تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د دین پنځه شعبې
  تعلیم الاسلام
  October 27, 2017
  0
استاد انجینر نورالله خان احمدزی / تعلیم السلام ویب پاڼه 2015-10-25 
 
د دینې احکامو پنځه شعبې دي
 
۱: عقائد:-  هغه شیان چې حضور اکرم صلی الله علیه وسلم خبر ورکړی په هغو اعتماد او منل دي، او د هغوی د عملي کولو او منلو په زړه سره یقین کول دي، لکه جنت او جهنم، ملایکې، پیغمبران او داسې نور.
 
۲: عبادات:- لکه لمونځ، روژه، زکواة، حج، قرباني، ذکر او نور.
 
۳: معاملات او سیاست:ـ  لکه اخیستل او خرڅول، کرهڼه، نکاح، طلاق، کوم شی په کرایه ورکول، د حکومت کولو اصول او داسې نور.
 
۴: معاشرت:ـ  لکه  داوسېدلو او ناستې ولاړې، لیدل او کتنه، خبرې کول او د دغو شیانو احکام او نور آداب.
 
۵: اخلاق او د نفس اصلاح:ـ  لکه زړه  له حسد، بغض، کینه، تکبر، حرص څخه پاکول،  صبر او شکر، تقوا، اخلاص، زهد، قناعت، عاجزي، سمه خبره اورېدل او منل، ښه سوچ او نیت  پخپل زړه کې پیداکول او داسې نور.
 
ددغو پنځه شعبو مجموعې ته دین وایي او که په دغو ټولو کې په یوه جزء هم عمل ونشي نو د هغه کس دین ناقص دی، لکه: په بدن کې چې یو لاس نه وي، نو هغه بدن نیمګړی وي داسې د دین مثال هم دی.
(سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه)
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته