تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د تقلید اثبات په احادیثو کي
 
  August 25, 2015
  0

تقلید په حدیثو کي

 لیکنه: د نړۍ مشهور او منلی عالم علامه مفتي محمد تقي عثماني حفظه الله

سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
لکه د قرآن د آياتونو څخه چي دتقليد ثبوت وسو په همدې ډول د ډېرو احاديثو څخه هم دتقليد جواز ثابتيږي چي ځيني احاديث يې په لاندي ډول دي:

١: عن حذيفة رضي الله عنه  قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم  : اني لاادري مابقائي فيکم فاقتدوا باللذين من بعدي ابي بکر وعمر رضي الله عنهما.(۱)
 
ژباړه :د حذيفة رضي الله عنه  څخه روايت دئ ، دى فرمايي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  وفرمايل: زه نه يم خبر چي به په تاسو کي څومره عمر يم نو تاسو زما وروسته په ابوبکر رضي الله عنه  او عمر رضي الله عنه  پسي اقتداء وکړئ.

په پورتني حديث کي يوه خبره ديادولو وړ ده هغه دا چي په حديث کي د اقتداء لفظ استعمال سوى دئ دغه لفظ دې ته ويل کيږي چي د يو چا په ديني چارو کي پيروي وسي نه دا چي په انتظامي چارو کي د چا پيروي وسي ځکه د عربي لغت مشهور عالم ابن منظور ليکي: اَلْقُدْوَةُ وَالْقِدْوَة ما تسنت به.
ژباړه : قدوة دې ته ويل کيږ ي چي د چا پر سنت باندي عمل وکړل سي.

نوموړى عالم زياتوي: القدوة الاسوة.(۲)
ژباړه :  قدوة نمونې ته وايي. 
 
پورتنى لفظ په قرآنکريم کي د انبياؤ عليهم السلام او صالحينو  د اطاعت لپاره استعمال سوى دئ ځکه الله جل جلاله  فرمايي:

أُولَئِكَ الَّذِينَ هَدَى اللَّهُ فَبِهُدَاهُمُ اقْتَدِهْ ......( الانعام،اية ٩٠)
ژباړه:  داهغه کسان دي چي هدايت ورته کړل سوى دئ تاسو هم د دوى په هدايت پسي اقتداء وکړئ.

همدا ډول د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د وفات په قصه کي داسي راځي:
يقتدي ابوبکر رضي الله عنه  بصلوة رسول الله صلی الله علیه وسلم  والناس مقتدون بصلوة ابوبکر رضي الله عنه .(۳)
ژباړه :  ابوبکر رضي الله عنه  په رسول  الله صلی الله علیه وسلم  پسي اقتدا کړې وه او خلګو  په  ابوبکر رضي الله عنه  پسي  اقتدا وکړه.

په  مسند احمد کي د حضرت ابووائل رحمة الله علیه  څخه روايت دئ ، دى مبارک فرمايي:
قَالَ جَلَسْتُ إِلَى شَيْبَةَ بْنِ عُثْمَانَ فَقَالَ جَلَسَ عُمَرُ بْنُ الْخَطَّابِ فِي مَجْلِسَكَ هَذَا فَقَالَ لَقَدْ هَمَمْتُ أَنْ لَا أَدَعَ فِي الْكَعْبَةِ صَفْرَاءَ وَلَا بَيْضَاءَ إِلَّا قَسَمْتُهَا بَيْنَ النَّاسِ قَالَ قُلْتُ لَيْسَ ذَلِكَ لَكَ قَدْ سَبَقَكَ صَاحِبَاكَ لَمْ يَفْعَلَا ذَلِكَ فَقَالَ هُمَا الْمَرْءَانِ يُقْتَدَى بِهِمَا(۴)

ژباړه : ابو وائل رحمة الله علیه  فرمايي: زه يوه ورځ د شيبة بن عثمان رحمة الله علیه  سره ناست وم ، شيبة بن عثمان رضي الله عنه  راته وويل: يوه ورځ ستا پر ځاى باندي حضرت عمر بن  خطاب رضي الله عنه  ناست و او وې ويل : زه داسي اراده لرم چي په کعبه کي چي کوم سره او  سپين  زر  دي هغه  ټوله د خلګو په  منځ کي ووېشم، شيبه وايي : ما ورته وويل : (اې عمره!) تر تا وړاندي دوه صاحبان يعني  حضرت محمد صلی الله علیه وسلم  او حضرت  ابوبکر رضي الله عنه  تېر سوي دي هغو خو داسي نه  دي کړي کوم چي ته يې کوې؟ عمر رضي الله عنه  وويل: دوى دواړه داسي خلګ وه چي اقتدا پسي وسي.

همدا ډول په مسند احمد کي د حضرت انس رضي الله عنه  څخه روايت دئ چي يوه رسول الله صلی الله علیه وسلم  په يوه مجلس کي وفرمايل: اوس  به ستاسو په  مجلس کي يو جنتي سړى را داخل سي، د لږ  وخت تېرېدو وروسته يو  انصاري  صحابي مجلس ته راغلى ، په  دوهمه ورځ هم دغسي پېښه وسوه په دريمه ورځ هم وسوه. حضرت عبدالله بن عمر رضي الله عنه  يوه شپه دغه صحابي مېلمه کړ، دعبدالله بن عمر رضي الله عنه  داسي ګومان و چي دغه صحابي به ډېر عبادت کوي خو هغسي نه وه بلکي هغه انصاري صحابي څو اذکار وويل بيا تر سهاره پوري بيده و ، عبدالله بن عمر رضي الله عنه  ورته وفرمايل: زه ستا لوري ته ځکه راغلم چي تا وازمويم چي ته څومره عبادت کوي؟ هغه صحابي ورته وويل :زه خو خاص عبادت نه کوم مګر يو کار کوم هغه دا چي د مسلمان  سره په زړه کي حسد او ضد نه ساتم.(۵)

کوم ځايونه چي بيان سوه په ټولو ځايونو کي اقتدا په ديني کارونو کي د اطاعت او پيروۍ په معنا راغلې ده په ځانګړي ډول په لومړنيو دوو حديثونو کي په خصوصي ډول د اقتداء لفظ د ابوبکر رضي الله عنه د اطاعت لپاره استعمال سوى دئ. همدا لامل دئ چي په پورتني حديث کي چي د ابوبکر او عمر رضي الله عنهما  داقتدا خبره سوې ده موخه ځيني داده چي تاسو د دوى دوو په ديني چارو کي  پيروي او اطاعت وکړئ ، همدې کار ته تقليد ويل کيږي.

د عبدالله بن عمرو رضي الله عنهما  څخه په بخاري او مسلم کي روايت سوى دئ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي:

٢: " إن الله لا يقبض العلم انتزاعا ينتزعه من العباد ولكن يقبض العلم بقبض العلماء حتى إذا لم يبق عالما اتخذ الناس رءوسا جهالا فسئلوا فأفتوا بغير علم فضلوا وأضلوا "(۶)
ژباړه : باور وکړئ الله جل جلاله  داسي د خلګو څخه داسي نه پورته کوي چي د خلګو د زړونو څخه علم وباسي بلکي په داسي ډول يې پورته کوي چي علماء مړه سي ،  هيڅ عالم به پاته نه سي خلګ به خپل رئيسان جاهلان وټاکي نو خلګ به پوښتني ځني کوي هغوى به بېله علمه فتواوي ورکوي ، خپله به هم ځانونه ګمراه کوي او نور به هم ګمراه کوي. 

پورته حديث ته که وکتل سي په ښکاره  معلوميږي چي د فتوا کار علماؤ ته  سپارل سوى يعني دا چي عام خلګ به پوښتني ځني کوي او علماء به جوابونه ورکوي.همدا د تقليد حقيقت دئ.

یادونه: په پورتني حديث کي يوه بله مهمه خبره هم د پام وړ ده هغه دا چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  ديوې داسي زمانې د راتګ خبر ورکړى دئ چي په هغه زمانه کي به علماء له منځه ځي او جاهلان خلګ به فتواوي ورکوي ، په  داسي زمانه کي علماء له منځه تللي وي  او جاهلان فتواوي ورکوي په داسي زمانه کي به نو خلګو ته پرته له دې چي د پخوانيو علماؤ تقليد وکړي بله به کومه لاره ورته پاته وي؟ ځکه علماء به له منځه تللي وي پاته خلګ به جاهلان وي او نه بل داسي څوک چي مستقيما د قرآن او حديث څخه استنباط وکړي په داسي حالت کي به پرته له دي چي د پخوانيو علماؤ چي وفات سوي وي تقليد وکړل سي بله لاره به نه وي. ددې حديث څخه دا معلومه سوه چي که په دنيا کي مجتهدين علماء موجود وه نو ددوى څخه دي دمسائلو پوښتني وکړل سي او بيا دي يې تقليد وکړل سي او که په دنيا داسي عالم پاته نه سو نو بيا دهغو علماؤ تقليد وکړل سي چي د دنيا څخه تللي او رحلت يې کړى وي د جاهلانو د فتواوو تقليد دي نه کول کيږي.

په بل حديث کي راغلي دي: 
٣: وعن أبي هريرة رضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : " من أفتي بغير علم كان إثمه على من أفتاه....... . رواه أبو داود(۷)
د ابوهريرة رضي الله عنه  څخه روايت دئ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  وفرمايل: کوم سړي که د علم پرته فتوا ورکړل نو ګناه به يې هم دده په غاړه وي.

پورتني حديث هم د تقليد پر ثبوت باندي ښکاره دليل دئ ځکه په  پورتني  حديث کي ويل سوي دي چي څوک غلطه فتوا ورکړل نو  ټوله ګناه دده پر غاړه لويږي نو که تقليد جايز نه واى نو ټوله ګناه ولي پرده باندي لوېدل بلکي پر مستفتي باندي به هم  ګناه واى چي ولي يې ددغه مسئلې د صحت تحقيق نه دئ کړى.

د پورته خبري په نظر کي نيولو سره داخبره ثابته سوه چي کوم کس  چي علم نه لري پر هغه باندي فقط دومري خبره لازمه ده چي د خپلو معلوماتو له مخي ديوه داسي عالم څخه پوښتنه وکړي چي هغه په قرآن او حديث باندي پوهيږي نور نو که هغه عالم غلطه فتوا ورکړل ټوله ګناه يې دهغه عالم پر  غاړه ده ، پوښتونکى د ګناه څخه خلاص دئ ګناه يې يوازي پر عالم باندي ده.

په يوه بل روايت کي  راځي:
٤: وعن إبراهيم بن عبد الرحمن العذري قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : " يحمل هذا العلم من كل خلف عدوله ينفون عنه تحريف الغالين وانتحال المبطلين وتأويل الجاهلين " . رواه البيهقي (۸)

ژباړه : دابراهيم بن  عبدالرحمن العذري څخه روايت دئ ،  دى  وايي چي رسول ا لله صلی الله علیه وسلم  وفرمايل: دا علم به ثقه خلګ زده کوي چي د غلاکونکو تحريف ، د درواغجنانو درواغ او د جاهلانو تاويل به ليري کوي.

په پورتني حديث کي د جاهلانو او باطلو  انسانانو بدي بيان سوې ده او دا ويل سوي دي چي د جاهلانو د تاويل او درواغو ردول د علماؤ فريضه ده ، همدا ډول په حديث کي په ښکاره ډول ويل سوي دي چي څوک په قرآن او حديث کي مجتهدانه بصيرت نه لري هغوى نسي کولاى چي پر خپل فهم او فکر باندي اعتماد وکړي بيا د قرآن او حديث تاويلات وکړي، پکار دا ده چي د قرآن او حديث د ښه پوهاوي لپاره د علم څښتنانو  ته رجوع وکړل سي.

 په پورتني حديث کي داخبره په ښکاره ډول بيان سوې ده چي د قرآن او حديث تاويلات يوازي د لوړو عالمانو کار دئ هغه خلګ چي په علم کي پوره مهارت نه لري هغوى هيڅ حق نه لري چي د قرآن او حديث تاويلات وکړي او ددې کار په حديث کي په کلکه بدي او مذمت بيان سوي دئ ، د پورته خبرو څخه معلوميږي چي د قرآن او حديث د تاويل لپاره لږ علم بسنه نه کوي بلکي ددې کار لپاره مجتهدانه بصيرت او پوره مهارت ته اړتيا سته .

په بخاري شريف کي تعليقا او په مسلم شريف کي سندا يو حديث راغلى دئ چي ابوسعيد خدري رضي الله عنه  روايت کوي چي ځيني اصحابان مبارکان نبوي مسجد ته ناوخته راتلل نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  هغوى د وختي راتللو او په مخکي صف کي د درېدو امر وکړ او ټينګار يې پر وکړ او دايې هم ورته وفرمايل:

ايتموا بي ولياتم بکم  من بعدکم.(۹)  
ژباړه : تاسو ماته وګورئ او په ماپسي اقتدا وکړئ، نور خلګ دي تاسوته وګوري هغوى دي په تاسو پسي اقتدا وکړي.

درسول الله صلی الله علیه وسلم  ددغه مبارکي وينا دوه مطلبه کېداى سي يو دا چي مخکني خلګ دي رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته وګوري او اقتدا دي پسي وکړي او د شا خلګ دي د مخکي صف خلګو ته وګوري او اقتدا دي پسي وکړي .

دوهم مطلب دا دئ چي اصحابان دي ژر ، ژر راسي څو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د لمانځه طريقه ښه زده کړي ځکه هغه نسلونه چي ورسته راځي هغوى به د اصحابانو څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د لمانځه طريقه زده کوي ، په دوى پسي به اقتدا کوي او د دوى تقليد به کوي.

د پورتني حديث په شرح کي حافظ ابن حجر رحمة الله علیه  ليکي:
وقيل معناه تعلموا مني احکام الشريعة ويتعلم منکم  التابعون بعدکم وکذالک اتباعهم الي انقراص الدنيا.(۱۰)
ژباړه : ځينو ويلي دي چي د پورتني حديث معنا دا ده چي تاسو زما څخه د شريعت احکام زده کړئ، تابعين به ستاسو څخه شرعي احکام زده کړي، همدا ډول به د دوى متبعين شرعي احکام د دوى څخه زده کوي او دا لړۍ به د دنيا تر پاى ته رسېدو پوري روانه وي.

په مسند احمد کي حضرت سهل بن معاذ د خپل پلار څخه روايت کوي :
ان امراة اتته فقالت يارسول الله انطلق زوجي غازيا وکنت اقتدي  بصلاته اذا صلى وبفعله کله فاخبرني بعمل يبلغي عمله حتى يرجع.(۱۱)
ژباړه : يوه ښځه رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته راغلل او ورته وې ويل : اې  د الله جل جلاله  رسوله! زما خاوند غزا ته تللى دئ، زما خاوند داسي و چي کله به يې لمونح کاوه ما به اقتدا پسي کول بلکي په ټولو کي ما په خپل خاوند پسي اقتدا کول او د هغه پيروي به مي کول، اوس ما ته يو داسي کار راوښيه چي زه د خپل خاوند سره په ثواب کي برابره سم څو دى بېرته راځي.

پورته حديث ته که وکتل سي په ښکاره هغې ښځي رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته وويل چي زه د خپل خاوند تقليد کوم ، په لمانځه او نور کارونو کي يې اطاعت کوم، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ددې د تقليد خبره واورېده هيڅ ملامتي يې نه پر وويل چي ته ولي تقليد کوې؟

حضرت عبدالله بن عمرو رضي الله عنهما  په ترمذي کي روايت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي: په کوم کس  چي دوه خصلتونه پيدا سي الله جل جلاله  به هغه کس صابر او شاکر وليکي ، هغه خصلتونه دا دي:

من نظر في دينه الي من هو فوقه فاقتدى به ونظر في دنياه الي من هو دونه فحمد لله.(۱۲)
ژباړه : که چا په دين کي هغه چاته وکتل چي تر  ده لوړ و او  بيا يې پيروي وکړه او  هغه چاته يې وکتل چي ترده کښته وي بيا يې د الله جل جلاله  حمد ووايه.

