څانګه: چاڼ شوي مضامين نيټه: August 15, 2015
       
اسلامي تاریخ او تدوینونکي یې

 لیکنه: اسد الله انعام


تاريخ داسي علم دی، چي   په مرسته يې انسان کولای سي د اسلام د مبارک دين له ظهور څخه بيا تر ننه پوري ټولي هغه مهمي او د يادوني وړ پېښي او واقعات چي په اسلامي تاريخ کي ثبت سوي دي ولولي او له مهمو نکاتو څخه يې استفاده وکړي. تاريخ د مخکينيو حقپالونکو شخصيتونو کارنامې او سر ښندنې د وياړ لپاره او د باطلو قوتونو توري او باطلي کړني د پند لپاره په خپله سينه کي ساتلي دي؛ چي داوسني نسل لپاره د درس او عبرت وړ ګرځيدلي دي. 

د تاريخ په مرسته کولای سو چي د اسلام د مبارک دين د نوموتو ننګياليو او با شهامته سرلارو  لاري تعقيب کړو او ځان ابدي کاميابۍ ته ورسوو. 

د اسلامي تاريخ مطالعه حوصله لوړوي ،د انسان پوهه زياتوي ، د صبر او احتياط له خصلتونو څخه يې برخمن کوي، په انسان کي دصبر ، استقلال، شجاعت ، ايثار او خلوص ښېګڼي راپيداکوي . د مخکنيو مخکښانواو پوهانو په غلطيو باندي تر پوهېدو وروسته د هغه د تکرار د مخنيوي حس راويښوي . 

له همدې امله غوره بولو چي په لنډه توګه مو د تاريخ له علم سره څه نا څه اشناء کړو.

تاريخ یا توريخ په لغت کي د وخت پېژندلو ته وايي. دا معنی امام رازي کړې ده او د امام سخاوي په آند تاریخ الاعلام بالوقت يعني د زمان څخه خبرېدل دي. ځيني علماء  بيا وايي، چي د تاريخ لفظ د أرخ يا اِرخ څخه اخيستل سوی دی؛ چي معنی يې وحشي غوا ده. 

د ځينو علماوو رأيه دا ده چي تاريخ سامي کلمه ده؛ چي معنی يې سپوږمۍ ده. 

په هر حال دا د تاريخ لغوي معنا وي وې. ځينو علماوو د دغي کلمې نوري معناوي هم کړي دي؛ خو همدغه کفايت کوي.

د تاريخ اصطلاحي تعريف: تاريخ مختلفو علماوو په بېلا بېلو عباراتو سره  تعبير کړی دی. ځينو ويلي دي چي تاريخ د اشخاصو او قبائلو او د هغوی د ښارونو، عنعناتو، عاداتو، نسبونو او د وفات د نېټو د احوالو پېژندلو ته وايي.

ځينو ويلي دي د هر هغه څه خبر ورکول، چي په زمانه پوري اړه ولري، تاريخ بلل کېږي.

د امام سخاوي په آند د تاريخ د علم موضوع انسان او  زمان دی. 

د اسلامي تاریخ  تدوينوونکي او ليکوالان:

ابو حنيفه احمد بن داود الدينوري (په ۲۸۲ يا ۲۹۰ هـ. ق. کي مړ) په تاريخ کي يو عام کتاب ليکلی دی؛ چي درو برخو ته تقسيمېږي. په لومړۍ برخه کي يې د آدم  او  نورو  انبياوو حالات ليکلي دي. په دوهمه برخه کي د ساسانيانو او روميانو تاريخ او واقعات دي او د کتاب په دريمه برخه کي يې د عربو او فارسيانو تر منځ د جګړو او فتوحاتو ترڅنګ د خلفاء راشدينو تاريخ تر امويانو پوري بيان کړی دی.

احمد بن اسحاق بن جعفر يعقوبي (په ۲۸۴ هـ.ق. کي مړ):  په تاريخ ليکونکو کي د يعقوبي (په ۲۸۴ هـ .ق. کي مړ)  شهرت د هغه دوو کتابونو له امله دی، چي په تاريخ کي يې ليکلي دي.  یو يې د «تاريخ البلدان» په نوم او بل يې د «تاريخ یعقوبي»  په نوم مشهور دی؛ چي د نړيوال تاريخ يوه ښه نمونه شمېرل کېږي او د حضرت آدم علیه السلام څخه د اسلام تر ظهور پوري يې د انبياوو تاريخ په ترتيب سره پکښي ليکلی دی. له هغه وروسته يې د خلفاء راشدينو او امويانو تاريخ هم بيان کړی دی. 

