تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ستا ژړا د چا لپاره؟
  تعلیم الاسلام
  July 30, 2015
  0

 حافظ سفيان "خالد"


عَنْ أَنَسٍ قَالَ قَالَ أَبُو بَكْرٍ رضي الله عنه  بَعْدَ وَفَاةِ رَسُولِ اللَّهِ صلی الله علیه وسلم  لِعُمَرَ انْطَلِقْ بِنَا إِلَى أُمِّ أَيْمَنَ نَزُورُهَا كَمَا كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله علیه وسلم  يَزُورُهَا. فَلَمَّا انْتَهَيْنَا إِلَيْهَا بَكَتْ فَقَالاَ لَهَا مَا يُبْكِيكِ مَا عِنْدَ اللَّهِ خَيْرٌ لِرَسُولِهِ  صلی الله علیه وسلم  فَقَالَتْ مَا أَبْكِى أَنْ لاَ أَكُونَ أَعْلَمُ أَنَّ مَا عِنْدَ اللَّهِ خَيْرٌ لِرَسُولِهِ  صلی الله علیه وسلم  وَلَكِنْ أَبْكِى أَنَّ الْوَحْىَ قَدِ انْقَطَعَ مِنَ السَّمَاءِ. فَهَيَّجَتْهُمَا عَلَى الْبُكَاءِ فَجَعَلاَ يَبْكِيَانِ مَعَهَا. رواه مسلم
 
کله چي رسول الله  صلی الله علیه وسلم  وفات سو، نو ابوبکر صديق  رضي الله عنه  عمر فاروق  رضي الله عنه  ته وویل: زما سره د ام ايمن  رضي الله عنها   کورته د هغې د ملاقات لپاره ولاړ سه؛ ځکه چي رسول  صلی الله علیه وسلم  به د هغې ملاقات ته ور تلی. کله چي د ام ایمن  رضي الله عنها  کور ته ورغلل، نو هغې رضي الله عنها  وژړل.
 
دوی ورڅخه وپوښتل: ولي ژاړې؟ څه چي د الله  جل جلاله  د رسول  صلی الله علیه وسلم  سره سوي دي، هغه د الله  جل جلاله  په نزد د رسول اکرم  صلی الله علیه وسلم  لپاره خير و. (رسول صلی الله علیه وسلم  چي وفات سوی دی دا د الله جل جلاله  شريف عادت دی؛ ځکه ټول انبيآء علیهم السلام يې وفات کړي دي.) ام ایمن  رضي الله عنها  وویل: پوهېږم، چي  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره څه سوي دي، هغه د الله  جل جلاله  په نزد د رسول  صلی الله علیه وسلم  لپاره خير دي. ( د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم  پر وفات نه ژاړم)؛ خو ژاړم ځکه، چي له اسمان څخه وحيي قطع سوې. په دې خبره ابوبکر او عمر رضي الله عنهما هم په ژړا سول او دام ايمن  رضي الله عنها  سره يې وژړل.
 
 
نو مسلماني خوري!
 
دغه روښانه تصوير د يوې مؤمني ښځي تکلیفونه او غمونه منعکس کوي. ام ايمن  رضي الله عنها  ولي ژړل؟  ځکه يې ژړل چي له آسمانه وحيي قطع سوې او هیڅکله به د الله  جل جلاله  نوی کلام وا نه وري؛ ځکه چي قرآن عظيم الشان مکمل سو؛ خو دا يې په اورېدلو نه وه مړه سوې. نور يې هم د الله  جل جلاله  د کلام اورېدلو شوق درلود؛ ځکه چي هغې د قرآن عظيم الشان سره واقعي ژوند کړی و. هغې خپل ټول غمونه په قرآن  کريم پوري تړلي و. هغې به هره ورځ د الله  جل جلاله  د نوي کلام د آیاتونو انتظار ایستی؛ خو ناڅاپه دا بهير ودرېدی.
 
آيا دا د ژړا ځای او مقام نه و؟! آيا دا د روح د تغذيې قطع نه وه؛ د بصيرت د روښنایۍ قطع نه وه؛ د زړونو د غوړېدو قطع نه وه؟! آیا دغه د غم او ژړا دلایل نه سي کېدای؟! هو!  همدا کېدای سي. نو ځکه ام ایمن  رضي الله عنها  ژړل. ابوبکر صديق رضي الله عنه  او عمر فاروق رضي الله عنه  هم  ورسره ژړل.
 
اې خوري!
 
ام ايمن  رضي الله عنها  ځکه ژاړي، چي آسماني وحيي قطع سوي دي.
 
او ته! ته دڅه لپاره ژاړې؟ ستا غمونه کوم دي؟ ته خپلي ګران قيمته اوښکي د څه لپاره تويوې؟ دا نه وايم چي د وحيي پر قطع کېدو اوښکي توی کړه؛ خو هغه وحيي (قرآن کريم) چي ستا په وړاندي پرتې دي، په اړه دي يې څه کړي دي؟ څومره دي حفظ کړي دي؟ یوه ورځ دي اوښکي ورته توی کړي دي؟! په شپه او ورځ کي يې څومره تلاوت کوې؟
 
د اوامرو او نواهیو سره دي څه کړي دي؟ آیا عمل دي په کړی دی؟  زړه دي په صفا کړی دی؟ درجې دي په لوړي کړي دي؟ څوک دي ورته دعوت کړی دی؟ خپل وخت دي په کښي مصرف کړی او معطر کړی دی؟ د هغه سره دي څنګه ژوند کړی؟ د تلاوت او تدبر ژوند؟ دعمل او دعوت ژوند؟ د جهاد او قربانۍ ژوند؟
 
دا خو قرآن دی. د الله  جل جلاله  کلام دی. هغه کلام، چي زړونه په تزکيه او مطمئن کېږي؛ حسنات او نېکۍ په زياتېږي او هغه چي درجې په لوړېږي. قرآن خو د زړونو شفاء ده. په دې کلام کي خو له شر څخه نجات دی. دا خو د الله  جل جلاله  ټينګه او محکمه رسۍ ده او د الله  جل جلاله  ښکاره نور دی. د دې تلاوت خو د مؤمنو زړونو لپاره دواء او شفا او د سترګو لپاره نور او روښنايي ده. دا خو ډېر محفوظ او خوندي سيوری دی. دا خو عطرین نسیم او شمال دی. د دې څخه خو مؤمن زړونه تل خوند او لذت اخلي.
 
نو آيا تا دا تصميم نېولی دی، چي دغه دائمي کتاب دي ستا مهتمم اوغمخور جوړ سي؟ هڅه وکړه اې خورکۍ! کوښښ وکړه، چي د قرآن تر سیوري لاندي ژوند وکړې! هڅه وکړه، داسي سعادت ترلاسه کړې، چي هيڅ شقاوت او بدبختي ورسره نسته. داسي محبت لاس ته راوړه، چي هيڅ وحشت او کرکه ورسره نسته. داسي هدایت لاس ته راوړه، چي هیڅ ضلالت اوګمراهي ورسره نسته. هڅه وکړه خوري!!!
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۵ ګڼه 2015-7
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته