تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په حيض کي جماع د اسلام او ساینس له نظره
 
  July 27, 2015
  0
لیکنه: عبدالغفار جبیر
 
 
د حيض په حالت کي کوروالی (جماع)
 
الله تعالی فرمايي:
 
وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْمَحِيضِ قُلْ هُوَ أَذًى فَاعْتَزِلُوا النِّسَاءَ فِي الْمَحِيضِ وَلَا تَقْرَبُوهُنَّ حَتَّى يَطْهُرْنَ فَإِذَا تَطَهَّرْنَ فَأْتُوهُنَّ مِنْ حَيْثُ أَمَرَكُمُ اللَّهُ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ التَّوَّابِينَ وَيُحِبُّ الْمُتَطَهِّرِينَ. (بقره: ۲۲۲)
او پوښتنه کوی دوی له تانه (ای محمده!) له احکامو د حیض څخه، ووایه (ای محمده دوی ته) دا یوه پلېتی ده نو په څنګ (جدا) سی له جماع (کوروالی) د ښځوخپلو په وخت د حیض کښې او مه نژدې کېږې! (په جماع سره) دوی ته تر هغه پوری چی ښې پاکې سی۔ نو کله چی ښې پاکې سی دوی (ښځې) نو راځی دوی ته (په جماع سره) له هغه ځایه چی حکم کړیدی دی تاسی ته الله، بېشکه چی الله بیا بیا توبه اېستونکی (له ګناهونو څخه) خوښوی او ځان ساتونکی له (پلیتیو څخه) خوښوی.

تفسير: 
حیض هغه وینوته وایی چی له ښځو ځنی سم د هغو له عادت سره بهیږی په دې حالتی کی مجامعت، لمونځ، روژه، طواف، د قرانکریم تلاوت، مسجد ته ننوتل ټول حرام دي، هغه وینه چی بې له عادت څخه لیدل کیږی، هغه ناروغی ده، نو په دې ناروغی کښې چی د فقهاوو په اصطلاح ورته (استحاضة) وایی دغه پورتنی ټول ممنوعه شیان روا دي، او د هغې وینې حال هسی دی لکه چی له کوم زخم یا پزې یا رګ وهلو د ځای څخه وینه بهیږی.

د اهل کتابو رویه
 
یهودانو او مجوسیانو د حیض په وخت کښې له ښځو سره ډوډۍ خوړل، او په یوه کور کښې هستوګنه کول، او نورشیان هم ناجائز ګڼل، مګر نصرانیانو حتی د حایضو ښځو له مجامعت څخه هم ځانونه نه ژغورل؛ مسلمانانو په دې مورد کښې له رسول اکرم صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړل نود ایت نازل سو، حضرت پېغمبرصلی الله علیه وسلم په ښکاره ډول سره وفرمایل چی د حیض په حالت کښې مجامعت حرام دی. لیکن له دوی سره خوړل، څښل، هستوګنه کول، ناسته ولاړه کول دا ټول روا دي، او د یهودانو افراط او د نصرنیانو تفریط دواړه مردود سول.

په پاکېدو کی دا تفصیل دی که حیض پخپله موده یعنی (۱۰) ورځو کی بند سو، نو هلته مجامعت روا دی که د لسو ورځوڅخه وینه وچه سوه د بېلګې په ډول سره له (۶) ورځو او د ښځې عادت هم شپږ ورځې وې نو مجامعت د وینې له وچیدو څخه وروسته ترهغه پوری روا نه دی، چی ښځه ولامبی، یا د یوه لمانځه وخت پرې تیر سی، نووروسته له هغه له هغې سره مجامعت روا سی. که د ښځې عادت اوه (۷)یا اته (۸) ورځې وې، نو ددې ورځو د ختم (بشپړ) کیدلو څخه وروسته به مجامعت ورسره روا کیږی. (کابلې تفسیر) 

ددې څخه معلومه سوه چی لوی څښتن تعالی جل جلاله ودې ناروغۍ ته د چټلۍ نوم ورکړیدی نو ځکه وخاوند ته په دغه حالت کښې د لېرې والی حکم سویدی. 

نبوي حدیث
 
 د اسلام خوږ پېغمبر صلوات الرحمن علیه وسلامه فرمایی چي:
کوم څوک چی د حیض په حالت کی د خپلې ښځې سره جماع وکړل، یا یونجوم ګرته ورغلی او هغه (نجوم ګر) چی څه ویل هغه ئې ومنل، نو دغه سړی (چی په حیض کی جماع وکړل او د نجو مګر خبره ئې ومنل) پر محمد چی هر څه نازل سوی دی د هغه څخه ئې انکار و کی. (ابوداؤد، نسایی، ترمذی؛ صحیح حدیث شریف)

کله چی د ام المومنین حضرت عایشه رضی الله تعالی عنها څخه وپوښتل سول چی وخاوند ته چی ښځه ئې په حیض کی وی څومره اجازه لري؟ نو د مسلمانانو مور حضرت بې بی عایشی رضی الله عنها  ورته وویل: چی ټوله ورته حلال دی مګر نه شرمګاه.

د علماوو په نزد
 
د حیض په حالت کی یو خاوند د خپلې ښځې سره مجامعت (کوروالی) نسی کولای، او ددې څخه علاوه هر قسم تعلقات ورسره ساتلای سی. (تفسیر ابن کثیر)

کله چی د حیض څخه وروسته ښځې خپله پوره صفایی (غُسل) ونه کړی باید مجامعت ورسره ونسی دا ځکه چی د طب له نظره دا تاوان لری، او کوم اولاد چی ئې پیدا کیږی هغه به د (پیس په ناروغی) اخته کیږی. (احیاء العلوم الدین، امام غزالی رحمة الله علیه)

د ټوله طب ور باندی اتفاق دی چی په دې حالت کی (کوروالی) د ډیرو ناروغیو سسب ګرځی. (حجة الله البالغه، امام شاه ولي الله محدث دهلوي رحمه الله)

د حیض پر مهال د ښځې سره جنسی اړیکی نیول حرام دی، البته که د مجامعت څخه ماسوی خاوند خپل د زړه تسکین راولی نو راوستلای ئې سی. (المغنی لابن قدامه)

د سلیم فطرت غوښتنه
 
د فطرت سلیم هم دا تقاضاء ده چی ښځه پدې حالت کي لومړې ناروغې ده، او دوهم د چټلۍ حالت دی، نو لېری کېدل پکار دی، دا ځکه په دغه وخت کی ښځه جسما اوروحا ودې کارته اماده نه ده، چی ور څخه لیرې کېدل ډېرښه دی.(روانشناسی)

د طبي ډاکټرانو له نظره
 
د پروفيسر(ميسی) تجربې 
په (The News) کی دده هغه څرګندونې او تجربې چی د حیض په حالت کښې جماع (کوروالی) کولو باندی مشتملې دې په لاندی ډول سره دی: 
 
د حیض په حالت کی مجامعت کول، د نر جنسی نظام ختمېدای سی، چی بیا په ډاکټرانو به ګرځی او هیڅ علاج او دارو درمل به ئې نه وی.
 
د ځانګړې اندامو پوستکی سخت ناهمواره کیږی، چی بیا په دې مجامعت کی داسی خوند نه وی لکه په فطری جسم کی چی شتون لری.
 
د نرتناسلی اله کوچنې کیږی، چی علاج ئې ناشونی دی.
 
د ښځې په عضومخصوص کی خارش اونر په حساسیت (الرجی) اخته کیږی.
 
د حیض په حالت کی جماع د نارینه د پراسټیټ غُدې غټوی، چی کله بولې بندی او یا هم د سوزک ښکار سی.
 
کله د حیض په حالت کی د وېنې جریان دومره شدت ومومی چی کنترول ئې ډېر وخت  نیسی چي کیدایسي د انسان د مرګ سبب وګرځی. (Islam and Sex for All) 

د حيض په حالت کی جماع (کوروالی ) نور زيانونه 
 
  • د ښځې په اندامو کی ډېر سخت درد پیداکیږی، په بچدان کی سوخت او سوزش پیدا کیږی، چی کنترول ئې بیا ناشونې دی. 
  • ددې سره تخمدان له مینځه ځی.
  • د حیض فاسد مواد ورحم ته ځی چی سخت سوخت او اتشک ورڅخه پیداکیږی
  • کله د حیض په وخت کی ددې فاسدو موادواغیزې د نرو(خصیو) ته رسیږی چی هغه (عقیم) وچ ګرځوی.
  • د حیض د فاسدو موادو څخه د نر تناسلې الې ته داسی ناروغې پیداکیږی چی علاج ئې ناشونې دی.
  • د حیض پر مهال کوروالی ، ښځه په مکمل ډول سره (عقیمه) وچه کوی، چی د تل لپاره ئې بیا اولاد نه کیږي. (القران والتحقیق الجدید)

دانسان په وجود کی دوه قسمه افرازات شتون لري 
۱ـ هغه قسم افرزات دی چی د ژوند لپاره ضررې نه دی (Secretion) لکه هضم، تناسل، هامونونه او.... 
 
۲ـ دا هغه قسم افرازات دی چی باید د بدن څخه خارج سی، دا ځکه چی دا و انسان ته ضرر رسوی  (Excretion)  لکه بولې، خوله، حیض او داسی نور....
 
داچی لوی خدای جل جلاله د حیض په حالت کښې مجامعت حرام کړیدی په دې کي ډېرې ګتې نغښتی دې، چی په دغه حالت کی د نر او د ښځې دواړو لپاره د حیض په حالت کی جماع کول تاوانونه لری، او دلېرې والې په صورت کی بې شمېره ګټې لری  او دا چی الله جل جلاله موږ منع کړی یو نو په هغه کی  د پورتنیو ناوړو زیانونو څخه علاوه دا تاوانونه هم سته: 

 د رحم مخاطی غشاء د زخم په حالت کی وې، چی ورڅخه وینې، پاته هګې، مختلف النوع هارمونونه ، معدنی مواد او زهرقاتل په شان نور موادور څخه خارجیږی، چی د جماع په کولو سره ډېر بدې پایلې لری.
 
 په دغه حالت کی کوروالی کول د زیاتې وینې بهېدوسبب ګرځی چی د رحم لپاره د دایمی تاوان سبب ګرځی.
 
 په دغه حالت کی ورحم ته په اسانۍ سره میکروب داخلېدلای سی، چی د رحم د نور التهاب عامل ګرځی، چی پاېلې ئې سخت درد او تکلیف دی.
 
 په دغه حالت کی کوروالې ددې سبب کیږی چی وینه دې بنده سی چی بیا پاړسوب ورڅخه موندل کیږی.
 
 د حیض په وخت کی زیاتې ښځې د درد احساس کوی چی د (کوروالۍ) سره نور دردونه هم اضافه کیږی.
 
 د حیض په حالت کی ښځه جسما اوروحا ودې کارته نه ده ماده، ځکه دا دپلېتۍ ، دردونو او غیرسکون ښکار ده، چی ښځه په روانې ناروغیواخته کیږی.

 ښځه د رحم په سرطان اخته کیږی. ) اعجازعلمی قرانکریم)

د حيض په حالت کی کوروالې او د نارینه لپاره ئې پايلې 
 
 لکه څرنګه چی د حیض پر مهال پوره چټلې، موجوده ده نو ځکه نر د ډېرو ناوړو ناروغیو ښکارکیږی.
 
 د حیض په حالت کی کوروالی د نر د کروموزوم فعالیت له مینځه وړی چی بیائی اولاد نه کیږی.
 
 نر چی ددې چټلې پر مهال کوروالی کوی، ددې چټلۍ د تعفن په وجه په ناوړو روانې ناروغیو اخته کیږی.
 
 که نر د حیض په حالت کی کوروالی کوی نو د (پیس) په ناروغی کیدایسي اخته سي.
 د نرتناسلې اله په ناعلاجه د پوستکې په ناروغيواخته کیږي
 (Islam and Modern Medical Science)
 
د اسلام او ساینس نوري لیکني: اسلام او ساینس
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته