تازه سرليکونه
د (نوي مسلمانان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
تیتانیا: زما د ژوند نوی فصل شروع سو
 
  September 21, 2015
  0

 زما د ژوند نوی فصل شروع سو

قرغزستانی تیتانیا و کولای سوای چي اسلام پیدا کړي!!
 

لیکنه: علی الله متوکل الرحمن
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه

تیتانیا چي اوسنۍ مسلمان نوم یي تسنیم دی. د پوهنتون استاذه ده چي پنځه کاله وړاندي یي په ۲۰۱۰ میلادي کال کي د اسلام مبارک دین ومنی او اوس د مرکزي اسیا د قرغزستان هیواد څخه راغلي او امارات متحده کي ژوند کوي. 

د قرغزستان د پایتخت بیشکیک څخه ۶۰ کیلومتره لیري په یوه کلي کي زیږیدلي، هملته له خپلي انا سره اوسیدل او هغوی یي تعلیم او تربیه پر غاړه اخیستي وه. د تسنیم خور د وینا مطابق چي کله یي لا د اسلام مبارک دین قبول کړی نه ؤ، نو یوازي به یي په خپل هیواد کي د مساجدو په مخ کي مسلمانانو ته کتل او د هغوي حرکات به یي څارل چي دا یي قصه داسي بیانوي: " زه به د روژي تر میاشتي وروسته په اول سهار (د کوچني اختر اوله ورځ) د مسجد و مخته و مسلمانانو ته ډیره حیرانه وم چه څه کوي خو تر اسلام قبولولو وروسته پوه سوم. زه اوس ګورم چي ددي برکتي میاشتی په اخر کي څومره خلک و اسلام ته را داخلیږي. الحمدالله ".

د حقیقي څرک په لټه 
 دا له ډیره ماشومتوبه په دې عادت کړل سوی وه چي باید له خپلي انا سره د اورتودوکس و کلیسا ته ولاړه سي، دا په کلیسا کي د غزل ویونکو په ډله کي هم وه او د انا سره به یي په کلیسا کي د ځوړنده تصویرونو په وړاندي غزلي ویلي.

تسنیم وایي:" ما به همیشه له خپلي انا څخه پوښتل چي موږ ولي د تصویر په وړاندي غزلي وایو او د یو داسي چا عبادت کوو چي هغه خدای نه دی؟ زما ددې سوالو جواب چا نه کړی را تر څو زما ذهن پر ارامه سي او د تشویش غوټه مي وشکیږي. نو زه په دي مجبور کړل سوم تر څو د کوم بل دین مطالعه وکړم او هلته خپل د سوالو جوابونه ولټوم".

تنسیم اول هندویزم او بودایزم مطالعه کړل چیري چي ددي سوالونه تر هغه ډیر او تشویشونه، ذهني ګډوډي، روحي فشار او ګنګسیت یي تر هغه لا څو برابره سو. دا وایی: "هندویزم او بودایزم ته مي خپله توجه واړول خو څه مي ترلاسه نه کړل، تر دي چي اړه سوم اسلام مطالعه کړم، اسلام مي یو مکمل او بشپړ دین وموند او الحمدالله په دي وتوانیدم چي اسلام قبول کړم. اوس هره ورځ زه یو نوي څه په اسلام کي پلټم او د اسلام هر حقیقت واضح او اسانه دی".

د اوسني انجیل مطالعه
 
کله چي دا شل کلنه وه بایبل (انجیل) به یي ځکه مطالعه کوی تر څو په دې پوه سي چي موږ دلته څه کوو؟
موږ ولی دلته یوو؟
خدای ولي انسانان پیدا کړل؟
پر خاورینه کوره زموږ هدف څه دی؟
ستوري، کهکشان او دا هر څه څشي دي؟ ایا عالمیانو ته یي ګټه رسي که نه؟
لمر ولي را پورته کیږي او لویږي؟

دا او دي ته ورته سوالونو سره یي زوړ انجیل را شروع کړی. خو کله چي یي نوي انجیل مطالعه کړ نو د انجیل یو د بل و اختلاف ته یي پام سو چي دا بیا یو نوي پوښتنه سوه. 

تسنیم له یو عالم سوالونو سره لا لهانده ګرځیده چي له یو ډلي خلکو سره چي اسلامي داعیان وه مخ سوه. هغوی دا په هر څه و پوهول، دین یي ورته روښانه او د الله جل جلاله لار یي ورته و ښودل. 

الله جل جلاله دي د اسلام داعیان هر ځای کامیابه، برلاسي او هڅانده لري. اللهم امین

تسنیم خور وایي: "د دعوت ډلي ماته د محبوب رسول صلی الله علیه وسلم احادیث واورول، د هغه د ژوند نیکه طریقه یي راته وښودل او د هغه مبارک له ژونده یي خبره کړم".  

په عیسوي دین کي که له خدایه څه غواړي باید کلیسا ته ولاړ سي، د کلیسا د پلار یا پاپ په مرسته یو څه طلب کړي، او ډیر داسي عیسایان سته چي یوازي يي په ماشومتوب کي و کلیسا ته تګ راتګ کاوه خو اوس یي په درسته توګه د کلیسا سره اړیکه شکیدلي دي. حال دا چي په اسلام کي د الله  جل جلاله  سره اړیکي ټینګول او هغه  جل جلاله  سره محبت کول اړین بلل سوي. تسنیم وایي: "ماته تر هر څه ښه دا دي چي زما او د الله  جل جلاله  تر منځ څوک نسته زه کولای سم د دوعا په واسطه هر څه له خپله ربه و غواړم، زما پر الله  جل جلاله  ایمان او عقیده زیاته ده ځکه زړه یي را قوي کړ، سترګي را روښانه او غوږونه یي را خلاص کړل".

دا اوس د اسلام په حقانیت پوه سوی، د  ژوند تاریکی یي د اسلام په وړانګو ځلیدلي، د خوشحالی، ډاډ او سکون احساس کوي او وایي: "اسلام زما د ژوند یو نوی فصل دی، او دا زړه راښکونکي ورځ چي کلیمه د أَشْـهَدُ أَنْ لا إِلـهَ إِلاّ الله ، وَأَشْـهَدُ أَنَّ مُحَمّـداً عَبْـدُهُ وَرَسـولُه مي ویلي، هیڅ کله به یي حیره نه کړم".

ژوند د مسلماني په حیث
د مسلمانیدو سره سم د یو لړ مشکلاتو او د کورنی د فشاره سره مخ سوه. ددي سوال په جواب کي چي ولي یې عیسویت پریښود او اسلام یي قبول کړ؟ تسنیم وايي: "اسلام ماته خوشحالي راکوي. الله  جل جلاله  یو دی، بي نیازه دی او باید پنځه وخته لمونځ ادا سي؛ هغه خوشحالي چي د دوو لمونځو په منځ کي زه احساسوم په کوم بل څه کي نسته".

دا پر خپل حجاب ټینګار کوي. دا د یو عیسوي پوهنتون په منځ کي حجاب پالي، یوه ورځ یي د پوهنتون د تګ په وخت کي له موره و پوښتل چي کوم رنګ حجاب را سره ښه ښکاري؟ مور یي ورته جواب کي وویل ته بي حجابه ښه یي.

تسنیم د حجاب څخه په دفاع کي مور ته وویل: "دا ستا خبري ماته د منلو نه دي، حجاب زما د روح ارامونکی دی، ته باید په دي پوه سي چي زما په زړه کي اسلام دی". 

او ددي په وینا دا د الله  جل جلاله  یو لویه مهرباني ده؛ هغه مور چي زما د حجاب خلاف وه یوه میاشت بعد یي راته یو زرغون حجاب تحفه کي را کړ.
 
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
اړونده لیکني:
مشهوره غزل ویونکې سټاسي  انام مسلمانه سوه
ما په ۱۳ دلایلو اسلام قبول کړی
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته