تازه سرليکونه
د (اسلام او سياست) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اسلامي خلافت مفهوم
  تعلیم الاسلام
  September 8, 2015
  0

 د خلافت معنی

رالېږونکی: خیال محمد خادم

سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
په قرآن کریم کي د خلافت یا خلیفه معنی په ډیرو ځایونو کي راغلې ده . مفسرین وایي چي خدایی خلافت دوی معناوی لري .
 
۱- لومړۍ معنی: یوه معنی یی دا ده چي کوم اسان پر یو الله جل جلاله ایمان لري هغه د الله جل جلاله خلیفه دی ، د انسان د ژوند اصلي موخه داده چي د الله تعالی حکمونه ومني او په هر کار کي دهغه اطاعت  وکړي او د هغه جل جلاله د اخلاقو سره تشبیه غوره کړي چي دې ته " تخلیق یا خلاق الله "وايي (مثال مسلمان دا صفات په ځان کي راولي: رحم، کرم، علم، حلم، حکمت، عفوه....) ددې معنی له مخي هر مسلمان د الله تعالی خليفه دی ،او دا غوښتنه ترې کیږي چي په همدې معنی د الله تعالی خلافت غوره کړي . د ډېرو مفسرینو رایه دا ده چي په قرآن کریم کي د (إِنِّي جَاعِلٌ فِي الْأَرْضِ خَلِيفَةً) څخه همدا معنی اخستل سوې ده دا انفرادي خلافت دی په دې معنی هر انسان د الله تعالی خلیفه دی چي په خپل ټول ژوند کي به د هغه د حکم پابند وي او په (تخلیق با خلاق الله) باندي مأمور وي . 
 
۲- دوهمه معنی: د خلافت دویمه معنی دا ده  چي د الله تعالی د حاکمیت کومي غوښتني او لارښووني دي ، د هغو د عملي کولو لپاره په دنیا کي د الله تعالی يو نائب وي ، او د هغه په نیابت او خلافت کي پر خلګو واکمني کوي چي قرآن کرسم یی د داؤد علیه السلام په اړه داسي بیانوي:
 
يَا دَاوُدُ إِنَّا جَعَلْنَاكَ خَلِيفَةً فِي الْأَرْضِ.... (سورت ص۲۶)
یعني ته موږ په ځمکه کي خلیفه  کړې.

 کله چي موږ خلافت د سیاست په توګه یادوو؛ نو زموږ موخه همدا دویمه معنی وي. ددې معنی له مخي په اسلام کي چي څوک حاکم دی ،د هغه په اړه بنسټیز اصول دا دي چي باالذات حاکم ندی ، بلکي د الله تعالی خلیفه دی ،اوس چي دی خلیفه دی ؛ نو ددې لازمي پایله دا سوه چي دی پخپل حکومت کي د الهي احکامو تابع وي . له همدې ځایه د اسلامي سیاست تصور او د نورو نظامونو ترمنځ یو ښکاره حد فاصل ټاکل کیږي چي په بې دینه نظامونو کي واکمن خپل ځان د الهي احکامو پابند نه بولي خو د خلیفه لپاره ضروري ده چي د خپل اصلي حاکم د لارښوونو په رڼا کي احکام جاري کړي.
 
دلته دا خبره د یادولو وړ ده چي د الله تعالی اصلي خلیفه حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم وو، تر هغه وروسته راشدین خلفاء راغلل هغوی دده په واسطه خلفاء وګرځېدل، له همدې امله به هغوی ځانونو ته د خلیفة الله پر ځای خلیفة رسول الله ویل. یو ځل ابوبکر صدیق رضی الله عنه ته چا وویل: یا خلیفة الله! هغه ورته وویل: لست خلیفة الله ولکني خلیفة رسول الله صلی الله علیه وسلم. زه د الله تعالی خلیفه نه یم بلکي د رسول الله صلی الله علیه وسلم خلیفه یم.
 
 
علامه ابن خلدون رحمه الله ته الله پاک عجیب استعداد ورکړی وو، دې د الله تعالی چي په مقدمه کي پر کومه موضوع بحثونه کړی ، هغه د کمال نه ډک بحثونه دي، مقدمه په یوه ټوک کي ده خو د ژوند داسي برخه نشته چي په هغې کي پرې بحث نه وی شوی.
 
علامه ابن خلدون رحمه الله په خپله مقدمه کي لیکي چي حکومت درې ډوله دی: 
 
۱: طبعي واکمني
۲: سیاسي واکمني
۳: خلافت
 
ابن خلدون رحمه الله طبعي واکمني داسي تعریفوي: حمل الکافة علی مقتضی الغرض والشهوات.
یعني د خپلي موخي او خواهشاتو د غوښتنو سره سم پر نورو واکمني کول چي د مطلق العنان پاچایانو همدا تګلاره وه.
 
دویم ډول سیاسي واکمني ده چي د هغې تعریف داسي کوی: حمل الکافة علی مقتضی النظر في جلب الدنیویة ودفع المضار. 
 
یعني ټول خلګ د خپلو عقلي فکرونو سره سم د دنیوي مصلحتونو د ترلاسه کولو او زیانونو څخه پر ځان ساتلو باندي مجبوره کول.
 
په دې کي سیکولر (بې دینه) ډیموکراسي هم داخله ده، ځکه چي د دوی سره کوم تل پاتی ارزښت نشته کوم کار چي عقل غوره وګڼي هغه اختیاروي.
 
دریم ډول خلافت دی چي ابن خلدون یې دا سي تعریفوي "حمل الكافةعلی مقتضی النظر الشرعي في مصالحهم الاخرویة والدنیویة الراجعة الیها"
 
خلګ د شریعت د غوښتنو سره سم برابرول چي په دې سره د دوی ددنیا او آخرت دواړه مصلحتونه پوره سي او هغه دنیوي مصلحتونه هم پوره سي چي دهغو وروستۍ پایله هم د آخرت ګټه وي. (مقدمة ابن خلدون ،الباب الثالث ، الفصل الخامس والعشرون ص:۱۸۹)
 
که په صحيح توګه وکتل سي ؛ نو د حکومت ټولې بڼې په دي درې ډولونو کي رانغښتي دي . په یوه رایت کي راځي چي عمر رضي الله عنه خلګو ته وویل: زه نه پوهېږم چي زه پاچا یم که خلیفه یم ؟ یو تن چي له ده سره په مجلس کي ناست وو ورته وویل : "اې امیرالمؤمنین! د دواړو ترمنځ تو پېر سته " حضرت عمر رضي الله عنه وپوښتل:څه  توپېر ؟ هغه په ځواب کي ورته وویل خلیفه هغه دی چي څه اخلي په حقه سره یی اخلي ،او بیا هغه پر حق ځای ايږدي ، او پاچا هغه دی چي پر خلګو ظلم کوي ، له یوه یې اخلي او بل ته یې ورکوي .  په دې سره حضرت عمر رضي الله عنه چوپ سو. ( طبقات ابن سعد ټوک ۳مخ ۲۸۵ ذکر استخلاف عمر)  
 
څرګنده ده چي په حقه اخستلو او په حقه ورکولو کي حقوق الله او حقوق العباد دواړه راځي ؛ نو د ټولو حقوقو پر خپلو خپلو ځایونو ادا کوونکی هغه څوک وي چي د الله تعالی د احکامو منونکی وي او ده ته خلیفه وایي.
 
ماخذ: اسلام او سیاسي اندونه
مؤلف: د نړۍ مشهور معاصر عالم علامه مفتي محمد تقي عثماني حفظه الله 
----------------------------
د اسلامي امیر صفات
 
ورپسې لیکنه:
د حکومت موخي

سرته