْيَسْتَتِرْ بِسِتْرِ اللَّهِ فَإِنَّهُ مَنْ يُبْدِي لَنَا صَفْحَتَهُ نُقِمْ عَلَيْهِ كِتَابَ اللَّهِ (موطا مالک)

ژباړه :چا که ددغه مرداريو څخه يوعمل ترسره کړئ نو ځان دي دالله جل جلاله  په پټېدو سره پټ کړي ځکه څوک چي ځان ښکاره کوي يعني ګناه په ښکاره ترسره کوي الهي حد پر جاري کيږي.

آخر داچي عقل او شريعت دواړه پرېکړه کوي چي پيغمبر بايد دهر ډول ګناه څخه پاک وي يا په بل عبارت دا به کله وسي چي يو کس دي پيغمبر وي او غل ، يازناکاره ، يا شراب څيښونکى او يا لاره نيونکى دي هم  وي او بيا دي يې پيروي هم لازم وي؟ ايا دابه شوني وي چي پيغمبر دي ناوړه ژوند کونکى وي او يا دي په ځينو کړغېړنو خويونو ملوث وي او دى دي په خلګو کي نفوذ وکړي؟ او خلګ دي دځان تابع جوړ کړي ؟ (عاصمهم الله)
 

دپورتنيو خبرو په نظر کي نيولو سره ويلاى سو چي پيغمبر بايد ديوه پاک ژوند لرونکى وي ، دسپېڅلتيا او پاک لمنۍ څښتن وي ، دهر ډول نيمګړتياو او کرغېړنو خويونو څخه پاک وي ، ودغه کړنو ته عصمت ويل کيږي او انبياء علیهم السلام  دعصمت څښتنان دي.

په (عقيده اسلامي ) نومي کتاب دعصمت د تعريف په باب کي داسي ليکل سوي دي :

څرنګه چي ثابته سوه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  دخپل امت دمنځ څخه يو بې مثاله څوک و نو په اعتقاداتو ، افعالو ، اقوالو او اخلاقو کي دده پيروي کول واجب ده ځکه چي الله جل جلاله  پردې شاهدي ورکوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  ستاسو لپاره يونېک مقتدا دئ په همدې لحاظ لازمي ده چي درسول الله صلی الله علیه وسلم  ټول هغه افعال ، اقوال او اخلاق چي تررسالت وروسته دده څخه څرګند سوي دي دالهي احکامو سره به موافق وي او هيڅ ډول مخالفت به دالهي احکامو سره نه لري ځکه چي الله جل جلاله  ټول انبياء علیهم السلام  مقتدايان ښودلي دي يعني خلګ يې په دې امر کړي دي چي بايد ددوى پيروي وسي نو که خداى مه کړه انبياء علیهم السلام  دګناه څخه معصوم نه سي، معصيت ددوى جز وګرځي او ددوى اطاعت لازمي سي نو دا به په حقيقت کي د معصيت په اطاعت سره امر وي دا خو ډېره ليري خبره ده چي الله جل جلاله  دي خپل بندګان په معصيت سره امر کړي او يا دي خپلو بندګانو ته امر وکړي چي تاسو دګناه ګاره خلګو پيروي کوئ هغوى چي هر څه کول تاسو يې هم کوئ ، هيڅکله داسي نه سي کېدلاى . په داسي صورت کي به تناقض رامنځته سي

 

الله تعالی  خپل پيغمبر صلی الله علیه وسلم  د ماشومتوب څخه سپېڅلى ساتلى دئ

 

 


الله جل جلاله  زموږ ګران پيغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم  دماشومتوب څخه  سپېڅلى ساتلى دئ او کوچني والي او ځوانۍ څخه يې منعه کړى و چي دکافرانو جاهلانه کړني ترسره نه کړي تر هغه بريده چي ده مبارک ته د پيغمبرۍ وياړ او  نعمت ور په  برخه سو او  درسالت او  نبوت مسؤليت په کامله توګه ور دغاړي سو.

ابن هشام په  خپل سيرت کي ليکي:

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم  په داسي حالت کي ځوان سو چي الله جل جلاله  دهر ډول کرغېړنو خويونو څخه ژغورلى و ځکه الله جل جلاله  ده ته درسالت دستر وياړ ورپه برخه کولو اراده درلوده تر داسي  بريده چي دى مبارک تر خپلو ټولو قومونو په  سپېڅلتيا ، امانت دارۍ ، ښه همسايه توب  ، حلم ، رښتينولۍ کي   وړاندي و يعني دى تر ټولو ښه ريشتياويونکى ، تر ټولو پاک لمنى ، ترټولو دبدو اخلاقو څخه ليري و . داچي الله جل جلاله  په ده کي ټول ښه خويونه جمعه کړي وه نو ځکه دى په خپل قوم کي د (امين) په نوم ياد سوى و.

ابن هشام ليکي :  يو حديث چي ماته بيان سوى دئ هغه دادئ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  دخپل ماشومتوب دوخت يوه قصه بيانوي چي يوه ورځ زه دقريشو دماشومانو په منځ کي ما د نورو ماشومانو سره د بازۍ لپاره ډبري راوړلې په داسي حالت کي چي زه لوڅ وم ناببره يو کس راغلى زه يې په يوه دردونکي سوک باندي ووهلم او راته وې ويل چي لنګ وتړه ما هم دستي لنګ وتړئ . په دغه ماشومانو کي يوازي زه وم چي لنګ مي تړلى و نورو نه و تړلى.( سيرة ابن هشام ج :١ ص : ١٩٤)

 سهيلي په خپل تعليق کي ددغه قصې په اړه کښلي دي :کله چي قريشو دکعبې دجوړولو لپاره ډبري راوړلې نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم ددوى سره يوځاى دکعبې دجوړولو لپاره ډبري راوړلې قريشو دډبرو راوړلو لپاره خپل لنګونه خلاص کړي وه څوپه ډبرو راوړلو کي ورته ستونزي پيښي نه سي حضرت عباس رضي الله عنه رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته وويل : اې وراره! لنګ خلاص کړه ددې لپاره چي په اسانۍ سره ډبري راوړې کله چي حضرت محمد صلی الله علیه وسلم  لنګ خلاص کړى دستي بېهوښه سو کله چي راپورته سو نو  وې ويل : زما لنګ ، زما لنګ دستي يې لنګ وتړئ او ډبري راوړل يې شروع کړه .

دابن اسحاق که دغه حديث صحيح ثابت سي نو کېدلاى سي چي دغه قصه دي دوه ځلي پېښه سوې وي يو ځلي دي د نبي  صلی الله علیه وسلم  په ماشتوب کي  دا قصه رامنځته سوې وي او يو ځلي دي په ځوانۍ کي رامنځته سوې وي.

ايا عصمت تر نبوت وړاندي وي او  که وروسته؟

  ځيني علماء په دې آند دي چي انبياء علیهم السلام  تر نبوت وړاندي او وروسته دهر ډول ګناه څخه معصوم دي ځکه که دوى تر نبوت وړاندي معصوم  نه سي نو ددوى مبارکانو ترنبوت وړاندي نه معصوميت ددوى دنبوت پر مهال باندي اغېز اچوي نو بايد دوى مبارکانو تر نبوت وړاندي هم حتما معصوم سي څو ددوى درسالت پر مهال باندي پر دوى باندي دچا نيوکه او طعن پاته نسي.

دغه ډله  علماء ددليل په موخه وايي  :انبياء علیهم السلام  الله جل جلاله  دټول بشريت له منځ څخه  انتخاب کړي او  ممتاز کړي دي نو ځکه الله جل جلاله  دوى دماشومتوب څخه  تر خپل حفاظت لاندي نيسي لکه چي الله جل جلاله  دموسى علیه السلام  په  مورد کي فرمايي :

وَلِتُصْنَعَ عَلَى عَيْنِي . (سورة طه الاية ٣٩)
  ژباړه :ددې لپاره چي ستا پرورښت په خپل حضور کي وکړو.

همدا ډول الله جل جلاله  ددوى په  اړه فرمايي  :

وَإِنَّهُمْ عِنْدَنَا لَمِنَ الْمُصْطَفَيْنَ الْأَخْيَارِ . (سورة ص الاية ٤٧)
ژباړه : بېشکه  دوى زموږ په نزد دنېکو غوره سوو انسانانو څخه دي.

بناءً انبياء علیهم السلام  تر نبوت وړاندي او  وروسته دهر ډول ګناهونو څخه پاک  او  معصوم دي.

ځيني علماء بيا په دې آند دي چي انبياء علیهم السلام  تر نبوت وروسته دکبېره او صغيره ګناهونو څخه پاک دي او تر نبوت وړاندي معصوم نه دي ځکه دوى هغه وخت مکلف کيږي چي الهي وحي نازلي سي بيا نو په الهي احکامو سره مکلف ګرځي کله چي الهي احکام نازل سوي نه وي نو دوى هم دنورو انسانانو په څېر دي البته ناوړه اخلاق او  کړني ددوى څخه فطرتا نه ترسره  کيږي که څه هم دوى تر نبوت وړاندي معصوم نه دي مګر ديوه فطرتي حکم پر بنسټ دوى د رذيلو او  ناوړه کړنو څخه ساتل سوي دي.

عقيده اسلامي نومي کتاب ليکي :

انبياء علیهم السلام  تر نبوت وړاندي دوه ډول دي :

لومړى : دا چي نبي تر نبوت وړاندي دکوم دين په پيروۍ مکلف نه وي په دې صورت کي دعصمت موضوع هيڅ مطرح نه ده ځکه مخالفتونه او معاصي په هغه وخت کي منځته راځي چي يو شريعت موجود وي او دهغه څخه د مخالفت په صورت کي معاصي منځته راځي په داسي صورت کي دعصمت دشتون او نه شتون په اړه بحث کولو ته اړتيا نه تر سترګو کيږي ځکه مکلفيت نسته البته د نبي سپېڅلتيا، فطرتي علويت ، پاکي لمني ، روحاني لوړوالى او دعقل صحت هغه شيان دي چي دنبوت نوم يې تقاضا کوي او بايد په فطرتي ډول په نبي کي دغه شيان موجود وي ځکه که دغه شيان په نبي کي موجود نه وي نو دقوم په منځ کي به دى منل سوى کس نه وي يا په بل عبارت نبي بايد په فطرتي ډول دټولو هغو شيانو څخه پاک وي چي سالم طبيعت کرکه ځني کوي ترڅو دقوم له خوا پرده باندي کوم تور ونه لګيږي.

دوهم : هغه نبي چي ترنبوت وړاندي ديوه بل نبي په  شريعت باندي مکلف وي لکه لوط علیه السلام  چي تر نبوت وړاندي د خپل اکا ابراهيم علیه السلام  په دين باندي مکلف و او يا د بني اسرائيلو انبياء چي تر نبوت وړاندي د موسى علیه السلام  په دين باندي مکلف وه په دغه حالت کي دانبياؤ علیهم السلام  پر عصمت باندي هيڅ قاطع دليل نسته نه د کبېره ګناهونو په اړه او نه دصغيره ګناهونو په اړه البته کوم سيرت چي دانبياؤ علیهم السلام  رانقل سوى دئ ددې شاهد دئ چي دوى مبارکانو د هر ډول ګناهونو څخه تر ټولو انسانانو پاک او  معصوم انسانان وه.

پاته دي نه وي چي هغه سهوه او نسيان چي دځينو پيغمبرانو څخه څرګندي سوي دي ډېر کمي او  نادري دي . ددوى دعالي فطرت ، نفسي سپېڅلتيا او هغه درنې دندي پربنسټ چي دوى ته ور دغاړي کېده ددې لامل نه ګرځي چي پردوى دي طعن واردسي دا يوازي ددې څرګندونه کوي چي دوى انسانان دي ځکه انسانانو ته هغه صفات شوني نه دي چي هيڅ ډول تېروتنه دي ځني ترسره نه سي ځکه دبشريت سره سهوه اونسيانه حتمي وي . ددې ترڅنګ ددوى مبارکانو دغه سهوه اونسيانه ددوى دنبوت وړاندي حالت او وروسته حالت توپيروي څو دا څرګنده سي چي دغه حالت ددوى تر نبوت وړاندي دئ او دغه حالت ددوى تر نبوت وروسته حالت دئ.( عقيده اسلامي ص : ١١٦)

دپورته خبرو په نظر کي نيولو سره ويلاى سو چي صحيح او داعتماد وړ قول دادئ چي انبياء علیهم السلام  تر نبوت وروسته دټولو علماؤپه اتفاق سره دهر ډول ګناه څخه پاک دي او تر نبوت وړاندي کېداى سي چي ددوى څخه دي کوچنۍ تېروتنه ترسره سوې وي البته دغه تېروتني ددوى درنښت ، عزت او سپېڅلتيا ته کوم تاوان نه رسوي. (خو بیا هم ناوړه اخلاق او  کړني ددوى څخه فطرتا نه ترسره  کيږي د يوه فطرتي حکم پر بنسټ دوى د رذيلو او  ناوړه کړنو څخه ساتل سوي دي.)

علامة قرطبي رحمة الله علیه په خپل تفسير جامع احکام القرآن کي ليکي:

 علماؤ کرامو په دې موضوع کي اختلاف کړى دئ چي دانبياؤ علیهم السلام  څخه صغيره ګناهونه سوي دي که يا؟ په داسي حال کي چي علماء پردې خبره په يوه خوله دي چي انبياء علیهم السلام  دلوي ګناهونو او هر هغه چټل عمل څخه پاک دي چي ددوى عزت او شرافت ته نقص رسوي.

جمهور علماء په دې اند دي چي انبيآء علیهم السلام  څرنګه چي د لوي ګناهونو څخه  پاک دي په دغه ډول دکوچني ګناهونو څخه هم پاک دي ځکه ددوى دکړنو او سيرتونو پيروي دکومي قرينې دالتزام پرته پر موږ په مطلقه توګه لازمه ده نو که چيري ددوى څخه کوم ګناهونه ترسره سي نو بيا امکان نه لري چي ددوى کامله پيروي دي موږ وکړو ځکه موږ خو عموما ددوى دکړنو په تقليد امر کړل سوي يو که داسي موږ وکړو يعني ددوى دټولو کړنو تقليد وکړو نو ښکاره خبره ده چي موږ به هم ددوى په تقليد کي په ګناهونو باندي اخته سو او ددې توپير به موږ ته ممکن نه وي چي ددوى کومه کړنه جائز عمل دئ او کومه کړنه يې ناجائز عمل دئ ، همدا ډول به موږ دمعصيت ، اباحت ، حظر  او قربت توپير نه سو کولاى.

داحنافو علماؤ د ډلي څخه ابواسحق اسفرائيني وايي : د پيغمبرانو علیهم السلام  څخه هيڅ ډول ګناه نه ترسره کيږي نه صغيره ګناه او نه کبېره ګناه . ددې نظر دليل د معجزې پر مقتضا بنا دئ.

يوه ډله بيا په دې آند ده چي دانبيآؤ علیهم السلام  څخه صغيره ګناهونه  ترسره کيږي خو دغه ډله کوم اصل او دليل نه لري ، زيات علماء دغه رايه  جائز نه بولي.

 
ځينو متاخرينو علماؤ ويلي دي :

 
کوم څه چي ښکلا څرکندوي هغه دا دئ چي د ځينو انبياؤ علیهم السلام  دتېروتنو څخه الله جل جلاله  بيان کړى دئ او دوى ته يې ددغه تېروتنو نسبت کړى دئ ،دوى دملامتيا مورد ګرځولي دي همدا ډول انبياؤ علیهم السلام  هم دخپلو ځينو تېروتنو بيان کړى دئ ، پر هغه يې پښيماني او بېزاري ښودلې ده او توبه ګا رسوي دي ، داسي تېروتني دي چي تاويل يې نه سي کېداى او که هم وسي دټولو پيښو تاويل نسي کېداى که کېداى هم سي نو دځينو پيښو تاويل کيږي دټولو پيښو تاويل نه کيږي البته ددوى دغه تېروتني ددوى کرامت اوعزت ته کوم نقص نه رسوي بلکي دغه تېروتني دسهو او نساني سره تړل کيږي . علاوه پردې ويلاى سو چي کوم مسائل دعامو خلګو په نسبت حسنات دي ددوى مبارکانو په حق سيئات دي . (حسنات الابرار سئیات المقربین)


همدا وجه ده چي جنيد بغدادي  رحمة الله علیه  فرمايي : دنېکو خلګو نېکۍ والله جل جلاله  د مقبولو بدۍ دي. دمثال په توګه پاچا يو وزېر پر يوه موضوع باندي سزا کوي خو هغه کړنه چي يو عام مزدور ترسره کړي انعام ورکوي .

علامة قرطبي رحمة الله علیه  ليکي : که څه  هم دځينو پيغمبرانو په اړه څرګند نصوص سته چي ددوى څخه  تېروتني ترسره سوي دي خو دغه تېروتني ددوى منصب ،  عزت او شرافت ته کوم تاوان نه رسوي بلکي الله جل جلاله  دوى دټول بشريت له منځه انتخاب کړي دي او دوى يې په  سپېڅلتيا ، کرامت او عزت سره  وياړلي دي. صلوات الله عليهم اجمعين.  (تفسير قرطبي ج : ١ ص : ٣٠٨)
 
رارواني لیکني:
د انبیاء علیهم السلام په اړه د اهل کتابو عقیده
 دانبياؤ علیهم السلام  دعصمت په اطرافو کي ځيني شکونه
ايا دانبياؤ علیهم السلام  پرته بل چا ته هم عصمت ثابتېداى سي؟
د آدم علیه السلام  په اړه

سرته