تازه سرليکونه
د (ماشوم روزنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مینه د ماشوم حق دی
  تعلیم الاسلام
  August 28, 2015
  0
رالېږونکی: علی الله متوکل الرحمن
 
د رسول  صلی الله علیه وسلم  مینه د ماشوم سره:
محبوب رسول  صلی الله علیه وسلم  په زړه دومره نرم او مهربانه ؤ چي پر انسانانو سربیره به یي د حیواناتو سره لا مینه لرل، دا درسته خبره ده چي هغه څوک و چاته ډیر ګران وي چي دی له نورو سره مینه کوي، نو همدا لامل دی چي د رسول  صلی الله علیه وسلم  د ناپایه میني په خاطر موږ تر اوسه له ده مبارک سره مینه کوو. نرمي او زړسوی یي تر دي حده ؤ چي ده مبارک به ویل: کله چه زه لمونځ قایموم، زما خوښیږي چي لمونځ اوږد کم مګر کله چي زه د ماشوم ژړا واورم نو د هغه تشویش په خاطر چي مور یي محسوسوي لمونځ را لنډوم. (رواه البخاری).
 
 یوه ورځ ده مبارک  صلی الله علیه وسلم  حسن او حسین  رضي الله عنه په غیږ کي اخیستي وه اقره بن حابث ورته وویل: زما لس ماشومان دي خو د ډیر وخت راهیسي مي هیڅ یو د دوی څخه نه دی ښکل کړی نو نبي  صلی الله علیه وسلم  ورته وویل: هغه څوک چي د نورو سره مینه نه لري، دده سره به هم مینه نه کیږي. (رواه مسلم).

 
حضرت انس  رضي الله عنه وایي د رسول  صلی الله علیه وسلم  څخه پوښتنه وسوه، ستا د کورنی څوک تاسو ته ډیر ګران دی؟ نبي کریم  صلی الله علیه وسلم  ورته وفرمایل: ماته حسن او حسین ډیر ګران دي. حضرت انس  رضي الله عنه وایي: نبي  صلی الله علیه وسلم  به حضرت فاطمي  رضي الله عنه ته فرمایل: ته مي دا زما دوه زامن را ته را وبوله، بیا به رسول  صلی الله علیه وسلم  خپل مخ مبارک د دوی د مخونو سره مښلوی او په غیږ کي به یي ټینګ نیول. (رواه الترمذي)
 
د مور مینه د ماشوم سره:
مور د ماشوم لپاره مدرسه ده. طب دا ثابته کړي چي د ماشوم دماغ سپین کاغذ غوندي خالي وي نو د مور الاهو للو للو..... له خواږه ږغ سره د مور په غیږ کي د ماشوم روزنه شروع او د دا سپین کاغذ پر مخ اولي خطي وي. د ماشوم په اولو پنځو یا اوو کلنو کي د دوی ماغذه هر څه اخلي. ماشوم د خپلي مور په څنګ کي خوندي او ډاډ احساس کوي او د ماشوم لپاره د مور مینه نه یوازي د هغه درد تسکینوي بلکي د عصبي فعالیتونو لامل یي هم ګرځي.
 
دي وروستیو کښي د نیویارک لانګون روغتیایي مرکز د موږک پر بچیانو باندي یو څیړنه تر سره کړې، د موږک و بچیانو ته برقي شارټ ورکول سو چي له امله یي په هغه موږکانو کښي چي له خپلي مور څخه بیل وه په عصابو کښي زرګونه داسي جینونه تشکیل سوه چي د درد خبر اعصابو ته رسوي چي دغه شمیر په هغو کښي چي له خپل مور سره اوسیدل په اوسط ډول له سلو ټیټ وه. نو له دي څخه دا جوتیږي چي د مور مینه نه یوازي د ماشوم خوی او عادت بدلوي بلکي په عصبي سیسټم کي د بدلون سبب ګرځي. او اوسنی طب دا نظر هم لري چي د مور د ژوند څرنګوالی ان د امیدواری پر مهال هم پر ماشوم تاثیر لري.
 
د طبیعت مینه د ماشوم سره: 
ټول ژوندي موجودات له طبیعت سره مینه لري، طبیعت هغه څه دی چي ښکلا یي زړه راښکونکي او د ارامی او هوسایي ورکونکي ده. که ماشوم له طبیعت سره مینه پیدا کړي نو په راتلونکي کي به د همدغه طبیعت ساتلو هڅه کوي، له کوره را بهر د طبیعت په غیږ کي د ماشوم اوسیدنه او لوبي ګڼي ګټي له ځانه سره لري. په ۲۰۰۵ کال کي د امریکا د طبي ټولني له خوا خپري سوي څیړني په طبیعت او طبعي فضاء کښي د ماشومانو لوبي مثبتي ګڼلي او لیکي: ماشومان په طبیعت کي اوسیدو سره هوښیاریږي او له نورو سره یي ورځنۍ چلند او تیریدنه ښه کیږي. نو پریږدی! چي ماشوم له طبیعت او طبیعت له ماشوم سره مینه وکړي.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته