تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اسلام رواداري او زغم (Tolerance)
 
  January 2, 2016
  0
رالېږونکي: د تعلیم الاسلام ویب پاڼي همکاران
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
اسلامي تمدن د نورو مذهبونو له پیروانو سره د تفاهم په ډګر کي هم د انصاف چلند غوره کړی ده ؛ او دا یي جوته کړې ده  چي د مسلمانانو د ایمان یوه برخه دا هم ده  چي دوی باید په ټولو پیغمبرانو علیهم السلام یو شان باور ولري : (لَا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِنْهُمْ. الایة) موږ هیڅکله د دوی ترمنځ کوم فرق او توپیر نه کوو . 

د اسلام سپیڅلی دین موږ ته د مخالفینو سره د قناعت په فضاء کي د خبرو اترو امر کوي ؛ او له خلګو څخه دا نه غواړي  چي اسلام دي بی له قناعته او یا په زور سره   ومني :

وَلَا تُجَادِلُوا أَهْلَ الْكِتَابِ إِلَّا بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ ( العنكبوت : ۴۵ )
ژباړه : او د کتاب له خاوندانو سره مجادله مه کوئ مګر په ښه رویه سره ؛

أَفَأَنْتَ تُكْرِهُ النَّاسَ حَتَّى يَكُونُوا مُؤْمِنِينَ (يونس : ۹۸)
ژباړه : ایا نو ته خلګ مجبوره کوې تر هغه چي دوی (ټول) مؤمنان سي؟

د الله تعالی داسي اراده نه ده.

 او باید متوجه اوسو  چي د مناظري په ترڅ کی د سد الذریعه قاعدې له مخي مسلمانان د مخالیفنو معبودان ته له کنځلو څخه منعه شوي دي ترڅو هغوی د عکس العمل په توګه زموږ د حق دین او حق معبود سپکاوی ونکړي .

همدا راز مسلمانان پدې مکلف دي چي په دنیاوي چارو کي له پرديو سره ښه رویه او غوره چلند اختیار کړي ، او په ګاونډ کي ورسره ښه ګاونډیتوب وکړي ، په مدینه منوره کی رسول الله صلي الله علیه وسلم له اهل کتابو څخه څه ګاونډیان درلودل ، نو د هغوی لیدني او ملاقات ته به ورتللو ، له هغوی سره به یي نیکي او مرسته کوله ، او د هغوی تحفه او سوغات به يې قبلولو .

د ایلیاء (فلسطین) له اوسیدونکو ( نصرانیانو ) سره د مسلمانانو د امیر دویم خلیفه عمر رضي الله عنه له انصاف او عدل څخه ډک تړون چي د دغه خلګو نفسونه، مالونه به په امن کي وي او د دوی د غوښتنې سره سم هلته به یهودو ته د استوګني اجازت نه وي په اسلامي تمدن کي د انسان د درناوي او آزادۍ یوه بیلګه ده . 
 
آن تر دې چي له پردیو ( غیر مسلمو ) څخه ډیر انصاف لرونکي پدې اعتراف کوي  چي ولسونو هیڅکله د عربو (مسلمانو) په څیر خواخوږي فاتحین ندي لیدلي ، او نه په نړۍ کي د دوی د دين په شان بل د مهربانۍ دین موجود دی !

نو دا هغه غوره حقیقتونه دي  چي دښمنان هم ورباندي اعتراف کوي ( والفضل ما شهدت به الاعدا‌ء ) . د اسلام د تهذیب لمر پداسي حال کي راوخوت  چي په نړۍ باندي د ځنګل قانون حکومت کولو ، او انسانیت د وحشي څیرونکو ځناورو په ډلې بدل شوی و.  
 
اسلام د جګړې په ډګر کي :
د اسلام سپیڅلی دین موږ ته د دښمنانو په مقابل کي د جنګ کولو په اړوند څومره اوچتي ښوونې کړي  دي ، د جنګ  په مهال خپل پیروان د مالونو لوټولو ، پت او عزت پایمالولو ، او د فصلونو او نسلونو له تلف کولو څخه منعه کړي دي او دا ټول کارونه يي حرام ګرځولي دي . 

په اسلام کي جنګ کول او د زور استعمال د سترو هدفونو او موخو لپاره تر سره کیږي چي هغه:

د امت له عقیدې او ارزښتونو څخه دفاع کول
ټولني ته امن او استقرار راوړل
او د یرغلګرو د تیري مخنیوی او مقابله کول دي.

الله تعالی فرمايې : وَقَاتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ وَلَا تَعْتَدُوا إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ (البقره. ۱۸۹ ) 
ژباړه : او د الله په لار کي د هغه چا په مقابل کي وجګیږئ څوک  چي له تاسي سره جنګ کوي ، خو تیری به نکوئ ځکه چي الله تعالی تیري کوونکي نه خوښوي .

د دې امت سردار او د الله تعالی استازي حضرت محمد صلی الله علیه وسلم  په بشريت باندي د رحم کولو ، له هغوی سره د خواخوږۍ او همدرۍ یوه اوچته نمونه وه ،  چي پخپل علمي ژوند کي يي ډیري داسي بیلګې قائمي کړي دي:

۱ – کله چي هغه د احد په غزا کي کافرانو ټپی کړ ، مخ مبارک يي زخمي سو او غاښ يي مات سو نو ځینو ملګرو ( اصحابو ) ور ته وویل : ای د الله تعالی پیغمبره دوی ( کافرانو) ته ولي ښیرا نه کوي ؟ نو هغه وفرمایل : ِاني لم اُبعث‌‌‌‌ لعانا، ولکني بعثت رحمة للعالمین ، أللهم اهد قومي فاِنهم لایعلمون.

زه خو په خلګو لعنت ویونکي نه یم راليږل شوی بلکي د ټولو خلګو لپاره رحمت رالیږل شوی یم نو الله زما قوم ته هدایت وکړي ځکه چي دوی نه پوهیږي . 
 
۲- همداراز د مکي د فتحي په ورځ يي د مکي له خلګو سره د غچ اخيستي چلند ونکړ ، بلکي داسي يي ورته وویل : ( اذ هبوا فانتم الطلقاء ) ولاړ شی زما له طرفه تاسي ازاد او معاف یاست . 

۳- د یوي غزا په دوران کي د الله تعالی پیغمبر صلی الله علیه وسلم وژل شوی ښځه ولیدله نو په غصه شو او ويي فرمایل : ( الم انهکم عن  قتل النساء ؟ ما کانت هذه لتقاتل ) ایا تاسي مي د ښځو له وژلو څخه منعه کړي نه وی؟ دې خو جګړه نه کوله . 

د الله د استازي صلی الله علیه وسلم ملګرو صحابو رضي الله عنهم به هم د ژوند د نورو چارو په څیر د جنګ پر مهال د خپل مربي او پیشوا ښووني پلي کولې، کله  چي ابوبکر الصدیق رضي الله عنه د هغه د وفات څخه وروسته د هغه له پلوه مامور شوي لښکر د اسامه تر مشري لاندي لیږلو ، نو داسي سپارښتنه او ښوونه يي ورته وکړه:  لاتمثلوا ولا تغذروا ولا تقتلوا شیخا ولا ولیدا ولا امراة ، ولا تقروا نخلا ولا تحرقوه ، ولا تقطعوا شجرة مثمرة ، ولا تذبحوا شاة ولا بقرة ولا بیعرا الا لماکله ، وسوف تمرون  باقوام قد فرغوا انفسهم فی الصوامع فدعوهم و ما فرغوا انفسهم له.

یعني مثله مه کوئ ، خیانت مه کوئ ، پټول مه کوئ ، بوډاګان ، ماشومان او ښځي مه وژنئ ، خرماوي مه پرې کوئ او مه سیزئ ، میوه داره ونه مه قطع کوئ ، ګډه غوا او اوښ پرته له خوراکه مه حلالوئ، دا سي خلګ به مو مخي ته راشي په خنقاو کي به يي د عبادتونو لپاره ځانونه فارغ کړي وي نو له هغوی سره کوم غرض مه لرئ ، هغوي خپل عبادت ته پریږدئ.

یوه بله بیګه :
 
د تاریخ په اږودو کي تاسي د غیر مسلمو او اهل ذمو سره د مسلمانانو د خواخوږۍ او همدردۍ بیلګي وګورئ!

د تتاریانو او چنګیزیانو د بریدونو او تیري په دوران کي چي کله له هغوی سره د شام د ځمکي ډیر مسلمانان او ذمیان ( اهل کتاب ) بندیان شول نو علامه ابن تیمیه رحمه الله د بندیانو د ازادولو لپاره کوښښ او هڅي پيل کړې ، د مسلمانو له حاکم څخه يې وغوښتل چي له تتاریانو څخه د فدیې په بدل کي بندیان راخلاص کړي . کله چي حاکم یواځي د مسلمانو بندیانو د ازادولو لپاره چمتو شو، نو شیخ الاسلام د هغه دغه چلند په کلکه رد کړ او ورته يي وویل : باید ټول بندیان که هغه مسلمان وي او یا ذمیان ازاد شي ، هیڅکله باید خپل بندي پرينږدو که هغه زموږ له ملت څخه وي او یا له ذمیان څخه وي.

او کله چي صلاح الدین رحمه الله له صلیبیانو څخه بیت المقدس ازاد کړ ، هلته پر هغه مهال له یولک څخه زیات غیر مسلم ( اهل کتاب ) اوسیدل ، نو هغوی ټولو ته يي د ځانونو او مالونو امن ورکړ ، او چا چي غوښتل له هغه ځايه ولاړ شي ( کډه وکړي ) نو دا کار يي د یو ډير کم  مبلغ فديي په مقابل کي کولاي شو ، او دا فدیه په یواځي له هغه چا اخیستل کیدله چا به يي  چي توان درلود ، او که څوک به فقیر او بي وسي و نو د هغه فدیه  به په خپله ٍصلاح الدین رحمه الله اداء کوله . 

ماخذ: اسلامي تمدن
څېړونکی: پوهنیار فیض الله قاضي زاده

سرته