څانګه: صحابه کرام (رضي الله عنهم) نيټه: August 22, 2015
       
د صحابه کرامو رض اجتهاد

 د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  د صحابه وو رضي الله عنهم اجتهاد

لیکنه: عبدالسلام حنفي

 حضرت معاذ بن جبل رضي الله عنه  وایي، چي رسول الله  صلی الله علیه وسلم  زه یمن ته لیږلم نو ما ته یې وویل: که تا ته یوه مسئله راشي نو ته به څنگه فیصله کوې؟ ما ورته وویل چي د الله  جل جلاله  د کتاب په رڼا کي به ئې کوم، رسول الله  صلی الله علیه وسلم  راته وویل که دغه مسئله په قرآن کي نه وه بیا به یې څنگه فیصله کوې؟ ما ورته وویل د نبوي احادیثو په رڼا کي ئې فیصله کوم رسول الله  صلی الله علیه وسلم  راته وفرمایل: که دغه مسئله په احادیثو کي نه وه بیا به یې څنگه کوې؟ ما ورته وویل: بیا به یې په خپله رایه  فکر او اجتهاد سره فیصله کوم او کوشش به کوم، چي  حقه فیصله وکړم رسول الله صلی الله علیه وسلم  زما په دغه خبرو سره خوشاله شو او لاس يې زما پر سینه راکښیښودئ او وفرمایل. الله جل جلاله  لره دي حمد وي، چي  د الله جل جلاله  او د رسول صلی الله علیه وسلم  قاصد ته یې د داسي تگ لاري توفیق ورکړ، چي  د الله رسول صلی الله علیه وسلم  په راضي کیږي. (رواه ترمذی و ابوداود کتاب الاقضیه، باب الاجتهاد الرای فی القضاء . رقم ۳۱۱۹ المکتبة شاملة) (۱)

حضرت محمد بن سیرین رحمة الله علیه وایي چي  تر رسول الله  صلی الله علیه وسلم  وروسته هیڅ یو سړی تر حضرت ابوبکر  رضي الله عنه  زیات له هغه شي څخه ویریدونکی نه و چي  هغه به یې نه پیژندی او تر حضرت ابوبکر رضي الله عنه وروسته هیڅ یو سړی تر حضرت عمر  رضي الله عنه  زیات ویریدونکی نه و. یو ځل د ابوبکر  رضي الله عنه  په مخکي یوه مسئله وړاندي شوه.
 
حضرت ابوبکر رضي الله عنه  د هغې مسئلې په هکله د الله  جل جلاله  په کتاب کي څه اصل ونه موندی او نه یې هم په سنت کي کومه نښه وموندله نو ويې فرمایل چي  اوس به زه په خپلي رایي سره اجتهاد کوم که صحیح پریکړه وشوه نو د الله  جل جلاله  له خوا ده او که غلطه پریکړه وشوه نو زما له خوا ده او زه له الله  جل جلاله  څخه بخښنه غواړم. (اخرجه ابن سعد و ابن عبدالبر فی العلم کذا فی الکنزالعمال. جلد ۵ صفحه ۲۴۱ .)
 
قاضي حضرت شریح رحمة الله علیه وایي : چي  حضرت عمر رضي الله عنه هغوی ته دا خط ولیکی چي  کله تاته کومه دعوه راشي چي  هغه د الله  جل جلاله  په کتاب کي نه وي، نو بیا په هغه کي د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  د سنتو مطابق پریکړه کوه او که داسي مقدمه راشي چي  هغه نه د الله  جل جلاله  په کتاب کي وي او نه د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  په سنت کي ، نو بیا هغه پریکړه کوه چي  پر هغه د عالمانو اجماع او اتفاق وي. او که داسي دعوه راشي چي  هغه نه په کتاب الله کي وي، نه د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  په سنت کي او نه هم پر هغه یوه عالم څه خبره کړې وي، نو بیا په دوو خبرو کي یوه خپله کړه. که غواړې نو وړاندي شه، په خپله رایه اجتهاد وکړه او پریکړه وکړه او که غواړې نو شاته شه کومه پریکړه مه کوه. او زما په فکر شاته کیدل ستا لپاره غوره دي. (اخرجه ابن عبدالبر فی العلم. ج، ۲ ص ۵۶ عن الشعبی.)

حضرت ابن مسعود رضي الله عنه فرمایي چي  چاته په کومه معامله  کي د پریکړی ضرورت پیش شي نو هغه ته په کار ده چي  د الله  جل جلاله  د کتاب مطابق پریکړه وکړي، که داسي معامله وي چي  هغه په کتاب الله کي نه وي نو بیا دي په هغه کي هغه فیصله وکړي چي  رسول الله  صلی الله علیه وسلم  کړې ده. که داسي معامله پیښه شی چي  هغه نه په کتاب الله کي وی او نه د هغه په حق له  د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  کومه فیصله کړی وی. نو بیا دی په هغه کي هغه فیصله وکړی چي  نیکانو خلگو کړی وي. که داسي معامله پیښه شي چي  هغه نه په کتاب الله کي وي او نه رسول الله  صلی الله علیه وسلم  او نه نیکانو بندگانو د هغه په حق له کومه فیصله کړې وي نو بیا دي په خپله رایه اجتهاد وکړي او پرخپله خبره کلک اوسیږی او مه شرمیږی. (اخرجه ابن عبدالبر فی العلم. جلد ۲ صفحه ۵۷)
 
 حضرت عبدالله بن ابی یزید رحمة الله وایي چي  ما د حضرت ابن عباس  رضي الله عنه  دا معمول ولیده چي  کله به د کوم شي پوښتنه ځني وشوه او هغه به د الله  جل جلاله  په کتاب کي و نو هغه به يې ویل. که هغه به د الله  جل جلاله  په کتاب کي نه و خو د هغه په هکله به رسول الله  صلی الله علیه وسلم  څخه څه نقل و نو هغه به يې فرمایل . که هغه به د الله  جل جلاله  په کتاب کي نه و او له رسول الله  صلی الله علیه وسلم  څخه به هم کوم نقل نه و خو د حضرت ابوبکر او عمر  رضي الله عنهما  له خوا به څه نقل و نو هغه به یې فرمایل او که هغه به د الله  جل جلاله  په کتاب کي نه و او له رسول الله  صلی الله علیه وسلم  ابوبکر او عمر  رضي الله عنهما له خوا به هم څه نقل نه وو نو بیا به يې په خپله رایه سره اجتهاد کوی. (اخرجه ابن عبدالبر فی العلم ، جلد ۲ صفحه ۵۷))
 
حضرت ابن عباس  رضي الله عنه  فرمایي چي  کله به موږ ته د حضرت علي  رضي الله عنه  له خوا کوم مضبوط دلیل راغی نو موږ به د هغه برابر څوک نه بلل . (اخرجه ابن سعد  ج، ۴ صفحه ۱۸۱)

---------------------------------------------
(۱):اول حدیث د معاذ رضي الله عنه کوم حدیث چي  اصحابانو رانقل کړی دئ په هغو کي څوک متهم کذاب او مجروح نسته همدا ډول ابن القیم دغه حدیث د خطیب بغدادی په حواله د یوی بلی طریقی څخه را نقل کړی دئ او ویلي يې دي: عن عبادة بن نسی عن عبدالرحمن بن غنم عن معاذ..... او بیا يې لیکلي دي وهذا اسناد متصل ورجاله معروفون بالثقة.

ابن قیم رحمه الله دا هم وایي دغه حدیث د امت د تلقی بالقبول په وجه هم د دی جوگه دئ چي  په استدلال کي دي وکارول شي. اعلام الموقعین. ج، ۱ ص ۱۷۵ تر ۱۷۶ او د زیات تفصیل لپاره د علامه شیخ محمد زاهد کوثري رحمة الله علیه المقالات الکوثري ته مراجعه وکړئ. ( مخونه ۵۸-۶۱ )
 
زیاتوني: 
د اجتهاد په اړه د بخاري شریف حدیث: عَنْ عَمْرِو بْنِ الْعَاصِ أَنَّهُ سَمِعَ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم يَقُولُ : إِذَا حَكَمَ الْحَاكِمُ فَاجْتَهَدَ ثمَّ أَصَابَ فَلَهُ أَجْرَانِ ، وَإِذَا حَكَمَ فَاجْتَهَدَ ثُمَّ أَخْطَأَ فَلَهُ أَجْرٌ . (صحيح البخاري، كتاب الإعتصام، باب أجر الحاكم إذا أصاب أو أخطأ)
 
بل صحیح حدیث: عن أبي سعيد الخدري قال: خرج رجلان في سفر فحضرت الصلاة وليس معهما ماء فتيمما صعيدا طيبا فصليا ثم وجدا الماء في الوقت فأعاد أحدهما الصلاة والوضوء ولم يعد الآخر ثم أتيا رسول الله صلى الله عليه و سلم فذكرا ذلك له فقال للذي لم يعد " أصبت السنة وأجزأتك صلاتك " وقال للذي توضأ وأعاد " لك الأجر مرتين " رواه ابوداود