څانګه: چاڼ شوي مضامين نيټه: July 25, 2015
       
د گناهونو د مغفرت او بخښني اسباب ۱
بسم الله الرحمن الرحيم 
نحمده ونصلي علی رسوله الکريم امابعد : 
 
ليکوال : مولوي عصمت الله عزام 
 

د مسلمان لپاره د خوشحالۍ خبره دا ده چي الله جل جلاله د ځينو کارو له امله ورته نه يوازي دا چي لوی لوی ثوابونه ورکوي بلکي ورسره يې گناوي هم وربخښي.
 
له انسان څخه گناوي کېږي او هر انسان دېته اړ دی چي بايد د خپلو گناهونو د بخښل کېدلو لپاره په ژوند کي هڅي وکړي.
 
په دې هکله غواړم چي ځيني داسي کارونه وليکم چي په هغوسره د انسان گناهونه بخښل کېږي.

د دغو کارونو په ترسره کولو کي بايد هر څوک کوښښ وکړې څو الله پاک موخطاوي رامعاف کړي.

۱: توحيد اوله شرک څخه ځان ساتل:
د گناهونو د مغفرت او بخښني لپاره تر ټولو عُمده  او لومړنی سبب توحيد دی.
 
که دا سبب په چا کي موجود نه وو، هغه ته بخښنه نشته او که په چا کي موجود شو، د مغفرت تر ټولو ستر سبب ئې حاصل کړی دی.
 
الله جل جلاله فرمايي:الَّذِينَ آمَنُوا وَلَمْ يَلْبِسُوا إِيمَانَهُمْ بِظُلْمٍ أُولَئِكَ لَهُمُ الْأَمْنُ وَهُمْ مُهْتَدُونَ .(الأنعام:۸۲)
 
ژباړه : هغو کسانو چي ايمان راوړی او خپل ايمان يې د ظلم (شرک) سره نه دی گډ کړی، د همدوی لپاره (په آخرت کي) امن دی او دوی (په دُنيا کي) په سمه لارروان دي!!

په بل ځای کي فرمايي: إِنَّ اللَّهَ لَا يَغْفِرُ أَنْ يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَنْ يَشَاءُ وَمَنْ يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَقَدِ افْتَرَى إِثْمًا عَظِيمًا. (النساء:۴۸).
 
ژباړه: يقينًا الله دا نه بخښي چي د ده سره شرک وشي اوله دې پرته (نورگناهونه) چا ته چي وغواړي بخښي يې او څوک چي د الله سره شرک وکړي، نو بې شکه چي هغه لوی درواغ جوړکړل!!

په دې مبارک آيت کي الله پاک فرمايي چي څوک د الله  سره په داسي حال کي ملاقات وکړي چي شرک يې ورسره کړی وي نو بخښنه نه ورته کوي او تر شرک ښکته نوري گناوي چاته چي يې بخښل وغواړي وربخښي يې.

که د توحيد سره د چا دومره گناوي وي چي ټوله ځمکه ترې ډکېږي، بيا هم اميد شته چي الله پاک دي تر ټولو ورتېر شي. که يې بخښنه ورته ونه کړه، عذاب ته به يې داخل کړي، خو پايله به يې دا وي چي په جهنم کي به د تل لپاره نه اوسي بلکي د سزا تر تېرولو وروسته به ترې وزي او جنت ته به ځي.

۲:استغفار او توبه
(له الله پاک څخه بخښنه غوښتل) په دې سره الله پاک گناهونه بخښي.

الله تعالى فرمايي: قُلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنْفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِنْ رَحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ.(الزمر:۵۳)
 
ژباړه: ورته ووايه! اې زما هغو بندگانو چي پر خپلوځانو يې زياتی  کړی دی، د الله له رحمته مه ناهيلي کېږئ! يقينًا الله ټول گناهونه بخښي، بې شکه هغه ډېر بخښونکی مهربان دی!!

په دغه مبارک آيت کي ټولو گناهگارو ته بلنه ورکول شوې چي دوی دي الله پاک ته توبې اوباسي الله پاک به يې گناوي ور وبخښي.
 
په بل ځای کي فرمايي : وَالَّذِينَ إِذَا فَعَلُوا فَاحِشَةً أَوْ ظَلَمُوا أَنْفُسَهُمْ ذَكَرُوا اللَّهَ فَاسْتَغْفَرُوا لِذُنُوبِهِمْ وَمَنْ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلَّا اللَّهُ وَلَمْ يُصِرُّوا عَلَى مَا فَعَلُوا وَهُمْ يَعْلَمُونَ. (آل عمران:۱۳۵)
ژباړه:او هغوی چي کله څه لويه گناه او يا پر ځانو ظلم وکړي نو الله ياد کړي او د خپلو گناهونو بخښنه وغواړي اوله الله نه پرته څوک دی چي گناه بخښلی شي؟او (هغوی) په خپلو کړيو (گناهونو) ټينگارهم نه کوي کله چي دوی پوهېږي!!

الله پاک په دې آيت مبارک کي د جنتيانو دا صفت بيان کړی  چي دوی داسي څوک دي  چي کله ترې گناه وشي، ورپسې توبه باسي. الله پاک دغو کسانوته په ورپسې آيت کي د مغفرت زېری ورکړی دی.

په بل ځای کي الله پاک د نوح عليه السلام خبره چي خپل قوم ته يې کړې وه رانقل کړې فرمايي : 
فَقُلْتُ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ إِنَّهُ كَانَ غَفَّارًا. (سورة نوح ۱۰) .
ژباړه: نو ما ورته وويل:چي له خپل رب څخه مو بخښنه وغواړئ! يقينًاهغه ډېربخښونکی دی!!

په بل ځای کي الله پاک فرمايي :وَمَنْ يَعْمَلْ سُوءًا أَوْ يَظْلِمْ نَفْسَهُ ثُمَّ يَسْتَغْفِرِ اللَّهَ يَجِدِ اللَّهَ غَفُورًا رَحِيمًا. (النساء:۱۱۰)
 
ژباړه:او چا چي بدي وکړه او يا پر خپل ځان ظلم وکړي، بيا له الله پاک نه بخښنه وغواړي، نو الله به بخښونکی مهربان ومومي!!
په دې آيت مبارک کي الله پاک د خپلي مهربانۍ په هکله خبر ورکړی چي څوک هغه ته د هري گناه په هکله توبه اوباسي نو توبه يې قبلوي.

په دې هکله احاديث ډېر زيات راغلي دي چي موږ ترې يو دلته ذکر کوو:

عن أبي موسَى عبدِ اللهِ بنِ قَيسٍ الأشْعريِّ  رضي الله عنه عن النَّبيّ - صلى الله عليه وسلم - قَالَ : إنَّ الله تَعَالَى يَبْسُطُ يَدَهُ بالليلِ لِيَتُوبَ مُسِيءُ النَّهَارِ ، ويَبْسُطُ يَدَهُ بالنَّهَارِ لِيَتُوبَ مُسِيءُ اللَّيلِ،حَتَّى تَطْلُعَ الشَّمْسُ مِنْ مَغْرِبِها. (رواه مسلم)

له حضرت ابوموسی اشعري رضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله-صلی الله عليه وسلم وفرمايل: الله تعالی (بلا کيف) خپل لاس د شپې اوږدوي څود ورځي بدي کوونکی توبه اوباسي او د ورځي خپل لاس (بلاکيفه) اوږدوي څو د شپې بدي کوونکی توبه اوباسي ترهغه چي لمر له مغربه راخېږي!!

يعني که څوک د شپې توبه باسي او که د ورځي په هر وخت کي يې الله پاک توبه قبلوي ترهغه چي لمر له مغربه راخېږي.

مطلب مو دا وو چي استغفاراو توبه د گناهونو د مغفرت له اسبابو څخه يومهم سبب دی.
 
و صلی الله علی نبينا محمد وعلی آله واصحابه اجمعين