تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مطالعه د روح غذا ده
 
  August 8, 2015
  0

 لیکنه: عبد الکریم "رحیمي"


کله چي انسانان دنیا ته سترګي پرانیزي، په طبعي شکل يې د دماغي قوې ټولي پاڼي سپیني او لا د کر ښو څخه ډکي نه وي؛ خو ورو- ورو يې دماغي قوه په کار پیل کوي او خپل ټول ارادي غړي په واک کي را ولي. پنځه حواس يې په ابتدائي شکل په کار پيل کوي. سترګي د ټولو هغو شیانو انځور دماغ ته نقلوي، چي د لیدلو قابلیت ولري. غوږونه د ټولو هغو آوازونو راپور دماغ ته ورکوي، چي په فضاء کي خپرېږي اوانسان يې اوري. همدا ډول پاته حواس هم په ترتیب سره په کار پیل کوي او ټول حالات تر دماغ پوري رسوي. دماغي قوه په خورا ښه ډول د ټولو حواسو څخه معلومات را ټولوي او دماغ ته يې سپاري. یو له هغو څخه سترګي دي، چي د دماغي پاڼو په ډکولو کي خورا مهم رول لري او انسان د همدې ستر نعمت څخه په استفاده سره پوهه تر لاسه کوي.
 

 له بلي خوا د پوهي په لاس ته راوړلو کي مطالعه خورا اغېزمنه تمامېږي؛ ځکه انسان لارښووني او رهبرۍ ته ضرورت لري؛ چي دا رهبري کله په بسیط او ساده شکل وي او کله په متمدن او عصري شکل وي. د مثال په تو ګه: یو وخت چي، نه کتاب او کتابچه وه او نه کمپیوټر و، زده کړه په یو ډول ترسره کېده؛ خو کله چي کتاب او کاغذ په وجود راغلل، دا د بشر لپاره یو مهم زېری و؛ ځکه د افهام او تفهیم یا د زده کړي لپاره امکانات برابر سوه او هغه زده کړه، چي مخکي ناممکنه وه، ممکنه سوه. یعني نن موږ په مطالعه سره کولای سو چي د هغو پیاوړو پوهانو او علماوو د پوهي او نظریاتو څخه ځان برخمن کړو؛ چي هغو خپله پوهه په ټول قوت سره د کاغذ پر مخ موږ ته پرې ایښې ده. په مطالعه سره د هغو علم موږ ته ځواک راکوي. 

د ښوونیزو مراکزو څخه وروسته یوازنی شی مطالعه ده، چي انسان ته د پوهي پر لور حرکت ورکوي؛ د انسان فکري ځواکمنتیا زياتوي او ذهني قوت ور بخښي؛ ځکه مطالعه د انسان سترګي پرانیزي؛ د جهل او ناپوهۍخاليګاوي يې ډکوي او همداشان مطالعه انسان ویښ ساتي. له همدې امله هوښیاران د مطالعې سره مینه لري او د خپل روح غذاء يې ګرځولې وي. که موږ وګورو، ډېرو سترو پوهانو او علمي څېرو یوازي په هغه څه، چي د ښوونیزو مرکزونو څخه يې زده کړي دي، اکتفاء نه ده کړې؛ بلکي خپل علم ته يې په مطالعه سره پراختیاورکړې او ځان يې هدف ته رسولی دی. 
 
هغه څه چي په مدارسو او پوهنتونونو کي تدريسېږي، د پوهي وروستۍ مرحله نه ده؛ ځکه که چېري همدا د پوهي وروستۍ مرحله وای، بیا نو په نړۍ کي د ښوونیز نصاب څخه علاوه دا بې شمېره کتابونه د څه لپاره لیکل کېدل؟! نو ويلای سو، چي له دې دومره کتابونو څخه دا په ډاګه کېږي، چي ښوونیز مرکزونه او استادان یوازي زده کوونکي ته مسیر ښيي او په حرکت یې راولي. نور باید زده کوونکي خپله مخ په وړاندي ولاړ سي.

البته دا ټول موږ د مفیدي او مثبتي مطالعې خبره کوو؛ خو که مضر کتابونه او مجلې مطالعه کړل سي

 بیا په همدغه اندازه زیان رسوي. لکه څنګه چي مضري او خطرناکه غذاګاني سته، چي په خوړلو يېانسان د زیات خطر سره مواجه کوي، همداسي بې مفهومه او بې معنا کتابونه، فاحش ناولونه، مضري غزلي، توهين آمېزه ټوکي او داسي نوري لیکني مطالعه کول، لکه نن چي بازارونه په ډک دي، نه یوازي انسان ته ګټه نه رسوي، بلکي د انسان د حتمي انحراف لامل ګرځي او بله دا، چي خپل عزيز عمر د تباهۍ په سيند لاهو کوي.

د دې خبري په يادولو دا پوښتنه راولاړېږي، چي کوم ډول کتابونه باید مطالعه سي؟ په ځواب کي باید ووایم، چي د مطالعې په انتخاب کي باید ډېر حساس و اوسو او د خپلو مشرانو، استادانو، پوهانو سره مشوره وسي؛ ترڅو په انتخاب کي راسره مرسته وکړي او مشوره راکړي.

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۵ ګڼه
 

سرته