تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ابو قحافه څنګه ايمان قبول کړ؟!
 
  August 5, 2015
  0

 ژباړه : حمدالله دانشمند

د ابو بکر الصديق رضي الله عنه پلار ابو قحافه څنګه ايمان قبول کړ ؟!

اسماء رضي الله عنها وايې : کله چې محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم مکې مکرمې ته داخل شو ، او هلته په مسجد کي يې دمه وکړه نو ابوبکر الصديق رضي الله عنه خپل پلار ابو قحافه ورته راويست ، کله چې مبارک عليه السلام ور نظر شو نو ويې فرمايل : اې ابوبکره ! د اسپين ږېری به دې په کور کې پرې ښود تر څو زه ور رغلی وای ؟!

ابوبکر رضي الله عنه ورته وويل : دا مناسب ده چې دی در ته راشي ! حبيب عليه السلام مخامخ ورته کېناوه ، لاس مبارك يې د ھغه په زړه کېښود ورته يې و فرمايل : اې قحافه اسلام قبول کړه تر څو د الله جل جلاله له عذاب نه سالم پاتې شې ! نو هغه اسلام قبول کړ  او د شهادت کلمه يې وويله. 

د ابو قحافه رضي الله عنه ږيره سپينه وه نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل : دا ږيره په يو شې ور رنګ کړئ خو له تورولو يې و ژغورئ!!

حياة الصحابة: ج۱، ص ۹۷
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته