څانګه: چاڼ شوي مضامين نيټه: December 29, 2016
       
علمانیت یا سیکولرزم Secularism

 لیکنه: پوهنیار محمد حاکم شریعتي

سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
د علمانيت پېژندنه:
علمانيت له لادينۍ او یا دنيوي والي څخه  عبارت دی؛ چي عمومي مفهوم يې د ژوند اساس، په انساني کړنو باور، د مصلحتونو  رعایتول او د دين څخه لېري والي ته ويل کېږي؛ خو په سیاسي لحاظ د علمانيت مفهوم په حکم او پرېکړه کي لا ديني والی دی.

د علمانيت منځ ته راتګ:
په عمومي توګه د علمانيت د تاریخی سیر په لحاظ ويلای سو، چي د فرانسې تر انقلاب وروسته په ۱۸ مېلادي قرن (۱۷۸۹م. کال) کي دغه مفکوره رامنځ ته سوه او  د ۱۹ قرن په لومړیو کي شرقي نړۍ په ځانګړې توګه مصر، ایران، ترکيې، لبنان، سوريې او تونس ته انتقال سوه او د دې قرن په اواخرو کي عراق ته ورسېده. نوري عربي نړۍ ته یې د شلم قرن په اوږدو کي خوځښت وکړ. 

علمانيت د نصراني دين سره توافق لري؛ ځکه هغوی دين له دولت څخه جلاکوي. هغوی وايي، چي د پاچا لپاره پاچاهي واکداري ده؛ د الله  جل جلاله  لپاره کلیسا (عیسوي معبد) پاچاهي ده؛ په همدې توګه عیسی  علیه السلام  ته منسوب قول رانقلوي، چي وايي:
"دع ما لقیصر لقیصر ، وما لله لله"

ژباړه: هغه څه چي د پاچا لپاره  دي، هغه پاچا ته پرېږدئ! او هغه څه چي د الله جل جلاله  لپاره دي، هغه الله  جل جلاله  ته پرېږدئ!

اسلام د دغه ډول مفکورې سره په کلکه مخالف دی. لکه څنګه چي الله  جل جلاله  په دې اړه فرمایي: 
"قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ" (الأنعام: ١٦٢)

 ژباړه: ووایه اې محمده! صلی الله علیه وسلم  زما لمونځ او نور ديني مناسک، زما ژوند او مرګ ټول د عالمونو پالونکي الله جل جلاله  لره دي. 

کله چي علمانيت د پرمختګ په حال کي و، نو یو شمېر طاغوتي انسانان ورسره راپیدا سول، چي د عقل په اصالت سره یې دعوه کوله؛ عقل ته یې مطلقه آزادي ورکوله او إلهي صفاتو ته يې طبیعت وايه. په همدې توګه د فرانسې انقلاب د علمانيت لپاره د پرمختګ ښه ذریعه وګرځېده. همدا راز د فرانسې د انقلاب خطیب او فیلسوف وایي: "د دې څخه وړاندي زموږ  شعار د ډوډۍ و، خو تر دې وروسته به زموږ شعار آزادي ، مساوات او ورورولي وي."

د انسان اړوند د علمانيت نظریه:
په (۱۸۵۹ م.) کال د اصل الأنواع تر عنوان لاندي تشارلز علمانی لیکي: "د انسان مبداء د لاړو په ډول وه؛ وروسته هغه د بیزو شکل غوره کړ. د ملیونونو کلونو وروسته یې د انسان شکل غوره کړ."
 دغه نظریه اسلامي عقیده له منځه وړي او په عوض کي يې الحاد رامنځ ته کوي. 

په اسلامي نړۍ کې د علمانيت فکري پرمختګونه او د هغه بېلګي:
 
۱ – مصر: مصر ته د فرانسویانو د حملې سره یو ځای علمانيت داخل سو؛ چي د دې حملې  یوه برخه د علمانيت نشر او اشاعت و. په حقیقت کي د دې حملې واقعات د علمانيت د اصطلاح پر محور راګرځېدل. که څه هم په صراحت سره د علمانيت په اصطلاحاتو تلفظ نه دی سوی؛ خو د لومړي ځل لپاره په صراحت سره د علمانيت اصطلاح په اسلامي نړۍ کې (الیاس نصراني) په قطر کې وکاروله او تر دغه عنوان لاندي یې په ( ۱۸۲۷ م.) کال کي د( معجم عربي- فرنسي) په نامه یو تألیف ترتيب کړ او نشر ته يې وسپاری. په (۱۸۸۳ م.) کي خدوي اسماعیل دغه اصطلاح د فرانسې قانون ته په رسمي توګه دا خله کړه. د ده آرزو دا وه، چي مصر د اروپا په ډول یوه ساحه جوړه سي .

۲ – هند: هندوستان ته په (۱۷۹۱ م.) کال کي علمانيت ته انتقال سو. د دې څخه مخکي په هندوستان کي د اسلامي شریعت موافق پرېکړي کېدلې. د دې مفکورې په ننوتلو اسلامي شریعت د له منځه تلو په حال کي سو. البته دغه پلان د انګليسانو و، چي د ۱۹ م. قرن په نيمایي کي د اسلامي احکامو پر ځای د علمانيت اصطلاح او مفکورې حاکمیت تر لاسه کړ.

۳ – الجزائر: په(۱۸۳۰ م.) کال کي، چي کله د فرانسې نفوذ په الجزائر کې زیات سو، اسلامي شریعت له منځه ولاړ او د لادينۍ (علمانيت) فرهنګ په کښي ژوندی سو.

۴ – تونس: په (۱۹۰۶ م.) کال کي فرانسوي قانون تونس ته سرایت وکړ؛ چي په نتيجه کي يې د علمانيت (لادينۍ) روحیه را ژوندۍ سوه.

۵ – مغرب: په (۱۹۱۳ م. ) کال کي فرانسوي قانون مغرب ته سرایت وکړ؛ چي هلته هم د علمانيت (لادينۍ) اصطلاح حاکمیت پیدا کړ.

۶ – ترکیه: په ترکيه کي د اسلامي خلافت تر نړېدلو وروسته د کمال اتا ترک په واکدارۍکي د علمانيت (لادينۍ) روحیه را ژوندۍ سوه او دې کرغېړني څېرې ور باندي حاکمیت پیدا کړ.

۷ – عراق او شام: په عراق او شام کي د عثماني خلافت د له منځه تللو سره سم د انګرېزانو او فرانسويانو پروګرام تطبیق سو؛ شریعت له منځه ولاړ؛ علمانيت او لاديني په کښي رامنځ ته سوه.

۸ – اندونيزیا: په اندونيزیا او ټولو جنوب ختیځو هیوادونو کي علمانيت پوره حاکم دی.

۹ – علماني احزاب (ډلي): په عربي نړۍ کي د علماني (لاديني) احزابو څخه په سوریه کي (حزب البعث) دی؛ چي د علمانيت او لادينۍ خپرولو لپاره زیات زیار باسي.

۱۰ – د علمانيت مشهور بلونکي: په اسلامي نړۍ کي د علمانيت مشهور داعیان احمد لطفي، اسماعیل مظهر، قاسم امین، طه حسین، عبدالعزیز فهمي، انطوان سعادة، سوکارنو، سومارتو، نهرو، مصطفْی کمال اتاترک، جمال عبدالناصر، انور السادات... وه، چي شعار به يې دا و:
 «دين په سیاست کي نسته او سیاست په دين کي نسته ...» 

د علمانيت افکار او معتقدات :
د علمانيت (لادينۍ) د مفکورې پیروان په عقیدوي لحاظ مختلفو ډلو ته وېشل سوي دي؛ چي ځيني یې د الله  جل جلاله  له وجود څخه کاملاً منکر دي او ځيني نور یې د الله  جل جلاله  پر وجود ایمان لري؛ خو د هغه تړاو څخه منکر دي، چي د الله  جل جلاله  او انسان تر منځ سته. دوی د بې دينۍ هر ډول وسائل غوره ګڼي؛ په کورني نظام کي موسیقي، بې حیایي، فحشاء، بې حجابي، قمار او شراب مشروع ګڼي او دين له سیاست څخه جلا ګڼي.

هغه علماني معتقدات، چي په عربي نړۍ کي وجود لري، د اسلام، قرآن او نبوي بعثت په اړه بد ګويي کوي. دوی وایي، چي اسلام صرف روحي شعار دی؛ په همدې توګه اسلام له نوري نړۍ سره د اختلاف بلنه کوي. د دوی په عقېده اسلامي فقه د روماني قانون څخه جوړه سوې ده. د علماني مفکورې تأييدوونکي د ښځي آزادۍ ته په غربي دود قانع دي او هغې ته دعوت کوي.
 

د اسلامي ټولني ګډوډی او د مخکنيو دودونو را ژوندي کول په دې تعبیر، چي د پخوانيو میراثونو ژوندي کول اړین ګڼل کېږي، ټولي دوديزي او ټولنيزي چاري یې پر لادينۍ ولاړي دي او د غرب پیروي کوي. د علمانيت د پيروانو د نسلونو د روزني اساس مطلقه لا ديني ده.

دا چي په غرب کي علمانيت رواج دی، نو ځکه هلته مطلقه لادیني حاکمه ده؛ خو په اسلامي هیوادونو کي شریعت، عقل او منطق دا نه مني، چي علمانيت او لادينۍ ته حاکمیت او واک ورکړل سي.  پر  مسلمانانو حتمي ده، چي الهي شریعت ته غاړه ایښودونکي واوسي.

له بله پلوه دوکتور یوسف قرضاوي لیکي: کله چي دولت له دين څخه جلا وګڼل سي، نو عیسويت ته میدان خالي پاتېږي؛ هر څه، چي غواړي، کولای يې سي. په همدې توګه عیسوي او علماني بلونکو ته لاره هوارېږي او هر اړخیزه بلني او دعوتونه کولای سي.

په نتيجه کي ويلای سو، که په اسلامي ټولنو او هیوادونو کي دغه ډول مفکوره وجود ولري، چي دين له دولت څخه جلا دی، نو دغه پایلي به په لاس راسي:

له پاچا څخه دين پاتېږي؛ سره له دې چي له پاچا څخه پرته د دين د احکامو تطبیق نسي کېدای. پر همدې اساس د دين او دولت جلاوالی ناممکن  دی؛ نو ويلای سو، چي د علمانيت او لا دينۍ نظریه غلطه او بې بنياده ده.

د علمانيت فکري او عقیدوي اساسات:
د علمانيت نظریه د اسلام سره په ټکر کي ده. ددې لپاره، چي دين او دين پرستي ختمه سي، لا ديني لهو او لعب یې ځای نيسي. یهودي وایي: (الفرد هوآیت هیو)
 
یعني: هیڅ داسي قضیه نه ده رامنځ ته سوې، چي په هغې کي د علم، عقل او دين تر منځ ټکر راغلی وي؛ مګر د علم او عقل پلو حق ته رسېدونکی او د دين پلو خطا او اشتباه وي.»

 د دغه یهودي پورتنۍ خبري هیڅ ډول د عقل، پوهي او دين سره توافق نه لري. د دغه یهودي د قول د ترديد لپاره د رسول اکرم  صلی الله علیه وسلم  له یوه صحابي  رضي الله عنه څخه نقل دی، چي وایي:

«ما امر بشیء فقال العقل لیته نهی عنه ولانهی عن شیء فقال العقل لیته ما امر به
 
ژباړه: دين په یو شي امر نه دی کړی؛ مګر عقل د هغه غوښتونکی وي، چي منع سوی وای او نه یې د یو شي څخه منع کړې وي؛ مګر عقل د هغه غوښتونکی وي، چي عمل په سوی وای.

په همدې توګه د علمانيت نظریه د آخرت څخه إنکار دی. د دوی دا یقین دی، چي انسان ته کوم وخت ورکړ سوی دی، هغه یوازي د دنيا ژوند دی.

اسلام ولي علمانيت ردوي؟
د علمانيت او لادينۍ د نظریې د ترديد لپاره د اسلام هر اړخیز عقلي او نقلي دلائل:  

په عقلي دلايلو د علمانيت رد:
اسلام ځکه علمانيت مردود ګڼي، چي انساني نفس غافل او بې پروا جوړوي. دا چي انسان د نفس او روح څخه رامنځ ته سوی دی، په انساني روزنه کي د انسان جسمي او روحي اړخ ته هیڅ ډول پاملرنه نه کوي. سره د دې، چي اسلام، اسلامي ټولني روزي، هغه په جسمي او روحي لحاظ سره تر نظر لاندي نيسي او د دين تکمیل په روح او جسد دواړو پوري تړلی دی.

علمانيت یوه غربي مفکوره  ده نو د دې اړتیا نه لیدل  کېږي، چي په اسلامي ټولنو او هیوادونو کي راښکاره سي.

علمانيت دين له دولت څخه جلا کوي، چي د دې جلاوالي څخه نور فسادونه هم رامنځ ته کېږي؛ لکه حزبي، منطقوي او قومي جلاوالی؛ چي په آخره کي یو ډول بې نظمي رامنځ ته کېږي او  اسلام د بې نظمۍ سره مخالف دی .

دا چي علمانيت الحاد دی، نو  اسلام يې مردودګڼي؛  ځکه د علمانيت هدف د اسلامي اصولو او اساساتو له منځه وړل او فساد خپرېدل دي.
 
اسلام ځکه علمانيت ردوي، چي د غربي اوکفر ي ټولني دود، فرهنګ او د هغوی ناروغۍ خپروي.
 

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۵ ګڼه