تازه سرليکونه
د (فکري پوهنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د دیني پلورالیزم پېژندنه
  تعلیم الاسلام
  October 29, 2015
  0
رالېږونکی لیکوال: غلام عمر عبدالله، قراقستان، الماتي کازنو الفارابي ملي پوهنتون
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
 دیني پلورالیزم (ديني ډېرښت ) ترکیبي کلمه دانګلیسي له (Religious Pluralism  ) څخه اخیستل سوی ده ، چي په عربي کي يې تعبیر په (التعددیة الدینیة) سره سوې ده .
 
پلورالیزم دکلیسا په اصطلاح کي یو شخص له یوې څخه د ډېرو دندو درلودلو ته ویل کېږي . په فلسفي اصطلاح کي هغې تګلاري ته ویل کېږي چي لوړه مبداء له یوې څخه زیاته ګڼي.
 
او په ټولنیزه سیاسی اصطلاح کي ، هغه سیاسی نظام ته وايي چي ډول ډول توکمونو ، ټولنو او حزبونو ته له خپلو ځانګړتیاوو سره سره ، دګډو اوسیدو اجازه ورکوي.
 
کله چي (پلورالیزم ) سره د (دین) قید ذکر سي نو د ادیانو د تعدد او تکثیر د منلو معنی ورکوي ، په دې توګه چي څوک کوم دین مني ، ښه کار کوي ، ځکه دینونه ټول حق دي.
 
دین په عموم کي د عقایدو ، اخلاقو او روا او ناروا په هکله د لارښوونو ټولګه ده ، چي د دیندارو وګړو د ژوند نظام جوړوي (البته د ځینو د ینونو تعلیمات محدود وي ، یوازي د ژوند په ځینو برخو کي لارښووني لري).
 
د پلورالیزم ایجاد
 د دیني پلورالیزم ريښې په اتلسمه پېړۍ کي په اروپا کي هغه هر اړخیز بدلون ته ورغځېږي چي د مسیحي دین د پیروانو (کاتولیک او پروتستانت ) ترمینځ تعصب او جګړو ته یې چي تر پېړیو یې دوام درلوده ، د پای ټکی کېښود ، د دین واک په کلیسا کي کلابند او روڼ اندو ، د ازادۍ او ډيمو کراسۍ په څنګ کي پلورالیزم ، دیني تسامح او یو بل ته د تیریدني شعارونه اوچت کړل. څو د مسیحیت د تحریف سوي دین له نامعقوله او غیرقابل تحمل تعلیماتو څخه اروپا ته ژغورنه ورکړي.
 
لومړني هغه څوک چي پلورالیزم یې د نړۍ د دینونو په سطحه مطرح کړی ، او په منظم ډول دفاع ورڅخه کړې پروتستاني لیبرال مسیحي ترولتش (Eranst Troeltsch) 1923 – 1865 ) دی ، نوموړي ویلې یې دي چي : هر دین د حق عناصر لري ، حق په یو دین کي محصور او راټول نه دی ، الهي ژوند په نړۍ کي يو ډول نه دی ، بلکي ډير ډولونه لري.
 
له هغه وروسته په دې هکله خورا مهم کار (کاناډايې ولفرید کانتویل سمیت ) کړی دی. چي په ۱۹۸۱ کال يې ( د نړیوال دیانت لورته نظریه ) (Towards A world theology) ترعنوان لاندي کتاب چاپ سو ، چي له ده وروسته مشهور دیني فیلسوف جان هیک (John Hick) د شلمې پيړۍ په وروستیو دوولسیزو کي د دنیي پلورالیزم نظریه پوخوالي ته ورسوله چي په دي هکله یې تر دیر شو زیات کتابونه او مقالې ولیکلې.
 
ددې ترڅنګ دهند په شبه قاره کي هم ددیني پلورالیزم بلونکي ښکاره سوي ، ګروبابانانک (۱۴۶۹ – ۱۵۳۸ ) هغه څوک وو چي دهندودین او داسلام د ځینو تلیماتو ترمنځ یې تلفیق او یوځایوالی راووست او دسیک په نوم دین یې جوړ کړ.
 
همداراز رام موهن رای (۱۷۷۳ – ۱۸۳۳ ) چي په اصل کي هندو وو له اسلامي ماخذو څخه يې توحید واخیست د الله په شتون يې باور درلود او دینونه يې ټول یو ډول اوحق ګڼل ، له هغه وروسته بنګالی صوفي راما کریشنا راو (۱۸۳۴ ـ ۱۸۸۶ م ) راغی چي لومړی هندو وو بیا مسلمان سو بیا مسیحي سو او په پای کي بیرته هندو سو دده نظر دا وو چي ټول دینونه په حقیقت کي سره یو دي ، او توپير یې یوازي په تعبیر کي دی او مثال يې داسي ورکوي لکه په بنګالي ، اردو او انګلیسي ژبو کي چي له اوبو څخه په مختلفو الفاظو تعبیر کیږي همداسي دینونه هم یو حقیقت او مقصد ته انسانان رسوي ، نو دده له نظره د دین بدلول او له دین څخه اړول بې ګټي کار دی.
 
په اسلامي نړۍ کي دیني پلورالیزم اصطلاح بیخي نوې ده. د نورو غربي مفاهیمو ترڅنګ دې مفهوم هم اسلامي نړۍ ته له دوهم نړیوال جنګ څخه وروسته په ډیره محتاطانه ډول سرایت را وکړ ، سید حسین نصر ، عبدالکریم سروش او نو رلیکوالان سته چي په پوره زیارسره د ديني پلورالیزم لپاره لیکني کوي او له هغه څخه دفاع کوي.
 
د دوی دعوه
د دوی ستره دعوه دا ده چي انسانانو له آدم علیه السلام څخه تر نن ورځي پوري چي کوم دینونه خپل کړي هغه ټول حق او سره یو دي ، اختلاف او تعارض یې یوازي په ظاهر کي دی ، حقیقت یې سره متحد دی.
 
د لوېدیځ ، هند او اسلامي نړۍ پلورالیستان کوم چي مخکي یې نومونه ذکر سول د پلورالیزم په مقدماتو یو له بل سره توپیر لري خو په پایله کي سره متفق دي دغرب پوهان وايي چي د دینونو حق ګڼل د انسان په ګټه ده ، نو باید حق وګڼل سي ، څو وګړي سوله یزګډ ژوند سره وکړای سي نو د دوی نظر په ماهیت کي پر سیکولاریزم ولاړ دی، که څه هم د عمل ډګر یې دین دی. د هند د پلورالیزم بلونکی همدا مدعی د خپلو مذهبي مقدسو کتابونو پر بنسټ بنا کوي ، کوم چي حق د هغو لارو ترمنځ ویشلی ګڼي.
 حسین نصر ، سروش او ددوی نورپلویان د خپلي مدعی د اثبات لپاره عقلي دلایل له غربي پوهانو څخه را اخلي او کله د ځینو متکلم فیه صوفیانو له اشارو او کله هم له اسلامي اصولو څخه نا اشنا او بدل استدلال کوي.
 
اصلي موخه یې
پدې ډول دیني پلورالیزم د غربي تمدن د پلي کولو لپاره یوه اغیزمنه وسیله جوړه سوې ده ، څو په ديني مجال کي هم د ازادۍ او یو بل ته د احترام په نوم (نوی نړیوال نظام) ته کوم چي د امریکا د متحده ایالاتو له خوا اعلان سوی ، او په سیاسی ، اقتصادي او نظامي ډګرونو کي خورا سخت کار پرې روان دی ، په ټوله نړۍ کي د دیني پلورالیزم د عملي کېدلو لپاره زمینه برابره سي چي مذهبي رهبري يې د کلیسا او پاپانو له لوري کېږي او د سیاست او اقتصاد په ډګر کي به يې رهبري د یوې امپراطورۍ په بڼه د امریکا له خوا کېږي.
 
د همدې موضوع پاته برخي ان شاء الله په نورو لیکنو کي.
 
اسلام او ساینس
 
ما په ۱۳ دلایلو اسلام قبول کړی
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته