تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
بروسيلوزس (Brucellosis )
 
  September 12, 2015
  0
راليږونکې  :  قابله  بي بي اسيه سحر ، کندهار
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه

تشريح
بروسيلوزس يو سيستميک باکتريايي ګرام منفي انتان دی چې کيداى سي ځنډنى ( مزمن) سې .د ناروغۍ ليږديدل انسان ته له منتنې غوښې سره د تماس له لارې (د مثال په توګه د هغو کسانو ترمنځ چې په مسلخ کې کار کوې) د خامې غوښې ، شيدو يا پنير د خوړلو يا د تخريش سوې جلد تماس د څارويو يا منتنو توکو له لارې صورت مومي.
 
 
تشخيص
د ناروغۍ تشخص دهغه د علايمو د نه ځانګړتيا او بدليدونکي حالت له امله ستونزمن دى.
بروسيلوزس په لاندې شرايطو کې بايد په پام کې ونيول سي:
o په ناروغ کې د تبې بدلون ( يعنې کله پورته کله ښکته ) چې له لس ورځو څخه زيات دوام کوي ، د شپې خولې، ريږديدنې يا عمومي بي حالۍ سره د مفصلونو او عضلاتو له درد يا له هغه پرته زکام ته يو ورته سندروم چې له يوې اونۍ څخه زيات دوام کوي بايد پر بروسيلوزس فکر وکړى.

o ملاريا ته په مساعدو سيمو کې د بروسيلوزس شتون په هغو ناروغانو کې چې د ملاريا ضد درملو له اخستلو سره هم مقاومه تبه لري ، په پام کې ونيسئ.

د بروسيلوزس اختلالات و پلټئ.
o په هغه صورت کې چې درملنه يي ونسي، د هډوکو او مفصلونو درد څرګنديږي او د سحايا او دماغ د نسج التهاب  کيداى سي پيښ سي ، بايد دا ناروغ وليږل سي.
 
o بروسيلوزس کیداى سي د هډوکو او مفصلونو له ورو درد سره يو ځاى د سحايا د عصبي علايمو په ملتيا د مزمن کيدو په لوري پرمختګ وکړي.
 
o د شتون په صورت کې لابراتواري معاينات تر سره کړئ: تشخيص زياتره د سيرو لوژيک تسټونو په وسيله کيږي.
 
o د سيرولوزيکو معايناتو د سويې لوړيدنه يا د الګو تنيشن د کچې په مطلقه توګه لوړيدل يو په نسبت د ١٦٠ څخه له تشخيص سره مرسته کوي.
 
o تفريقي تشخيص چې له سيرولو ژيکو معايناتو څخه پرته ستونزمن دى د لاندى ناروغيو سره وسي:
  • د محرقې تبه
  • نري رنځ
  • د انسان د معافيتي سيستم کمزورونکى وايروس HIV ( اچ  اي  وي ).
  • ملاريا
درملنه 
  د درملو په وسيله درملنه
 
له اتو کلونو څخه لويو ناروغانو ته 
د خولې د لارې Doxycycline  (١٠٠ ميلى ګرامه ) هر ١٢ ساعته وروسته د شپږو او نيو لپاره .
احتياط : Doxycycline له اتو کلونو څخه د کوچنيو ماشومانو ، اميندوارو او شيدو ورکونکو ميرمنو لپاره مه توصيه کوئ.
Rifampicin    دخولې لارې ( ١٠ مليى ګرامه د بدن د وزن پر هر کيلو ګرام) اعظمي دوز ٦٠٠ ميلى ګرامه په ورځ کې يو ځل د شپږو اونيو لپاره.
د اتو کلونو څخه کوچنيو ماشومانو ته 
Co-trimoxazole  د شپږو او نيو لپاره معياري دوز.
زرقي Gentamicin په ورځ کې يو ځل ( ٧.٥ميلى ګرامه د بدن د وزن پر هر کيلو ګرام) د دوو اونيو لپاره .
ياداښت : د دوه يا درې درملو تر کيبي رژيم ډير اغيزمن دى.


ليږدول
له دي امله چې د برو سيلوزس تشخيص ډير ستونزمن دى او اوږد مهالې درملنې ته اړتيا لري ټول ناروغان د سيرولوژيکو او تائيدي معايناتو لپاره د امکان تر بريده وليږئ.
بر سيره پردې لاندي پيښي وليږئ:
ټولې اختلاطې پيښې لکه ميو کارديت، د مفصلونو التهابات او ستومياليت، او د سحايا التهاب ټولې اميندوارۍ ميرمنې.


مخنيوي
د غير پاستوريزه پنير، ناجوش کړو شيدو يا نيم خامې ( سرې ) غوښې له خوړلو څخه ډډه کول.
له څارويو يا د هغوى محصولاتو سره له تماس وروسته د اوبو او صابون په وسيله د لاسونو مينځل.
 
 
 
                   
 
ماخذ :  د درملنې ملي معياري لارښود د لومړنيو روغتيايي خدمتونو مرکزونو لپاره
یادونه: دا لیکنه صرف د طبي ډاکټرانو لپاره لارښووني دي.

سرته