تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د دیندارۍ لپاره څلور احادیث کفایت کوي!
  تعلیم الاسلام
  November 7, 2017
  0

 سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه 2015-09-14

   ابوداود رحمة الله علیه وايي : ما د رسول الله  صلی الله علیه وسلم پنځه لکه احاديث ليکلي دي او د سنن ابي داود حديثونه مي د هغو پنځو لکو حديثونو څخه راچاڼ کړي دي .

         ابود اود رحمة الله علیه  وايي : په سنن ابي داود کي مي ٤٨٠٠ داسي احاديث ليکلي دي چي هغه يا صحيح دي او يا صحيح ته ورته يا نژدې دي خو د دغو ٤٨٠٠ حديثونو څخه د يو انسان د دين لپاره دا څلور حديثونه کفايت کوي  .
 
 لومړى : إِنَّمَا الْأَعْمَالُ بِالنِّيَّاتِ وَإِنَّمَا لِكُلِّ امْرِئٍ مَا نَوَى فَمَنْ كَانَتْ هِجْرَتُهُ إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ فَهِجْرَتُهُ إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَمَنْ كَانَتْ هِجْرَتُهُ لِدُنْيَا يُصِيبُهَا أَوْ امْرَأَةٍ يَتَزَوَّجُهَا فَهِجْرَتُهُ إِلَى مَا هَاجَرَ إِلَيْه. (ابوداود)
 
ژباړه : د عملونو ثوابونه په نيتونو پوري تړلي دي او هر سړي لره بس هغه څه رسيږي چي نيت يې کړى وي نو که د چا هجرت د اللهجل جلاله   او د الله د رسول  صلی الله علیه وسلم  د پاره وي د هغه هجرت د الله او د الله د رسول د پاره ګڼل کيږي او که چا هجرت د دنيا لاس ته راوړلو د پاره يا د ښځي سره د نکاح تړلو د پاره کړى وي نو د هغه هجرت د هغه څه د پاره دى چي ده هجرت ورکړئ دئ .
 
 دوهم :  مِنْ حُسْنِ إِسْلَامِ الْمَرْءِ تَرْكُهُ مَا لَا يَعْنِيه .
 
ژباړه : د سړي د اسلام د ښه والي څخه د بې معنا ويناوو او کارونو پرېښول دي . 
 
دريم :  لا يكون المؤمن مؤمنا حتى يرضى لأخيه ما يرضاه لنفسه .
 
ژباړه : مؤمن تر هغه مهاله کامل مؤمن کېدلاى نسي تر څو چي د خپل مسلمان ورور د پاره هغه څه خوښ و نه لري کوم چي د ځان د پاره يې خوښ لري .
 
څلورم : إِنَّ الْحَلَالَ بَيِّنٌ وَإِنَّ الْحَرَامَ بَيِّنٌ وَبَيْنَهُمَا أُمُورٌ مُشْتَبِهَاتٌ وَسَأَضْرِبُ لَكُمْ فِي ذَلِكَ مَثَلًا إِنَّ اللَّهَ حَمَى حِمًى وَإِنَّ حِمَى اللَّهِ مَا حَرَّمَ وَإِنَّهُ مَنْ يَرْعَى حَوْلَ الْحِمَى يُوشِكُ أَنْ يُخَالِطَهُ وَإِنَّهُ مَنْ يُخَالِطُ الرِّيبَةَ يُوشِكُ أَنْ يَجْسُرَ.  (ابوداود)
 
ژباړه : يقينا حلال څرګند دي او يقينا حرام څرګند دي د حلالو او حرامو تر منځ شبهې والا کارونه دي او د دې مثال به زه در ته بيان کړم يقينا الله جل جلاله  ممنوعه علاقه ټاکلې ده او د الله ممنوعه علاقه هغه شيان دي چي الله جل جلاله  حرام کړي دي . او خبره دا ده که څوک د ممنوعه علاقې ګردچاپېر رمه پيايي ژر به هغه په ممنوعه علاقه کي ور ګډيږي او هم دا چي که څوک په شکمن کار کي شکېليږي ژر به هغه پر حرامو هم جرئت کوي .
 
          شاه عبد العزيز الدهلوي  رحمة الله علیه  وايي : دا څلور حديثونه چي د چا د دين د پاره د امام ابوداود رحمة الله علیه  په وينا کفايت کوي د هغه مقصد دا دئ چي د شريعت د مشهورو او کلي قاعدو د زده کړي څخه وروسته د پيښو په جزئياتو کي يې و مجتهد او مرشد ته اړتيا نه پيدا کيږي ځکه :
 
لومړى حديث يعني د نيت اصلاح يې د عبادتونو د صحت د پاره بسنه او کفايت کوي،
 
دوهم حديث يعني د بې معنا کارونو پرېښول يې د عمر د قيمتي وختونو د ضايع کولو د مخنيوي د پاره کفايت کوي، 
 
دريم حديث يعني پر مسلمانانو د ځان په شان پيرزوينه لرل يې د خپلوانو ، ګاونډيانو ، پېژندويانو او معامله ګرو د حقونو د مراعات د پاره کفايت کوي، 
 
څلورم حديث يعني د شکمنو کارونو څخه ځان ساتنه يې د هغه شک او تردد د دفع کولو د پاره کفايت کوي چي د علماوو او دلايلو د اختلاف لکبله را منځ ته کيږي . 
 
         امام النواوي رحمة الله علیه  وايي : څوک چي په فقه او نورو ديني علومو بوخت وي نو هغه ته پکار ده چي د سنن ابي داود بشپړ معرفت او علم ورته حاصل وي ، ځکه د احکامو زياته برخه هغه احاديث چي استدلال په کيږي په سنن ابي داود کي را جمع سوي دي او  د دئ تر څنګ  په ډېره اسانتيا حديثونه ځني را ايستل کيږي .
 
ماخذ: د فضیلت پګړۍ
مؤلف: شیخ الحدیث مولوي محمد عمر خطابي
 

 

سرته