ماخذ: د تقلید شرعي حیثیت
د تقلید ثبوت په قران کي
د تقلید حقیقت
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
یادونه: ددې مقالې نقلول یوازي د تعلیم الاسلام ویب پاڼي د نامه په یادولو جواز لري.
--------------------------
۱: رواه الترمذي وابن ماجة واحمد ، مرقاة المفاتيح ج : ٥ ص: ٥٤٩ باب مناقب ابي بکر رضي الله عنه  وعمر رضي الله عنه .
۲: لسان العرب ج : ٢ ص : ٣١
۳: صحيح بخاري ج : ١ ص : ٩٩ ، باب الرجل ياتم بالامام.
۴: مسند احمد ، ج : ٣ ص : ٤١٠ ، مسند شيبة بن عثمان رضي الله عنه  ورقم الحديث:١٤٨٣٨  
۵: اخرجه احمد من طريق عبدالرزاق ثنا معمر عن الزهري ،اخبر انس رضي الله عنه  وهو اسناد صحيح،  مسند احمد ، ج : ٣ ص : ١٦٦، مسندات انس رضي الله عنه 
۶: مشکوة المصابيح ج : ١ ص : ٣٣ ، کتاب العلم ،لومړى فصل.
۷: مشکوة المصابيح ، ج : ١ ص : ٣٧ ، کتاب العلم ، فصل الثاني
۸: مشکوة ، ج : ١ ص : ٣٧، کتاب العلم ، الفصل الثاني.
۹: صحيح بخاري باب الرجل ياتم بالامام وياتم الناس بالماموم ، ج : ١ ص : ٦٩.
۱۰: فتح  الباري ج : ٢ ص : ١٧١ ، ط: ميريه ، س : ١٣٠٠
۱۱: مسند احمد ، ج: ٣ ، ص : ٤٣٩ مسند معاذ بن انس رضي الله عنه  واورده الثيمي رحمة الله علیه  في مجمع الزوائد وقال رواه احمد وفيه ذبان بن فائد وثقه ابوحاتم وضعفه جماعة وبقية رجاله ثقا ت ، الفتح الرباني ج : ١٤ ص: ١٦، فضل المجاهدين.
۱۲: جامع ترمذي بشرح ابن العربي رحمة الله علیه  ج : ٩ ص : ١٣ ابواب القيامة.

------------------
زیاتونه: نور احادیث په لاندي ډول دي:

فَعَلَيْكُمْ بِسُنَّتِى وَسُنَّةِ الْخُلَفَاءِ الْمَهْدِيِّينَ الرَّاشِدِينَ تَمَسَّكُوا بِهَا وَعَضُّوا عَلَيْهَا بِالنَّوَاجِذِ وَإِيَّاكُمْ وَمُحْدَثَاتِ الأُمُورِ فَإِنَّ كُلَّ مُحْدَثَةٍ بِدْعَةٌ وَكُلَّ بِدْعَةٍ ضَلاَلَةٌ. (ترمذي، ابن ماجه، ابوداود، مسند احمد، مسند دارمی، مستدرک، صحیح ابن حبان، مشکوة وغیره).

قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : رَضِيتُ لَكُمْ مَا رَضِيَ لَكُمُ ابْنُ أُمِّ عَبْدٍ. (مستدرک، هَذَا حَدِيثٌ صَحِيحُ الإِسْنَادِ ، وَلَمْ يُخَرِّجَاهُ.)

عَنِ الأَسْوَدِ بْنِ يَزِيدَ قَالَ أَتَانَا مُعَاذُ بْنُ جَبَلٍ بِالْيَمَنِ مُعَلِّمًا وَأَمِيرًا فَسَأَلْنَاهُ عَنْ رَجُلٍ تُوُفِّيَ وَتَرَكَ ابْنَتَهُ وَأُخْتَهُ فَأَعْطَى الاِبْنَةَ النِّصْفَ وَالأُخْتَ النِّصْفَ. (رواه البخاري، تشریح يې په الکلام المفید في اثبات التقلید، صفحه ۹۳ کي لوستلایسی)

عَنْ مُحَمَّدِ بْنِ جُبَيْرِ بْنِ مُطْعِمٍ عَنْ أَبِيهِ أَنَّ امْرَأَةً سَأَلَتْ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم شَيْئًا فَأَمَرَهَا أَنْ تَرْجِعَ إِلَيْهِ فَقَالَتْ يَا رَسُولَ اللَّهِ أَرَأَيْتَ إِنْ جِئْتُ فَلَمْ أَجِدْكَ قَالَ أَبِى كَأَنَّهَا تَعْنِى الْمَوْتَ. قَالَ « فَإِنْ لَمْ تَجِدِينِى فَأْتِى أَبَا بَكْرٍ. رواه مسلم
د مشهور کتاب الکلام المفید في اثبات التقلید څخه، تالیف: علامه سرفراز خان صفدر رحمة الله علیه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته