تازه سرليکونه
د (اسلام او سياست) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
تشریعي قانون
  تعلیم الاسلام
  September 1, 2015
  0

 

 
لیکوال :ډاکټر عبدالهادي " متین "
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
حقیقت دا دی چي د تاريخ په اوږدو کي بشر د انسان په روحياتو او په هغه پوري مربوطه شيانو باندي پوره پوهه نه ده تر لاسه کړې. دې بشر د ځيني حقايقو په منلو کي مبالغه کړې ده او ځيني نور يې بيا پوره نه دي پېژندلي او تل يې د همدغو ناقصو معلوماتو پر بنياد داسي قوانين اونظامونه جوړ کړي دي، چي د عمومي عالمي انسانيت د تحقيق په نتيجه کي غلط ثابت سوي  او دې نتيجې ته رسېدلي دي، چي د ژوند په هر تاريخي پړاو کي بايد د هغه شرائطو مطابق نظامونه جوړ کړل سي. 
 
دا چي لومړی د ژوند يوه مرحله څېړل کېږي او بيا ورته قانون جوړېږي، نو دا قانون خو بيا د ماضي لپاره سو؛ حال دا چي انسان په حال او مستقبل کي قانون ته اړتيا لري!!
 
 په دې سبب انساني ټولنه تل تر تجربو لاندي وي؛ تر څو وکتل سي، چي کوم قانون ښه نتیجه ورکوي؟ دلته د انسان ژوند په آزموینو کي بربادېږي؛ نو وايو چي انسان داسي نظام ته ضرورت لري، چي هغه دائمي، ثابت ، صحیح، جامع او مانع اصول ولري او  په چوکاټ کي يې د شرائطو مطابق فرعي اصول جوړېږي.
 
داسي نظام، چي په هر عصر کي د ټولي نړۍ د بشر مشکلات حل کړای سي او بېله ټکره د هدف په لوري تګ ته ادامه ورکړي. د دې هدف لپاره دا ضرور ده چي انسان په اټکل او تخمین نه، بلکي د پوره علم په ذریعه په دې خبره پوه سي، چي د کائناتو حقیقت څه شی دی؟ آیا دا یوازي دنیوي ژوند دی، که د یو بل دائمي ژوند شروع ده؟ د انسان حقیقت په دې دنیا کي څه شی دی؟ له دې معلوماتو څخه په استفاده انسان د حقیقت پر اساس -نه د خواهش پر بنیا- د خپل ژوند حقیقت ټاکي. بیا هغه ته د تمدن د داسي هر اړخیزو اصولو اړتیا ده، چي د بشري ټولني حقيقت، هدف او د هغي نظريې غوښتني وپېژني، چي افراط او تفریط په کښي نه وي؛ د ټول بشریت په مصلحت وي او د بشري ژوند د هر اړخیز پرمختګ لپاره لاره خلاصه کړي. وينو  چي د انسان سره هغه وسایل نسته، چي تشريعي قانون جوړ کړي؛ ځکه:
 
۱- نفسي غوښتني: نفسي غوښتني زياتي نیمګړتیاوي لري. نه يوازي دا چي بشر ته لاره نه سي ښودلای، بلکي علم او عقل هم اکثره وخت له لاري باسي.
 
۲- عقل: عقل د انسان لپاره لوی لارښوونکی دی؛ خو دلته دا پوښتنه را پیدا کېږي، چي کوم عقل د تشريعي قانون د بنسټ ډبره ایږدي؟ د عبدالله عقل،که د عبیدالله عقل؟! او که د ټولو انسانانو عقل؟! د عقل پرېکړه خو په حواسو پوري منحصره ده؛ نو که حواس خراب یا خطا سي، پرېکړه به ناسمه وي. بل دا چي د تشريعي قانون مربوطه مسائل اکثره د حواسو له ساحې څخه بهر دي؛ لکه اخلاق، غیبي يا راتلونکي مسائل، ژوند او نور. بیا هم که عقل سمه لاره غوره کړي، نفس يې نه پریږدي او د بې لاري کولو هڅي يې کوي. 
 
۳- ساينس: د انسان د ژوند لپاره ډېر مهم دی؛ خو د ساينس د کار ساحه قانون جوړونه، نه ده او انسان هم په بشپړه توګه هغه وسایل نه لري، چي په واسطه يې معنوي مسائل مشاهده سي.
 
۴- تاریخ: د تېرو تاریخي تجربو له اهمیته څوک انکار نه سي کولای؛ خو که غور وسي، نو د تشريعي قانون وضع کول د دې علم د وس خبره نه ده. اول خو دغه تاریخي حقایق له پخوا څخه تر ننه په صحيح او بشپړ ډول نه دي را رسیدلي، خو بیا هم که موږ د تاریخي ریکارډ په مرسته د تشريعي قانون وضع کول وغواړو، نو د دې لپاره به کوم ذهن د بشریت نمایندګي وکړي؟ د هیګل فکر، که د کارل مارکس فکر؟! او که د بل چا تصور؟ زه پوښتنه کوم چي په ماضي، حال او مستقبل کي تر کومي نېټې پوري تاریخي ريکارډ د تشريعي قانون د وضع کولو لپاره پوره مواد په لاس راکولای سي؟
 
 
 
که څوک ووايي: هغه دی انسانان وخت په وخت قوانین جوړوي او نوي کوي او دنیا پر مخ روانه ده؛ نو بیا تشريعي قانون ته څه ضرورت دی؟ موږ ګورو که د دنیا ژوند روان هم دی، خو په بحراني حالت کي قرار لري. دنیا کله د  ګرمو جنګونو او کله د سړو جنګونو په اور کي سوځي. انسان د الهي آفاتو څخه دومره خطر نه محسوسوي، لکه د انسان څخه. د انسانانو تر منځ اطمينان نسته. له همدې سببه انسانان تر هر څه زيات خپل وخت او امکانات د دې لپاره مصرفوي، چي ممکنه وي، هر څومره قوي او تباه کوونکي اسلحې جوړي کړي؛ چي هره لحظه د بشر د ختمېدو خطر ور سره سته. 
 
په یوه مملکت کي به خلګ له لوږي مري؛ کورونه به نه لري؛ خو حکومت به د اټوم بمب جوړوي او بېله موجبه به يې د یو لوی فوج مصارف پر غاړه اخیستي وي. حکومتونه د ملتونو ویني زبېښي؛ د استخباراتو، تسلیحاتو يا د نورو انسانانو څخه د حفاظت لپاره يې مصرفوي. که دا د تشريعي قانون د نه موجودیت له سببه نه وي، نو د څه له سببه دي؟ اوس موږ وينو چي د تشريعي قانون د جوړولو لپاره کوم شرایط ضروري دي:
 
۱- د فطرت په هغه ټولو قوانینو علم درلودل، چي تر سیوري لاندي يې انسان ژوند کوي.
 
۲- د انسان د ژوند سره چي د کومو علومو اړیکي دي، هغه دي بشپړي وي.
 
۳- د دواړو کائناتي او انساني علومو پوهه دي یو ځای راټوله او د يو کامل ذهن خاوند دي يې په صحیح شکل مرتب کړي او له دوی څخه دي د صحيح استدلال پر بنیاد د انسان لپاره د اخلاقي ارزښتونو، د تمدن د اصولو او ګمراهۍ څخه د ساتني حدود وټاکي.
 
 
دغه شرایط خو تر اوسه نه دي پوره سوي او نه دا هیله کېدای سي، چي د بشر تر ختمېدو پوري دي پوره سي؛ نو اوس که چېري یو پاک ذات د ژوند د لارښووني لپاره وجود و نه لري، لکه څنګه چي د هغه ذات څخه د منکرینو (ملحدينو) عقيده ده، نو بیا د انسان لپاره مرګ غوره دی!
 
یو مسافر چي په یوه لویه صحرا کي لارښود و نه لري نو څه به کوي؟! که یو څوک په فلسفي او عقلي طریقه د الله جل جلاله وجود ومني، خو دا نه مني، چي الله  جل جلاله  دي د بشر لپاره لارښود رالېږلی وي -سره له دې، چي د ټولو موجوداتو د پایښت لپاره يې هر نوع انتظام کړی دی- نو بیا خو په دې نړۍ کي بېله صحیحي لارښووني څخه ژوند کول یو لوی مصیبت دی.
 
الله  جل جلاله  فرمايي: "قَالَ رَبُّنَا الَّذِي أَعْطَى كُلَّ شَيْءٍ خَلْقَهُ ثُمَّ هَدَى." (طه- ۵۰)
که چېري تاسي د دې خبري ثبوت غواړی، نو کوم مېږی، مچ یا جولاګی ونيسئ او ووایاست، چي کوم ذات مخلوقاتو ته لاره ښيي؟ هم هغه د انسان هم لارښود دی. نو ښه به داوي، چي انسان خپل سري پرېږدي؛ خپل الله  جل جلاله  ته سر ټیټ کړي او د ژوند د هغه هر اړخیز نظام (تشريعي قانون) پیروي غوره کړي، چي هغه د خپل پیغمبر صلی الله علیه وسلم په وسیله را لېږلی دی.
موږ وينو چي يوې خوا ته هغه نتيجه ده، چي موږ د انسان د قوتونو او وسایلو د مطالعې او قضاوت څخه په لاس راوړه  او بل طرف ته د قرآن کريم دا دعوی ده. موږ بله چاره نه لرو. یا به د قرآن کريم دعوی منو او یا به ځان مایوسۍ ته سپارو؛ چي د هغې په تیارو کي د هیلو د رڼا څرک هم نه ښکاري. واقعیت دا دی، چي که موږ د دین او ژوند د نظام د لاس ته راوړلو وسیله لرو. یا به موږ د دغي وسیلې څخه مرسته غواړو او یا به په تورو تیارو کي ټکري خوړل غوره کوو.
 
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۵ ګڼه
 
-------------------

 

سرته