تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
حجاب په اسلام کي
  تعلیم الاسلام
  September 9, 2015
  0
 
رالېږونکی: عبدالغفار جبیر
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
د حجاب تاریخ
حجاب د اسلام د خوږ پېغمبر صلی الله علیه وسلم د مبارکو بيبيانو (د مسلمانانو د ميندو) څخه پیل سو، د حجاب تر ټولو لومړی حکم په (۵) هجري کال کي نازل سو، دا هغه وخت وو چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم د مسلمانانو د مور بي بي زینب رضي الله عنها سره نکاح وکړل؛ او حکم داسي وسو چي مومنان باید د خوږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم و کور ته بي له اجازې داخل نسي.
 
چي په دې ترڅ کي نبي کریم صلی الله علیه وسلم د ټولو بیبیانو پر دروازو پر دې وځړولې او د ټولو غیر محرمو راتګ بند کړل سو او په یوه روایت کي داسي راغلي دي چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم د حضرت بي بي عایشې رضی الله عنها د اکا زوی طلحه بن عبیدالله رضی الله عنه د بي بي عایشې رضی الله عنها سره د ملاقات څخه بند کړی.
 
له دې څخه دا جوته سوه چي د پردې حکم د لومړي ځل لپاره د مسلمانانو و میندو ته وسو او بیا په قرانکریم کي و ټولو مؤمنانو ښځو ته حکم وسو چي اوس ئې حکم و ټول امت مسلمه ته دی او اُمت مسلمه لوڼې باید حجاب خپل شعار وګرځوي.
 
د هجرت د (۳) کال څخه مخکي یو یهودي چي د بني قینقاع د یهودو څخه د مدېنې منورې څخه په څه واټن باندي په خپل زرګرۍ (د زرو په پلورنځۍ) کي ناست وو، چي یوه ښځه تېرېدله او مخ ئې پټ وو، دې یهودي ډېر ورته وویل چي مخ لوڅ کړي، او آخر ئې په یو چم سره د هغې حجاب ایسته کی؛ هغې چیغې کړې، او نارې ئې د مدېنې منورې په ښار کي یو مسلمان واورېدې، چي هغه راغی او ددې یهودي کار ئې وکی، ورپسي نور یهود راغلل او دا مسلمان ئې شهید کړ، دا خبر و نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته ورسېده؛ بالاخره نبي کریم صلی الله علیه وسلم یهود محاصره کړل،  او د هغه یهودي ټول سامان ئې د غنیمت په توګه ووېشي او څه وخت وروسته دا یهودي و شام ته ولاړی او ډېر ژرهغه هلته مړ سو، چي دا قصه مکمله په (سیرة ابن هشام، تاریخ کامل ابن اثیر) کي راغلې ده.
 
الله جل جلاله د بشریت ستر لارښود صلی الله علیه وسلم ته فرمایي:
 
يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لِأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاءِ الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِنْ جَلَابِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَنْ يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا. (سورة الاحزاب: ۵۹)
 
اې نبي (صلی الله علیه وسلم) ووایه ښځو ته دي، لوڼو ته دي او ښځو (د نورو) مومنانو ته چي خواره دي کړي پر ټولو ځانونو خپلو له ټکریو (پورڼو) خپلو څخه دغه (پټول د بدن) نژدې دی دې ته چي و به پېژندل سي دوی (چي اصیلی ښځي دي) نو تکلیف به ونسي رسولی دوی ته (په ګمان د وینځو) او الله ښه بخښونکی ډېر رحم والا  دی. 
 
د ایت تفسیر:
یعني د ټول بدن د پټولو څخه وروسته د ټوکر یوه برخه پر سر او یوه برخه یې د سر څخه راکښته پر مخ وځړوئ (مخ پټ کړی).
 
په روایاتو کي راغلي دي چي وروسته ددې آیت له نزوله سره مسلمانو ښځو به خپل مخونه او ټول بدنونه په خپلو ټکریو (پورڼو) سره پوټول او بیا به دباندي داسي وتلې چي یواځي به د دوی یوه سترګه ښکار کیده چي په هغه سره لاره ومومي، له دې نه معلومه او ثابته سوه چي د فتنې او فساد په وخت کي ښایې چي آزادي اصیلې ښځي خپله څیره هم پټه کړي، او وینځې د شدید ضرورت له کبله نه دي مکلفې؛ حضرت شاه صاحب رحمة الله عليه ليکي: چي (ښه وپېژندله سي چي دا وینځه نه بلکه بي بي ده، د ننګ او ناموس مېرمن ده بدبخته او بد ناموسه نه ده، بد ذاته نه ده، بلکه دا نیکه بي بي او نیکبخته ده، نو ځکه بد نیته خلک هغوی ته لاس نه غځوي او حجاب ئې نښه ده، چي دا د حجاب د بهترۍ حکم دی، او د حیا سمبول دی. (تفسیر عثماني (کابلی تفسیر)، دوهم ټوک، ۷۰۵ صفحه)
 
علامه الوسي رحمة الله علیه په خپل تفسیر کي لیکي:
چي د حضرت ابن عباس رضی الله عنه د وینا مطابق جلباب وهغه چادر ته ویل کیږي چي ښځه ئې د پورته څخه تر کښته پوري پر ځان اچوي. (روح المعانی ج ۲۲، ص ۸۸)
 
د اصلي ښځي ، مینځي او بدکاري ښځي حجاب
د جاهلیت په وخت کي فاحشو، مینځو او نورو حجاب نه کاوه، او بې له حجابه به هر ځای تلې او ګرځیدې، نو الله جل جلاله ددې لپاره چي ددې ښځو څخه د مسلمانو ښځو امتیاز وسي نو د حجاب امر ئي وکړی او په دې کي دوه هدفونه نغښتي دي:
 
۱: دا چي کومي ښځې چي په حجاب کي ګرځي ددې مطلب دا چي دا شریفه ښځه ده او دا حجاب و فاحش سړي ته دا په ګوته کوي چي دا فاحشه نه ده او ورپسي منډي مه وهه.
 
۲: دا چي د هغه بدکاره سړي په ذهن کي دا راځي چي دې ښځي خپل ځان دومره پټ کړی دی، نو خپل عورت به څنګه لوڅ کړي او ددې بدو کارو او زنا خوهیڅ سوال نسته دا ځکه دا پرده لرونکي ښځه ده. (تفسیر ابن کثیر)
 
د جاهلیت په زمانه کي ښځي بې پردې ګرځیدې او کوم حجاب ئې نه استعمالاوه او نارینه به په دې ډېر خوښ وه او د خپل ځان لپاره ئې یو څوک کتل او دا به د دوی دنده وه، نو الله جل جلاله و خپل رسول صلی الله علیه وسلم  ته امر وکی چي کله مسلماني ښځي د ضرورت پر مهال وځی نو پرده دي کوي. (تفسیر قرطبی، ج ۱۴، ص ۲۴۳)
 
علامه ابن جوزی رحمة الله علیه لیکي: چي د امام قتیبه رحمة الله علیه په قول ددې آیات مطلب دا دی:
چي مسلمانې ښځي باید غټ ټوکر (حجاب) پر سر کړي چي ټوله بدن ئې پټ وي او دا معلوم نسي چي دا ځوانه ده، بوډا ده، شتمنه ده، مسکینه او که بل څه. (زادالمیسر ج ۶، ص ۴۲۲)
 
بل ځای الله جل جلاله فرمایي:
وَإِذَا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتَاعًا فَاسْأَلُوهُنَّ مِنْ وَرَاءِ حِجَابٍ ذَلِكُمْ أَطْهَرُ لِقُلُوبِكُمْ وَقُلُوبِهِنَّ. (سورة الاحزاب: ۵۳)
 
او کله چي تاسي له دغو (مطهراتو ازواجو) څخه د کوم متاع کار کوم څیزغواړی  پس هغه له دوی نه د پردې دباندي غواړئ،  دغه ستاسي (د پردې دباندي غوښتل) ستاسي د زړونو ډېر پاک ساتونکی دي او د دوی د زړونو (ډیر پاک ساتونکي دي).
 
په کابلي تفسیر کي لیکي چي په دغه ایت کي د پردې حکم صادر سو چي نارینه دي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د بیبیانو سره نه مخامخ کیږي، که کوم شی غواړي د پردې د شا څخه دي یې وغواړی. په دې کي د جانبینو زړه صاف او پاک  پاته کیږي او د شیطاني وسوسو مخنیوی په کیږي.
 
د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د صحابه وو د پاکۍ په اړه سوال لا نه پیدا کیږی، مګر بیا هم الله جل جلاله و ټولو صحابه وو ته وویل چي تاسي چي څه پوښتنه کوی او یا هم د مسلمانانو د میندو څخه یو شی غواړي نو د پردې د ها خوا څخه ئې غوښتنه وکړي، او بل دا چي دا د ټول امت مسلمه د تعلیم په خاطر د پردې اصول وضعه سول چي بیا الله جل جلاله په دې حکم سره پر زرهاوو نیکمرغي پکښې نغښتي دي.
 
د حجاب د ټینګار په اړه یو حیرانونکی حقیقت
 
صحابه رضي الله عنهم د ټول امت پاک خلګ وه
بيبیاني رضي الله عنهم د ټول امت پاکي ښځي وې
د نبوت مبارکه زمانه تر ټولو زمانو پاکه زمانه وه
صحابه وو د دیني کار د پاره د بیبیانو څخه یو شی طلب کوی چي دیني کار تر ټولو کارو پاک کار دی
د رسول الله صلی الله علیه وسلم بیبیانو د ټول امت مندي دي.
خو بیا هم الله عزوجل د حجاب حکم ورته کړی دی!
 
نو د اوس خلګ او ښځي به څنګه حجاب نه مراعتوي؟!! سبحان الله!
 
لومړی د نارينه وو لپاره د حجاب حکم وسو
 
الله تعالي فرمايي:
 
قُلْ لِلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ذَلِكَ أَزْكَى لَهُمْ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا يَصْنَعُونَ. (سورة النور: ۳۰)
 
ژباړه: (ای رسوله! صلی الله علیه وسلم) نارینه و مومنانو ته ووایه چي خپلي سترګ دي (د نامحرمو څخه) پټي (ټيټي) کړي او (د محرماتو په مقابل کي دي) خپل فرجونه سترونه ښه ټینګ وساتي. دغه دوی ته ډيره پاکیزه (او ګټوره) ده بیشکه چي الله ښه خبردار دی په هغو کارونو چي (دوی) يې کوي.
 
د حجاب په حکم کي لومړی و نارینه وو ته حکم وسو چي تاسي خپل نظرونه کښته کړی او په واک کي ئې وساتي، هر لور ته په هر چا پسي مه ګورئ، چي هره ښځه تېرېږي تاسو سترګي پسي ښخي کړي دي، که یو څوک د ضرورت له کبله راوځي نو هم  تاسي پسي څرک یاست؛ بلکي الله جل جلاله امر وکړ چي ای نارینه وو، خپل ځان په واک کي کړی، تر څو د فتنې مخه ونیول سي او په دوهم ځل الله جل جلاله د ښځو د حجاب امر وکړ چي ښځي دي هم لوڅي بربنډې نه راوځي او خپل حجاب دي وکړي، چي مشکل د دواړو لورو څخه دفع سي.
 
دوهم د ښځو لپاره د حجاب امر 
 
الله جل جلاله فرمایي:
وَقُلْ لِلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فَرُوجَهُنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آبَائِهِنَّ أَوْ آبَاءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَائِهِنَّ أَوْ أَبْنَاءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي أَخَوَاتِهِنَّ أَوْ نِسَائِهِنَّ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ أَوِ التَّابِعِينَ غَيْرِ أُولِي الْإِرْبَةِ مِنَ الرِّجَالِ أَوِ الطِّفْلِ الَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا عَلَى عَوْرَاتِ النِّسَاءِ وَلَا يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِنْ زِينَتِهِنَّ وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَا الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ. (سورة النور: ۳۱)
 
او ووایه (ای محمده صلی الله علیه وسلم) ایماندارو ښځو ته چي پټې دي کړي له (نامحرمو څخه) سترګي خپلي او ښه ټینګ دي وساتي فرجونه سترونه خپل (د محرماتو په مقابل کښې) او نه دي ښکاره کوي زینت او ښایست ( او ځای د ښایست) خپل مګر هغه چي ښکاریږي له دغه (زینت څخه په وخت د کسب او کار کښې) او وادي چوي ټکري  (پورڼي) خپل پر ګریوانونو خپلو (چي سینه يې ښکاره نسي) او نه دي ښکاره کوي زینت، ښایست (او ځای د ښایست) خپل هیچا ته مګر د پاره د مړونو (خاوندانو) خپلو ته یا زامنو او لمسیو خپلو ته، یا زامنو د مړونو خپلو ته، یا وروڼو خپلو ته یا هغه چاته چي مالک سوي دي (د هغه) ښې لاسونه د دوی یا هغو تابعانو ته چي نه وي خاوندان د حاجت ښځو ته له سړیو نه یا هلکانو هغه ته چي نه وي خبر(دوی) پر اسرارو د ښځو او نه دي وهي (دا ښځې) پښې خپلي د پاره ددې چي معلوم کړل سي هغه څیزونه چي پټوي ئې دوی له زینت، ښایست (ګاڼې) خپلي او راجع سئ توبه وباسئ تاسي الله ته ټول ای مومنانو!!! دپاره ددې چي تاسي ښېګڼه او خلاصی ومومی ( په دارینو کي). 
 
(خمر) د خمار جمع ده او وهغه ټوکر ته ویل کیږي چي ښځه ځان په پوټوي د بېلګې په ډول ( پورڼي، نقاب، برقعه او داسي نور۔۔۔) کله چي و ښځې ته دا امر وسو چي خپلي سیني پټي کړي نو مخ خو په طریق اولی سره پکښې شامل سو، کله چي د سینې پټول فرض سو نو د مخ پوټول هم پکښې راغلل. 
 
که تاسي غواړی چي په اسلام کي د حجاب په هکله پوره معلومات و لاسته راوړی نو تاسي کولای سي چي د شیخ الاسلام مولانا محمد تقي عثماني (مدظله العالیه) لیکلی کتاب (فقهی مقالات) څلورم ټوک وګوری.
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: وَأَقْرَبُ مَا تَكُونُ مِنْ وَجْهِ رَبِّهَا وَهِيَ فِي قَعْرِ بَيْتِهَا. (صحیح ابن خزیمه، ابن حبان)
یعني کله چي ښځه په خپل کور دننه وي خپل رب ته ډیره قریبه وي. 
 
--------------------------
د قرانکریم په رڼا کي د ښځو د مخ پټولو ارزښت
د مخ حجاب په احادیثو کي
 

سرته