محمد بن جرير الطبری (په ۳۱۰ هـ. ق. کي مړ) هم په عربي اسلامي تاريخ ليکونکو کي لوړ مقام لري؛ چي د خپل دغه کتاب (تاريخ الرسل والملوک يا تاریخ الامم والملوک) په ليکلو سره ډېر مشهور سو. نوموړی کتاب پر دوو برخو تقسيم سوی دی: په  لومړۍ برخه کي د زمانې څخه راپیل او د آدم علیه السلام تر پيداييښت راوروسته د اسلام تر ظهور پوري د انبياوو تاريخ بيانوي او د کتاب دوهمه برخه اسلامي پېر ته ځانګړي سوې ده؛ چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم له نسب، وحي، دعوت، هجرت او د ده صلی الله علیه وسلم په لاس د اسلامي دولت له تأسيس څخه پيلېږي او بيا درسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات څخه تر ۳۰۲ هجري پوري د خلفاء راشدينو، امويانو او عباسيانو تاريخ پکښي بيان سوی دی. 

امام طبري رحمة الله علیه چي علماوو یو ثقه عالم بللی دی، نه يوازي ورته د تاريخ د پلار لقب ورکول سوی دی، بلکي په تفسير کي هم ډېر مشهور دی. د ده تفسير هغه لومړنی مکمل تفسير دی، چي تر موږ  پوري را رسېدلی دی او تر ده وروسته ټولو وروستنيو مفسرينو د ده له تفسير څخه أخذ کړی دی.

أبو الحسن علي بن الحسين بن علي بن عبدالله بن مسعود المسعودي (په ۳۴۶ هـ. ق. کي مړ) د عبدالله  بن مسعود رضي الله عنه له اولادې څخه دی. ډېر سفرونه یې عربي او نورو ممالکو ته کړي دي. په دغه سفرونو کي ده ته ډېر قيمتي معلومات د مشاهدې پر بنسټ په لاس ورغلي دي. ده زيات کتابونه ليکلي دي، چي يو مشهور کتاب يې د «مروج الذهب ومعادن الجوهر» په نامه دی او بل کتاب يې « أخبار الزمان ومن أباده الحدثان» د تاريخ په هکله په ۳۰ جلده کي ليکلی دی.

حمزة الأصفهاني (په ۳۵۰ هـ. ق. کي مړ) او د كتاب نوم يي   (تاريخ سني ملوك الأرض والأنبياء عليهم الصلاة والسلام) دی. 

المطهر بن طاهر المقدسي (په ۳۹۰ هـ. ق. کي مړ) د «البدء والتاريخ»  د کتاب مؤلف دی. دغه کتاب هم پر دوو دورو وېشل سوی دی؛ چي يوه دوره يې تر اسلام وړاندي تاريخ دی او بله برخه يې  د اسلام د دورې تاريخ دی. 

مسكويه (په ۴۲۱ هـ. ق. کي مړ): د کتاب نوم يې «تجارب الأمم وتعاقب الهمم» دی.

أبو منصور الثعالب (په ۴۲۹هـ. ق. کي مړ) د «تاريخ غرر السير، المعروف بكتاب غرر أخبار ملوك الفرس» خاوند دی. 
شيخ الاسلام علامه، حافظ، مفسر، محدث او مؤرخ ابن الجوزي رحمه الله (په ۵۹۷ هـ. ق. کي مړ)، چي په تاريخ کي يې د «المنتظم» په نامه کتاب ليکلی دی. 

ابن الأثير (په ۶۳۰ هـ. ق. کي مړ) په تاريخ کي يې د «الكامل في التاريخ» کتاب ليکلی دی.

الحافظ ابن كثير الدمشقي (په ۷۷۴ هـ. ق. کي مړ) په تفسير، حدیث او تاريخ کي لوی امام دی. دی د لوی تاريخ پوه ابن خلدون معاصر دی. حافظ ابن کثير رحمة الله علیه په ماقبل الاسلام او ما بعد الاسلام تاريخ کي يو مشهور کتاب د «البداية والنهاية» په نوم په دوو برخو کي ليکلی دی. 

دا هغه مشهور مؤلفين وو، چي پر عمومي اسلامي تاريخ  يې کتابونه ليکلي و. 

ځيني مؤلفينو په انفرادي توګه د يو خاص شخص يا یوې خاصي سيمي په اړه د تاريخ کتابونه ليکلي دي؛ لکه د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په اړه د سيرت کتابونه، د خلفاوو په هکله ځانګړي کتابونه يا د مکې معظمې يا مدینې منورې د تاريخ  په اړه ځانګړي کتابونه. د داسي ليکوالانو او کتابونو شمېر سلګونو ته رسېږي؛ چي د نمونې په توګه به دلته د يو څو يادونه وسي: 

عامر بن شراحيل الشعبي (په ۱۰۳ هـ. ق. کي مړ) لوی محدث او ثقه عالم دی؛ چي يو کتاب يې د «المغازي» په نوم تأليف کړی دی.

أبان بن عثمان بن عفان  رحمه الله (په ۱۰۵ هـ. ق. کي مړ) د عبدالملک بن مروان په زمانه کي ۶ کاله د مدينې منورې والي و. د سريو او غزواتو زيات احوال ورڅخه منقول دي.

شرحبيل بن سعد المدني (په ۱۲۳ هـ. ق. کي مړ) لوی محدث و او د ده په وخت کي د سريو او غزواتو په اړه تر ده زيات بل لوی عالم نه و.

عروة بن الزبير (په ۹۳ هـ. ق. کي مړ) په مدينه منوره کي يو له هغه ۷ تنو فقهاوو څخه و، چي نبوي سيرت ته يې زياته پاملرنه کړې ده. د ده څخه امام طبري په خپل کتاب «تاريخ الرسل والملوك» او ابن حجر په خپل کتاب «فتح الباري» کي زيات روايات را نقل کړي دي. 

 محمد بن مسلم بن شهاب الزهري (په ۱۲۴ هـ. ق. کي مړ): د لويو محدثينو څخه دی؛ چي سيرت او مغازي ته يې هم زياته پاملرنه کړې ده. ويل کېږي، دی لومړنی کس دی، چي د سيرت په اړه يې کتاب وليکی. 

عاصم بن عمر بن قتادة الأنصاري (په ۱۲۹ هـ. ق. کي مړ): لوی عالم دی او د سيرت او غزواتو احوال يې له خپل پلار او نيکه څخه را نقل کړي دي. د دمشق په مسجد کي به کښېنستی او خلکو ته به يې د غزواتو بيان کاوه.

موسى بن عقبة (په ۱۴۰ هـ. ق. کي مړ)  په يوه ټوک  کي د «المغازي» په نوم کتاب لري. 

 محمد بن إسحاق (په ۱۵۱ هـ. ق. کي مړ): ده  د رسول الله صلی الله علیه وسلم د بعثت څخه د مخکي او وروسته ژوند او غزواتو په اړه معلومات په خپل کتاب کي رانقل کړي وو؛ خو دغه کتاب تر موږ  پوري نه دی رارسېدلی.

أكرم العمري د هغه علماوو نومونه رانقل کړي دي، چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سيرت په اړه يې کتابونه ليکلي دي؛ خو د دوی څخه يې د اکثرو کتابونه مفقود او ورک بللي دي:

أبو معشر السندي (په ۱۷۱ هـ. ق. کي مړ) «كتاب المغازي» ليکلی دی.

عبدالله بن محمد بن أبي بكر المدني (متوفی ۱۷۶ هـ.ق) په غزواتو کي کتاب تصنيف کړی دی.

يحيى بن سعيد الأموي(په ۱۹۴ هـ. ق. کي مړ) د غزواتو په اړه  کتاب تصنيف کړی دی.

الوليد بن مسلم الدمشقي (په ۱۹۶ هـ. ق. کي مړ)

يونس بن بكير (په ۱۹۹ هـ. ق. کي مړ): د ابن اسحاق د سيرت له راويانو څخه دی.

محمد بن عائذ الدمشقي (۲۳۴ هـ. ق.) د غزواتو په اړه کتاب تصنيف کړی دی.

علي بن محمد المدائني (په ۲۳۵ هـ. ق. کي مړ) په سيرت کي يو کتاب ليکلی دی.

صالح بن إسحاق الجرمي النحوي (په ۲۳۵ هـ. ق. کي مړ) د «كتاب في السيرة عجيب» په نوم يو کتاب ليکلی دی.

إسماعيل بن جميع (په ۲۷۷ هـ. ق. کي مړ) د «أخبار النبي و مغازيه و سراياه» په نوم کتاب لري.

سعيد بن يحيى بن سعيد الأموي (په ۲۴۹ هـ. ق. کي مړ) د غزواتو په اړه کتاب تصنيف کړی دی.

أحمد بن الحارث الخراز (په ۲۵۸ هـ. ق. کي مړ) د «مغازي النبي وسراياه وأزواجه» په نامه کتاب ليکلی دی.

عبدالملك بن محمد الرقاشي (په ۲۷۶ هـ. ق. کي مړ) د «المغازي» په نامه کتاب ليکلی دی.

 إبراهيم بن إسماعيل العنبري (متوفی ۲۸۰ هـ. ق. کي مړ) د «المغازي» په نامه کتاب ليکلی دی.

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۵ ګڼه
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
 
د همدې برخي نور توکي