تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
هجري نېټې
  تعلیم الاسلام
  September 20, 2017
  0

 ليکوال : مولانا سليم الله خان

 ژباړن: مولوي احمد الله "ابوالبدر"(مرتاض)
 
اسلامي امت د خپل ژوند د بقاء لپاره بشپړه لاره اونظام لري. دا امت خپل آداب، تاريخ او ثقافت لري. هجري کال د اسلامي ټولني يوه پېژندويه نښه ده.
 
د اسلام له پيل سره څو داسي پېښي منځ ته راغلې، چي ممکنه وه اسلامي سنه ورڅخه پيل سي؛ لکه  د وحيو پيل، د هجرت پيل  او بله پېښه  د بدر غزا وه.
 
دا ټولي هغه مهمي پيښي وې، چي مسلمانان يې نېکمرغه کړل؛ په وحيو سره له جهالت څخه ووتل؛ په هجرت سره د مشرکانو له قيد څخه آزاد سول؛  شخصي او سياسي ژوند ته ورسېدل او د بدر په غزا سره د مسلمانانو دبدبه خپره سوه.
 
په دې ټولو کي بيا د هجرت آثار ډېر ښکاره وه؛ ځکه مدني ژوند په ديني، سياسي او اقتصادي لحاظ ډېر لوړ پوړ ته پورته سو؛ نو ويلای سو، چي هجرت د هجري کال پيلامه سوه.
 
په دې اړه روايتونه مختلف دي، چي هجري سنه چا تعيين کړه؟ قوي روايت دا دی، چي حضرت عمر رضي الله عنه د نورو نومياليو اصحابو رضي الله عنهم په مشوره هجري سنه انتخاب کړه.
 
اوس پر مسلمانانو لازمه ده، چي هجري سنه د زامي په غاښونو ټينګه کړي؛ ځکه دا د مسلمانانو د شعارونو او بېلوونکو علامو څخه يوه مهمه علامه ده.
 
مسلمانان دي په حکومتي، رسمي، شخصي او تجارتي کارونو کي هجري سنه وکاروي او د نورو کافرانو سره دي تشابُه (ورته والی) نه کوي؛ ځکه د الله جل جلاله پېغمبر رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي:
 
 مَنْ تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُمْ. (ابوداود) 
ژباړه: څوک، چي د کوم قوم سره مشابهت کوي، نو له هغه قوم څخه دی.
 
يادونه: د هجري سنې څخه شمسي او قمري دواړه مراد دي؛ خو د قمري نېټې کارول ځکه ښه دي، چي روژه، حج او نور شرعي عملونه په دغه سنه کي دي.
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۵ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته