تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مطالعه باید څنګه را پیل کړو؟
 
  August 30, 2016
  0
لیکنه: علی الله متوکل الرحمن
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه

هغه افراد چي له مطالعي سره خاص عادت لري او ژوند کښي دي باندي بریالي سوي دي چي د وخت تر عبس تیریدو خپل ځانونه و مطالعي کولو ته اماده کړای سي هغوي هر وخت او هر رنګه مطالعه کولی سي خو هغه کسان چي له مطالعي څخه لیري پاته سوي وي هغوي ته رنګا رنګ پوښتني راولاړیږي چي:
 
 څه وخت مطالعه وکړم؟
څنګه مطالعه وکړم؟
څه شي مطالعه کړم؟ 
په لوړ ږغ مطالعه وکړم او که پټ مطالعه وکړم؟
له ملګرو سره مطالعه وکړم که یوازي؟

دا او دي ته ورته نوري ډیري پوښتني ددي لامل ګرځي چي د لوستونکي اراده نوره هم ضعیفه کړي او لوستونکي دي ته اړباسي تر څو له مطالعي څخه نوره مخه ښه وکړي. خو مه پریږدئ چي لږ څه او محضي تشویشونه تاسو د مطالعي غوندي لویې او عظیمې ګټې څخه راوګرځوي. معلومه خبره ده چي د عادت خلاف هر څه اول کښي نابلده او ستونزمن وي خو په کراره کراره سره دا عادت پوخ ګرځي بیا به د فرحت الله بیګ په څیر یاست چي په یوه لاس کي به یی کتاب و او په بل لاس کي به یی ډوډۍ خوړل.

نو تاسي یو ځل له مطالعي سره عادت ونیسی نو به هیڅکله  پورته پوښتني تاسي ګنګس نه کړي او نه به مو دا پوښتني ددي لامل سي چي تاسي تیرباسي. او خود بخوده  به تاسي داسي جوړ کړل سی چي نه به وخت ګورۍ، نه به ځای، نه به کتاب او نه به کوم بل څه بس چي کله هم د سپین، خړ او ژړ کاغذ پرمخ څو توري کرښي ستاسي پر سترګو درغلې نو بي دریغه او بي اختیاره به خپله تنده په خړوبه کوی او عظیم اخذ به ځیني کوی.

پاته دي نه وي چي پورته ټولي پوښتني د مطالعي سره د نوو بلد سوو هغه افرادو لخوا کیږي چي نور یې  د مطالعي شوق را په زړه سویدی. د مطالعي د ارزښت او اهمیت  په درک پوه سوي او نور یې د ژوندانه هر قدم د مطالعې پر لور ترپلل غواړي. خو دې ټولو سربیره بیا هم نه پوهیږي چي څنکه دا هر څه راپیل کړي؟ څه ولولي؟ او څنګه یی ولولي؟
 

حل لاره
- دي په جواب کښي باید دومره وویل سي چي لمړی حرکت او د کتاب لمړی پاڼي را اړول ضروري دي ځکه که تاسي یو ځل د مطالعي شروع وکړي نو به ډیر ژر ددي څرک واخلی چي مطالعه څنګه کیږي. 

- هغه کسان چي د مکاتبو، مدارسو او پوهنتونونو شاګردان او محاصلین دي هغوي دي د خپلي رشتي او ضرورت کتابونه او لیکني ولولي او هغه چي له دا کسانو څخه نه دي هغوي دي هر څه ولولي. تر څو ددي مطالعي په مټ وکولای سي چي خپل د ذوق او میني ساحه پیداکړي او مطالعه پکښي وکړي.

- که رښتیا هم تاسي غواړی ښه مطالعه وکړی نو د خپلو ورځنۍ چارو د ښه سمبالښت لپاره یو ښه مهالویش جوړکړی تر څو مو د ژوند له نورو چارو د غوره سمون تر څنګ و مطالعي ته هم یو پراخ او منتخب وخت ورکړي وي. او په ډیره ارامه توګه خپل د ټاکلي مطالعي وخت اضافه کړی. دا بهانه به مو هم له منځه تللي وي چي موږ له مطالعي اخذ  نه سو کولی ځکه  د یو مهالویش پواسطه کولای سو چي د مطالعي اکثره برخه یاد وساتو  او ذهن کي مو پاته سي. ددي تر څنګ به مو ډسپلین او نظم هم قوي سوی وي. او ژوند به مو یو چوکاټ کښي روان وي او پر هر څه به د کنټرول توان لرو او هره لحظه به د یو روحي او ذهني فشار او د ژوندانه د ګډوډ نظام څخه ژغورل سوي یوو.

- او که دا مهالویش جوړیدل درته سخت ښکاري او یاهم د مطالعي لپاره ذخیره نه لری نو بیا مو له ملګرو او یا هم له کورنۍ نه حمایت واخلی. او د پرمختللي نړی یو پرمختللی فرد و اوسۍ.

دا خبره له یاده ونه وباسي چي مطالعه یو خاص مهارت دی که تاسي ماهر نه یاست نو زړه کي مو بیري او دماغ کښي ګنګسیت ته ځای مه ورکوی ځکه تاسي هر کله په دي توانیدلای سی چي ځان ماهر کړی.
د مطالعې ارزښت او ګټي
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته