تازه سرليکونه
د (فتوا لمونځ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا- په لمانځه کي واجب پاته کېدل
 
  November 23, 2011
  0

پوښتنه: که د چا څخه په لمانځه کي واجب پاته سي نو حکم يې څه دی؟

د پوښتني کوونکي نوم: بسير احمد

جواب: که د چا څخه په لمانځه کي په سهوه واجب پاته سي سجده سهوه پر لازمیږي ، او که څوک په لمانځه کي قصداً واجب پرېږدي او یا په سهوه کی واجب ترې پاته سي خو د سهوي سجده ونه کړي پر هغه هم ددې لمانځه راګرځول واجب كيږي.متفق عليه حديث د ابوهريرة څخه را نقل سوى دى أَنَّ رَجُلًا دَخَلَ الْمَسْجِدَ وَرَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ جَالِسٌ فِي نَاحِيَةِ الْمَسْجِدِ فَصَلَّى ثُمَّ جَاءَ فَسَلَّمَ عَلَيْهِ فَقَالَ لَهُ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَعَلَيْكَ السَّلَامُ ارْجِعْ فَصَلِّ فَإِنَّكَ لَمْ تُصَلِّ فَرَجَعَ فَصَلَّى ثُمَّ جَاءَ فَسَلَّمَ فَقَالَ وَعَلَيْكَ السَّلَامُ فَارْجِعْ فَصَلِّ فَإِنَّكَ لَمْ تُصَلِّ فَقَالَ فِي الثَّانِيَةِ أَوْ فِي الَّتِي بَعْدَهَا عَلِّمْنِي يَا رَسُولَ اللَّهِ فَقَالَ إِذَا قُمْتَ إِلَى الصَّلَاةِ فَأَسْبِغْ الْوُضُوءَ ثُمَّ اسْتَقْبِلْ الْقِبْلَةَ فَكَبِّرْ ثُمَّ اقْرَأْ بِمَا تَيَسَّرَ مَعَكَ مِنْ الْقُرْآنِ ثُمَّ ارْكَعْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ رَاكِعًا ثُمَّ ارْفَعْ حَتَّى تَسْتَوِيَ قَائِمًا ثُمَّ اسْجُدْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ سَاجِدًا ثُمَّ ارْفَعْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ جَالِسًا ثُمَّ اسْجُدْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ سَاجِدًا ثُمَّ ارْفَعْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ جَالِسًا ثُمَّ افْعَلْ ذَلِكَ فِي صَلَاتِكَ كُلِّهَاوَقَالَ أَبُو أُسَامَةَ فِي الْأَخِيرِ حَتَّى تَسْتَوِيَ قَائِمًا ( و اللفظ للبخاري )

ژباړه : ابوهريرة وايي يو سړى نبوي مسجد ته ننوت رسول الله صلي الله عليه و سلم هلته يو طرف ته ناست ؤ دې سړي لمونځ وكړى بيا راغى رسول الله ته يي سلام واچاوه رسول الله سلام ور بيا كړ او ور ته ويي ويل بيرته ولاړ سه لمونځ دي وكړه ځكه چي تا لمونځ په صيح ډول و نه كړ ، سړى ولاړى لمونځ وكړ بيرته راغى سلام يي واچاوه ، رسول الله ورته وويل و عليك السلام بيرته ولاړ سه لمونځ دي وكړه ځكه تا لمونځ و نه كړى ، دې سړي په دوهم ځل يا د هغه وروسته ورته وويل : اې د الله رسوله ! ته لمونځ را وښووه .رسول الله ورته وويل : څه وخت چي لمانځه ته ولاړيږي نو په بشپړ ډول اودس تازه كړه بيا قبلې ته مخامخ و دريږه الله اكبر ووايه ، بيا چي د قرآن د كوم ځاى ويل درته اسان وي هغه تلاوت كړه ، بيا ركوع وكړه تر څو چي په ركوع كي ښه ارام ونيسې ، بيا د ركوع څخه را پورته سه تر څو په ولاړي كي سيده ودريږي د هغه وروسته سجده وكړه په سجده كي چي ارام ونيسې بيا د سجدې څخه را پورته سه تر څو چي په ناسته كي ښه ارام ونيسې بيا دوهمه سجده وكړه څو په سجده كي ښه ارام ونيسې بيا د سجدې څخه را پورته سه څو په ناسته كي ارام ونيسې همدا ډول د لمانځه په ټولو ركعتونوکي  وكړه ابواسامه د دوهمي سجدې وروسته د رسول الله وينا داسي را نقل كړي ده : د دوهمي سجدې څخه راپورته سه څو په ولاړي سيده ودريږې . د ژباړي پاى .

په ركوع او سجده كي تعديل او هم قومه او جلسه په اطمنان كول د راجح قول له مخي د لمانځه د واجباتو څخه دي نو دا حديث ددې دليل دى چي د واجبو په پريښولو د لمانځه راگرځول واجب كيږي .البته په دغه لمانځه كي داسي څوك اقتداء نسي پسي كولاى چي هغه لمونځ نه راگرځوي بلكي همدا يي د وخت لومړى اداء وي ځكه ددغه كس فرضي لمونځ هغه اول لمونځ دى دا اعاده د هغه د نقص د جبران د پاره ده رد المحتار : وَبِالْأَوَّلِ يَخْرُجُ عَنْ الْعُهْدَةِ ، وَإِنْ كَانَ عَلَى وَجْهِ الْكَرَاهَةِ عَلَى الْأَصَحِّ فَالْفِعْلُ الثَّانِي بِمَنْزِلَةِ الْجَبْرِ كَالْجَبْرِ بِسُجُودِ السَّهْوِ .د متن ژباړه : د اصح قول له مخي په اول لمانځه د لمونځ كونكي ذمه فارغه كيږي كه څه هم هغه اول لمونځ يي د تحريمي كراهيت سره اداء كړى دى دا دوهم ځل د لمانځه راگرځول يي د سهوي د سجدې په شان د جبران د پاره دي. لهذا په کوم لمانځه کي چي واجب قصداً څوک پرېږدي هغه لمونځ باید وجوباً او حتمي راوګرځوي، دغه ډول که څوک په سهوه کي واجب پرېږدي خو سجده سهوه ونه کړي، لمونځ ختم کړي، نو ددغه لمانځه راګرځول هم پر ده باندي واجب دي .

د تعلیم الاسلام مجلې د لومړی ګڼې څخه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته