تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سنت او بدعت ترمنځ فرق
  تعلیم الاسلام
  November 27, 2017
  0

رالېږونکی: مبارک شاه / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 2016-12-05 

د بدعت او سنت په منځ  کي همدا فرق او امتیاز دی ، چي پر سنتو باندي اجر او ثواب سته او بدعت د الله تعالي په دربار کي هيڅ قیمت نه لري، خلګ وايې: که چیري موږ (د مړي) تیجه ولمانځو، لسمه يې ولمانځو، څلوېښتمه يې ولمانځو ، نو موږ کوم د ګناه کار وکړی؟! بلکه  دا وسوه چي خلګ مو جمع کړل  هغوی قران ووایه، قران کریم ویل خو ډېر لوی عبادت دی، په دې کي څه خرابي ده؟ 
 
اې وروره! په دې کي خرابي دا وسوه ، چي قران کریم  دي د خپل طرف څخه ووایه، د الله جل جلاله  او د الله درسول  صلی الله علیه وسلم پر ښول سوې طریقه دي نه ووایه، د قران کریم ویل هغه وخت باعث د ثواب ګرځي ، چي هغه د الله  جل جلاله  او  د الله د رسول  صلی الله علیه وسلم  پر ښوول سوې طریقه وویل سي ، که چیري د هغه خلاف وي نو په هغه کي اجر او ثواب نسته.
 
د  ماښام د څلور رکعته ولي ګناه لري؟
زه ددې یو مثال درکوم ، چي د ماښام درې رکعت فرض دي، اوس که یو شخص ووایي چي (معاذ الله) دغه درې رکعته بې  معقوله دي ، څلور رکعته ولي نه دي پوره؟ اوس دغه کس د درو رکعتو پر ځای باندي څلور رکعته کوي، وویاست ، دغه کس څه ګناه وکړه؟ ایا هغه شراب وڅښل ؟  ایا غلا يې وکړه؟ ایا يې ډاکه يې واچول؟ ایا د کومي کبیره ګناه مرتکب سو؟ یوازي يې دا وکړه چي يو رکعت يې زیات ووایه، صرف دومره یې وکړه چي یو رکعت یې اضافه وکړی ، یو رکوع يې اضافه وکړه،او دوې سجدې يې اضافه وکړې، او د الله جل جلاله  نوم يې واخستی. اوس ده پدې کي څه ګناه وکړه؟ بکله دا وسوه چي څلورم رکعت يې اضافه وکړی، خو په دې سره نه یوازي دا چي د اجر او ثواب موجب ونه ګرځېدی ، بلکي هغه  درې رکعته  يې هم غرق کړل، بلکي هغه يې هم خراب کړه، ولي؟ ددې لپاره چي د الله  جل جلاله  او د الله د رسول صلی الله علیه وسلم  د ښوول سوې طریقې مطابق یې اداء نه کړل، په سنت او بدعت کي هم دا فرق دی چي کومه طریقه ښوول سوې هغه سنت ده او هغه چي ښوول سوې نه ده ، مګر د خپل طرفه څخه راپورته سوې وي،  او په لېدلو ښه معلومیږي ، مګر  د هغه هیڅ فائده ،  هیڅ اجر او ثواب نه وي.
 
د سنت او بدعت په زړه پوري مثال:
 
زما پلار رحمة الله علیه  ته یو بزرګ حضرت شاه عبدالعزیز  رحمة الله علیه  (دعاجو) تشریف راوړی، د تبلغي جماعت د مشهور اکابرو څخه وو، او یو  عجیبه بزرګ وو، یوه ورځ راغلی زما پلار ته يې یو عجیبه خوب ووایه، او په خوب کي يې زما پلار ليدلی وو، چي یو توري تختې ته ولاړ يې ، او یو څه خلک دده شاوخوا ناست وي، او ته یو څه ورته وايي، زما پلار رحمة الله علیه  په تباشر سره په عدد سره (۱) جوړ کړی، او د خلکو څخه يې وپوښتل چي دا چشي دی؟ خلکو جواب ورکړی چي دا یو دی، بیا تا ددغه یوه وروسته راسته طرفته یو نقطه ورکړه، د خلکو څخه دي وپوښتل چي اوس څو سوه؟ خلکو جواب ورکړی چي اوس لس (۱۰) سوه، او بیا دې یو نقطه کښېښوده، او بیا دي وپوښتل چي اوس څو سوه؟ خلکو جواب ورکړی، چي اوس سل (۱۰۰) سوه، او بیا دې یو نقطه بل کښېښوده، او بیا دي وپوښتل چي اوس څو سوه؟ خلکو جواب ورکړی، چي اوس زر (۱۰۰۰) سوه بیا يې وفرمایل چي زه هر څونه نقطې ورکوم دغه لس واره زیاتیږي، بیا يې دغه ټولي نقطي پاکي کړې ، او دغه نقطي يې د هغه یوه چپه طرفته ته (۰،۱) کښېښودله. بیا يې د خلکو څخه وپوښتل چي اوس څو سول؟ خلکو وویل چي اعشاریه یو سو یعني د یوه لسمه برخه سوه، او بیا دې یو نقطه بل کښېښوده (۰۰۱) او بیا دي وپوښتل چي اوس څو سوه؟ خلکو جواب ورکړی، چي اوس عشاریه صفر یو سو یعني د یوه سلمه برخه، او بیا دې یو نقطه بل کښېښوده (۰۰۰۱) او بیا دي وپوښتل چي اوس څو سوه؟ خلکو جواب ورکړی، چي اوس عشاریه صفر صفر یو سو یعني د یوه زرمه برخه.
 
او بیا يې وفرمایل چي ددې څخه معلومه سوه چي د چپه طرف نقطې دغه عدد لس لس واره کموي، او بیا یې وفرمایل چي راسته طرف ته نقطې د سنتو مثال دی او چپه طرف ته نقطې د بدعت مثال دی. 
په ظاهره دواړي نقطې یو ډول دي خو که راسته طرف ته ورکول سي هغه سنت دی ځکه چي د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د ښوول سوي طریقې مطابق دی، او چپه طرف ته د اجر او ثواب پر ځای هغه نور کموي، او د انسان عمل ضایع کوي، بس د سنتو او بدعت همدغه ډول فرق دی. وروره! دین ټوله
 
د اتباع نوم دی! کله چي حکم راته وسي چي دا کار وکړئ نو په کولو سره يې د اجر سبب ګرځي او که ددې پرته سرچپه د خپله دماغ په سوچ سره یو کار وکړو نو په هغه کي هیڅ اجر او ثواب نسته (بلکي سزا لا سته). (اصلاحي خطبات، مولانا مفتي محمد تقي عثماني حفظه الله، ج۲، ص۱۳۹)
 
د بدعتي عمل نه قبلیږي (الحدیث)
----------------------------------
 رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: أَبَى اللَّهُ أَنْ يَقْبَلَ عَمَلَ صَاحِبِ بِدْعَةٍ حَتَّى يَدَعَ بِدْعَتَهُ. رواه ابن ماجه
ژباړه: الله تعالی د بدعتي د عمل د قبلولو څخه منع کړې ده تر هغه وخته چي دی خپل بدعت پرې نږدي.
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 

 

سرته