تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اوسنی معارف یا ښوونه او زموږ راتلونکی
 
  August 25, 2015
  0

رالېږونکی: استاد المهندس نورالله خان احمدزی

 
که څه هم اوسنی ښوونیز نصاب ډېرې نیمګړتیاوې لري خو د پوهنې وزارت دعوه کوي چه اوسنی ښوونیز نظام د سیمې په سطحه له نورو هیوادونو سره مقابله کولی شي، خیر دا خو یوه ستره مبالغه ده، ځکه د نورو هیوادونو ښوونیز نظام زموږ پر تله ډېر پرمختللی او کاري دی. نن زه غواړم چه یو څو ټکي ستاسو مخته کېږدم  چه زموږ د پوهنې وزارت زده کوونکو ته څه ورښایي. لاندې یو څو شعرونه درته لیکم.

دری کتاب کې یې داسې شعر لیکلی:

از ګل پرسیدم محبت چیست 
ګفت ازمن کرده زیبا تر است

از آتش پرسیدم محبت چیست
ګفت از من کرده سوزان تر است

از شمع پرسیدم محبت چیست
ګفت از من کرده عاشق تر است

داسې د پښتو کتاب څخه یو شعر درته لیکم:

ګرېوان زما ټول په اوښکو لوند دی
ما د جانان په غم کې ډېر ژړلي دینه

داسې په سلګونو خرافات پکې ذکر دي اوس که دغه شعرونه یو کس په هر مفهوم واوړوي نو کولی یې شي داسې شعرونو ته څه اړتیا وه؟ ما ته یو کس وايي چه دا پورته شعر د ګل په اړه دی ما ورته وویل چه دوهم بیت کې خو اور یا آتش هم ورسره ذکر دی هغه کس نور غلی شو مطلب دا چه موږ یا زموږ زده کوونکي له دغه ښوونیز نظام څخه یوازې دا ډول عاشقانه او د مینتوب شعرونه ښه زده کولی شي خو فکر نکوم چه په دا ډول نصاب به موږ له چا سره مقابله وکړو. بل زموږ ټولنه اسلامي ټولنه ده دلته باید هر څه د شریعت مطابق پرمخ ولاړ شي که څوک دلته یو سیکولر نظام لپاره لاره هواروي هغه داسې چه زموږ د ښوونځیو زده کوونکي باید له دین څخه لرې وي او د دیني مدارسو او دارالعلومو زده کوونکي له عصري زده کړو لرې وساتو، نو دا له دین او اسلام سره خیانت دی زموږ علماء هم باید په ساینس او ټکنالوجي پوه وي او زموږ د دنیوي زده کړو زده کوونکي هم باید په اړینو دیني علومو څه نا څه پوه وي، په دا ډول زموږ ټولنه د انحراف خواته نه ځي او که وضعه همداسې روانه وه نو الله خبر چه خبره به چېرته ځي او زموږ د راتلونکي نسل برخلیک به څه ډول وي.........! 

همدا وخت دی چې ښوونیز نظام پر سم مسیر روان کړو او د ښه راتلونکي لپاره مثبت ګامونه باید پورته شي. خپل ښوونیز نظام داسې عیار او جوړ کړو چې له اسلام سره مغایرت ونلري او بل په ښوونیز نظام کې ډېره پاملرنه وشي تر څو زموږ نسل د اسلامي اصولو سره برابر وروزل شي. اسلام د ساینس او پرمختګ مخالف ندی خو هغه ساینس او پرمختګ چې څوک له دین څخه لرې نکړي. پرمختګ پدې معنی ندی چې یو څه نا څه علم زده کړې بیا د ډارون له نظریې متاثر شي او آخر د الحاد خواته روان کړل شي بلکه زموږ پرمختګ باید داسې وي چې د ډارون پشان الحادي نظریو ته مثبت ځواب ووایو او پرېنږدو چې په لوی لاس زموږ مسلمان وروڼه او خویندې د پردیو تر اثر لاندې راشي او د انحراف خواته تګ وکړي.

 زما د لیکنې موخه داده چې زموږ ښوونیز نصاب داسې عیار کړل شي چې هم د نصاب برابرونکي پوره دیني او عصري زده کړې ولري، ښوونکي مو هم له دین سره بلد وي بیا دا مواد زده کوونکو ته ورسي نو امید لرم چې بیا زموږ زده کوونکي به هیڅکله هم په غلط مسیر روان نشي او نه به د چا تر منفي تاثیر لاندې راشي. ومن الله التوفیق.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته