تازه سرليکونه
د (علوم الحديث) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د علوم الحدیث پېژندنه - متواتر حدیث
  تعلیم الاسلام
  August 28, 2015
  0

سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 په مقدمه کي مو ولوستل  چي حديث د متن او سند په اعتبار په مختلفو ډولو وېشل کيږي او په اول باب کي د حديث هغه انواع ذکر کيږي چي د سند د تعداد له کبله پر هغه تقسيم کيږي.  

 
حديث د سند د تعداد په اعتبار  پر څلور  ډوله وېشل کېږي :
  
١_غريب ٢_ عزيز٣_ مشهور٤_ متواتر . 
 
د حديث  سند ته طريقه هم وايي  يو حديث چي په  څو سندو رانقل سوى وي نو وايي دا حديث په متعددو طريقو رانقل سوى دى 
 
غريب: هغه حديث ته وايي چي د يوې لاري يعني په يوه سند ترموږ پوري رارسيدلى وي. 
 
عزيز: هغه حديث ته وايي  چي په دوه سنده رارسيدلى وي. 
 
مشهور: هغه حديث ته وايي چي ددوڅخه زيات سندونه ولري خو دتواتر حدته نه وي رسيدلى ، مشهور حديث ته مستفيض هم وايي .  
 
متواتر: هغه حديث ته وايي چي په ډيرو دا ډول  سندونو رانقل سوى وي چي و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ئې نسبت کول يقيني ګرځوي : 
 
متواتر : 
متواتر په لاندي ډول تعريف کيږي : 
المُتواتِرِ ما رواه عَدَدٌ كثيرٌ أَحَالَتِ العادةُ تواطُؤهُمْ و توافُقَهُم على الكَذِبِ رَوَوْا ذلك عن مِثْلِهِم من الابتداء إلى الانتهاءِ وكان مُسْتَنَدُ انْتِهائِهِمُ الحِسَّ وانْضافَ إلى ذلك أَنْ يَصْحَبَ خَبَرَهُمْ إِفَادَةُ العِلْمِ . ( نخبة الفکر )  
متواتر هغه خبرته وايي چي دونه زيات کسان ئې رانقل کړي چي په درواغو باندي د هغوى راغونډېدل او يادټولو درواغو يوشان ته ختل عادتا ناممکن ښکاري او په همدې ډول د سند د اول څخه تراخير پوري رانقل سي او څه شى چي رانقلوي هغه په غوږو اورېدلى او  يا په  سترګو ليدلى حال وي او د دې سره سره ئې خبر و اورېدونکي  ته د خبر د حقيت او صدق په هکله علم او باور افاده کړي .  
 
ددي تعريف څخه څرګنده سوه چي يوخبر چي د ډيرو لاروڅخه رانقل سي خو اورېدونکي سل  په  سل کي پکښي په ډاډه او باوري نه سي بلکي د خبر د صدق په هکله غالبه ګمان ورته پيداسي هغه متواتر نه بلل کيږي بلکي هغه مشهور  بلل کيږي څنګه چي مخته بيان سوه .  
 
فائده : ابن الصلاح رحمه الله وايي دمخکني تفسير او شرطونو له مخي متواتر حديث بيخي وجود نه لري مګر دا چي د ( وَمَنْ كَذَبَ عَلَيَّ مُتَعَمِّدًا فَلْيَتَبَوَّأْ مَقْعَدَهُ مِنَ النَّارِ) د حديث په هکله يي ادعاء وکړل سي . 
 
ځني بيا وايي چي متواتر حديث بلکل نسته بيخي وجود نه لري . 
 
امام ابن حجرالعسقلاني پورتني دواړي ادعاوي ردکوي او وايي داډول وينا يعني څوک چي د متواتر وجود  په (وَمَنْ كَذَبَ عَلَيَّ مُتَعَمِّدًا فَلْيَتَبَوَّأْ مَقْعَدَهُ مِنَ النَّارِ) حديث کي حصرکوي او يا د متواتر حديث د وجود بيخي نفي کوي د پوره اطلاع نه لرلو له کبله کوي، ځکه چي وايي ډير دا ډول حديث سته چي د ډيرو لارو څخه رانقل سوي دي او هم ئې راويان د ښو صفاتو څښتنان دي  چي دا دواړه يعني د سندونو کثرت او د راويانو صدق او امانت عادتا پر درواغو د هغوى راټوليدل يا د ټولو درواغو يو شان ته ختل محال ګرځوي .  
 
نو څوک  چي د احاديثو په ټولو لارو اوسندونو باندي اطلاع ولري او هم ئې دراويانو دحالاتو او صفاتو څخه خبرتيا ولري هغوى به هرومرو پر دى باندي قايل کيږي چي متواتر حديث په ډير زيات تعداد وجودلري . تر تولو ښه مثال چي دا ثابتوي چي متواتر احاديث په زيات تعداد وجود لري دا دى:  
 
د احاديثو مشهورکتابونه چي په شرق او غرب کي د علماء کرامو په لاس کي دي او ټول په  دې باور دي چي د دې کتابو  دتاليف نسبت چي چاته کيږي هغه صحت لري نو په دغو ټولو کتابونو کي يو حديث په متعددو سندونو رانقل سوى وي پدي ډول چي دومره زياتو کسانو پر درواغو راټولېدل او يايي په تصادفي ډول درواغ يو ډول ختل محال ګرځوي او همدا عدد او کيفيت دسند دابتداء څخه ترانتهاء وجود ولري او بالاخره چي څه بيانوي دهغه استناد حسن او مشاهدي ته وايي دا ډول خبر سامع ته د خبر د صدق او رښتينتوب علم افاده کوي دا ډول احاديث په مشهورو کتابونو کي زيات وجود لري په مصطلح الحديث کي پر متواتر حديث باندي د تواتر د حيثيت په اعتبار  بحث  نه کيږي ځکه چي په مصطلح الحديث کي د حديث د صحت او ضعف په هکله بحث اوڅيړنه کيږي .  
 
يعني په مصطلح الحديث کي دراويانو حالات اوصفات څېړل کيږي او يودبل څخه ئې درانقلولو صيغې کتل کيږي چي ايا دهغوى صفات دهغوى درښتينتوب او اعتماد وړتيالري  ؟ اياد اداء صيغې ئې دسند پر اتصال دلالت کوي ؟ څو دهغوى خبر ومنل سي او عمل په وکړل سي اوکه د دې خلاف دي يعني د اداء کولو صيغې  ئې دسند پر انقطاع دلالت کوي او دراويانو صفات ئې د خبر د منلو وړتيا نه لري څو د هغوى خبر رد کړا سي . 
 
د متواتر حديث د روايانو صفات نه څېړل کيږي. ځکه :  د متواتر شرايط چي موجود سي نو اورېدونکي ته ئې د صحت باور او يقين پيداکيږي او عمل پر لازميږي ، همدا وجه ده چي د قراني ايتو  له پاره سند نه پوښتل کيږي ځکه چي ( مابين الدفتين ) په تواتر ثابت دى چي قران دى.  
 
ځيني روايات د معنى په اعتبار متواتر وي چي هغه ته معنوي متواتر وايي يعني يو مفهوم په متعددو  دا ډول رواياتو  رانقل سوى وي چي الفاظ ئې يو د بل څخه بېل_ بېل وي او يوروايت هم د لفظ په اعتبار دتواتر حدته نه وي رسېدلى خودا ټول روايات که څه په بېلو _ بېلو الفاظو دي پريوه مشترک مفهوم باندي دا ډول دلالت کوي چي اوريدونکي ته باور او يقين پيداکوي نودا ډول روايت معنوي متواتر بلل کيږي .  
ماخذ: معرفة الحدیث
مؤلف: شیخ الحدیث مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله
--------------------
مخکنۍ لیکنه: د اصول الحدیث پېژندنه

سرته